کډوالان

په پاکستان کې افغان کډوالو د تابعیت ورکولو د ژمنې هرکلی وکړ

د اشفاق یوسفزي راپور

یو افغان کډوال د وږي په ۲۶ مه په پېښور کې ترکاري خرڅوي. [اشفاق یوسفزی]

یو افغان کډوال د وږي په ۲۶ مه په پېښور کې ترکاري خرڅوي. [اشفاق یوسفزی]

پېښور -- په پاکستان کې اوسېدونکي افغان کډوال د لومړي وزیر عمران خان په دې اعلان خوښي څرګندوي چې د هغوی کوربه هېواد به هغوی ته تابعیت ورکړي.

خان د وږي په ۲۵مه په کراچۍ کې اعلان وکړ، چې د هغو ستونزو په حلولو کې به مرسته وکړي چې افغان او بنګله دېشي کډوال، چې له څلورو لسیزو څخه پخوا پاکستان ته راغلي دي، ورسره مخامخ دي.

هغه وویل، «کله چې هغه کسان، چې په پاکستان کې پیدا شوي او لوی شوي دي د شناختي کارډونو د غوښتنې له امله وظیفې نشي ترلاسه کولی، هغوی د جرمونو ترسره کولو ته مخه کوي،» او زیاته یې کړه چې هغه کډوال به، چې له ۴۰ کالو ډېر وخت راهیسې په پاکستان کې اوسېږي،‌ شناختي کارډونه او پاسپورټونه ترلاسه کړي.

خان خپله پرېکړه وروسته د وږي په ۲۷مه په ملي جرګه (نېشنل اسامبلۍ) کې د خبرو کولو پر وخت تایید کړه. هغه وویل، د پاکستان د ۱۳۳۰ (۱۹۵۱) د تابعیت د قانون په اساس، هغه ماشومان، چې په پاکستان کې د کډوالو په کورونو کې پیدا کیږي، هغوی هم د تابعیت مستحق دي.‌

په دې عکس کې، چې د تېر کال د مرغومي په ۲۹ مه اخیستل شوی، یو افغان کډوال ماشوم په اسلام اباد کې د کډوالو په یوه کمپ کې له خپل خټین کور څخه بهر خواږه پلوري. [عامر قریشي/ای اېف پي]

په دې عکس کې، چې د تېر کال د مرغومي په ۲۹ مه اخیستل شوی، یو افغان کډوال ماشوم په اسلام اباد کې د کډوالو په یوه کمپ کې له خپل خټین کور څخه بهر خواږه پلوري. [عامر قریشي/ای اېف پي]

افغان کډوالې نجونې د تېر کال د سلواغې په ۱۲مه د اسلام اباد په لمنو کې د کډوالو په یوه کمپ کې ښوونځي ته ځي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

افغان کډوالې نجونې د تېر کال د سلواغې په ۱۲مه د اسلام اباد په لمنو کې د کډوالو په یوه کمپ کې ښوونځي ته ځي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

هغه وویل، «د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو په اساس، مونږ نشو کولی چې هغوی په زور بېرته ستانه کړو،»

نوموړي هغه معلق حالت ته په اشاره، چې افغان کډوال اوس په پاکستان کې په کې ژوند کوي، وپوښتل، «مونږ نه هغوی مجبوروو چې وځي او نه تابعیت ورکوو، نو له هغوی نه به څه جوړیږي؟»

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په وینا، په پاکستان کې اټکل ۳ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

په دغه شمېر کې خواوشا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي یا راجستر شوي کډوال او ۸۵۰۰۰۰ نه ثبت کډوال شامل دي چې له پاکستان څخه یې د افغان سټیزن کارډونه ترلاسه کړي، او پاتې نور یې په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په وینا، په پاکستان کې د افغان کډوالو له جملې څخه اټکل ۶۰٪ په پاکستان کې پیدا شوي، یعنې نژدې ۱.۵ میلیونه خلک له دغه امتیاز څخه برخمن کیږي‌. هر کال د افغان کډوالو شمیر تر ۸۰۰۰۰ پورې په پاکستان کې د موجود کډوال والدینو د نوي ماشومانو د زیږیدلو سره زیاتیږي.

