امنیت

ایران د سوریې جنګ ته د افغانانو د هڅونې لپاره ګواښونکي تکتیکونه کاروي

د نصیر صالحي راپور

یو شمېر افغانان وایي، چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په ایران کې یو شمېر افغان کډوال ګواښلي، چې که سوریې ته د جنګ کولو لپاره له تګ سره موافقه ونه کړي، هغوی به په زور سره افغانستان ته ولېږي. [نصیر صالحي]

هرات -- د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په ایران کې د اقامې د اسنادو د وعدو په شمول، د فشار اچولو له یو شمېر تکتیکونو، ډارونې، مالي تشویقاتو او تشو وعدو څخه په استفادې سره، په زرګونو بېچاره افغان کډوال دې ته هڅوي چې په سوریه کې وجنګېږي -- او مړه -- شي.

د مثال په توګه، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په ایران کې مېشت افغان کډوال ګواښلي چې که په سوریه کې له جنګ کولو سره موافقه ونه کړي، هغوی به افغانستان ته اخراج کړای شي.

زین الله، چې ۱۶ کاله عمر لري، او لږ مخکې له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی، وویل، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ زه او زما پنځه ملګري یوې کوټې ته بوتلو او مونږ ته یې وویل چې هغوی به مونږ ته ۶ میلیونه ایراني ریال (۱۴۲ ډالر) راکړي چې لاړ شو او په سوریه کې جنګ وکړو،»‌.

زین الله سلام ټایمز ته وویل چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د دروغو وعده ورکوله چې، «که تاسو ووژل شئ، مونږ به ستاسو کورنۍ له افغانستان څخه ایران ته راولو او هغوی ته به کور او پیسې ورکړو،»

مریم، چې۳۵ کاله عمر لري، او د هغې درې زامن د زمري په ۲۷ مه په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ‌ کې لیدل کیږي. ایراني مقاماتو یاده کورنۍ له خپل هېواد څخه را اېستلې ده. [نصیر صالحي]

مریم، چې۳۵ کاله عمر لري، او د هغې درې زامن د زمري په ۲۷ مه په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ‌ کې لیدل کیږي. ایراني مقاماتو یاده کورنۍ له خپل هېواد څخه را اېستلې ده. [نصیر صالحي]

د زمري په ۲۷ مه د ایران له خوا په زور اېستل شوي افغانان په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې لیدل کیږي. [نصیر صالحي]‌

د زمري په ۲۷ مه د ایران له خوا په زور اېستل شوي افغانان په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې لیدل کیږي. [نصیر صالحي]‌

له ایران څخه را اېستل شوي افغان ماشومان د زمري په ۲۷ مه په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې لوبې کوي. [نصیر صالحي]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان ماشومان د زمري په ۲۷ مه په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې لوبې کوي. [نصیر صالحي]

زین الله او د هغه ملګرو دغه وړاندیز ونه مانه.

علي احمد، چې ۲۲ کاله عمر لري، له درې کالو راهیسې په ایران کې اوسېدلی او په وروستیو کې افغانستان ته راستون شوی دی، وویل، «زما شپږ نژدې ملګري د سوریې په جنګ کې ووژل شول،»‌

علي احمد سلام ټایمز ته وویل، «هغوی ځوانان هڅوي او د هغوی د ژوند له نهیلیوونکیو شرایطو څخه بده استفاده کوي. د ایران اسلامي انقلابي ګارډ هغه کسان، چې په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، ګواښي. کله چې ما د هغوی وړاندیز، چې سوریې ته د جنګ لپاره لاړ شم، رد کړ، هغوی زه له خپل هېواد څخه را واېستلم،»‌

په سوریه کې مړ کېدل

د هغو افغانانو د تلفاتو شمېر، چې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکې، فاطمیون لوا، کې چې تر ډېره د شیعه مسلمانانو یوه بې بندوباره ملېشه ده، جنګ کوي او وژل کیږي، د اندېښنې وړ دی.

د فاطمیون لوا یوه چارواکي زهیر مجاهد د تېر کال د مرغومي په ۱۵مه رسنیو ته وویل، «په تېرو پنځو کالو کې په سوریه کې د فاطمیون لوا لپاره د جنګ کولو په ترڅ کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر افغانان وژل شوي او له ۸۰۰۰ څخه دېر نور ټپیان شوي دي،»‌

په ایران کې یوې پخوانۍ افغان کډوالې،‌ عزیزې کریمي، چې په وروستیو کې افغانستان ته راستنه شوې، سلام ټایمز ته وویل، چې د هغې د تره زوی ذوالفقار وروسته له هغه په سوریه کې ووژل شو چې ایران هغه درې ځلې ولېږه، او د هغه کورنۍ بې روزي ګټونکي پاتې شوه.

