ټاکني

افغان حکومت د را روانو انتخاباتو د خوندي کولو لپاره کمپاین پیل کړ

د نجیب الله راپور

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د وري په ۲۵ مه د کابل د یوه اوسېدونکي نوم لیکي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې رایه ورکړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د وري په ۲۵ مه د کابل د یوه اوسېدونکي نوم لیکي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې رایه ورکړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت په وروستیو کې د دې لپاره یو لړ لوی عملیات پیل کړل چې یاغیان وځپي او د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات، چې په پام کې ده د تلې په ۲۸مه ترسره شي، خوندي کړي.

د دفاع وزارت ویاند، غفوراحمد جاوېد، سلام ټایمز ته وویل، د دفاع وزارت د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست او نورو امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي چې د انتخاباتو امنیتي پلان تطبیق کړي.

هغه وویل، «مونږ لوی ګډ عملیات، چې په افغانستان کې نورې امنیتي ادارې په کې لاس لري، پیل کړي څو د انتخاباتو امنیت ډاډمن کړو چې زمونږ خلک وکولی شي په را روانه پارلماني رایه کې برخه واخلي،»

هغه وویل، «مونږ د انتخاباتو د خوندي کولو لپاره یو هر اړخیز پلان په لاس کې لرو چې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ... پراخ امنیت برابر کړي. مونږ به انتخاباتو ته هر ګواښ له منځه وېسو چې رایه ورکوونکي وکولی شي چې د انتخاباتو په پروسه کې په داسې حال کې چې د امنیت احساس کوي، برخه واخلي.»

یو افغان رایه ورکوونکی د غوایي په ۱۱مه په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره، چې د تلې په ۲۸مه یې مهالوېش ټاکل شوی دی، خپل نوم لیکي. [نجیب الله]

یو افغان رایه ورکوونکی د غوایي په ۱۱مه په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره، چې د تلې په ۲۸مه یې مهالوېش ټاکل شوی دی، خپل نوم لیکي. [نجیب الله]

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۳۱ مه په کابل کې له افغان امنیتي چارواکو او د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت استازو سره د تلې د ۲۸مې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت په هکله خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]‌

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۳۱ مه په کابل کې له افغان امنیتي چارواکو او د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت استازو سره د تلې د ۲۸مې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت په هکله خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]‌

ښاریان د غوایي په ۲ مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې له مرکز څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید ساحه ګوري. چارواکي وایي، اورپکي، ځایي زورواکي او جنګسالاران ښایي هڅه وکړي چې د تلې د ۲۸مې له پارلماني انتخاباتو څخه مخکې ګډوډي رامنځته کړي، خو افغان امنیتي ادارې به د انتخاباتو د پروسې د مختل کېدلو اجازه ورنه کړي. [شاه مری/ای اېف پي]

ښاریان د غوایي په ۲ مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې له مرکز څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید ساحه ګوري. چارواکي وایي، اورپکي، ځایي زورواکي او جنګسالاران ښایي هڅه وکړي چې د تلې د ۲۸مې له پارلماني انتخاباتو څخه مخکې ګډوډي رامنځته کړي، خو افغان امنیتي ادارې به د انتخاباتو د پروسې د مختل کېدلو اجازه ورنه کړي. [شاه مری/ای اېف پي]

د انتخاباتو د امنیت زیاتول

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د یکشنبې په ورځ /د تلې په ۱/ وویل، هغوی به د انتخاباتو په ورځ د امنیت په ټینګولو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د متحده ایالاتو د پوځ تورن جنرال انډریو پوپاس په کابل کې وویل، «ډېر داسې دښمنان شته، چې هغوی به هڅه وکړي چې د خلکو غږ چوپ کړي، خو دا حقیقت، چې له ۹ میلیونو څخه ډېرو خلکو د رایې ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي دي، باید مونږ ټولو ته الهام راوبخښي،»‌

هغه وویل، «مونږ لیدلي دي، چېرې چې افغان عوامو او افغان مشرتابه ځانونه یو څه ته ژمن کړي، هلته هغوی بریالي شوي دي. نو په دې کې شک نشته چې د انتخاباتو نتایج به په خوندي توګه او په امن سره راوځي.»

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر، متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل، وویل، هغه د سوله ییزو انتخاباتو د ډاډمنولو لپاره د امنیتي ادارو په وړتیا باور لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هېواد امنیتي ځواکونه به د دغو عملیاتو د مناسبې، منظمې او پرېکنده پلان نیونې له لارې وکولی شي چې د انتخاباتو پروسه خوندي کړي،»‌

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند، سید حفيظ الله هاشمي، د وږي په ۲۱مه په کابل کې وویل، «د رایه اچونې د ۵۱۰۰ مرکزونو لست پخوا له امنیتي ادارو سره شریک شوی دی. په هغو کې ۲۱۰۰۰ د رایې ورکولو محلونه موجود دي،»‌

