جرم او انصاف

افغان 'ملا' وروسته له هغه په تېښته کې دی چې د جنسي عمل ویډیوګانې یې ټولنیزو رسنیو ته راووتلې

سلام ټایمز او ای اېف پي

لاریونوال د ۱۳۹۴ د وري په ۴ مه په کابل کې د سترې محکمې مخې ته د یوه لاریون په ترڅ کې شعارونه ورکوي. هغوی دغه لاریون د ۲۷ کلنې فرخندې د وژنې په اعتراض کې اېستلی وو. د خلکو یوې ګڼې دغه کابلۍ ښځه وروسته له هغه ووژله چې هغې د یوه ځایي ملا خرافاتي کارونه وغندل. [شاه مری/ای اېف پي]‌

لاریونوال د ۱۳۹۴ د وري په ۴ مه په کابل کې د سترې محکمې مخې ته د یوه لاریون په ترڅ کې شعارونه ورکوي. هغوی دغه لاریون د ۲۷ کلنې فرخندې د وژنې په اعتراض کې اېستلی وو. د خلکو یوې ګڼې دغه کابلۍ ښځه وروسته له هغه ووژله چې هغې د یوه ځایي ملا خرافاتي کارونه وغندل. [شاه مری/ای اېف پي]‌

مزارشریف -- په افغانستان کې یوه کس، چې ځان یې د ملا په نامه مشهور کړی وو، او د ادعاوو له مخې یې په ښځو د جنسي تېري فلمونه جوړ کړي ول، وروسته له هغه وتښتېد چې د هغه ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، او ځایي دیني عالمان یې دې ته مجبور کړل چې د هغه د سنګسار حکم وکړي.‌

د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ یوه دودیز معالج، ملا رسول، د فاریاب ولایت په یوه کلي کې خپل مراجعین دمول. په هغه باندې تور لګېدلی چې په ډېرو هغو ښځو، چې هغه ته د علاج لپاره ورغلې وې، یې جنسي تېری کړی او ناوړه استفاده یې ترې کړې ده.

ویډیوګانې، یو سړی چې اوږده ږیره لري او سپین کالي یې اغوستي او درې بېلابېلې ښځې ښیي، په لسګونو زره ځلې لیدل شوي دي.

ادعا کیږي چې، رسول، چې د لنډي په نامه مشهور دی -- دغه ویډیوګانې د دې لپاره کارولې چې ښځې پرې ووېروي او باج ترې واخلي.‌ دغه ویډیوګانې په وروستیو اونیو کې ټولنیزو رسنیو ته راووتلې، خو دا لا معلومه نه ده چې هغه کله جوړې شوي یا دا چې آیا هغه د رسول په کلي،‌ چینار، کې جوړې شوي دي.‌

په تېښته

د فاریاب ولایت والي نقیب الله فایق وویل، رسول دغه ویډیوګانې درې کاله مخکې کړې دي.

فایق فرانس ۲۴ ته وویل، «هغه ښځې دې ته مجبورې کړې وې چې له هغه سره جنسي عمل ترسره کړي او هغوی یې ګواښلې وې، چې که په هغه تور ولګوي، هغه به ویډیوګانې خپرې کړي. دوه کاله مخکې کوم چا د هغه ټیلیفون ته لاسرسی کړی او تر څو میاشتو پورې یې له هغه څخه د حق السکوت ډېرې پیسې اخیستې وې. بالاخره، لنډی ۱۸ میاشتې مخکې ترکیې ته وتښتېد. دا هغه وخت وو چې د ویډیوګانو خپرېدل پیل شول.»

فایق وویل، داسې اوازې دي چې رسول افغانستان ته راستون شوی دی او زیاته یې کړه چې، «مونږ هڅه کوو چې پل یې معلوم کړو.»

ای اېف پي راپور ورکړ، فایق وړاندیز کړی چې هر هغه چاته به، چې داسې معلومات ورکړي، چې د رسول د نیولو سبب وګرځي، خپل موټر په انعام کې ورکړي.