داسې یو حرکت چې ټولو ته ګټه ور رسوي

په پېښور کې د امنیتي چارو جیګپوړي تحلیلګر، متقاعد تورن محمودشاه، پاکستان فارورډ ته وویل، د اوږدې مودې کډوالو ته د تابعیت په ورکولو سره به «د افغانستان او پاکستان تر منځ ارتباط پیاوړی شياو د ترهګرۍ پر ضد جنګ به لا ډېر مؤثر کړي،»

هغه وویل، «دا کار به افغان حکومت هم خوشحال کړي. هغه افغانان، چې په پاکستان کې اوسېږي هغوی د ناروغیو په وړاندې کم مقاومته دي او لومړنۍ اسانتیاوې نه لري،‌ او د تابعیت په برخه کې دا ګام به محرومو کسانو ته ډېر د اړتیا وړ سکون رامنځته کړي.»

محمودشاه د عمران خان دا حرکت یو مثبت ګام وباله، او زیاته یې کړه چې دا کار به د افغانانو تر منځ موجود د پاکستان ضد احساسات کمزوري کړي.‌

په پېښور پوهنتون کې د سیاسي علومو پوه، عبدالرحمان، وویل، په پاکستان کې افغان کډوالو ته باید ډېر پخوا تابعیت ورکړل شوی وای ځکه چې د هغو خلکو، چې په پاکستانکې زېږېدلي، اکثر یې دا اراده نه لري چې افغانستان ته لاړ شي.

هغه وویل، «هغه افغان ځوانان، چې په ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو کې دي، هغوی په پاکستان کې خوشحال دي ځکه چې په افغانستان کې وضعیت دومره ښه نه دی، له دې امله، د تابعیت نظر په لوړه کچه د ستاینې وړ دی. تابعیت یوازنۍ لاره ده چې په وسیله یې کېدای شي چې افغانان په ځایي ټولنه کې حل کړای شي.»‌

هغه زیاته کړه، «دا کار به له حکومت سره مرسته وکړي چې افغان کډوال، که په کومو جرمي فعالیتونو کې ښکېلېږي، په اسانۍ سره تعقیب کړي،»

په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر، میا افتخارحسین، زیاته کړه،‌ د لومړي وزیر اعلان یو ښه حرکت وو.

هغه وویل، «افغانان د ترهګرۍ تر ټولو بد قربانیان دي، او هغوی ته باید په بشري اساس ټولې اسانتیاوې برابرې کړای شي،»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، د اکثرو افغانانو د ژوند اساسي اړتیاوې پوره نه دي، او پاکستان باید هغوی د اتباعو په توګه په رسمیت وپیژني چې هغوی وکولی شي چې یو نېکمرغه ژوند وکړي او خپله انرژي د پاکستان د پرمختګ په لاره کې ولګوي.

افغان کډوال خوشحالي څرګندوي

په پېښور کې یوه ۲۰ کلن افغان کډوال، شفاعت الله شاه، پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ د لومړي وزیر په دې نظر، چې مونږ ته تابعیت راکوي، خوشحال یو. مونږ هېڅکله افغانستان ته نه یو تللي، او پاکستان خپل هېواد بولو،»

شاه، چې په پېښور کې په یوه خصوصي پوهنتون کې ساینس لولي، وویل، «زما مور او پلار ۳۰ کاله مخکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له امله پېښور ته راکډه شوي ول، او زه دلته پیدا او لوی شوی یم. تابعیت به مونږ ته دا اطمینان راکړي چې مونږ دلته په وقار او درنښت سره ژوند وکړو.»

عزیزګل، چې ۲۵ کاله پخوا له هرات ولایت څخه پېښور ته راغلی او په بورډ بازار کې د خوراکي توکو دوکان چلوي، وویل چې هغه د خان په اعلان باندې خوشحال شو.

