امنیت

د کابل اوسېدونکیو د دغه ښار لپاره د حکومت د نوي امنیتي پلان هرکلی وکړ

د سلیمان راپور

په ځمکه پراته څپلۍ او بوټان د وږي په ۱۵مه په داسې حال کې ښودل کیږي چې د ښاروالۍ کارکوونکي د داعش د یوه برید له ساحې سره نژدې کوڅه پاکوي. دغه برید پهلوانان په نښه کړي ول. د وږي په ۱۴مه، لږ تر لږه ۲۶ کسان وروسته له هغه ووژل شول او ۹۱ نور ټپیان شول چې دوه بمونو د کابل په داسې سیمه کې، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، د پهلوانۍ یو کلب وواهه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په ځمکه پراته څپلۍ او بوټان د وږي په ۱۵مه په داسې حال کې ښودل کیږي چې د ښاروالۍ کارکوونکي د داعش د یوه برید له ساحې سره نژدې کوڅه پاکوي. دغه برید پهلوانان په نښه کړي ول. د وږي په ۱۴مه، لږ تر لږه ۲۶ کسان وروسته له هغه ووژل شول او ۹۱ نور ټپیان شول چې دوه بمونو د کابل په داسې سیمه کې، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، د پهلوانۍ یو کلب وواهه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د کابل اوسېدونکیو او پوځي تحلیلګرانو په لېوالتیا سره د افغان حکومت د هغه پلان هرکلی وکړ چې کابل په څلورو امنیتي زونونو وېشي او د ښار لوېدیځو برخو ته په لوړه کچه د امنیتي «زرغون» زون درجه ورکوي.‌

د دغه پلان هدف دا دی، چې د کابل امنیت پیاوړی شي او د داعش په څېر د اورپکو د ګروپونو، چې د کابل په لوېدیځ کې د هغو سیمو چې د شیعه اوسېدونکیو شمېر په کې زیات دی، په شمول په ښار کې، ترهګریز بریدونه ترسره کوي، نفوذ کم کړای شي.

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، وویل، «د وږي په ۱۶مه، ولسمشر د کابل له لوېدیځ څخه د عامو خلکو استازو، دیني عالمانو، او عادي او بانفوذه اوسېدونکیو سره په ګډه وکتل،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هغو ګواښونو په رڼا کې چې کابل او په ځانګړې توګه لوېدیځې سیمې ورسره مخامخ دي،‌ ولسمشر امنیتي مقاماتو ته هدایات ورکړل چې کابل په څلورو امنیتي زونونو باندې ووېشي. لومړنی زون، چې امنیتي کار به په کې کېږي، د کابل لوېدیځه برخه ده.»‌

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د زمري په ۱۲مه د جمعې د لمانځه په ترڅ کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته خلک په یوه ویجاړ شوي جومات کې ګرځي. ځانمرګو بمي بریدګرو چې څادرۍ یې اغوستې وې د شیعه ګانو په جومات په داسې حال کې برید وکړ چې عبادت کوونکي په کې راټول شوي ول، چې لږ تر لږه ۲۹ کسان په کې ووژل شول او له ۸۰ څخه ډېر نور ټپیان شول. د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. [فرید ظاهر/ای اېف پي‌]

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د زمري په ۱۲مه د جمعې د لمانځه په ترڅ کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته خلک په یوه ویجاړ شوي جومات کې ګرځي. ځانمرګو بمي بریدګرو چې څادرۍ یې اغوستې وې د شیعه ګانو په جومات په داسې حال کې برید وکړ چې عبادت کوونکي په کې راټول شوي ول، چې لږ تر لږه ۲۹ کسان په کې ووژل شول او له ۸۰ څخه ډېر نور ټپیان شول. د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. [فرید ظاهر/ای اېف پي‌]

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۲۷ مه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د کابل له لوېدیځ څخه د ورټولو شویو نفوذ لرونکیو څېرو، دیني عالمانو او ځوانانو یوه ګروپ ته خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۲۷ مه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د کابل له لوېدیځ څخه د ورټولو شویو نفوذ لرونکیو څېرو، دیني عالمانو او ځوانانو یوه ګروپ ته خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

هغه وویل، «د کابل په لوېدیځو برخو کې به څېړنیز او عملیاتي فعالیتونه او ګامونه زیات کړای شي. د کورنیو چارو وزارت د جیګپوړي امنیتي مرستیال، د ملي امنیت د شورا د مرستیال، او د کابل د امنیه قوماندانۍ د مرستیال په شمول، جیګپوړي امنیتي چارواکي توظیف شوي چې د کابل په لوېدیځ کې امنیتي وضعه مدیریت کړي.»

