ټولنه

د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې پروګرام هڅه کوي چې د کابل ښاري انارشي تنظیم کړي

ای اېف پي

په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني په لټه کې دی چې کابل ښار ته د هغه په تاریخ کې په لومړي ځل د ځمکې راجسټر جوړ کړي، د کابل ښار مقامات هڅه کوي چې د افغانستان پلازمېنه کې د غیر رسمي کورونو بې نظمي تنظیم کړي. [نصرالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]‌

کابل -- د کابل د زاړه ښار د خاورینو دېوالونو تر منځ د کږې وږې کوڅې وکیل، محمد صادق، په کلکه ست کوي چې خپلو مېلمنو ته د یوې پیالې چای په ورکولو سره د هغوی درناوی وکړي.‌

د وکیل کور یو له هغو زرګونو بې نقشې کورونو څخه دی چې په پلازمېنه کابل کې جوړ شوي او حدونه یې په داسې حال کې چې کډوال له ډېرېدونکیو ځوانو وګړو سره یوځای کیږي، له خپل ځای څخه خوځېدلي دي.‌

اوس د کابل مقامات هڅه کوي چې د بې نقشې کورونو بې نظمۍ ته یو نظم برابر کړي، ځکه چې ولسمشر اشرف غني هڅه کوي چې دغه ښار د هغه په تاریخ کې په لومړي ځل په یوه کدستر، یا د ځمکو راجستر، باندې سمبال کړي.

د ملګرو ملتونو هبیتات موسسې، چې دا پروژه له افغان حکومت سره په مشارکت کې پرمخ بیايي، ویاند، کاوسی بولیچ، وایي، «دلته، ښاري کېدنه د شخړو او بشري بحرانونو په نتیجه کې رامنځته شوې ده،»

سړي د غبرګولي په ۲۹ مه په کابل کې په خپل بام باندې تعمیراتي کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

سړي د غبرګولي په ۲۹ مه په کابل کې په خپل بام باندې تعمیراتي کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل د غبرګولي په ۲۹ مه د یوې غونډۍ له اړخه ښکاري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل د غبرګولي په ۲۹ مه د یوې غونډۍ له اړخه ښکاري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د هبیتات د ټیم افغان سروې کوونکي د غبرګولي په ۲۲ مه په کابل کې د نه تنظیم شویو کورونو د ثبتونې په ترڅ کې اسناد ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د هبیتات د ټیم افغان سروې کوونکي د غبرګولي په ۲۲ مه په کابل کې د نه تنظیم شویو کورونو د ثبتونې په ترڅ کې اسناد ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه یادونه کوي چې، «د ښاریتوب د پلان جوړونې په هکله یوازنۍ هڅه د شورویانو په وخت کې» د ۱۹۷۰په وروستیو کلونو کې شوې ده.

اوس،‌ کابل له څلورو میلیونو څخه ډېر اوسېدونکي لري. د افغانستان د نژدې ۴۰ کالو شخړې په سلګونو زره کلیوال دې ته اړ کړي چې پلازمېنې ته را وکوچېږي او په کې مېشت شي، چې پوره نوې استوګنیزې سیمې یې له پلانونو یا ریکارډونو څخه پرته رامنځته کړي دي.‌

دغه هجوم د کمېدلو هېڅ نښه نه ښیي. د ۲۰۱۵ له لومړیو څخه، د کابل په شمول د افغانستان ښارونو ته له ۲.۵ میلیونو نویو راغلیو څخه ډېر خلک راغلي دي چې د جنګ له امله له خپلو ځایونو څخه بې ځایه شوي دي.‌

بولیچ وایي، «د هغو ۲۵۵۰۰۰ ملکیتونو له جملې څخه، چې وار له مخه په کابل کې د ملګرو ملتونو د هبیتات موسسې له خوا ارزول شوي، یوازې ۱۵٪ یې با اعتباره قوالې لري، ۴۱٪ یې داسې اسناد لري چې حقوقي ارزښت نه لري او ۴۴٪ یې هېڅ اسناد نه لري،»

د استوګنې د سیمو کتنه

د هغو کورونو اکثر، چې د کابل د چاپېر غرونو په ډډو کې جوړ شوي دي، بې ترتیبه دي. ډېر یې له خټې څخه جوړ شوي او برېښنا او روانې اوبه نه لري.‌

خو په بې نقشې کورونو کې د صادق د کور په څېر لرغوني کورونه او هغه ارزښتمن، قېمتي کورونه هم شامل دي چې په کابل کې د شتمنو په سیمو کې په پاکو، پخو کوڅو کې واقع دي.‌

د یوه مالک په نه شتون کې، هغه اوسېدونکي، چې کولی شي ثابته کړي چې هغوی له لږ تر لږه ۱۵ کالو راهیسې په یوه ملکیت کې اوسېدلي، هغوی د اشغال تصدیق ترلاسه کوي.

د «ښار د ټولو لپاره» پروګرام همغږی کوونکی، سید سعدالله وهاب،‌ وایي، د مالکانو د پیدا کولو لپاره، د ملګرو ملتونو د هبیتات موسسې ټیم لومړی له ښاروالۍ سره او د هغې آرشیفونه ګوري، بیا یې له ګاونډیانو سره ګوري.

