امنیت

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش او طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل

د خالد زېري راپور

د فیسبوک په دې عکس کې ښکاري، چې افغان امنیتي منسوبین د وږي په ۱۹مه په ننګرهار ولایت کې د یاغیانو ضد ګډو عملیاتو کې برخه لري. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فیسبوک]

د فیسبوک په دې عکس کې ښکاري، چې افغان امنیتي منسوبین د وږي په ۱۹مه په ننګرهار ولایت کې د یاغیانو ضد ګډو عملیاتو کې برخه لري. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فیسبوک]

جلال اباد -- افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او د داعش د اورپکو پر ضد یو لړ تصفیوي عملیات پیل کړي دي.‌

دغه عملیات، چې لا هم روان دي، د داعش پر ضد په چپرهار ولسوالۍ کې د وږي په ۱۸مه او د طالبانو پر ضد په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وږي په ۲۲مه پيل شول.‌

همدارنګه، افغان ځواکونه د ایتلافي ځواکونو په ملتیا په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش د جنګیالیو پر ضد عملیات ترسره کوي.‌ دغه عملیات له تېرې میاشتې راهیسې روان دي.‌

د چپرهار په بریدونو کې د افغان ملي اردو د ۴ مې پلې لوا، د لومړۍ سرحدي لوا او د عامه نظم د ۷ مې لوا پولیس ځواکونه برخه لري.‌ په دې بریدونو کې افغان ملي پولیسو، د ملي امنیت ریاست د استخباراتو منسوبینو او افغان کمانډو ځواک هم برخه اخیستې وه.‌

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۲۶مه اخیستل شوی، د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش په سنګرونو باندې له یوه هوایي برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۲۶مه اخیستل شوی، د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش په سنګرونو باندې له یوه هوایي برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له خوا د وږي په ۲۲ مه خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي، «افغان ځواکونو پنځه تنه طالب اورپکي وژلي او ۲۷ نور کسان یې له وسله والو ګروپونو سره د ارتباط لرلو په تور نیولي دي،»‌

اعلامیه وایي، عسکرو ډېر شمېر سیمې له اورپکو څخه پاکې کړې او ډېرې سپکې او درنې وسلې یې ونیولې.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په دغه ورځ په یوه بله اعلامیه کې وویل، «افغان امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ /د وږي ۲۴ مه/ په چپرهار ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ونیول.‌

امنیت ټینګول

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د وږي په ۲۳ مه سلام ټایمز ته وویل، «په دغو عملیاتو کې په چپرهار ولسوالۍ کې د عبدالرحماني، سپین جومات،‌ شولنه ګېراتېک، للمه، سلیمان خېل، سنګینه، ډاګو پول، غلام ډاګ او ګڼو نورو کلیو په څېر سیمې تصفیه کړای شوې،»

خوګیاڼي زیاته کړه، «له سیمې څخه د ملکي خلکو او استخباراتي معلوماتو په اساس،‌ په چپرهار کې د ځمکنیو او هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۹ تنه د داعش اورپکي ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول،»‌

خوګیاڼي وویل، په دې عملیاتو کې نه افغان ځواکونو او نه ملکي خلکو ته څه تلفات ور اوښتي دي.‌

د ۴مې پلې فرقې قوماندان، برید جنرال محمد کریم نیازي، سلام ټایمز ته وویل، «دا عملیات به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې مونږ په چپرهار کې ټول کلي تصفیه کړو،»‌

نیازي وویل،‌«په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواک ګډ سرتېري موجود دي او شپه او ورځ هڅې کوي چې له را روانو پارلماني انتخاباتو څخه مخکېد سیمې د اوسېدونکیو لپاره یو خوندي چاپېریالبرابر کړي،»

د داعش له خوا ور رسېدلي کړاوونه

د چپرهار د غلام ډاګ سیمې یوه اوسېدونکي، صابرالله، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ په کلي کې د داعش غړي موجود ول. مونږ د تېر کال په ترڅ کې د هغوی له لاسه سختې ستونزې ولیدلې،»

هغه زیاته کړه، «اوس حکومتي ځواکونه دلته راغلي.‌ مونږ له هغوی سره خوشحال یو،‌ خو مونږ هیله کوو چې هغوی دا سیمې تر خپل کنټرول لاندې وساتي، او زه ډاډمن یم چې هغوی به هغه تر خپل کنټرول لاندې وساتي.»‌

هغه وویل، «ځمکني او هوایي بمي بریدونه هم ترسره کیږي. د داعش اورپکي به بیا سرونه راپورته نه کړي. هغوی به یا مړه کیږي یا به تښتي. حکومت باید د عوامو د خوندیتوب لپاره [د اورپکو پر ضد]‌ فعال و اوسیږي.»

د ننګرهار د ولایتي شورا د رییس مرستیال، عبیدالله شینواري، سلام ټایمز ته وویل، «د افغان ځواکونو له خوا وروستي عملیات ډېر مؤثر ول، او هغو د داعش د ملا تیر ورمات کړ،»‌

شینواري وویل، «زما غوښتنه دا ده چې افغان حکومت هغه سیمې، چې له داعش څخه یې بېرته نیسي، په دایمي ډول یې تر خپل کنټرول لاندې وساتي څو دغه وحشي ګروپ بیا عام خلک ونه وژني،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ په دې خبري سټېشن باندې افتخار کوو.

ځواب ورکړئ

پېغله

ځواب ورکړئ

د لوګر ښار په اېل اېل سي مرکز کې نور زده کوونکي غواړي چې انګلېسي زده کړي.‌

ځواب ورکړئ