امنیت

ایران د فاطمیون د 'شهیدانو' د لمانځنې لپاره یو بل فرېب ترتیب کړ

سلام ټایمز

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا جوړ شوي یوه پروګرام کې، لاریونوالو د یوه وژل شوي افغان عکس پورته کړی چې په سوریه کې د فاطمیون لوا لپاره جنګ کې وژل شوی دی. [آرشیف]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا جوړ شوي یوه پروګرام کې، لاریونوالو د یوه وژل شوي افغان عکس پورته کړی چې په سوریه کې د فاطمیون لوا لپاره جنګ کې وژل شوی دی. [آرشیف]

مشهد، ایران -- د راپورونو له مخې، ایراني مقاماتو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۷ مه/ د هغو ۹ افغان ځوانانو په پار لاریونونه جوړ کړي چې د سوریې په کورني جنګ کې د تهران د ګټو د ساتنې لپاره مړه شوي دي.

د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو بېلابېلو رسنیو کې د فاطمیون لوا، چې د افغانانو په شمول د شیعه اکثریت جنګیالیو یو د ټیټې طبقې نظامي یونټ دی،عکسونه، ویډیوګانې او نور معلومات خپرول کیږي.دغه ډله د سوریې د حکومت په ګټه، چې د ایران متحد دی، جنګ کوي.‌

دغه عامه لاریونونه،‌ چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا ترتیب کیږي، د یوې داسې منظمې ستراتیژۍ برخه دي چې ایراني مشران یې د دې لپاره کاروي چې افغانان او د نړۍ نور شیعه ګان جذب او استثمار کړي،او د تهران د ګټو د ساتنې لپاره یې وجنګوي.

تشې وعدې

لکه څنګه چې سلام ټایمز د وږي په ۲۱مه راپور ورکړ،ډېرې هغه وعدې، چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ یې له نویو استخدامېدونکیو کسانو سره کوي، تشې وعدې وي.که څه هم چې د هغو له ډلې څخه، چې په سوریه او نورو ځایونو کې جنګیږي او مړه کیږي، یو شمېر کسانو ته یې د ایران د رژیم له خوا د جنازې مراسم نیول کیږي، دا هماغه ټکی دی چې د ایران ملاتړ په کې پای ته رسېږي.

تابوتونه، چې د راپورونو له مخې د هغو ۹ افغان ځوانانو جسدونه په کې دي، چې د ایران په ګټه په سوریه کې د جنګېدلو پر وخت وژل شوي او د وږي په ۲۷ مه د ایران په مشهد کې د سړک په سر لاریونونو په ترڅ کې ښودل شوي دي. [آرشیف]

تابوتونه، چې د راپورونو له مخې د هغو ۹ افغان ځوانانو جسدونه په کې دي، چې د ایران په ګټه په سوریه کې د جنګېدلو پر وخت وژل شوي او د وږي په ۲۷ مه د ایران په مشهد کې د سړک په سر لاریونونو په ترڅ کې ښودل شوي دي. [آرشیف]

مقاماتو د زمري په میاشت کې په تهران کې د هغو افغان جنګیالیو، د ماشومانو لپاره یو عمومي پروګرام جوړ کړی وو، چې په سوریه کې وژل شوي دي.‌ [آرشیف]‌

مقاماتو د زمري په میاشت کې په تهران کې د هغو افغان جنګیالیو، د ماشومانو لپاره یو عمومي پروګرام جوړ کړی وو، چې په سوریه کې وژل شوي دي.‌ [آرشیف]‌

په تهران کې د زمري د میاشتې په دې مېله کې پوکاڼۍ او لمانځنې نشي کولی چې د وژل شویو افغان جنګیالیو د کونډو او بې پلاره ماشومانو خفه مخونه پټ کړي. [آرشیف]

په تهران کې د زمري د میاشتې په دې مېله کې پوکاڼۍ او لمانځنې نشي کولی چې د وژل شویو افغان جنګیالیو د کونډو او بې پلاره ماشومانو خفه مخونه پټ کړي. [آرشیف]

علي رضا، چې ۲۵ کاله عمر لري او تازه له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی دی، سلام ټایمز ته وویل، «زما د تره زوی مصطفی، چې ۱۶ کاله عمر یې درلود او په تهران کې اوسېده، سوریې ته د جنګ کولو لپاره له تګ څخه یوه میاشت وروسته هلته ووژل شو،»‌

هغه وویل، «د مصطفی له مړینې څخه وروسته په لومړیو څو ورځو کې، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ غړي د مصطفی د کورنۍ د لیدلو لپاره ورغلل، له کورنۍ څخه یې مننه وکړه او یو څه مرسته یې ورسره وکړه، خو د هرې بلې ورځې په تېرېدلو سره د هغه کورنۍ هېرول کېده.»

