جرم او انصاف

د ایران له خوا هرات ته د جعلي ډالرو قاچاق مالي ګډوډي رامنځته کړې ده

د نصیر صالحي راپور

افغان چارواکي وایي، ایران، چې اوس د وروستیو بندیزونو له امله د امریکایي ډالرو له کمي سره مخامخ دی، هڅه کوي چې له افغانستان څخه ایران ته امریکایي ډالر قاچاق کړي او پرځای یې دغه هېواد ته جعلي پیسې راوړي. [نصیر صالحي]‌

هرات -- افغان چارواکي وایي، ایران، چې اوس د وروستیو بندیزونو له امله د امریکایي ډالرو له کمي سره مخامخ دی، هڅه کوي چې له افغانستان څخه ایران ته امریکایي ډالر قاچاق کړي او پرځای یې دغه هېواد ته جعلي پیسې راوړي.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د مالي جرمونو د څانګې رییس، نصیراحمد پوپل، سلام ټایمز ته وویل، «د ایران پر ضد د امریکایي بندیزونو له بیا لګېدلو راهیسې،‌ داسې راپورونه شته چې له ایران سره د نه کنټرولېدونکیو پولو له لارې افغانستان ته جعلي ډالر را واردیږي،»

پوپل وویل، «ځینې کسان، چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، افغان مارکېټ ته جعلي امریکایي ډالر راوړي. د روان کال له پیل راهیسې په دې تړاو نژدې ۲۰ کسان... چې ادعا کیږي چې د جعلي افغانیو په شمول جعلي پیسې یې خپرولې، نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي،»‌

اریانا نیوز راپور ورکړ، چې په هرات ولایت کې چارواکو د جمعې په ورځ /د وږي ۲۳مه/ د تېرو څو میاشتو په بهیر کې د ۱۳ کسانو د نیونې اعلان وکړ چې ایران ته یې ډالر قاچاق کول.

یوه صراف د وږي په میاشت کې په هرات ښار کې د ۱۰۰ امریکایي ډالر یو نوټ په لاس کې نیولی دی. [نصیر صالحي]‌

یوه صراف د وږي په میاشت کې په هرات ښار کې د ۱۰۰ امریکایي ډالر یو نوټ په لاس کې نیولی دی. [نصیر صالحي]‌

په هرات ولایت کې سوداګرو د وږي په ۱۰ مه د یوې غونډې په ترڅ کې ایران ته د امریکایي ډالرو د قاچاق په هکله اندېښنې څرګندې کړې. [نصیر صالحي]

په هرات ولایت کې سوداګرو د وږي په ۱۰ مه د یوې غونډې په ترڅ کې ایران ته د امریکایي ډالرو د قاچاق په هکله اندېښنې څرګندې کړې. [نصیر صالحي]

د هرات د ولایتي شورا د رییس مرستیال، توریالي طاهري،‌ تایید کړه چې«د هرات له مارکېټونو څخه د امریکایي ډالرو نوټونه ټولول کیږي او ایران ته انتقالیږي،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سوداګرو په ژوبلولو سربېره، دغه جعلي نوټونه د عادي افغانانو لپاره هم ډېرې ستونزې راپورته کوي. ډېرو خلکو خپلې شتمنۍ خرڅې کړې وي،‌ خو په عوض کې یې جعلي پیسې ترلاسه کړې وي. دغه کار حتی د ډېرو هغو عادي کسانو د نیونې سبب شوی دی چې جعلي پیسې ورسره وې.»

د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد،‌ سلام ټایمز ته وویل، «امریکایي ډالر ایران ته قاچاق کیږي، خو مونږ په خپلو پولو باندې جدي ګامونه اخیستي دي،»‌

هغه وویل، «یو شمېر ډېرې منظمې شبکې، چې په فعالانه توګه په ناقانونه فعالیتونو او منظمو جرمونو کې لاس لري، هم د جعلي پیسو په تیارولو او وېشلو کې ښکېلې دي،»

هغه زیاته کړه، «افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی، خو بیا هم په هرات ښار کې جعلي پیسې موندل کیږي،»‌

جعلي نوټونه لیدل کیږي

د هرات ولایت د صرافانو د اتحادیې رییس، بهاءالدین رحیمي،‌ وویل، په وروستیو وختونو کې په هرات کې محلي مارکېټونو ته ډېر د ۵۰ ډالرو او ۱۰۰ ډالرو جعلي نوټونه راوتلي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، دا حالت وارخطا کوونکی دی ځکه چې که دغه ډول جعلکاري ونه درول شي، هغه کولی شي چې د افغانستان اقتصاد مختل کړي.‌

