بشري حقونه

د اواز افغانستان چټک لین په ۱ ټیلیفون معلومات او مرسته وړاندې کوي

د نجیب الله راپور

د افغانستان لپاره د د ملګرو ملتونو مقیم او د بشري چارو کوارډینیټر، ټوبي لانزر (منځ کې)، د وږي په ۲۶مه په کابل کې د ټول هېواد لپاره د بې لګښته ټیلیفون مرکز، اواز افغانستان، څخه لیدنه کوي. [یو اېن او پي اېس]

د افغانستان لپاره د د ملګرو ملتونو مقیم او د بشري چارو کوارډینیټر، ټوبي لانزر (منځ کې)، د وږي په ۲۶مه په کابل کې د ټول هېواد لپاره د بې لګښته ټیلیفون مرکز، اواز افغانستان، څخه لیدنه کوي. [یو اېن او پي اېس]

کابل -- افغانان، چې د جګړې، تاوتریخوالي یا طبیعي افتونو له لاسه زورېدلي، کولی شي چې اوس د هېواد د لومړني بې لګښته ټیلیفون مرکز له لارې، چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی دی، مهم معلومات ترلاسه کړي.

د اواز افغانستان په نامه ټیلیفوني مرکز، چې په کابل کې واقع دی، د غبرګولي په ۷ مه د یوه ازمېښتي پروګرام په توګه کار پیل کړ او د وږي په ۲۶ مه یې په رسمي توګه ټیلیفونونه ترلاسه کول پیل کړل.

د ۴۱۰ بې لګښته نومرې ته اته کسان، چې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي، ناست دي، چې نیم یې ښځې دي. ټول هغه ټیلیفونونه، چې دغې بې لګښته نومرې ته کېږي، محرم دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا، دغه ټیلیفوني مرکز، چې کولی شي چې د ورځې خواوشا ۴۰۰ ټیلیفونونه ځواب کړي، د دې لپاره جوړ شوی چې له افغانانو سره مرسته وکړي چې ملاتړ او مهم ژوند خوندي کوونکي معلومات ترلاسه کړي.

د اواز افغانستان په وینا، دغه ټیلیفوني مرکز د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د تطبیقيوونکي ملګري په توګه، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د ادارې (یو اېن او پي اېس) له خوا پیل شوی دی.

تنظیموونکیو په یوه اعلامیه کې وویل، «د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې - یو اېن او پي اېس - د افغانستان د بشري مرستو صندوق، د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د عملیاتو ادارې،‌ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ څخه د دغه مرکز لپاره نوره مرسته ترلاسه کړه،»‌

له ټولو افغانانو سره مرسته کول

تر دې مخکې، افغان حکومت د پولیسو لپاره د ۱۱۹ بې لګښته ټیلیفوني مرکز جوړ کړی وو، په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د اړوندو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د ۱۹۰ بې لګښته نومره معرفي کړې وه.

په ورته وخت کې، کابل امبولانس د عاجلې روغتیايي پاملرنې او انتقالاتو لپاره د ۱۰۲ بې لګښته نومره معرفي کړې ده.‌

په اواز افغانستان کې یوه چارواکي، احمد خالد، سلام ټایمز ته وویل، چې دغه مرکز د هغو افغانانو لپاره، چې د مرستې غوښتنه کوي، درې کټیګورۍ تر پوښښ لاندې نیسي.

هغه وویل، «په لومړۍ کټیګورۍ کې هغه افغانان شامل دي چې له ایران یا پاکستان څخه افغانستان ته -- په جبري توګه یا پخپله خوښه -- راستنېږي او معلوماتو ته ضرورت لري،»‌

هغه وویل، «په دویمه کټیګورۍ کې هغه کسان شامل دي چې د شخړو له امله بې وسه شوي او په هېواد کې دننه بې ځایه شوي وي. درېمه کټیګوري د هغو خلکو ده چې د طبیعي پېښو له امله د ستونزو سره مخامخ شوي او په نتیجه کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي وي.»

خالد وویل، «مونږ د هغو ستونزو په هکله معلومات ترلاسه کوو چې دغه افراد ورسره مخامخ کیږي. مونږ د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې کار کوو، او هغو ټیلیفونونو ته، چې راځي، مونږ ځواب ورکوو.»

هغه وویل، «زمونږ همکاران د ټیلیفون کوونکیو ستونزې اوري، او که هغوی بشري مرستې ته ضرورت لري، مونږ یې ثبتوو او بیا هغه معلومات د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول له خپلو محلي او نړیوالو همکارانو سره شریکوو،‌ چې موسسې وکولی شي د هغوی ستونزې په ټاکلي وخت حل کړي،»

خالد زیاته کړه، که ټیلیفون کوونکي له معلوماتو یا بشري مرستې څخه پرته څه ته اړتیا لري، متصدیان دې ته چمتو دي چې هغوی ته د اړوند وزارت د ټیلیفون نومره ورکړي.‌

