تروريزم

په ننګرهار کې ځانمرګو بریدونو په لسګونو لاریونوال او د ښوونځيو ماشومان ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو ټپي شوی هلک د وږي په ۲۰ مه په ننګرهار کې له څو ځانمرګو بریدونو څخه وروسته په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو ټپي شوی هلک د وږي په ۲۰ مه په ننګرهار کې له څو ځانمرګو بریدونو څخه وروسته په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

جلال اباد -- چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي برید، چې د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۰مه/ یې په ننګرهار کې لاریونوال په نښه کړل لږ تر لږه ۳۲ تنه افغانان ووژل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې دغه چاودنه له هغه ځای سره نژدې وشوه چېرې چې لاریونوالو د افغان محلي پولیسو لپاره د یوه ځایي قوماندان پر ټاکنه د اعتراض په ترڅ کې یوه لویه لاره تړلې وه.

د ولایت د روغتیا رییس نجیب الله کامه وال او خوګیاڼي دواړو د تلفاتو شمېر تایید کړ.

په څو روغتونونو کې، په داسې حال کې چې روغتایي عملیې هڅه کوله چې د هغو ۱۲۸ کسانو درملنه وکړي چې د زورورې چاودنې په وسیله ټپیان شوي ول، د ویر صحنې جوړې وې.

دغه برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې په جلال اباد کې د نجونو د یوه ښوونځي په مخکې جوړه بمي بریدونو یو هلک وواژه او څلور نور افغانان یې ټپیان کړل.

خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، چې لومړۍ چاودنه د سهار خواوشا ۸:۳۰ بجې د ملکه حمیرا د نجونو د ښوونځې په مخکې وشوه.

هغه وویل، دویمه چاودنه هغه وخت وشوه چې په سیمه کې د هلکانو د یوه ښوونځي زده کوونکي او محلي خلک په صحنه کې راټول شول.

هېڅ ډلې د هېڅ چاودنو مسؤلیت نه دی اخیستی، خو په ننګرهار کې طالبان او داعش فعال دي.‌

داعش، چې په عراق او سوریه کې په نظامي ډګر کې مات شوی او د افغانستان سختو سیمو ته انتقال شوی دی، اوس اکثر د داسې ځایونو په شمول چې ماشومان ورته ډېر تګ راتګ کوي، په «نرمو» هدفونو باندې بریدونه کوي.

د مثال په توګه، د وږي په ۱۴مه، یو عادي کاري صنف هغه وخت د وینو په حمام بدل شو چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د یوه سپورټي کلب په دروازه کې یو بې وسلې ځوان ساتونکی وواژه، او بیا یې خپل ځان د لسګونو پهلوانانو، چې یو شمېر یې تر ۱۰ کالو پورې کوچنیان ول، سره نژدې وچاوه.

یو ساعت وروسته، یو موټر، چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول، له کلب څخه بهر وچاودېد، چې په څرګنده یې لومړي غبرګون ښودونکي، خبریالان او د عاجلو مرستو کارکوونکي، چې په صحنه کې راټول شوي ول، په نښه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500