امنیت

د بغلان اوسېدونکي د طالبانو له خوا د یوه مهم پله له ورانولو وروسته له ستونزو سره مخامخ شول

د هدایت الله راپور

الچین پل،‌ چې د ۱۳۹۵ د وږي د ۵ مې په دې عکس کې ښودل شوی دی، په کندز ښار کې ولاړ وو. د ځایي چارواکو په وینا، طالبانو دغه پل د ۱۳۹۵ د زمري په ۳۰ مه ویجاړ کړ، چې افغان ځواکونه د هغوی له تعقیبولو څخه را وګرځوي. [هدایت الله]

الچین پل،‌ چې د ۱۳۹۵ د وږي د ۵ مې په دې عکس کې ښودل شوی دی، په کندز ښار کې ولاړ وو. د ځایي چارواکو په وینا، طالبانو دغه پل د ۱۳۹۵ د زمري په ۳۰ مه ویجاړ کړ، چې افغان ځواکونه د هغوی له تعقیبولو څخه را وګرځوي. [هدایت الله]

کندوز -- طالبان یو ځل بیا افغان ملکیانو ته د ستونزو او سختیو سبب شوي دي.

طالبانو د سپتمبر په ۱۶مه د اب قول په نامه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ او د ولایت د مرکز پلخمري نښلوونکی ۱۵ متره اوږد او ۵ متره پلن مهم پل والوزاوه.

د دغه پله په ویجاړېدلو سره د ځایي خلکو ستونزې نورې هم زیاتې شوې، چې د سیمې کلیو، روغتونونو او بازارونو ته د هغوی لاسرسی یې پرې کړ او د ترافیکو ځنډونه یې رامنځته کړل.

د مرکزي بغلان د منګلو د کلي یوه اوسېدونکي، شمس الدین صدیقي،‌ وویل، طالبانو دغه ورانکاری د شپې په مخه وکړ، او ویې کړای شول چې د افغان عسکرو له خوا له کشف کېدلو څخه ځانونه وژغوري.‌

ماشومان د ۱۳۹۴ د کب په ۲۵مه په بغلان ولایت کې د افغان ملي اردو عسکر ګوري. په دې میاشت کې د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د یوه پله نړېدا ځایي خلکو ته د سخت تکلیف سبب شوې ده. [شاه مری/ای اېف پي]

ماشومان د ۱۳۹۴ د کب په ۲۵مه په بغلان ولایت کې د افغان ملي اردو عسکر ګوري. په دې میاشت کې د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د یوه پله نړېدا ځایي خلکو ته د سخت تکلیف سبب شوې ده. [شاه مری/ای اېف پي]

هغه د پله د ورانېدلو له امله د رامنځته شوي تخریب په هکله د خبرو کولو پر وخت سلام ټایمز ته وویل، «هغه لوی سړک چې ۳۰ کلي یې له پلخمري سره نښلول، پرې شوی دی،» صدیقي وویل، چې د خوړو کمی او روغتیایي مرکزونو ته د ناروغانو په انتقالولو کې ستونزو ملکي خلکو ته سخت تاوانونه ور رسولي دي.

طالبانو نه دي ویلي چې هغوی د دغه سپورټي ارتباط له خرابولو څخه څه لاسته راوړنه ترلاسه کړه، خو اوس چې پل له منځه تللی دی، په پلخمري کې مېشت عسکر یادو ۳۰ کلیو ته نشي رسېدلی، مګر دا چې د هوا له لارې لاړ شي.‌

صدیقي فریاد وکړ او ویې ویل، «د خدای لپاره،‌ تاسو [طالبان] یو پل ولې ورانوئ؟ تاسو زمونږ ټول ژوند د خارجیانو د خدمت کولو لپاره ویجاړ کړ،»

په مرکزي بغلان کې د بیسقل کلي یوه قومي مشر نعمت الله سلام ټایمز ته وویل، د اورپکو ګروپ پخوا هڅه کړې وه چې دغه پل ویجاړ کړي خو هغه وخت په دې کار کې ناکام شوي ول.‌

د عامه بېخبنا ورانول

په بغلان ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت د ولایتي ادارې ویاند، محراب الدین ابراهیمي، د طالبانو له خوا د پله د ورانېدا په تایید سره، سلام ټایمز ته وویل، که افغان ځواکونه امنیت برابر کړي، افغان انجنیران چمتو دي چې دغه پل بېرته ورغوي.