رضا وویل، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د مصطفی له کورنۍ سره د کور ورکولو وعده کړې وه... د هغه له وژل کېدلو راهیسې شپږ میاشتې ووتلې، خو د کور درک معلوم نشو،»

علي احمد، چې ۲۲ کاله عمر لري، له درې کالو راهیسې په ایران کې اوسېده او تازه افغانستان ته راستون شوی دی، وویل، د ایران په ګټه د سوریې په جنګ کې د هغه شپږ نژدې ملګري ووژل شول.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ځوانان هڅوي او د هغوی د ژوند له نهیلیو حالاتو څخه استفاده کوي. د ایران اسلامي انقلابي ګارډ هغه کسان، چې په ایران کې قانوني اسناد نه لري، ګواښي. کله چې ما سوریې ته د تګ لپاره د هغوی وړاندیز رد کړ، هغوی زه له خپل هېواد څخه را واېستلم.»‌

د مړو عسکرو د ماشومانو رسم ګذشت

د هغو افغانانو د تلفاتو شمېر،چې په فاطمیون لوا کې جنګ کوي، وېروونکی دی.

د فاطمیون لوا یوه چارواکي، زهیر مجاهد، د تېر کال د مرغومي په ۱۵مه رسنیو ته وویل، «په تېرو پنځو کالو کې په سوریه کې د فاطمیون لوا لپاره د جنګ کولو پر وخت له ۲۰۰۰ څخه ډېر افغانان وژل شوي او له ۸۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي،»‌

په یوه بله ښکاره هڅه کې، چې په سوریه کې د ایران د ښکېلتیا مرګونی قیمت په بل ډول وښیي، ایراني مقاماتو تېره میاشت په تهران کې د فاطمیون لوا د وژل شویو افغان غړو د ماشومانو لپاره یو پروګرام جوړ کړی وو.

د فاطمیون په خبري رسنیو کې خپرو شویو عکسونو مقامات په داسې حال کې ښودل چې په لسګونو ماشومانو یې -- چې د «ګل غوټیو» په نامه یې نومولي وو -- د کلتوري مرکز په سټېج باندې رسم ګذشت کاوه.

د هغوی له دې هڅو سره سره، چې دغه صحنه یې په پوکاڼیو او فعالیتونو باندې روښانه کړې وه، لاکن بیا هم د کونډو او بې پلاره ماشومانو خفه مخونه د پټېدلو نه ول.

په ایران کې یوې پخوانۍ افغانې کډوالې،‌ عزیزې کریمي، چې تازه افغانستان ته راستنه شوې ده، وویل، د هغې د تره زوی ذوالفقار، چې ایران سوریې ته لېږلی وو، هلته مړ شو، او خپله کورنۍ یې بې روزي ګټونکي پرېښودله.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما د تره زوی د ایران په ګټه جنګ وکړ او په سوریه کې ووژل شو، او اوس هیڅوک نشته چې د هغه کورنۍ حمایه کړي،»‌

هغې وویل، «هغه ورځ، چې ایراني مقاماتو د هغه جسد راوړ، هغوی د هغه کورنۍ ته لږې پیسې ورکړې چې د جنازې د مراسمو لګښت پرې وکړي. وروسته بیا هغوی څو ځلې راغلل او هغه یې د شهید په نامه یاد کړ -- او له هغه نه وروسته، هغوی د هغه کورنۍ هېره کړه.»‌

هغې وویل، «له ذوالفقار څخه یو زوی پاتې شو، خو هغه هم هیڅوک نه حمایه کوي،»‌

د بې وزلو افغان کډوالو ښکار کول

ډېر افغان کډوال، چې د ښه ژوند لپاره نهیلۍ پسې اخیستي دي،‌او تر ۱۴ کلنو پورې ماشومان هم په کې دي -- په سوریه کې جګړې ته ور ټېل وهل کیږي.‌

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوه استازي،‌ ذکریا خان ذکریا وویل، خو اوس، چې ایران له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، رژیم نور نشي کولی چې افغان اتباعو ته دغه ډول اسانتیاوې برابرې کړي.‌

هغه د تېر کال په مرغومي کې سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، ایران کوڅې او سړکونه د هغو کسانو په نومونو نومول چې په جنګونو کې به ووژل شول. ایران د هغوی کورنیو ته کورونه او مالي مرسته ورکوله. په ډېر احتمال چې د ایران یو شمېر اوسېدونکي، چې سوریې ته تللي ول، همداسې توقع یې لرله.»‌

سره له دې، چې ایراني مقاماتو هلته اوسېدونکي ډېر بې وزله افغانان په دې د دروغو ژمنه د سوریې جنګ ته په لېږلو مجبور کړل چې هغوی ته به د اقامې اسناد او مالي مرسته ورکړي، خو هغوی له افغان کډوالو سره په منظمه توګه ناوړه چلند کوي.‌

د بدخشان ولایت یوه ۳۸ کلن اوسېدونکي،‌ رجب علي حیدري، چې تازه افغانستان ته راستون شوی او په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېږي، وویل، «هغوی زه،‌ زما مېرمن او زما دوه ماشومان له ایران څخه را واېستلو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران وسله والو ځواکونو له افغان کورنیو څخه پیسې په زور اخیستلې. هغوی ښځې او ماشومان ډېر سخت وهل. هغوی له افغانانو سره د حیواناتو په څېر چلند کوي.»‌

مریم، چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل چې ایراني مقاماتو هغه ووهله او بیا هغه له خپلو درې زامنو سره راووتله.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه امېدواره یم، خو ایراني مقاماتو مونږ درې ورځې او شپې په یوه تشناب کې کولپ کړي وو. هغوی زه په تختو ووهلم. هغوی مونږ ته خواړه یا اوبه نه راکول، تر دې چې ما خپلو ماشومانو ته د تشناب اوبه ورکړې.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500