امنیت

د ایتلاف هوایي بریدونو په غزني کې ۳۰ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

په غزني ولایت کې د ایتلاف هوایي بریدونو د سپمتمبر په ۱۰مه لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي ووژل. [د ناټو قاطع ملاتړ]

کابل -- د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۱مه/ په یوه اعلامیه کې راپور ورکړ، چې د ایتلاف هوایي بریدونو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۹مه/ لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي ووژل.

دغو هوایي بریدونو، د طالبانو مشران او جنګیالي په هغو مرکزونو کې، چې د طالبانو قوماندان حمیدالله پورې یې اړه لرله، او د طالبانو یو جیګپوړی ولایتي قوماندان ملا حاجي سلام اخوندزاده به ډېر ورتللو، وویشتل.‌

په اعلامیه کې راغلي، «دغه بریالي بریدونه په غزني ولایت او ترې اخوا سیمو کې د طالبانو نفوذ او د عملیاتو اندازه راکموي،»‌

په افغانستان کې د ناټو د ځانګړیو عملیاتو د ګډ مؤظف ځواک/ په افغانستان کې د ځانګړیو عملیاتو د ګډ مؤظف ځواک د قوماندان مرستیال، برید جنرال اوټو لیلر وویل، «په یوه ورځ کې د طالب جنګیالیو د داسې یوه لوی ګروپ له منځه وړل د افغانستان او متحده ایالاتو د همکارۍ یو د لمس وړ مثال دی چې په کې له استخباراتي معلوماتو او عملیاتو څخه په استفادې سره د طالبانو پلانونه شنډ کړای شول،»‌

د ایتلاف له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس په غزني ولایت کې داسې یو هوایي برید ښیي چې ۳۰ طالب اورپکي یې ووژل. [د ناټو قاطع ملاتړ]

د ایتلاف له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس په غزني ولایت کې داسې یو هوایي برید ښیي چې ۳۰ طالب اورپکي یې ووژل. [د ناټو قاطع ملاتړ]

افغان ځواکونه د ۱۳۹۷ د زمري په ۲۳ مه په غزني ښار کې د یوه سړک په اوږدو کې په ګزمه لیدل کیږي. افغان ځواکونو د زمري په ۲۴مه طالب جنګیالي د غزني له ستراتیژيک ښار څخه پسې واخیستل، او دوکانداران او ښاریان له څو ورځني سخت جنګ او د متحده ایالاتو له هوایي بریدونو څخه وروسته په وارخطایۍ سره سړکونو ته بیا راووتل.‌[ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

افغان ځواکونه د ۱۳۹۷ د زمري په ۲۳ مه په غزني ښار کې د یوه سړک په اوږدو کې په ګزمه لیدل کیږي. افغان ځواکونو د زمري په ۲۴مه طالب جنګیالي د غزني له ستراتیژيک ښار څخه پسې واخیستل، او دوکانداران او ښاریان له څو ورځني سخت جنګ او د متحده ایالاتو له هوایي بریدونو څخه وروسته په وارخطایۍ سره سړکونو ته بیا راووتل.‌[ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د زمري په میاشت کې، د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د غزني په مقر او ګیلان ولسوالیو کې هوایي بریدونه ترسره کړل،چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۸ تنه اورپکي ووژل.

افغان اردو د وږي په ۵ مه اعلان وکړ، چې یادو هوایي بریدونو لږ تر لږه اته تنه نور اورپکي ټپیان کړي او د اورپکو موټرونه یې ویجاړ کړي دي.‌

د غزني د وحشت دوام

دغه هوایي بریدونه د طالبانو له خوا د زمري په وروستیو کې د غزني له یوې ۵ ورځنۍ وحشیانه نیونې څخه وروسته وشول.

د زمري په ۱۹مه،‌طالب اورپکو د غزني ښار ونیو،او د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو ملکي خلک یې ووژل یا ټپیان کړل. د ایتلاف هوایي بریدونو او پر ځمکه افغان ځواکونو څو ورځې وروسته اورپکي پسې واخیستل، اټکل ۱۵۰ تنه جنګیالي یې ووژل، او د زمري په ۲۴مه یې بېخي واېستل.

سخته ویجاړتیا رامنځته شوه: طالبانو په لسګونو کورونه او سوداګريز مرکزونه ویجاړ کړل، او د بشر پر ضد سخت جرمونه یې ترسره کړل.‌

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي، خالق داد اکبري، چې څلور ورځې یې د طالبانو پر ضد په لومړیو کرښو کې جنګ وکړ، وویل، «طالبانو غزني په یوه قصابخانه باندې بدل کړ،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه وضعیت، چې طالبانو په غزني راوست، په هېڅ‌ دین، په ځانګړې توګه اسلام کې د منلو وړ نه دی. طالبان هېڅ‌ دین یا مذهب پورې تړلي نه دي، بلکې، هغوی د دې پېړۍ وحشیان دي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500