د افغانانو او خیریه ادارو تر منځ اړیکې جوړول

افغان حکومت او عام خلک د اواز افغانستان تاسیس ته ښه راغلاست وایي، او هغه د عامه مرستې د وړاندې کولو لپاره یو مؤثر ګام بولي.‌

د افغانستان د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي د ملي ادارې (انډما) ویاند، عمر محمدي، وویل، دغه ټیلیفوني مرکز به له چارواکو سره مرسته وکړي چې د خلکو د اړتیاوو او ستونزو په هکله خبر شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت د ملګرو ملتونو دغه نوښت ته هرکلی وایي... او ژمن دی چې له هغو اتباعو سره مرسته وکړي چې د طبیعي پېښو او وچکالۍ له امله متأثر شوي دي. مونږ به هڅه وکړو چې د هرو هغو معلوماتو په اساس، چې د دې مرکز له لارې مونږ ته راځي، له خپلو اتباعو سره مرسته وکړو.»‌

د دایکندي ولایت د نیلي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، محمد جمعه، چې له یوې غیرحکومتي موسسې سره کار کوي او په امنیتي دلایلو یې غوښتنه وکړه چې د موسسې هویت یې څرګند نشي، وویل، «د دې کال د وچکالۍ او قحطۍ له امله زمونږ خلک، اکثر بزګران، له سختو ستونزو سره مخامخ دي، او مرستې ته اړتیا لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ۴۱۰ چټک لین حکومت ته د خلکو د اندېښنو د رسولو او مرستندویو ادارو او حکومت ته زمونږ د پیغام د رسولو یوه ښه لاره ده،»‌

په بامیان پوهنتون کې د کرنې د پوهنځي یوه محصل، امان الله، وویل، چې اواز افغانستان د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو ګټور نوښت دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سږنۍ وچکالۍ له امله، د بامیان ولایت او د هېواد د څو نورو ولایتونو اوسېدونکي له سختو زیانونو سره مخامخ شوي دي. دا غټه خبره ده چې اوس هغوی کولی شي چې خپل پیغام ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو ته ولېږي.»

هغه وویل، «که څه هم، چې افغانان کولی شي چې خپل حکومت د رسنیو له لارې مخاطب کړي، د ۴۱۰ چټکه شمېره کولی شي چې د بشري مرستو له موسسو سره د ارتباط په ټینګولو کې مرسته وکړي،»

۱۶۰۰۰ ټیلیفونونه ترلاسه شوي دي

د ټیلیفوني مرکز چارواکي، خالد، وویل، چې تر اوسه پورې اواز افغانستان د امتحاني پروګرام له پيل راهیسې ۱۶۰۰۰ ټیلیفونونه ترلاسه کړي دي.‌

هغه وویل، اکثر زنګونه د خوړو د نه تأمین په هکله، چې لږ تر لږه ۲۰ ولایتونه یې متاثر کړي، کورنیو بې ځایه شویو کسانو، او د راستنېدونکیو کډوالو په هکله، چې لارښوونې او مرستې ته یې اړتیا لرله، را وهل شوي دي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مقیم او د بشري مرستو کوارډینیټر،‌ ټوبي لانزر، په کابل کې د ټیلیفوني مرکز د پرانستې په مراسمو کې وویل، چې دغه ټیلیفوني مرکز جوړول په افغانستان کې یو مهم کار دی چې وشو.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس،‌ هغه وویل، «د ملګرو ملتونو ادارې له دې لارې د افغانانو غږونو ته غوږ نیسي. هغوی کولی شي اوس مونږ ته د ورځې یا شپې زنګ راووهي او طبیعي افتونو یا شخړې ته زمونږ د غبرګون په هکله معلومات راکړي یا پوښتنې وکړي. او، موسسې به په ګډه په دې کار وکړي چې خلکو ته په وخت سره تر ټولو ښه ځوابونه او تر ټولو ښه غبرګون برابر کړي.»‌

د افغانستان د طبیعي افتونو په وړاندې د چمتووالي د ادارې لپاره د دولت وزیر، نجیب اغا فهیم، وویل، «افغان حکومت او نړیوالې ادارې باید د خلکو د وضعیت او هغه څه په هکله، چې هغوی ورته اړتیا لري او غواړي یې، معلومات ترلاسه کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. لس ورځې کېږي چې مونږ له ایران څخه راستانه شوي یو. زه ۳ ماشومان لرم. موږ یو ستونزمن ژوند لرو. موږ هیڅ نه لرو؛ نه د کور توکي، نه خواړه او نه جامې.

ځواب ورکړئ

سلام. هیله ده ښه وخت ولرئ. له موږ سره د مرستې کولو له امله مننه. مهرباني وکړئ زه ستاسو مرستې ته اړتیا لرم.

ځواب ورکړئ

وبخښئ، زما ژوند واقعاً خراب دی. زه په خدای قسم کوم چې زه د کار د نشتوالي له امله لېونی شوی یم او هیڅوک هم نه لرم. زه د ښار په ۸مه ناحیه کې ژوند کوم.

ځواب ورکړئ

۰۷۷۸۹۰۷۴۳۸

ځواب ورکړئ