هغه وویل،‌«د پلونو په شمول د عامه بېخبنا ورانول یا بندول د محلي خلکو په ژوند باندې ډېر بد تاثیر لري. زراعتي حاصلات ځایي بازارونو ته نه رسېږي، او خلک نشي کولی چې ناروغان روغتونونو ته انتقال کړي،»

خو دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د دې لپاره پلونه ورانوي چې محلي ښارونو او کلیو ته د لاسرسي مخه ونیسي.

د ۱۳۹۵ د زمري په ۳۰ مه، طالبانو په کندوز ښار په یوه برید کې الچین پل ته چاودنه ورکړه. د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي، غلام رباني رباني، وویل، دغه پل، چې د ښار په شمالي برخه کې واقع وو،‌ څلور ولسوالۍ د ولایت له مرکز سره نښلولې.‌

رباني سلام ټایمز ته وویل، «دا پل په سیمه کې یوازنۍ ترانزیتي لاره وه چې د شېرخان بندر خوا ته، چې افغانستان له تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونه سره نښلوي، تلله،»

وروسته، د افغان ملي اردو انجنیرانو دغه لاره بېرته جوړه کړه.‌

هغه زیاته کړه، «د عامه بېخبنا ورانول واقعاً د بشر پر ضد یو جرم دی،»

په ولسوالۍ کې د محلي اوسېدونکیو په وینا، له هغه وخت نه، چې د ۱۳۹۶ د وري په میاشت کې په مرکزي بغلان کې جنګ پیل شو،‌ طالبانو د بېلابېلو اندازو لږ تر لږه ۱۰ پلونه الوزولي دي. دغه ویجاړي د ملکي خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی.‌

د مرکزي بغلان یوه ۳۸ کلن اوسېدونکي، سیف الدین رحیمي، سلام ټایمز ته وویل، «په دې ولسوالۍ کې نښتې روانې دي... او ډېر زیان ملکي خلکو ته رسېږي،»

رحیمي زیاته کړه، «د مثال په توګه، محلي بزګران نشي کولی چې خپل زراعتي حاصلات مارکېټ ته انتقال کړي،»

د طالبانو پر ضد دوامدار فشار

افغان ځواکونو، د قاطع ملاتړ د ماموریت په ملاتړ، د سپتمبر د میاشتې په ډېره موده کې د لویو لارو په شمول په نهرین، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو او همدارنګه په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د ولید ۱۵ په نامه عملیات ترسره کول.

د بغلان ولایت امنیه قوماندان، جنرال اکرام الدین سریع، د سپتمبر په ۱۶مه سلام ټایمز ته وویل، په نتیجه کې، له ۶۰ څخه ډېر طالب اورپکي یا ووژل شول یا ټپیان شول.‌

هغه وویل، افغان ځواکونو د سپتمبر په ۱۶مه په مرکزي بغلان ولسوالۍ او د بشیرخان پله په سیمه کې د طالبانو یو برید، چې له ټولو اړخونو څخه یې برابر کړی وو،‌ شنډ کړ، چې په لسګونو طالب اورپکي یې په کې ووژل.

د سریع په وینا، په وژل شویو کې د طالبانو د سرې قطعې څلور جنګیالي هم شامل ول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هر کله، چې هغوی د عامه بېخبنا پر ضد یو حرکت وکړي، مونږ به هغوی ووژنو او له منځه به یې وېسو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500