امنیت

د هرات ښځو له طالبانو څخه وغوښتل چې خپلې وسلې کېږدي

د نصیر صالحي راپور

د هرات ولایت له بېلابېلو برخو څخه له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې سره یوځای شوې او د وږي په ۳۰ مه یې په هرات ښار کې د سولې نړیواله ورځ ولمانځله. هغوی په طالبانو غږ وکړ چې جګړه پرېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [نصیر صالحي]‌

هرات -- له ۲۰۰ څخه ډېرو ښځو د وږي په ۳۰ مه په هرات کې په یو لړ مراسمو کې برخه واخیسته او د سولې نړیواله ورځ یې ولمانځله. هغوی په طالبانو غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د بې ګناه افغانانو له وژلو څخه لاس واخلي.

د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې، نفیسې، چې ۲۹ کاله عمر لري، د افغانستان په کړکېچ کې ښکېلو خواوو باندې غږ وکړ چې د نورو وینو تویېدلو مخه ونیسي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه په جنګ کې ښکېلو لوریو، په ځانګړې توګه طالبانو، باندې غږ کوم چې د افغانستان خلک پرېږدي چې په سوله کې ژوند وکړي، څو افغانان کډه کولو ته مجبور نشي او افغانانې نورې له کړاوونو سره مخامخ نشي،»

د هرات پوهنتون یوې ۲۱ کلنې محصلې، ثریا احمدي، وویل، د هغې یوازنۍ هیله دا ده چې سوله، امنیت او نېکمرغي وویني چې په افغانستان کې راشي.

له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې د وږي په ۳۰ مه د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په هرات ښار کې راټولې شوې او په طالبانو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [نصیر صالحي]

له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې د وږي په ۳۰ مه د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په هرات ښار کې راټولې شوې او په طالبانو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [نصیر صالحي]

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌«زه په طالبانو غږ کوم چې جنګ او وینه تویول بس کړي، راشي او د سولې پروسې سره یوځای شي، او له خپلو خلکو سره یوځای ژوند وکړي. مونږ نور نه غواړو چې افغانان په جنګ او بې وزلۍ کې ژوند وکړي. مونږغواړو چې د افغانستان خلک د نړۍ د نورو خلکو په څېر یو نېکمرغه ژوند ولري او په یوه خوندي او سوله ییز چاپېریال کې ژوند وکړي.»

د هرات ښار یوې بلې اوسېدونکې، آصفې، چې ۴۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په طالبانو باندې غږ کوو چې سولې ته په جنګ باندې ترجیح ورکړي چې زمونږ ماشومان په ارام زړهښوونځیو ته لاړ شي او زمونږ هېواد پرمختګ وکړي، زمونږ مېړونه نور مجبور نشي چې ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي او مونږ ته هلته روزي وګټي،»

ښځې د جګړې قربانیانې

د افغانستان د ټولنې هره طبقه، په ځانګړې توګه ښځې، د وحشیانه جنګ قرباني ګرځېدلې،‌ چې له ډېر وخت راهیسې څنډې ته پرېښودل شوي او وسلې نه لري چې له خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي.

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، کلثوم صدیقي، سلام ټایمز ته وویل، «هغه څوک، چې په شخړو کې ډېر ژوبلیږي، هغه بې وسلې ملکي خلک دي چې نشي کولی چې د خپلو ځانونو دفاع وکړي،»‌

هغې وویل، «ښځې د جګړې په ډګرونو کې د پلرونو، ورونو او مېړونو په له لاسه ورکولو سربېره په نا امنو سیمو کې هم وژل کیږي. ښځې مجبوریږي چې لاړې شي او سخت کارونه وکړي، او یاغیان د هغوی سپکاوی کوي.»

هغې وویل، «ښځې داسې څوک دي چې احتمالاً ډېر څه له لاسه ورکوي،»

صدیقي وویل، «د جګړې قرباني کېدا یوازې مړینه نه ده. کله چې سړي په جګړه کې ووژل شي، جګړه ځپلې ښځې بې له دې چې د جګړې په ترڅ‌ کې او وروسته سخت شرایط وزغمي، بله لاره نه لري، تر هغه چې مړې شي یا خپل هېواد پرېږدي.»

هغې وویل، «ښځې هره شېبه بیا، بیا مړې کېږي،»‌

ښځې 'له جنګ څخه ستړې' دي

د هرات ښځې د سولې د غوښتنې او د طالبانو د تاوتریخوالي د غندلو اوږده تاریخچه لري.‌

هغه ښځې، چې د سولې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په پروګرام کې یې برخه اخیستې وه، وایي، هغوی په افغانستان کې د دایمي او هر اړخیزې سولې راتګ ته هیله منې دي.

د هرات ښار یوې ۲۵ کلنې اوسېدونکې،‌زینب وویل، «افغانې ښځې له جګړې څخه ستړې شوي او سوله غواړي،»‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «په دې مراسمو کې زمونږ د برخه اخیستنې هدف دا دی چې وښیو چې ښځې د سولې پیغام رسوونکې دي،»‌

د هرات د ولایتي شورا یوې غړې، سکینې حسیني، وویل، په افغانستان کې جګړې په تلفاتو سربېره، په سلګونو زره یتیمان او کونډې پرېښي چې اوږده موده د ډېرو سختیو ژوند تېروي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه، په ولایتي شورا کې د خلکو د یوې استازې او د یوې ښځې په توګه، د حکومت په مخالفانو [طالبانو] باندې غږ کوم چې د سولې پروسې سره یوځای شي او دا فرصت له لاسه نه ورکوي، چې زمونږ د تلفاتو، کونډو او یتیمانو شمېر نور ډېر نشي،»

د هرات د سولې د ولایتي کمېټې رییس، غلام سرور بارکزي، سلام ټایمز ته وویل، «ښځې په دې برخه کې یو مهم رول لوبوي چې طالبان دې ته وهڅوي چې په هرات کې د سولې پروسې سره یوځای شي. ډېر احتمال شته چې طالبان به د خپلو میندو غوښتنې او نصیحت ومني،‌ او په دې توګه، مونږ د ښځو رول ډېر مهم بولو.»

هغه وویل، «د افغانستان خلک مذهبي خلک دي او خپلو میندو ته ډېر زیات درناوی لري. په حقیقت کې، د طالبانو د ډلې ډېر غړي د خپلو میندو د غوښتنو په اساس د سولې پروسې سره یوځای شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500