که هېڅ مالک ونه مومي،‌ هغوی په محلي جومات کې یو د اشغال تصدیق، چې د پنځو کالو لپاره اعتبار لري، صادروي.‌

هغه وویل، «که څوک پرې ادعا ونه کړي، له پنځو کالو څخه وروسته به متصرف بشپړ ملکیت ترلاسه کړي،»

هغه زیاتوي، یو ځل، چې له ګاونډیانو څخه پوښتنه وشي، معمولاً هر موجود مالک په څو ورځو کې دننه، حتی که په امریکا یا جرمني کې هم وي، را معلومیږي.‌

هغه په موسکا سره وضاحت ورکوي او وایي، «ګاونډیان ورته ټیلیفون کوي،»

چېرې چې کوڅې نومونه نه لري

ای اېف پي د وهاب د څېړونکیو ټیم سره یوه بل کور ته لاړ. مالک، سالم احمد،‌ تېر کال طالبانو وواژه، نو د هغه خسر راځي او د کورنۍ د ځمکې د مالکیت د حق ادعا کوي.‌

خو د هغوی له خوا د ملکیت تصرف هېڅکله اعتبار نه دی موندلی، او په پام سره ساتل شوې ادعاپاڼه یې هېڅ حقوقي ارزښت نه لري.‌

د ملګرو ملتونو هبیتات ټیم اسناد، د برېښنا بیلونه او د اشغال کوونکیو هویت ثبتوي او د ځمکې او کور اندازې معلوموي.‌ هغوی به له دغو ارقامو څخه د اشغال د تصدیق د جوړولو او د صفایۍ د پیسو (د ملکیت د مالیاتو) په برخه کې استفاده وکړي.

د غني حکومت وار له مخه په کابل، او همدارنګه په هرات او د ننګرهار ولایت په جلال اباد کې لومړني تصدیقونه توزیع کړي دي.‌

د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل، ښځې او سړي تصدیقونه ترلاسه کوي. د ملګرو ملتونو په وینا، ښځې په دغه هېواد کې د ځمکې د رسمي مالکانو یوازې ۵٪ جوړوي.‌

د ملګرو ملتونو هبیتات موسسه په دې پروژه کې ۱۲۰۰ کارمندان او ۴.۷ میلیارده افغانۍ (۶۳ میلیونه ډالر) بودجه لري چې تر ۲۰۲۰ پورې کار کوي. دغه پروژه د اروپایي اتحادیې او د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا تمویل شوې ده.

د څېړونکیو د ټیم یوې غړې، هیلۍ اسحاقزۍ، چې ۲۵ کاله عمر لري، وایي، له کلونو اوږدې ناقانونۍ څخه وروسته، دغه پروژه د هغو اوسېدونکیو له خوا له ننګونو سره مخامخ ده چې په دې باور نه کوي چې د صفایۍ تادیات به هغوی ته ګټه ور ورسوي.

البته، د خبرتیا داسې یو کمپاین، چې د استوګنې په هره سیمه کې د پیسو د لګولو شرحه وړاندې کړي، به په دې برخه کې بریالی رول ولوبوي.

ښځې، زاړه او حتی ماشومان ښایي په دې هکله رایه ورکړي چې دغه پیسې د سړکونو یا ښوونځیو د مراقبت په څېر بېلابېلو برخو کې ولګول شي.

د ملکیت د ثبتونې د پروګرام له لارې به په ګډو وډو لارو باندې نومونه هم کېښودل شي، او دا داسې یو ابتکار دی چې په داسې یوه ښار کې به د لوري موندنې یا نیویګېشن انقلاب راولي چې په کې ډېر لوري د مشخصو نښو، لکه د لویې مغازې شاته، له جومات نه دویمه ښۍ خواته تاوې شوې لارې، له اوبرنګې دروازې نه چپې خواته او داسې نورو په اساس نومول کیږي.

وهاب وایي، د تېر کال د لړم له میاشتې راهیسې، چارواکو نژدې ۱۰۶ میلیونه افغانۍ (۱.۴میلیونه ډالر) ټول کړي دي.‌

د کابل په زاړه ښار کې د صادق کورنۍ په ۹۰ کالو کې په لومړي ځل د صفایۍ پیسې -- ۸۰۰ افغانۍ (۱۲ ډالر)-- تادیه کړي دي.‌

هغه په خوښۍ سره پیسې ورکړې. هغه په هیله مندۍ سره وایي، «هغوی به راشي او زمونږ کوڅې به پاکې کړي، هغوی به چټلې اوبه لیرې کړي، او همدارنګه مونږ هیله لرو چې یو کلینیک ولرو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دغو بې نظمه کورونو له ۵۰٪ نه ډېر له ۲۰۰۱ را وروسته جوړ شول او په بې نظمۍ د جوړولو مسؤل یې حکومت او په حکومت کې موجود اداري فساد و او دی. که حکومت د ښار په هغو برخو کې چې خلک جوپه جوپه ور روان وو عاجل اقدامات کړي او سیمه نقشه کړې او د اسنادو په اساس خلکو ته ځمکې ورکړې وای هیڅکله به داسې ګډوډي نه وه جوړه شوې. پروسږکال ما واوریدل چې په دا لسګونو مېنو کې چې تازه جوړې شوي دي یوازې اته که څلور مېنې له نقشې سره سمې جوړې شوي دي.‌اوس تاسو ووایئ چې دا د خلکو ګناه ده که د حکومت؟

ځواب ورکړئ