امنیت

هیله مندو افغان موډلانو د شبرغان په کوڅو کې د سولې د غوښتنې لپاره مارش وکړ

د هدایت الله راپور

په لسګونو ځوانانو د وږي په ۱۳مه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې مارش او په هېواد کې د سولې ملاتړ وکړ. [هدایت الله]

په لسګونو ځوانانو د وږي په ۱۳مه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې مارش او په هېواد کې د سولې ملاتړ وکړ. [هدایت الله]

کندوز -- په لسګونو ځوان هیله مند موډلان د وږي په ۱۳مه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې سړکونو ته راووتل، او له یاغي ګروپونو څخه یې وغوښتل چې جنګ بس کړي او پرځای یې په هېواد کې د سولې لپاره کار وکړي.

دغه ګروپ، چې په دودیزو لباسونو ملبس او خپل د موډلېنګ مهارتونه یې ښودل، یوه فولکلوریکه فېشن ننداره، چې په شبرغان کې د لېنکالن ښوونیز مرکز له خوا د ترسره شوي کمپاین یوه برخه وه، وړاندې کړه.‌

د مارش یوې تنظیموونکې، ملالۍ مبارز، چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل، «په لسګونو ښوونکيو، د مدني ټولنې فعالانو او ګڼ شمېر مسلکي کسانو، چې د موډلېنګ په برخه کې فعالیت کوي، بېلابېل افغان اتنیکي او دودیز لباسونه اغوستي ول او د جوزجان د ولایت د مرکز په لور یې مارش وکړ ... چې داسې بینرونه یې ورسره لېږدول چې د سولې پیغامونه پرې لیکلي وو،»‌

ملالۍ سلام ټایمز ته وویل، «د جوزجان د ولایتي ادارې په دروازه کې، مارش کوونکیو د افغانستان په نقشه کې د هر ولایت،‌ چې د سولې او یووالي شعارونه ورسره لیکل شوي وو، نوم یاداوه. د دې پروګرام له لارې، مونږ غواړو چې د هر چا فکر ته د 'سولې' په هکله یو نوی ژوند ورکړو.»

یوې ځوانې ښځې د وږي په ۱۳مه د جوزجان ولایت په مرکز کې د سولې د یوه مارش پر وخت د غزني ولایت نقشه په لاس کې نیولې ده. [هدایت الله]

یوې ځوانې ښځې د وږي په ۱۳مه د جوزجان ولایت په مرکز کې د سولې د یوه مارش پر وخت د غزني ولایت نقشه په لاس کې نیولې ده. [هدایت الله]

هغې زیاته کړه، «مونږ غواړو چې د خلکو په منځ‌ کې د سولې پیغام خپور کړو او په خلکو کې ښه تاثیر وښندو. مونږ غواړو چې دغه کمپاین د نورو لپاره یوه هڅونه شي چې پوه شي چې سوله څه ده او هغه څومره ضروري ده،»‌

ملالۍ وویل، دغه ګروپ پلان لري چې ګڼ شمېر نور پروګرامونه جوړ کړي او افغانان وهڅوي چې په جوزجان کې د سولې ملاتړ وکړي.‌

د دوامدارې سولې لپاره هیله

په جوزجان کې د مدني ټولنې یوه فعالې، فلورېنس، چې ۲۷ کاله عمر لري،‌ وویل، چې د دغه کمپاین هدف دا وو چې د ځایي اوسېدونکیو په منځ کې د سولې په هکله خبرتیا زیاته کړای شي او د سولې د پروسې لپاره ابتدایي ملاتړ برابر کړای شي.

فلورېنس سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د دې کلتوري نندارې له لارې ټولنې ته ښیو چې مونږ هر اړخیزه سوله غواړو، او دا سوله ده چې په لرلو سره یې مونږ کولی شو چې په خوندي توګه ژوند وکړو.‌ افغانان ښې او د خوښۍ ورځې په مخکې لري.»‌

په جوزجان کې یوه ټولنیز فعال، محمد الیاس عمري، چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، «سوله د ټولو افغانانو لپاره یوه اجتماعي اړتیا ده،»‌

عمري سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت باید د خلکو د حقونو د ملاتړ لپاره هېڅ راز هڅې ونه سپموي،»‌

یو شمېر ځایي خلکو وویل، چې یوه بله اجتماعي ستونزه، چې د افغانستان د خلکو په منځ کې یې درزونه رامنځته کړي دي، هغه اتنیکي او قومي ترینګلتیاوې دي.

