جرم او انصاف

چارواکي وایي، په سوریه کې د ایران د ګټو لپاره جنګېدونکي افغانان به په وطن کې تر قانوني تعقیب لاندې راشي

د سلیمان راپور

ایران دا بې نېټې تبلیغاتي عکس د دې لپاره کاروي چې افغانان په فاطمیون لوا کې استخدام ته وهڅوي. [آرشیف]‌

ایران دا بې نېټې تبلیغاتي عکس د دې لپاره کاروي چې افغانان په فاطمیون لوا کې استخدام ته وهڅوي. [آرشیف]‌

کابل -- چارواکو، چې په فاطمیون لوا کې د ایران له خوا د افغانانو روان استخدام او سوریې ته د جګړې لپاره لېږلو وېرولي، خبرداری ورکړی، چې هغه افغانان چې بېرته راستنېږي، هغوی به د افغانستان تر قانون لاندې تعقیب کړای شي.

ولسمشر اشرف غني د کابل د لویدېځې برخې، اوسېدونکیو سره، چې ډېر یې شیعه ګان دي، او داعش په مکرر ډول په نښه کړې ده، د وږي په ۲۷مه د یوې کتنې په ترڅ کې، وویل، «افغانستان د نیابتي جنګ زون او د کوم هېواد لپاره چې زمونږ ملي یووالي ته زیان ور اړوي، د جګړې ډګر نه دی، او مونږ باید د دغه نیابتي جنګ مخه ونیسو،».

غني وویل، «د افغانستان د جزا د قانون په اساس، هر هغه افغان، چې په یوه درېیم هېواد کې جنګ کوي، هغه د جرم ترسره کوونکی بلل کیږي،»

د غني د ویاند مرستیال،‌ شاه حسین مرتضوي، د وږي په ۲۹مه سلام ټایمز ته وویل، «ولسمشر دا خبره روښانه کړه چې هر هغه افغان، چې د یوه بل هېواد لپاره جنګ کوي -- که په سوریه کې وي که بل ځای کې-- اصلاً هغه د یوه جرم مرتکب کیږي،»

په یوه عکس کې، چې د تلې د میاشتې په لومړیو کې خپور شوی دی، د فاطمیون لوا نښه ویشتونکي ښودل کیږي.‌ [آرشیف]‌

په یوه عکس کې، چې د تلې د میاشتې په لومړیو کې خپور شوی دی، د فاطمیون لوا نښه ویشتونکي ښودل کیږي.‌ [آرشیف]‌

په سوریه کې اخیستل شوي دې بې نېټې عکس کې د فاطمیون لوا جنګیالي ښودل کیږي. [آرشیف]‌

په سوریه کې اخیستل شوي دې بې نېټې عکس کې د فاطمیون لوا جنګیالي ښودل کیږي. [آرشیف]‌

هغه وویل، «هغو جنایتکارانو ته سزا ورکول د افغانستان د عدلیې کار دی،»

د افغانستان د قانون پوهانو اتحادیې هغه قانون روښانه کړ چې تر هغه لاندې به راستنېدونکي د فاطمیون جنګیالي مسؤل نیول کیږي او تر قانوني تعقیب لاندې به نیول کیږي.

د اتحادیې د رییس مرستیال، ګل احمد مددزي، سلام ټایمز ته وویل، «قانون دا په صراحت سره بیانوي چې هغه افغانان، چې د یوه هېواد په استازیتوب په بل هېواد کې د نایبانو په توګه جنګ کوي، افغانستان ته په راستنېدلو سره، باید محاکمه کړای شي او سزا ورکړل شي،»

هغه وویل، «له دې امله، دا د افغانستان د استخباراتي او امنیتي ادارو کار دی چې له راستنېدونکیو فاطمیون جنګیالیو څخه پوښتنې وکړي، په داسې حال کې چې عدلي مقامات باید هغوی محاکمه کړي او سزا ورکړي،»

د فاطمیون لوا لپاره جنګ کول

د غني د تېرې میاشتې خبرې د فاطمیون لوا په هکله وې. دا د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ یو بې بندوباره یونټ دی چې له شیعه افغانانو څخه تشکیل شوی دی.‌دغه یونټ د ایران او د سوریې د حکومت په شمول د هغه د مؤکلینو جنګ کوي.