مرتضوي روښانه کړه چې،‌«د دشت برچي سیمې په لیرې پرتو برخو کې ځینې کمزورې ساحې دي،‌ چې دښمن ترې ګټه پورته کوي. ترنوي امنیتي پلان لاندې به یادې کمزورې ساحې د امنیتي پوښښ په وسیله وپوښل شي.»

هغه وویل، «د افغانستان دښمنان نه غواړي چې مونږ په ګډه په سوله، ارامۍ او یووالي کې ژوند وکړو، له دې امله هغوی یوه ځانګړې ډله خلک او مذهبي فرقه په نښه کوي چې قومي ترینګلتیاوې راوپاروي.»

له داعش څخه د شیعه اوسېدونکیو خوندي کول

د کابل د لوېدیځې برخې یوه اوسېدونکي، محمد سجاد، چې ۲۷ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «داعش او د انسانیت دښمنې نورې ترهګرې ډلې ټول افغانان په نښه کوي. څو اونۍ وړاندې د کابل په لویدیځ کې د پهلوانۍ په یوه کلب د داعش په یوه برید کې زده کوونکي، ځوانان او ښځې ووژل شول.»‌

سجاد وویل،‌«داعش د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو دښمن دی. که د ولسمشر پلان تطبیق شي، هغه به په کابل کې په شیعه مېشتو سیمو کې د داعش بریدونه راکم کړي. مونږ، هزاره ګان، د حکومت د پلان ملاتړ کوو.»

د کابل د لوېدیځ یوه بل اوسېدونکي، خادم حسین چې ۱۹ کاله عمر لري،‌ وویل، «داعش داسې پلان لري چې مونږ له منځه وېسي، خو مونږ افغانان به هېڅکله د دغه کار د کېدلو اجازه ورنه کړو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د کابل د لوېدیځ ټول اوسېدونکي دې ته تیار دي چې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي چې د هغوی سیمې خوندي کړي. مونږ ټولو هغو پلانونو ته، چې تر اوسه زمونږ د حکومت له خوا زمونږ د امنیت او د ژوند د خوندي کولو لپاره برابر شوي دي،‌ هرکلی وایو او ملاتړ یې کوو.»‌

د پوځي چارو یوه تحلیلګر، جنرال هادي خالد، سلام ټایمز ته وویل، «د دښمن ځواکونو په مکرر ډول د کابل په لویدیځه برخه باندې بریدونه کړي دي. د حکومت دا پرېکړه، چې کابل په څلورو امنیتي زونونو باندې وېشي.‌..‌ یو د ستاینې وړ ګام دی. زه د دغه رسمي پلان ملاتړ کوم.»‌

خالد وویل، «د دغه رسمي پلان تر څنګ او ورسره موازي،‌ په کار دی چې محلي خلک له حکومتي او امنیتي ځواکونو سره په مناسب ډول همکاري وکړي. د کابل د لوېدیځ اوسېدونکي خپل ګاونډیان پېژني او کولی شي چې په اسانۍ سره هر داسې کس، چې د ځانمرګي برید اراده لري، نا اشنا وي او نور دښمنان کشف او معلوم کړي.»

هغه زیاته کړه، «له دې امله، په محلي اوسېدونکیو باندې لازمه ده چې هرکله چې هغوی کوم مشکوک شخص یا ډله ویني، چې سمدلاسه امنیتي مقاماتو ته خبر ورکړي، څو هم خپل ځانونه او هم نور خلک له ترهګرو بریدونو څخه خوندي کړي،»‌

خالد وویل،‌«داعش، او همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي ادارېنه غواړي چې افغانان له یووالي یا ورورولۍ څخه خوند واخلي. په همدې دلیل افغان شیعه ګان په نښه کیږي چې هغوی مذهبي او قومي ترینګلتیاوې را وپاروي. دا د امنیتي پلان لپاره یو مناسب وخت دی چې د شیعه ګانو سیمه خوندي کړي، او په حقیقت کې دغه امنیتي پلان د افغانستان لپاره یو مثبت ګام دی.»