کریمي وویل، «زما د تره زوی د ایران په ګټه وجنګېده او په سوریه کې ووژل شو، او اوس داسې څوک نشته چې د هغه کورنۍ حمایه کړي. په هغې ورځ، چې ایراني مقاماتو د هغه مړی راوړ، هغوی د هغه کورنۍ ته لږې پیسې ورکړې چې د هغه د جنازې لګښت پرې وکړي،»

هغې وویل، «هغوی څو ځلې راغلل او هغه یې د شهید په نامه یاد کړ -- وروسته، هغوی د هغه کورنۍ هېره کړه،»

کریمي وویل، د وژل شویو جنګیالیو نورو کورنیو ته، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په خپلو پخوانیو وعدو، چې هغو استخدام شویو کسانو یا د هغوی غم ځپلیو کورنیو ته درناوی او پیسې ورکړي، نه ودرېږي، ځکه چې هغوی «دغو کورنیو ته وایي چې د هغوی زامنو د پیسو لپاره [نه د ایران لپاره] جنګ کاوه،»‌

هغې زیاته کړه، «له ذوالفقار څخه یو زوی پاتې شو، خو هغه هم هیڅوک نه حمایه کوي،»‌

علي رضا، چې ۲۵ کاله عمر لري او په وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی، سلام ټایمز ته وویل، «زما د تره زوی، مصطفی، چې ۱۶ کاله عمر یې درلود او په تهران کې اوسېده، یوه میاشت وروسته له هغه ووژل شو چې هغه هلته د جنګ لپاره لاړ،»‌

هغه وویل، «د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ غړي د مصطفی له مړینې څخه وروسته څو ورځې د مصطفی کورنۍ ته ورغلل، له کورنۍ څخه یې مننه وکړه او لږه مرسته یې ورسره وکړه، خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره کورنۍ هېره کړای شوه.»‌

رضا وویل، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د مصطفی له کورنۍ سره د یوه کور وعده کړې وه... د هغه له وژل کېدلو څخه شپږ میاشتې تېرې شوې،‌خو کور یې ورنه کړ،»

هغه زیاته کړه، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ هر افغان ته، چې په سوریه کې د جنګ کولو لپاره ځي، د میاشتې درې میلیونه ایراني ریال (۷۱ ډالر) ورکوي. یو ځل چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ دغه ځوان افغانان استخدام او ثبت کړي، بیا هغوی بله لاره نه لري او مجبور دي چې لاړ شي او په سوریه کې جنګ وکړي،»

له افغان کډوالو سره ناوړه چلند

ایراني مقامات په سوریه کې د جنګ کولو لپاره د افغانانو په مجبورولو سربېره، په منظمه توګه له افغان کډوالو سره په کورونو او ښوونځیو کې د نه پرېښودلو په شمول، ناوړه چلند کوي او بده استفاده ترې کوي.

په ډېرو حالتونو کې، د افغان کډوالو کورنیو ماشومانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې په دولتي ښوونځیو کې درس ووایي او مجبور دي چې خصوصي ښوونځيو ته لاړ شي.‌

د بدخشان ولایت اوسېدونکي،‌ رجب علي حیدري، چې ۳۸ کاله عمر لري او په وروستیو کې افغانستان ته راستون شوی او په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې اوسېږي، وویل، «هغوی زه، زما مېرمن، او زمونږ څلور ماشومان له ایران څخه را واېستلو،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران وسله وال ځواکونه له افغان کورنیو څخه په زور پیسې اخلي. هغوی ښځې او ماشومان سخت وهي. هغوی له افغانانو سره د حیواناتو په څېر چلند کوي.»

مریم، چې ۳۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل چې ایراني مقاماتو له هغې سره ناوړه چلند وکړ او په وروستیو وختونو کې یې هغه او د هغې درې زامن له خپل هېواد څخه را واېستل.

هغې وویل، «زه امېدواره یم، خو ایراني مقاماتو مونږ درې ورځې او شپې په یوه تشناب کې بندیان کړي وو. هغوی زه په لرګیو ووهلم. هغوی مونږ ته هېڅ خواړه یا اوبه نه راکول، تر دې چې ما خپلو بچیانو ته د تشناب اوبه ورکړې.»

د کابل د ګټو پر خلاف

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، محمد رفیق شهیر، سلام ټایمز ته وویل، «په ایران کې افغان دپلوماتیک ماموریتونه باید په هغه هېواد کې له افغان اتباعو سره مرسته وکړي. هغوی [افغان سفارت] باید د نړیوال قانون په اساس د خپلو اتباعو له حقونو څخه دفاع وکړي،»

په هرات کې محلي چارواکو تایید کړه، چې ایران افغان اتباع سوریې ته لېږي.

د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد، وویل چې افغان حکومت په سوریه کې په نیابتي جنګ کې د خپلو اتباعو د ښکېلتیا مخالف دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که داسې کوم شواهد وموندل شي چې افغان ځوانانو د سوریې په جنګ کې برخه اخیستې ده، هغوی به هرات ته په راستنېدلو سره تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500