دوه ډوله افغانان -- ډېر هغه چې وار له مخه په ایران کې د کډوالو په توګه ژوند کوي او لږ شمېر نور هغه چې په افغانستان کې دي خو د ایران له تبلیغاتو څخه متأثر شوي دي -- له دغه نظامي واحد سره یوځای شوي دي. هغوی ابتدایي روزنه په ایران کې ترلاسه کوي او بیا په سوریې کې د جنګ ډګر ته لېږل کیږي.

په وروستیو کې،‌د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په ایران کې د فاطمیون د هغو افغان غړو لپاره، چې د سوریې په وحشیانه کورني جنګ کې وژل شوي دي، یو شمېر د لارې د سر لمانځنې جوړې کړې، چې د نورو کارونو تر څنګ یې د وژل شویو افغانانو بې پلاره ماشومان هم په کې تېر کړل.

دا عامه مظاهرې د هغې محاسبه شوې ستراتیژۍ برخه دي چې ایراني مشران یې د افغانانو او له اسلامي نړۍ څخه د نورو شیعه ګانو د جذبولو او په ناوړه توګه استعمالولو لپاره ترسره کوي څو د ایران د سیمه ییزې اجندا د پراختیا لپاره جنګ وکړي.‌

د مشرانو جرګې د ویاند مرستیال، محمد آصف صدیقي، سلام ټایمز ته وویل، «د ولسمشر وینا هغو افغانانو ته وه چې د هغو احکامو په اساس، چې له ایران څخه یې ترلاسه کوي، په سوریه کې جنګ کوي، او دا ښکاره خبره ده چې د یوه جرم ترسره کوونکی باید محاکمه کړای شي او سزا ورکړل شي،»

هغه وویل، «افغان اتباع دې ته برابرول، چې په سوریه کې جنګ وکړي، زمونږ د ملي ګټو پر ضد کار دی،»

هغه وویل، «په حقیقت کې، دغه کار د افغانانو او افغانستان امنیت د خرابېدلو له خطر سره مخامخ کړی دی،» او زیاته یې کړه چې، «حکومت باید هغو افرادو ته سزا ورکړي او په هره ممکنه لاره د هغو افغانانو مخه ونیسي چې د ایران په استازیتوب په سوریه کې جنګ کوي.»

صدیقي وویل،‌«د دې لپاره، چې افغان کډوال په سوریه کې د ایران د نایبانو په توګه له جنګ کولو څخه را ایسار کړای شي،د زرګونو ځوانو افغانانو ژوند وژغورل شي او زمونږ په شیعه هېوادوالو باندې د داعش د بریدونو د زیاتېدا په وړاندې هڅې وشي، افغان حکومت باید د دپلوماتیکو چینلونو او نړیوالو موافقو له لارې په ایران باندې فشار واچوي،»‌

هغه وویل، «هغه، چې په افغانستان کې دننه دي او په سوریه کې د جنګ لپاره د افغانانو د تقرر ملاتړ کوي، هومره ملامت دي لکه څومره چې جنګیالي ملامت دي -- او هغوی هم باید تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي،»‌

د افغان شیعه ګانو لپاره مرګونې پایلې

د مشرانو جرګې د ویاند مرستیال، صدیقي، وویل، «د ولسمشر دا اعلان، چې په سوریه کې جنګېدونکي افغانان یې د جنایتکارانو په توګه اعلام کړل چې باید سزا ورکول شي، یو ښه ګام دی چې کولی شي په نورو نیابتي جنګونو کې د افغان اتباعو د برخه اخیستنې مخه ونیسي،»