ښاریانو نوی پلان وستایه

د کابل یوه اوسېدونکي، سلیم حسني، چې له ولسمشر غني سره په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «ولسمشر له مونږ سره په کتنه کې، ژمنه وکړه ... چې هغه به د کابل لویدیځه برخه په زرغون یا امنیتي زون باندې بدله کړي او په دغې سیمه کې به قوي امنیتي ګامونه واخلي،»‌

حسني سلام ټایمز ته وویل، «غني ژمنه وکړه چې دې سیمې ته هر امنیتي ګواښونه به یو ملي ګواښ وګڼي، او له امنیتي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې په دې سیمه کې لا ډېر قوي، لا ډېر دقیق وقایوي ګامونه پورته کړي،»‌

هغه وویل، «امنیتي ادارو ته حکم شوی چې د کابل په لویدیځه برخه کې د استوګنې له سیمو څخه د غره ډډې ته د تلاشۍ ثابتې او ګرځنده امنیتي پوستې او د تلاشۍ ځایونه جوړ کړي، چې ترهګر ونشي کولی چې سیمې ته داخل شي،»

حسني وویل، «که څه هم چې دا ناشونې ده چې امنیتي ګواښونه یو مخ له منځه وېوړل شي، خو په زرغون زون کې د امنیتي پلانونو تطبیقول به د ښار د دې ساحې د خوندي کولو په لاره کې یو مؤثر ګام وي. دغه امنیتي پلان به همدارنګه د غیر رسمي وسله والو سړیو حرکتونو ته هم د پای ټکی کېږدي.»

هغه زیاته کړه، «عام خلک اوس ګوري چې دغه پلان تطبیق شي،»‌

د غني د دفتر له خوا د وږي په ۲۸ مه د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، غني د وږي په ۲۷ مه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د کابل د لوېدیځې برخې له بانفوذه شخصیتونو، دیني عالمانو او ځوانانو سره وکتل او د کابل نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان، تورن جنرال سید محمد روشندل، ته یې لارښوونه وکړه چې د ښار په ۱۳مه او ۱۸مه امنیتي حوزه کې د پولیس سټېشنونو د جوړولو لپاره تیاری وکړي.

په ورته وخت کې، غني د ملي امنیت ریاست ته لارښوونه وکړه چې د ناحیو له مشرانو، بانفوذه اوسېدونکیو او نورو محلي اوسېدونکیو سره وګوري او مشورې ورسره وکړي چې د کابل د لوېدیځو برخو د لا ښه پوښښ لپاره استخباراتي معلومات ورسره شریک کړي.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې د کابل لوېدیځې برخې ته به لس امبولانسونه او د اور وژنې اړتیاوړ وسایل ورسول شي.

د مرګانیو بریدونو یوه لړۍ

داعش شیعه مسلمانان مرتد ګڼي او په سیمه کې یې د دغې مذهبي فرقې پر ضد مرګاني بریدونه ترسره کړي، چې د ښځو او ماشومانو په شمول په سلګونو کسان یې وژلي دي.

په وروستیو اونیو کې، په کابل او نورو ښارونو کې تاوتریخوالی په چټکۍ سره پراخ شوی، چې په کابل کې د شیعه مېشتو د استوګنې په یوه سیمه کې د پهلوانۍ په یوه کلب او په یوه تعلیمي مرکز باندې شویو ځانمرګو بریدونو کې له ۶۰ څخه ډېر کسان ووژل شول.

تېره میاشت څو ځانمرګو بمي بریدګرو، چې څادرۍ یې اغوستې وې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د شیعه ګانو په یوه جومات برید وکړ، چې لږ تر لږه ۳۵ کسان یې ووژل.

په کابل او ګردېز دواړو کې د شويو عام وژنو مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.

دغه ډله په منظمه توګه په داسې «نرمو» هدفونو باندې بریدونه کوي چې د نورو ترڅنګ ماشومان هم ډېر ورځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500