د مارش یوه برخه وال، محمد اکبر سخي زاده، وویل، «ځینې کړۍ هڅه کوي چې په دې هېواد کې د اوسېدونکیو قومونو تر منځ اختلافات رامنځته کړي او هغوی په بېلابېلو ګرپونو او قومونو باندې ووېشي،»‌

هغه وویل، «د دې کمپاین په څېر کارونه کولی شي چې د نژادي او قومي ګروپونو تر منځ د یادو اختلافاتو د لیرې کولو په برخه کې تاثیر ولري،»

سخي زاده سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو کلونو کې، په بېلابېلو ولایتونو کې قومي او جنسیتي توپیري چلند زیات شوی دی. افغانانو خپل ځانونه په لسګونو بېلابېلو قومي او نژادي ګروپونو وېشلي دي... نن ورځ، مونږ غوښتل چې د دې کمپاین له لارې خلکو ته وښیو چې مونږ د هر نژاد او قوم له ورونو سره متحد یو.»

هغه وویل، «مونږ ټول یو د بل ورونه یو. هر څوک، چې زمونږ تر منځ اختلافات پیدا کوي، هغه د ټولو افغانانو دښمن دی.»

د سولې د پروسې لپاره یوه هڅونه

د جوزجان د سولې د شورا رییس، مولوي محمد اکرم، وویل، هغه سازمانونه او ګروپونه، چې د سولې د ملاتړ لپاره دغه ډول اساسي کمپاینونه ترسره کوي، دا د ثبات په هکله د خلکو په خبرولو کې یو مهم رول لوبوي.‌

اکرم سلام ټایمز ته وویل، دغه ډول پروګرامونه له ګروپونو او افرادو سره مرسته کوي چې د سولې په مفهوم پوه شي او په هېواد کې سولې ته تللې بېلابېلې لارې ولټوي.

اکرم وویل، «هره هغه موسسه یا اداره، چې پلان لري چې د سولې ملاتړ وکړي، هغه په حقیقت کې، یو ښه قدم اخلي. جنګ د حل لاره نه ده، او هغه هېڅکله هم مثبت نتایج نه دي ورکړي. افغانان سولې ته اړتیا لري، او مونږ دغه ډول کارونو ته ښه راغلاست وایو.»‌

هغه وویل، د محلي همکارۍ د شوراګانو د رامنځته کولو له لارې، دغه کمپاین هڅه کوي چې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي،‌ او زیاته یې کړه چې دغه کمپاین د استخدام بېلابېلې پروژې پیل کړي دي.

اکرم وویل، له ۱۳۹۰ راهیسې په جوزجان کې له ۹۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي د سولې پروسې سره یوځای شوي، چې دغه کار له مونږ سره د دې ولایت په خوندي کولو کې مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه،‌ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته د داعش له ۱۵۰ څخه د ډېرو جنګیالیو تسلیمۍ هم دغه ولایت لا نور خوندي کړی دی.‌

د جوزجان یوه اوسېدونکي، سید شریف عالم یار،‌ چې ۳۶ کاله عمر لري،‌ وویل، د کوچني اختر په ترڅ کې له طالبانو سره له اوربند څخه وروسته، د سولې او پخلاینې له پروسې سره د طالبانو علاقه مندي زیاته شوې ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«ډېرو خلکو هیله لرله چې د لوی اختر په ترڅ کې به بل اوربند وویني، خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړه،»

اسلام د سولې ښوونه کوي

په شبرغان کې موجود ځوانان هغه یوازني خلک نه دي چې په افغانستان کې سوله غواړي.‌

په داسې حال کې چې ګڼ‌ شمېر حرکتونه لارو ته وځي،د افغانستان او د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر دیني عالمانو دا اعلام کړې ده چې د طالبانو جګړه حرامه ده.‌

د کندوز ښار یو دیني عالم، مولوي سید اکبر سیرت، وایي چې سوله داسې یو رحمت دی چې مصؤنیت، امنیت، د قانون حاکمیت او د مادي او معنوي ارزښتونو ساتنه تضمینوي.

سیرت سلام ټایمز ته وویل، «سوله او امنیت د هیلو له غوړېدلو او ترسره کېدلو سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې جنګ د یوې ټولنې او هېواد ټول مادي او معنوي شتمنۍ ویجاړوي،»

هغه وویل، «عالمانو تل خپل سوله ییز غږونه اسلامي ټولنې ته ور اورولي دي،» او زیاته یې کړه چې، «سوله یوه مقدسه کلمه ده. ټولې ښکېلې خواوې باید دغه ولسي غږ ته مثبت غبرګون وښیي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500