د کابل د لویدېځې برخې یوه ۲۹ کلن اوسېدونکي، واحدالله تابش، وویل، «زما په سلګونو ځوان، تعلیم یافته او هیله مند هېوادوال یا ووژل شول یا ټپیان شول،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایران د شیعه ځوانانو له بې وزلۍ، اقتصادي ستونزو او د معلوماتو نشتوالي څخه په استفادې سره، هغوی سوریې ته د مرګ خولې ته ورلېږي،»

تابش د خپلو خبرو په دوام وویل،‌«افغان ځوانان د داعش له خوا هم په افغانستان کې دننه وژل کیږي او هم د سوریې په جنګ کې وژل کیږي. مونږ په سوریه کې جنګېدونکیو افغانانو ته د سزا د اعلام هرکلی کوو، ځکه چې دا کار به سوریې ته د جنګ لپاره د نورو افغانانو د تګ مخه ونیسي.»

د ایران د نیابتي جنګونو پر ضد مبارزه

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر، امین الله شارق، وویل، چې ایران د نړیوال قانون او اسلامي اساساتو پر عکس، له ځوان افغان کډوالو څخه د سوریې په جنګ کې استفاده کوي څو خپل سیاسي او نظامي هدفونه پرې ترلاسه کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هغو افغانانو قانوني تعقیب، چې د سوریې په جنګ کې یې برخه اخیستې ده او اوس افغانستان ته راستنېږي، په بشپړ ډول یو منطقي او مناسب ګام دی،»‌

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، «دا د هغو کسان لپاره یو د عبرت درس ګرځي چې په سوریه او نورو هېوادونو کې د نایبانو په توګه په جنګونو کې د برخه اخیستنې په هکله فکر کوي،» او زیاته یې کړه چې، «هغوی ته سزا ورکول به په افغانستان کې ترهګریز بریدونه او د نورو هېوادونو نیابتي جنګونه کم کړي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ په خپل حکومت، او په نړیواله ټولنه غږ کوو چې ایران د دغو فجیع کارونو له ترسره کولو څخه منع کړي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

19 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکومت باید له هغو افغانانو څخه چې په سوریه او عراق کې یې د داعش په ګټه جنګونه کړي دي، وډار شي، نه د فاطمیون له زمریانو څخه!

ځواب ورکړئ

ایران فاطمیون لوا د دې لپاره جوړه کړې چې اورپکي یې افغانستان ته په راستنېدلو سره زمونږ د حکومت پر ضد وکاروي.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو خبره سمه ده.‌

ځواب ورکړئ

تاسو او د فاطمیون د زمري زامنو ته ښې چارې.

ځواب ورکړئ

مرګ په ایران! ځکه چې که ایران ویجاړ شي، په ټوله سیمه کې به سوله راشي. تر څو پورې به تاسو زمونږ د خلکو وینې تویوئ؟ که په ریښتیا خدای موجود وي، مونږ به تاسو ته په دې دنیا سزا درکړو. وګورئ چې ایران څنګه دې ټکي ته ورسېد چې د ایران خلک د سپي غوښه خوري. البته، هغوی به ژر یو د بل د غوښو خوړل شروع کړي.

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت باید د دغه خون بیه ورکړي، که نه، مونږ باید د دغه هېواد پر ضد خپل شکایت ملګرو ملتونو ته وکړو.

ځواب ورکړئ

تاسو او ستاسو کل مرغ،‌ غني، دواړو غول وخوړل! هغه تاسو وئ که ستاسو کل مرغ غني وو چې هغو دووسو افغانانو ته یې، چې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې په یمن کې او د یمن د حکومت پر ضد جنګ کوي، قانوني معافیت ورکړ؟