فایق په وروستیو کې یوې غونډې ته وویل، «هغه به ونیول شي. هغه په خارج کې هېڅ ځای نه لري،»

په فاریاب کې جیګپوړو مذهبي مشرانو فیصله کړې چې رسول دې سنګسار کړای شي.

د ښځو د خوندیتوب په هکله وېره

که څه هم چې د ښځو هویت لا تر اوسه پورې معلوم نه دی، لاکن په ویډیو کې د هغوی مخونه د پېژندلو وړ دي، او دغه حالت د هغوی د فزیکي خوندیتابه په هکله اندېښنې راپورته کړې دي.‌

په پنجشنبې ورځ د تلې په ۵مه یو افغان چارواکي وویل چې پولیسو داسې یوه میړوښې ښځه نیولې ده چې په ویدیو کې لیدل کیږي. د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ای ایف پي آژانس ته وویل چې دغه ښځه په فاریاب ولایت کې د پولیسو یوه افسره ده او همکارانو یې په هغې ویدیو کې پیژندلې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.

د فاریاب د ښځو د چارو رییسې شریفې عظیمي، وویل، ملا په ځایي ښځو باندې «چل کړی» دی. هغې په محلي دیني عالمانو باندې تاکید وکړ چې خپلو مقتدیانو ته دې ووایي چې د رسول په ویډیوګانو کې راغلې ښځې «بې ګناه قربانیانې» دي.

عظیمي ای اېف پي ته وویل، «مونږ ډېرې وارخطا یو چې هغوی به ووژل شي،»‌

د عظیمي په وینا، محلي مقاماتو څو ورځې مخکې له چینار کلي سره نژدې په یوه کنده کې د یوې ښځې مړی وموند، خو تر اوسه یې لا هویت څرګند شوی نه دی.‌

د فاریاب د والي ویاند، جاوېد بیدار، ای اېف پي ته وویل، «مونږ فکر کوو چې د غیرت په نامه قتلونه به وشي،»

دا وېرې بې اساسه نه دي، او نه داسې تاوتریخوالی بې سابقې دی.

د فرانس ۲۴ د راپور په اساس، د ۱۳۹۵ د سلواغې په میاشت کې، په کندهار کې د یوه بل کس له خوا، چې ځان یې ملا باله، د «پلوشې» په نامه یوه نجلۍ باندې جنسي تېری وشو. په ۲۰۱۶ کې، رسنیو په جوزجان ولایت کې تر عین شرایطو لاندې په یوه ۱۵ کلنه نجلۍ د څو ځلې جنسي تېري په هکله راپورونه ورکړل.

په ۲۰۱۵ کې، د قهرجنو خلکو یوې ډلې په کابل کې د فرخندې په نامه یوه ۲۷ کلنه نجلۍ ووژله.‌

د ډیلي میل د راپور په اساس، په پيل کې داسې راپور ورکړل شوی وو چې هغې قران کریم سوزولی دی، چې د ګڼو خلکو تاوتریخوالی یې راوپاراوه، خو شاهدانو وویل چې هغه د کابل په مرکزي برخه کې له یوه زیارت څخه بهر د یوه ځایي ملا پر ضد، چې په ښځو باندې یې تاویزونه خرڅول، د مخالفت له امله ووژل شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