رحیمي وویل، «د جعلي پیسو دغه ډولونه داخلي مارکېټ ته د دې لپاره تزریق کیږي چې د افغانستان اقتصاد بې ثباته کړي. په هغو کې ډېر د ۵۰ ډالرو او ۱۰۰ ډالرو نوټونه، او د ۵۰۰ افغانیو او ۱۰۰۰ افغانیو نوټونه دي،»‌

هغه وویل، «جعلي نوټونه، چې اوس په محلي مارکېټونو کې موجود دي، په هرات کې نه چاپېږي بلکې له ګاونډي ایران څخه را واردېږي،»

رحیمي خبرداری ورکړ چې،‌«که حکومت د دغه کار د ودرولو لپاره د جدي ګامونو په اخیستلو کې ناکام شي، دا ستونزه به د خصوصي سکټور لپاره سختې ستونزې رامنځته کړي،»

رحیمي له سرحد څخه د ډېر شمېر خلکو د تېرېدلو راتېرېدلو مسئلې ته په اشاره، زیاته کړه، چې هره ورځ له هرات څخه اټکل ۳ میلیونه ډالر ایران ته وړل کیږي.

خصوصي بانکونه معلول کیږي

د وږي په میاشتې کې، د افغانستان بانک (د افغانستان مرکزي بانک) هرات ته د امریکایي ډالرو ورکول ودرول ځکه په دې هکله اندېښنې په ډېرېدلو وې چې ایران ته قاچاق کیږي.‌

دغه ستونزه دومره جدي ده چې په هرات کې حتی خصوصي بانکونو د ډالرو فزیکي انتقال او د مشتریانو تر منځ وېش ودرولی دی.‌

د افغان یونایټېډ بانک د لوېدیځې څانګې رییس، حمیدالله قادري، وویل، چې د افغانستان بانک یو لیک صادر کړی چې په کې یې له ټولو خصوصي بانکونو څخه غوښتي چې هرات ته، حتی د الوتکې له لارې، د ډالرو انتقال ودروي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د افغانستان بانک کې نغده شتمني لرو، خو هغوی زمونږ د چکونو منل ردوي،‌ او وایي چې له هغوی سره نغدې پیسې نشته. تر وروستیو وختونو پورې،‌ مونږ خپلو سوداګرو مشتریانو ته هره اونۍ نژدې ۴ میلیونه ډالر (۲۹۶ میلیونه افغانۍ) تادیه کولې،»‌

هغه وویل، «خو اوس، مونږ هغوی [مشتریانو] ته حتی ۱ ډالر هم نشو ورکولی. د افغانستان بانک هرات ته د ډالرو انتقال په بشپړ ډول ودرولی دی،»

د غضنفر بانک د لوېدیځې څانګې ویاند،‌ رحمت الله رسولي، وویل چې د امریکایي ډالرو کموالی ډېر جدي دی او دا چې دا بانک نشي کولی چې مشتریانو ته د ډالرو نوټونه ورکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، مونږ له کابل څخه هرات ته نغدې پیسې انتقالولې، خو له دوه اونیو راهیسې د افغانستان بانک هرات ته د نغدو پیسو انتقال بند کړی، چې په نتیجه کې یې، مونږ نشو کولی چې خپلو مشتریانو ته خدمتونه وړاندې کړو،»

د اقتصادي رکود وېرې

د وږي په ۱۰مه، نژدې ۱۰۰ افغان سوداګرو او پانګوونکيو په هرات کې ایران ته د امریکایي ډالرو د قاچاق او د ولایت په مارکېټونو کې د سخت کمي پر ضد لاریون وکړ.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس، سعد خطیبي، وویل، کله چې سوداګر خپل مالونه او توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادروي،‌ د هغوی پیسې بېرته په فزیکي، د لمس وړ شکل کې نه راځي، بلکې هغه د هغوی په بانکي حسابونو کې اچول کیږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ خو هغوی په دې نه دي توانېدلي چې په هرات کې له خپلو بانکي حسابونو څخه پیسې راوباسي چې په نتیجه کې یې سوداګرو خپل ځواک له لاسه ورکړی دی.