ځواب ورکړئ

دا دير خه گام دی او باید وستایل شی

ځواب ورکړئ

آیا تاسو فکر نه کوئ چې افغانان په نژدې نیمیایي نړۍ کې په نیابتي جګړو کې جنګونه کوي، او دا یوازې وسله والو نښتو پورې محدود نه دی. هغوی د پاکستان او ترکیې په کمپونو کې د ډېرې سختې کډوالۍ او ورسره مذهبي افراطیت په برخه کې د آی اېس آی د نایبانو په توګه جنګ کوي، هغوی د ایران او ترکیې په سرحدونو کې د مافیا د استازو په توګه د انساني قاچاقچیانو پر ضد جنګ کوي، هغوی د توکو او تولیداتو د قاچاقچیانو په استازیتوب د درنو او ناقانونه بارونو پر ضد، چې د اروپا او یونان په سرحدونو کې کډوال انتقالوي، مقابله کوي، هغوی په برتانیا او متحده ایالاتو او کاناډا کې د هغو ترهګرو ډلو په استازیتوب، چې متحده ایالاتو او د هغوی متحدینو جوړې کړي دي، مذهبي بندیزونه او محدودیتونو لګوي، او په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ په استازیتوب د مسلمانانو پر ضد جنګ کوي.

ځواب ورکړئ

هغه افغانان، چې پخپله خوښه له ایران یا افغانستان څخه ځي او په سوریه کې جنګ کوي، هغوی نه اجیران دي او نه د دنیایي هدفونو په لټه کې دي. هغوی دا کار اصلاً د خدای د رضا لپاره کوي، ځکه چې د بي بي زینب (د نبي ع د لمسۍ) د مقدس زیارت او نورو شیعه ځایونو ساتنه کوي. که اړتیا پېښه شي،‌ زما په شمول، په زرګونو نور رضاکار ځوانان، دې ته تیار دي چې د داعش د ځواکونو پر ضد مقاومت، او له خپلو مقدسو ځایونو څخه دفاع وکړي. مونږ نشو کولی چې د هغه څه، چې غني یا نور افغان چارواکي یې وایي، پروا وکړو.

ځواب ورکړئ

دښمن چې تاسو ته د خپلو ارادو په هکله څه نه وایي د دې له امله دی چې هغه هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې چې کولی شي تاسو وغولوي. فاطمیون لوا به، چې ایران جوړه کړې ده، په راتلونکي کې څه وخت زمونږ د حکومت پر ضد جنګ وکړي. ایران پوهیږي چې هغه نشي کولی مونږ ته ماتې راکړي، نو غواړي چې مونږ د شا له خوا په چاړه ووهي.‌

ځواب ورکړئ

زه د دې بیانونو په هکله له ښاغلي ولسمشر، نورو حکومتي چارواکو، او تحلیلګرانو څخه یوه پوښتنه لرم. راځئ چې تېر او اوسني حالت ته یوه کتنه وکړو او دا ومومو چې له دې هېواد څخه د ځوانانو د بې ځایه کېدلو مسؤلې ډلې څوک دي.

ځواب ورکړئ

د هغه کسانو په اړه څه، چې په سوریه کې د داعش او النصره جبهې په استازیتوب جنګ کوي، یا هغه کسان چې په پاکستان کې د طالبانو په پلوۍ جنګ کوي؟‌ آیا دا سزا یوازې د دې لپاره لیکل شوې چې شیعه ګان پرې هدف وګرځول شي؟ په افغانستان کې، هیڅ شی په خپل اصلي ځای کې نه دی، ګنې نو، سلام خبري وېب سایټ باید بلاک شوی وای، ځکه ټول هغه څه، چې دا یې کوي، هغه سبوتاژ، او د داعش د هدفونو ترسره کول دي. حکومت باید د فاطمیون لوا د غړو له تعقیبولو څخه مخکې، د دې وېب سایټ مدیران په قانوني توګه تعقیب کړي او سزا ورکړي.

ځواب ورکړئ

یو څوک باید له اشرف غني څخه وپوښتي چې، «دا څه دلیل دی چې تاسو، چې ۴ کاله مخکې مو له سعودي عربستان سره وعده وکړه چې پوځي پرسونل به ورکړئ – او دا داسې یوه فیصله وه چې هغه وخت یې د افغان حکومت په منځ کې یو غټ اختلاف رامنځته کړ – د هغو خلکو پر ضد اخطار ورکوي چې سوریې ته ځي، په داسې حال کې چې اوس په سوریه کې جنګ نشته. نو، ستا اخطار د شیعه افغانانو امنیت پورې هېڅ ارتباط نه لري.‌ که چېرې حکومت په ریښتیا سره د یووالي او امنیت په هکله اندېښنه لري، بیا نو هغوی باید د هغه فرقه پالنې مخه ونیسي چې پخپله په حکومت کې موجوده ده...