15 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

jioookk

ځواب ورکړئ

هو ، د داسي قضيو دحل يوازيني نخسه إسلامي قانون دي

ځواب ورکړئ

دا تش په نوم ملا دقانون منګولوته ورسپارل شي

ځواب ورکړئ

هو ، كچيري إسلامي قانون تطبيق شي نو دداسي زياتو قضيو مخنوي كيدلايشي

ځواب ورکړئ

آیا تاسو مطمئن یئ؟ مونږ کافي اندازه اسلامي قانون تطبیق کړی دی. اوس د دې وخت دی چې یو څه سیکولر قانون، بې طرفه، او پرمختیایي میتودونه تطبیق کړو. دا حقیقت، چې تاسو مونږ ته وایئ چې په دین باندې باور وکړئ کیدای شي ستونزې حل شي، دا ستونزمنه ده. مونږ یوه سیکولر دولت ته، چې په هغه کې مذهبي خلک واکمن نه وي، چې په هغه کې د قانون حاکمیت وي، چې په هغه کې ټول خلک برابر حقونه لري، ضرورت لرو. مونږ ته دا مه وایئ چې ستاسو په ب س باندې دې باور ولرو!

ځواب ورکړئ

رسول او خزى بايد سنڰسار شى ځکہ مشترک رضايت باندى کار ترسرہ شوى ـ وياڔو پہ فرخندہ باندى مسلمانہ باايمانہ باعزتہ او مجاہدہ جينى وہ ـ جنت يي ځاي شہ ـ رسول او رسول تہ ورتہ خلک دہمدى دولت خلک دي ـ

ځواب ورکړئ

كه چير د جرم ارخونه وقتل شي نو ممكن دير كسان په دغه قضيو كي دخيل وگڼل شي لكه ميړ‎ہ ۔۔۔۔۔۔نو زما په نظر د ښز د بيسوادي ناپوهي ثخه استفاده شوي وي

ځواب ورکړئ

که حکومت ملا رسول نه شي نیولی نو دوی به بیا ملاهیبت الله یا نور څنګه نیسي، دلته هر څه تر شعار او خواشینۍ پیغامونو پورې دي او بس.

ځواب ورکړئ

که دولت چیرته ریښتیا وغواړی نو دا ملا به ژر تر ژره پیدا کړی باید عکسونه یي انټر پول پولیسو ته ورکړی تر څو فه خارج کي هم خوندی پاتي نشی باید فه سخته جزا ورسیږی ځکه دی ده د لاسه د هغو میرمنو ژوند هم فه خطر کي ده

ځواب ورکړئ

زه هم دا بی حیانه عمل غندم او مسولینو څخه غواړم چی دا دبی شرمه زامن دی ونیسی او دښځو حقوق دی ورکړی او نور دي نه رنګزرده کوی صایبزاده احمدي

ځواب ورکړئ

ملا او ښځي بايد دواړه سنګسار شى

ځواب ورکړئ

هرڅوک چی ښځی ته دخپل سر تګ اجازه ورکوی دهغو به داهال وی

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې ښځې په غلطۍ کې ورسره برابرې دي او زه فکر کوم چې اول باید مجازات شي.

ځواب ورکړئ

متاسفانه دا مشکلات زمونږ هیواد کی ډیر دی چی زمونږ بیچاره ولس پری دومره نه دی خبر دا د دولت کار دی چی د داسی مولینو مخه ونیسی کوم چی تعویذونه،دمونه،او نور په دروغو علاجونه کوی چی تش په نامه مولین دی اصل کی قران او سنت نه پیژنی د هیڅ نه نه دی خبر او دوهم دا ولس باید ځان ویخ کړی چی داسی خلکو ته لاړ نه شی او نه نور پریږدی او ورسره ورسره باید د عوامو ذهن سازی وشی او ذهنونه یی ور خلاص کړی چی دا فسادګر او د پیسو لپاره دی. هر څوک خپل عزت او شرف لری او پری خپه کیږی. دولت باید داسی مجرمانو ته سخته جزا ورکړی چی نور تری عبرت واخلی چی آینده کی دا کار بیا تکرار نه شی. و من الله توفیق ډیره زیاته مننه

ځواب ورکړئ

بايد مرکزي دولت داسي ملايانو ته وخت ورنه کړي او چي په هر ځاي کي وي و يي نيسي او د قانون منګولو ته يي وسپاري او ښځو ته پکار دي چي په داسي ملايانو باور ونه کړي

ځواب ورکړئ