خطیبي وویل، «که دا حالت روان وي، د هرات اقتصاد به له ډېر کساد سره مخامخ شي،» او زیاته یې کړه چېکه کساد رامنځته شي،‌ نه پانګوونکي او نه سوداګرۍ به وکولی شي چې خپل کارونه پرمخ بوځي.‌

هغه زیاته کړه، «دا یو حقیقت دی چې امریکایي ډالر له افغانستان څخه ایران ته قاچاق کیږي.‌ هرات د افغانستان اقتصادي مرکز دی،‌ خو [ایران ته د بهرنیو اسعارو د انتقال] اندېښنې دا امکان زیاتوي چې په زرګونو کسان به بې کاره شي،»‌

په هرات ولایت کې د نفتي تولیداتو د واردوونکیو د اتحادیې رییس، نوید احمد وفا، هم سلام ټایمز ته وویل چې په دغه ولایت کې سوداګري او تجارت له یوه سخت زیان سره مخامخ کېږي،‌ چې لومړی دلیل یې د نغدو پیسو کموالی دی.‌

هغه وویل، د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې ډالر او د نورو اسعارو نوټونه موجود دي،‌ چې په کې بانکونه خپلو مشتریانو ته پیسې ورکوي، خو په هرات کې هغوی دا کار نه کوي.‌

هغه وویل، «له هرات څخه ایران ته د ډالرو د قاچاق په برخه کې،‌ حکومت باید په دې هکله سخت ګامونه واخلي چې دا ډاډمنه کړي چې پیسې له افغانستان څخه بهر نه وځي.‌ په هرات کې د ډالرو کمي اقتصاد معلول کړی،‌ نو د ډالرو قاچاق باید بند شي.»

په هرات کې د نفتي موادو یوه سوداګر، نجیب الله یوسفي، سلام ټایمز ته وویل، «کله چې مونږ په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې نفتي تولیدات خرڅ کړو، هلته سوداګر نشي کولی چې مونږ ته نغدې پیسې راکړي،‌ او دا یوه جدي ستونزه ده،»‌

هغه وویل، «د ډالرو کمي د هرات اقتصاد معلول کړی، او که دا ستونزه دوام وکړي او تر راتلونکې میاشتې پورې حل نشي، په دغه ولایت کې به تجارت او پانګونه بند شي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان له ۵۰٪ نه ډېر مشکل دغو خلکو جوړ کړی چې په پاکستان او ایران کې اوسیږي. که حکومت او نړیواله ټولنه په ریښتیا او له زړه نه وغواړي، کولی شي چې په ایران او پاکستان کې مېشت ۵ - ۶ میلیونه کډوال افغانان له زر میلیونه ډالرو څخه په کمو پیسو راستانه کړي. زر میلیونه ډالر ډېرې پیسې دي خو ورسره چې افغانستان او نړیوالې ټولنې خصوصا امریکا ته کومه ګټه رسیږي هغه له دغې پانګونې نه ډېره زیاته ده، ځکه همدغو خلکو نه چې په پاکستان کې اوسیږي د پاکستاني جهادي تنظیمونو او هلته میشتو طالبانو له خو ځانمرګي او جهادستان جوړول کیږي چې هم اسلام شرموي او هم افغانان او بهرني مشاوران وژني، او له ایران نه خو ډېر نه یم خبر خو چې دا د فاطمیون د ډلې یې اورم نو راته معلومیږي چې تنکي هزاره ځوانان د اوزو او پسونو په څېر په ډېرو کمو پیسو اخیستل کیږي او بیا سوریې ته د جنګ لپاره لیږل کیږي. زما یې په سوریه څه؟ کار یې خپل دی. دغه ځوانان هلته یا وژل کیږي چې بیا یې زور له کورنۍ نه وځي او یا که بیرته هم راشي دا به په فوق العاده توګه ډېر راډیکال شوي وي چې کیدای شي دا د افغانستان لپاره په راتلونکي کې په بل سرخوږي بدل شي او د هزاره ګانو له خوا د ۱۳۷۰مو کالونو د ښځو د تیونو پرې کولو او د مړي ګډا ته چې له انسانانو نه به یې سرونه پرې کول او بیا یې پرې ګرم تېل اچول چې تنه وګډيږي،‌ تکرار کړي. نړیوالو، څومره ژر چې کیدای شي له شيطان پاکستان او شیطان ایران څخه افغانان راوباسئ چې د افغانستان نا ارامي ورسره ختمه شي. لعنت د پاکستان په پوځ او آی ایس آی، لعنت د ایران په انقلاب ساتونکو او استخباراتو چې افغانان وژني او وژنې ته یې لارې جوړوي او لعنت د هغوی د پروژو په پلي کوونکو افغان لیډرانو.

ځواب ورکړئ