ځواب ورکړئ

هغو افغانانو ته چې، د سعودي له خوا په ترلاسه کېدونکي ملاتړ سره، یمني ماشومان وژني، او همدارنګه هغه، چې له داعش سره یوځای، د سوریې خلک وژني، هم باید دغسې سزا ورکړل شي.‌

ځواب ورکړئ

اکثر هغه افغانان، چې د سوریې په جنګ کې برخه اخلي، هغوی دغه جنګ ته د یوې وظیفې یا شغل په سترګه ګوري، او د هغوی اصلي کار د جنګ له مالي ګټو سره دی. په بل عبارت، که هغوی په افغانستان کې وظيفوي تأمینات یا کافي اندازه عواید لرلی، هغوی به هېڅکله هم سوریې ته د جنګ لپاره نه وای تللي. که څه هم چې یو شمېر به یې ښایي د ساعت تېرۍ لپاره تللي وي، لاکن اکثر یې هغه میاشتنی عاید، چې هغوی یې په جګړه کې د جنګ کولو له لارې ترلاسه کوي، هغه د خپلو کورنیو د لګښت لپاره کاروي.

ځواب ورکړئ

زما په نظر، قران کریم په روښانه توګه بیان کړي چې هغه څوک چې د خدای په لاره کې د جنګ په نسبت، خپلو مادي شتمنیو او اولادونو ته ترجیح ورکوي، هغه یو فاسد شخص دی او خدای به سزا ورکړي. له دې امله، نه یوازې هغه څوک، چې د خپلې عقیدې په اساس، د دې لپاره ودرېږي چې د یوه داسې مسلمان یا د مسلمانانو د یوې ډلې، چې د غرب مرتدو اجیرانو پرې حمله کړې وي، دفاع وکړي، هغه باید په قانوني توګه تعقیب نشي. پرعکس یې، هغه باید وستایل شي او نورو ته د رول د یوې بېلګې په توګه وړاندې کړای شي. د موجودو سیاسي او فرقه یي مسایلو له پام کې نیولو څخه پرته، هر هغه څوک، چې د یرغل او نړیوال استکبار په هکله د خدای تعالی د څرګندو بیان شویو احکامو په اساس په جهاد کې برخه اخلي،‌ هغه به بې له شکه په اخرت کې ډېر خوشحال وي.‌

ځواب ورکړئ

که اشرف غني په ریښتیا سره فرقه ییز چلند نه کولی او غوښتل یې چې له افغان شیعه ګانو سره مرسته وکړي، بیا په کار وو چې هغه په هغو ځایونو کې، چې ډېر اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، امنیت برابر کړی وای،‌ لاکن خبره داسې نه وه. پر عکس یې، په دې سیمو کې یا د انتخاباتو چارواکي لږ وو یا د رایو پاڼې. دا د اشرف غني فرقه ییزه پالیسي ده چې غوښتل یې چې شیعه ګان بې قدرته پاتې شي. په حقیقت کې، مونږ فکر کوو چې مونږ د افغانستان نه یو، ځکه چې دلته د شیعه او سني ترمنځ توپیري چلند کیږي‌. هغه یوه ته، چې وایي چې په سوریه کې جنګ کول د قانون له مخې د سزا وړ کار دی،‌ آیا دا فرقه ییز چلند د قانون په اساس د سزا وړ نه دی؟‌

ځواب ورکړئ

ایران د طالبانو ملاتړ کوي. د افغان شیعه ګانو د وژلو او سوریې ته د افغان ماشومانو په لېږلو سره، طالبان په مطق ډول د ایران ګټې خوندي کوي. د مقدس زیارت دفاع له مطلق دروغو څخه پرته نور هېڅ نه دي.

ځواب ورکړئ