امنیت

د بغلان ښځو طالبانو ته د سولې پیغام ورکړ

د هدایت الله راپور

د بغلان ولایت له بېلابېلو برخو څخه له ۴۰۰ څخه ډېرې ښځې د تلې په ۴ مه په پلخمري کې راټولې شوې او په طالبانو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [هدایت الله]

پلخمري -- د بغلان ولایت له بېلابېلو برخو څخه له ۴۰۰ څخه ډېرې ښځې د تلې په ۴مه د سولې په یوه غونډه کې راټولې شوې او په ګډه یې په طالبانو غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

د بغلان د ښځو د چارو رییسې، خدیجې یقین، د بغلان ولایت په مرکز، پلخمري، کې په یوه غونډه کې،وویل، «ښځې له جنګ نه ستړې دي، او هغوی هم غواړي چې سر له اوسه له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې برخه واخلي،»

هغې «د سولې لپاره د افغانستان د ښځو ملي وفاق» په نامه غونډه کې د خبرو کولو پر وخت وویل، «که څه هم چې نن زه د یوه کس ناموس یم،‌ همدارنګه زه د دې وطن ناموس هم یم،»‌

یقین طالبانو ته په خطاب کې وویل، «که تاسو د دې وطن د میندو بچیان یئ، بیا تاسو هم د دې وطن زامن یئ. نو تاسو باید راشئ او د سولې بهیر سره یوځای شئ.»‌

د بغلان ولایت له ۴۰۰ څخه ډېرې ښځې د تلې په ۴ مه په پلخمري کې راټولې شوې او په طالبانو یې زور واچاوه چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [هدایت الله]

د بغلان ولایت له ۴۰۰ څخه ډېرې ښځې د تلې په ۴ مه په پلخمري کې راټولې شوې او په طالبانو یې زور واچاوه چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [هدایت الله]

هغې وویل،‌«د بهرنیو هېوادونو د ګټو د ساتنې لپاره د مزدورانو په توګه په کار کولو سره خپل ځانونه مه سپکوئ،‌ او مه پرېږدئ چې هغه یتیمان، چې له خپلو پلرونو څخه بې برخې شوي دي، په بدبختیو او عذابونو کې په ورکو لارو سر شي،»‌

هغې د خپلو خبرو په دوام وویل، حکومت باید په ښځو پانګونه وکړي او د هغوی مرسته او مشوره وغواړي. «په دې غونډه کې د ښځو د برخه اخیستنې هدف دا دی چې وښیي چې ښځې د سولې پیغام وړونکې دي.»

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوې غړې،‌ ملالۍ شینوارې، په غونډه کې وویل، «حکومت ښایي قوي وي، خو جنګ ډېر قوي دی... او زمونږ ډېر ځوانان وژني،»

ملالۍ وویل، چې د یوې افغانې په توګه هغه غواړي چې طالبان د سولې پروسې سره یوځای شي او تاوتریخوالی او وینه تویول ودروي.‌

هغې وویل، «مونږ نه غواړو چې زمونږ را روان نسلونه له هغه څه سره مخامخ شي چې په مونږ تېر شول. که طالبان دا زور لري چې جنګ وکړي، ښځې هم دا ځواک لري چې په افغانستان کې سوله راولي.»

سولې ته اړتیا

په بغلان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، حمیرا مرادي، چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل،ښځې، قومي مشران او دیني عالمان هېواد ته د سولې او ثبات په راوستلو کې یو ګټور رول لري.

په غونډه کې، هغې د سولې په پروسه کې «د خویندو، ورونو، عالمانو او مشرانو» اړتیا ته اشاره وکړه.‌

مرادي وویل، ښځې هم د سړیو په څېر سولې ته سخته اړتیا لري، ځکه چې هغوی هم د تاوتریخوالي له امله کړیږي.‌

هغې روښانه کړه، «ښځې د هغوی د کورنیو او خپلوانو له لارې، کولی شي چې په کلیو، ولسونو او ولسوالیو کې نېغ په نېغه خبرې اترې وکړي چې طالبان د سولې د اهمیت په هکله خبر کړي،»‌

هغې زیاته کړه، «سوله د الله تعالی یو له ډېرو نعمتونو څخه ده، چې په هغې سره مونږ کولی شو چې یو ارام، چوپ او مستریح ژوند ولرو،»

د بغلان د ګذرګاه نور ولسوالۍ یوې اوسېدونکې، صبرینا همت، چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، افغانان سولې ته سخته اړتیا لري چې وکولی شي له جنګ او اړوندو ستونزو څخه پرې خلاص شي او نېکمرغي ترلاسه کړي، او دا د هر افغان هیله او خوب دی.‌

هغې په غونډه کې د خبرو پر وخت وویل، «حکومت باید هڅه وکړي چې په ټولنه کې د سولې لپاره د شرایطو په رامنځته کولو او د سولې پروسې ته د وسله والو مخالفینو د ګروپونو په راوستلو کې د ښځو له هڅو څخه کار واخلي،»

سوله له یوه قوي موقف څخه

که څه هم چې افغان حکومت په مکرر ډول له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو غږ کړی دی،طالبانو په وار وار دغه غوښتنې بابېزه ګڼلي او په مخامخ خبرو کې له برخه اخیستنې څخه یې انکار کړی دی.‌

د بغلان والي عبدالحی نعمتي د سولې په غونډه کې وویل، «هر ځل چې حکومت طالبانو ته د سولې لاس ورغځوي، طالبان داسې ګڼي چې حکومت کمزوری دی او له دې امله غواړي سوله وکړي،»

هغه وویل،‌پرعکس یې، حکومت کمزوری یا بې کفایت نه دی، مونږ قوي یو، مونږ توپونه او ټانکونه لرو، او زمونږ حکومت یو مشروع حکومت دی،»

هغه وویل،‌که د طالبانو وسله واله مبارزه هر څومره دوام ومومي، اخر به سولې ته کېني، او زیاته یې کړه چېکله چې خبره د افغانستان د ستونزې هوارولو ته راځي، بیا نو د سولې هېڅ بدیل نشته.

د بغلان ولایت امنیه قوماندان، جنرال اکرام الدین سریع، وویل،‌ «یو ځل بیا، مونږ اعلاموو چې د سولې د خبرو وړاندیز نه زمونږ د کمزورتیا نښه ده او نه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مشرتابه د نه وړتیا یا کمزورۍ نښه ده، بلکې سوله یوه اړتیا ده او په هر قېمت چې وي مونږ باید سولې ته ورسېږو.»

هغه وویل، طالب اورپکي باید په دې پوه شي چې هغوی له سولې کولو څخه پرته بله لاره نه لري، او زیاته یې کړه چې که طالبان د سولې بهیر سره یوځای نشي، حکومتي ځواکونه به یې له منځه وېسي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500