عزیزګل پاکستان فارورډ ته وویل، «افغانستان ترهګرۍ ځپلی دی. د پاکستان په نسبت د کار او زده کړې فرصتونه هم په کې کم دي.‌ زمونږ ماشومان نه غواړي چې بېرته ستانه شي، له دې امله، د پاکستان له خوا هغوی ته د شناختي کارډونو ورکول یوه ښه پرېکړه ده،»

هغه وویل، «زما درې ماشومان په پېښور کې یوه خصوصي ښوونځي ته ځي او هغوی ډېر خوشحال دي. دا له دې املهده چې مونږ په پاکستان کې یو او زه کار کوم او هغوی زده کړې ترلاسه کوي. دلته مونږ برېښنا او روغتونونه لرو. په افغانستان کې، اورپکو هر څه ویجاړ کړي دي.»

په پېښور کې یوه افغان مشر، محمد اکرم، وویل، د افغانانو درې نسلونه په پاکستان کې ژوند کوي او هغوی یې خپل هېواد ګڼي.

اکرم وویل، «افغانانو ته د پاکستاني تابعیت ورکول به هغوی ته، چې له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دي، ګټه ور ورسوي.‌ مونږ غواړو چې افغانانو ته، چې د پاکستان په هره برخه کې اوسیږي،‌ تابعیت ورکړل شي،»

هغه زیاته کړه، «مونږ له پاکستان څخه د هغوی د کوربه توب له امله، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې یې مونږ ته برابر کړی دی، مننه کوو او هیله لرو چې زمونږ ماشومان به دلته تابعیت ترلاسه کړي،»

جنت ګل، چې په پېښور کې ترکاري پلوري، وویل، د هغه مور او پلار په ۱۳۶۷ کې د ننګرهار ولایت له جلال اباد څخه راکډه شوي ول، خو هغه هېڅکله هلته نه دی تللی.

هغه وویل، «زه دلته پیدا شوی یم او پاکستان خپل هېواد بولم. د عمران خان اعلان زمونږ لپاره یوه لویه تحفه ده،‌ او مونږ غواړو چې افغان حکومت پاکستان دې ته وهڅوي چې دغه پلان تطبیق کړي،»

پاکستانیان د ملاتړ وړاندیز کوي

په پېښور کې د باچاخان د نړیوال هوایي ډګر د کډوالۍ د چارو د افسرانو په شمول، پاکستانیانو د خان نظر تایید کړی دی.‌

د کډوالۍ د چارو یوه افسر، چې د نوم د پټ ساتلو په شرط یې له پاکستان فارورډ سره خبرې کولې، وویل، «پاکستان له افغانستان سره داسې کوم تړون نه لري چې د غبرګ تابعیت اجازه ورکړي. هر څوک، چې غواړي چې پاکستانی پاسپورټ او شناختي کارډ ولري، هغه باید لومړی خپل افغان تابعیت لغوه کړي،»

هغه وویل، «مونږ ډېر افغانان د جعلي پاکستاني پاسپورټونو او شناختي کارډونو د لرلو له امله نیولي دي، او هغوی ته د تابعیت ورکول به افغانانو ته یو نوی ژوند برابر کړي،»

د خیبر پښتونخواه د ایالتي حکومت ویاند، شوکت یوسفزي، پاکستان فاروډ ته وویل، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ټولو ایالتونو څخه د هغوی د افغان کډوالو اوسېدونکیو په هکله تفصیلات غوښتي دي.

هغه وویل، «مونږ وضعه ارزوو او د پلان د تطبیق لپاره به قوانین جوړ کړو،»

هغه زیاته کړه، د عمران خان حکومت غواړي چې د کډوالو په هکله پالیسي اسانه کړي، او اردو وار له مخه د د پاکستان - افغانستان په پوله د کټارې لګول پیل کړي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاتې

ځواب ورکړئ

دا د لومړي وزیر عمران خان له خوا په ریښتیا هم یو غټ ګام دی.‌ زه فکر کوم چې دا تصمیم به په پاکستان کې د اوسېدونکیو افغان کډوالو لپاره یو نوی ژوند برابر کړي، نو زه د کډوالو زده کوونکیو په استازیتوب د پاکستان د لومړي وزیر منندوی یم او د کډوالو په حق کې د هغه بیان ستایم. زه هیله لرم چې هغوی دا پروسه څومره ژر چې کېدای شي پیل کړي. همدارنګه زه د پاکستان او افغانستان تر منځ د غوره اړیکو هیله لرم.

ځواب ورکړئ