هغه وویل، «امنیتي پلان چمتو او تایید کړای شوی،‌ او مونږ هیله لرو چې امنیتي ادارې به خپلې ژمنې وساتي. د قانون له مخې، دا د هغوی وظیفه او وجیبه ده چې د انتخاباتو امنیت ډاډمن کړي چې رایه ورکوونکي وکولی شي چې په خوندي توګه برخه واخلي.»‌

د انتخاباتو له لارې بدلون راوستل

په کابل پوهنتون کې د حقوقو یوه پروفیسر او د ولسي جرګې یوه پخواني غړي، عبدالکبیر رنجبر، وویل، «انتخابات هېڅ بدیل نه لري،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «انتخابات یوازنۍ داسې لاره ده چې تغیر پرې ممکن دی. راتلونکي د ولسي جرګې او د ولسمشرۍ انتخابات به یو هر اړخیز بدلون رامنځته کړي. جنګسالاران نور نشي کولی چې ولسي جرګې ته لاړ شي، ځکه ښایي چې رایه ورکوونکي نور هغوی ته رایې ور نه کړي.‌»

د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ۱۳۹۸ د وري ۳۱ مه نېټه ټاکل شوې ده.

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال، وحیدالله میرزایي، سلام ټایمز ته وویل، «انتخابات په دیموکراتیکو سیستمونو کې د واک د انتقال یوازنی د منلو وړ میتود دی. مونږ باید په افغانستان کې د ولسواکۍ د پرمخ بېولو لپاره د انتخاباتو لاره ونیسو.»

هغه وویل، «افغانان نه غواړي چې خپل تیاره ماضي ته بېرته ور وګرځي.‌ هغوی به له ټولو ننګونو سره سره په انتخاباتو کې برخه واخلي.»

د تقلب په هکله اندېښنې

افغانان د انتخاباتو د امنیت او د تقلب دواړو په هکله اندېښنې څرګندوي.

رنجبر وویل، «هغه کسان، چې غوغا کوي، او وایي چې 'تقلب به وشي' او 'انتخابات به ونشي،' په حقیقت کې هغوی هغه خلک دي چې وار له مخه پوهېږي چې [رایه ورکوونکي] به هغوی ته رایې ور نه کړي. هغوی غواړي چې بحران دوام وکړي، حتی که د انتخاباتو د نه ترسره کېدا په قېمت هم تمامیږي.»‌

هغه وویل، «د دې ټکي په پام کې نیولو سره، چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې یو لست تیار کړی دی، که چارواکي د څارنې پروسیجرونه په مناسبه او صحیح طریقه ترسره کړي، د تقلب قضیې به بېخي راکمې شي،»

رنجبر وویل، «په سلګونو افغانانو خپل ځانونه د کاندیدانو په توګه نومولي دي. که د هغوی استازي، او همدارنګه د سیاسي ګوندونو استازي، د انتخاباتو پروسه وڅاري، مونږ کولی شو چې د تقلب مخه ونیسو،»

د مدني ټولنې د فعال، میرزایي، په وینا، په انتخاباتو کې د تقلب په هکله اندېښنې صحیح دي.

هغه وویل، «په اوسني وخت کې، د تقلب د فعالیت د مخنیوي او کمولو یوازنۍ لاره دا ده چې د مدني ټولنې فعالان، د کاندیدانو استازي او د سیاسي ګوندونو کتونکي یا ناظران د انتخاباتو پروسه سر تر پایه وڅاري،»‌

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د شفافیت د ډاډمنولو لپاره ګامونه پورته کوي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند، هاشمي، وویل، «ځینې تقلبي فعالیتونه ممکن دي. ځینې جعلي تذکرې جوړې شوي دي، خو مونږ د تقلب د مخنیوي لپاره مېکانېزمونه لرو، او هغه کمېټه، چې حکومت جوړه کړې ده، به دا مسایل وڅېړي.»

د سلګونو جعلي تذکرو له کشف څخه وروسته، چې ادعا کیږي سیاسي ګوندونو په کابل کې جوړې کړي، ولسمشر اشرف غني یوه کمېټه جوړه کړه چې دغه مسئله وڅېړي او مسؤل کسان عدالت ته وړاندې کړي.

هاشمي په سیاسي ګوندونو او د هغوی په ایتلافونو باندې تاکید وکړ چې د افغانانو په مغزونو کې دې نور شکونه نه راپورته کوي او د هغه پرځای دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره د انتخاباتو د پروسې د څارنې لپاره یوه دوه اړخیز پوهاوي ته ورسیږي.‌

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ازادو او شفافو انتخاباتو د لا نورې ډاډمنتیا لپاره، پلان لري چې له یوه بایومتریک سیستم څخه کار واخلي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، هاشمي وویل، «هغه موضوع، چې کار پرې کېږي، د تلې په ۲۸مه د یوه بایومتریک سیستم کارول دي. زمونږ ارزونې تر ۷۰٪ پورې بشپړې شوي، خو په دې برخه کې اوس هم لا پوښتنې شته. مونږ هیله لرو چې مونږ به ځوابونه ومومو.»

هغه وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به له سیاسي ګوندونو سره له مشورو څخه وروسته یوه وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500