امنیت

افغان ځواکونو له انتخاباتو څخه مخکې په کونړ کې طالبان او داعش په نښه کړل

د خالد زېري راپور

د افغان ملي اردو کمانډو سرتېرو د وږي ۱۰ - د تلې ۱ د درې اونیو په ترڅ کې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د داعش د اورپکو پر ضد عملیات ترسره کړل -- دا په دې سیمه کې لومړني دومره اوږده عملیات وو. [خالد زېری]

کونړ -- افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په کونړ ولایت کې د دې لپاره عملیات پیل کړي چې د طالبانو او داعش وروستی ډېر شوی تاوتریخوالی وځپي او د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه، چې د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي، مخکې امنیت پیاوړی کړي.

دغه عملیات، چې د افغان ملي اردو د کمانډو سرتېرو تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي، د تلې په ۱۰مه پيل شول.

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند، جګړن محمد هارون یوسفزۍ، وویل، «مونږ په ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو کې دا عملیات د دې لپاره پیل کړل چې دښمن په نښه کړو... دغه دوه ولسوالۍ له اورپکو څخه پاکې کړو او هغه سیمې، چې تر ګواښ لاندې دي، د را روانو انتخاباتو لپاره خوندي کړو،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«د دغو عملیاتو یو بل مهم هدف دا دی چې د طالبانو 'د سرې قطعې' جنګیالي، چې په دغو دوه ولسوالیو کېفعال دي او غواړي د راتلونکیو انتخاباتو لپاره امنیتي اندېښنې رامنځته کړي، له منځه وېوړل شي،»

د افغان ملي اردو د کمانډو یو سرتېری د وږي په ۱۰مه د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو څار کوي. [خالد زېری]

د افغان ملي اردو د کمانډو یو سرتېری د وږي په ۱۰مه د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو څار کوي. [خالد زېری]

هغه د تلې په ۱۲مه وویل، «مونږ به طالبان او د هغوی د سرې قطعې دواړو جنګیالي له منځه وېسو،» ا و زیاته یې کړه چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې د طالبانو د سرې قطعې دوه جیګپوړي قوماندانان وژل شوي دی.

یوسفزي د تلې په ۱۲مه وویل، عسکرو،‌ تر اوسه پورې، له ۱۰ څخه ډېر مشکوک اورپکي نیولي دي.

د ا فغان ملي اردو او ملي پولیسو ځمکني ځواکونه د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت له خوا هوایي ملاتړ ترلاسه کوي.

د انتخاباتو د ورځې لپاره امنیت ښه کول

پولیس په عملیاتو کې برخه اخلي چې په کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش جنګیالي له منځه وېسي.

د کونړ ولایت امنیه قوماندان جنرال حقنواز حقیار سلام ټایمز ته وویل، «مونږ غواړو چې خلک په راروانو انتخاباتو کې له ډار او وېرې څخه پرته برخه واخلي،»‌

هغه وویل، «دا زمونږ ژمنه ده او مونږ به یې ترسره او امنیت به برابر کړو،»

د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، رحمت الله، چې ۳۲ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ په ولسوالۍ کې ډېرې سیمې نا امنه وې، او طالبان په کې فعال وو، خو اوس د دغو عملیاتو په ترسره کېدلو سره، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ډېرې سیمې ونیولې او طالبان یې ترې واېستل،»‌

هغه وویل، «طالبان لا هم په نورو ډېرو سیمو کې فعال دي، او حکومت باید ... دایمي امنیتي پوستې جوړې کړي،»

هغه وویل، «که امنیتي شرایط ښه شي، رایه ورکوونکي به راشي او په راروانو انتخاباتو کې به په پراخه کچه برخه واخلي. دا هغه څه دي چې مونږ ټول یې غواړو -- چې خپلې رایې ورکړو او ولسي جرګې ته وړ خلک ولېږو.»

د کونړ د والي ویاند، عبدالغني مصمم، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له خلکو سره ژمنه کړې چې د عملیاتو له پای ته رسېدلو څخه وروسته به نوې افغاني امنیتي پوستې جوړې کړو او دا چې مونږ به د رایه اچولو مرکزونه د ټولو لپاره پرانستي‌ وساتو... چې راشي او خپلې رایې واچوي،»‌

هغه وویل، «د انتخاباتو لپاره تر ۱۷۴۰۰۰ پورې رایه ورکوونکیو نوم لیکنه کړې، او ښایي چې ډېر یې رایې ورکړي. له دې امله، مونږ عملیات پیل کړي او مونږ به خلکو ته داسې یو خوندي چاپېریال برابر کړو چې راشي او رایې ورکړي.»‌

په کونړ کې د داعش له منځه وړل

افغان کمانډو سرتېري همدارنګه په پام کې لري چې په کونړ ولایت کې داعش له منځه وېسي.

په کونړ کې د افغان ځانګړیو ځواکونو یوه قوماندان، ډګروال مسعود الرحمان، وویل، افغان کمانډو سرتېرو د وږي ۱۰ - د تلې ۱ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د درې اونیزو عملیاتو په ترڅ کې، چې د ایتلافي ځواکونو په هوایي ملاتړ ترسره شول، د داعش په لسګونو جنګیالي ووژل او ټپیان کړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش اورپکو ته باید ماتې ورکړای شي. مونږ د داعش پر ضد خپل عملیات پیل کړل او لږ تر لږه ۳۸ کسان مو ووژل، او نور له سیمې څخه وتښتېدل.»

هغه وویل، «د دغو عملیاتو هدف دا دی چې د را روانو انتخاباتو لپاره یو بهتر امنیتي چاپېریال برابر کړای شي او ځایي خلکو ته د ثبات تصویر ورکړل شي،»

په کونړ کې د افغان ملي اردو د دویمې پلې لوا قوماندان، جنرال میرویس ساپي، وویل، دېوه ګل دره په کونړ کې د داعش د اورپکو یو مرکز وو، خو د افغان ملي اردو او ملي پولیسو عملیاتو په میدان کې سناریو بدله کړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ چمبېل سیمه او همدارنګه شاړه، کربوړی، باربر او پلار دره سیمې د داعش له اورپکو څخه پاکې کړي دي،»‌

د والي ویاند، مصمم، وویل، چې افغان مقاماتو له بریالیو عملیاتو څخه وروسته اضافي امنیتي پوستې جوړې کړې.

هغه وویل، «مونږ په دېوه ګل دره کې څلور امنیتي پوستې جوړې کړې. هغه به له ځایي خلکو سره د یوه سوله ییز ژوند په برابرولو کې مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500