ديپلوماسي

د متحده ایالاتو استازي د افغانستان د سولې د تړون په لور ګامونه واخیستل

سلام ټایمز

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (منځ کې) د تلې په ۲۱ مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې افغان چارواکو ته پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د خپلو وروستیو سفرونو په هکله معلومات ورکوي. [د افغانستان د ولسمشر ماڼۍ -- د ولسمشرۍ د ارګ ماڼۍ/ټوېټر]‌

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (منځ کې) د تلې په ۲۱ مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې افغان چارواکو ته پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د خپلو وروستیو سفرونو په هکله معلومات ورکوي. [د افغانستان د ولسمشر ماڼۍ -- د ولسمشرۍ د ارګ ماڼۍ/ټوېټر]‌

کابل -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، سفیر زلمي خلیلزاد، د شنبې په ورځ /د تلې ۲۱ مه/ له سیمې څخه خپله کتنه پای ته ورسوله، او افغان چارواکو ته د سیمې له جیګپوړو دپلوماتانو او وزیرانو سره د خپلو کتنو په هکله معلومات ورکوي.

د ای اېف پي د راپور له مخې، خلیلزاد د تلې په ۱۵مه کابل ته راغی. دا له هغه وخت راهیسې، چې نوموړی له طالبانو سره د سولې د هڅو د مشرۍ لپاره ټاکل شوی دی، د افغانستان پلازمېنې ته د هغه لومړنی سفر دی.

د دغو هڅو د برخې په توګه، خلیلزاد کابل ته له راستنېدلو او افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ته د معلوماتو له ورکولو څخه مخکې، د خپل سفر په لړ کې له متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان او قطر څخه لیدنه وکړه.

د متحده ایالاتو د سفارت د یوې اعلامیې په اساس، چې د شنبې په ورځ له څلورو هېوادونو څخه د خلیلزاد له لیدنې څخه وروسته خپره شوه، نوموړي وویل، «متحده ایالات د یوه سوله ییز افغانستان لپاره، چې ټول افغانان په کې خپل ځانونه شامل وویني، د ټولو افغانانو هیلې او غوښتنې سره شریکوي.‌ د افغانستان ټول اتباع باید د روغې جوړې د دې پروسې برخه وي.»

ولسمشر اشرف غني (منځ کې)،‌ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش (ښۍ خوا) او افغان اجرائيه رییس عبدالله عبدالله (چپ خوا) د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۱ مه د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، سره وکتل. [د افغانستان د ولسمشر ماڼۍ -- د ولسمشرۍ د ارګ ماڼۍ/ټوېټر]‌

ولسمشر اشرف غني (منځ کې)،‌ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش (ښۍ خوا) او افغان اجرائيه رییس عبدالله عبدالله (چپ خوا) د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۱ مه د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، سره وکتل. [د افغانستان د ولسمشر ماڼۍ -- د ولسمشرۍ د ارګ ماڼۍ/ټوېټر]‌

یوه اعلامیه، چې د شنبې په ورځ د غني دفتر خپره کړه، وایي، خلیلزاد غني او عبدالله ته وویل چې متحده ایالات دې ته «چمتو دی چې د سولې په پروسه کې هر راز مرسته وکړي،» خو په دې یې تاکید وکړ چې پروسه باید د افغان حکومت په مشرۍ وي.

د سولې لپاره لرلیدونه

طالبانو هم د شنبې په ورځ ژورنالستانو ته کوچني پیغامونه خپاره کړل، او ویې ویل چې خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو استازو سره وکتل چې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو په هکله خبرې اترې وکړي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، له خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو سره کتنه د جمعې په ورځ /د تلې ۲۰ مه/ په دوحه کې ترسره شوه.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «دواړو خواوو د اشغال د پای ته رسولو او د افغانستان د شخړې د یوه سوله ییز حل په هکله خبرې وکړې... دواړو لوریو موافقه وکړه چې په راتلونکي کې به خبرو ته دوام ورکړي،»

د ازادۍ راډېو د راپور په اساس، د طالبانو یوه بل جیګپوړي مشر، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، وویل، خلیلزاد د طالبانو له مشرتابه څخه غوښتي چې د تلې د ۲۸مې د پارلماني انتخاباتو له وخت نه، په افغانستان کې د شپږو میاشتو په مخه، اوربند اعلان کړي.‌

د طالبانو یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «یو لوری هم دې ته تیار نشو چې سمدلاسه د بل لوري غوښتنې ومني، خو هغوی دا ومنله چې بیا سره وګوري او شخړې ته د حل لاره ومومي،»

د طالبانو یوه بل چارواکي، چې نوم یې نه دی یاد شوی، وویل، «دواړو لوریو د سولې لپاره د لرلیدونو په هکله خبرې اترې وکړې،»

د متحده ایالاتو د سفارت اعلامیې، چې د خلیلزاد د سفر په هکله د شنبې په ورځ خپره شوه، له طالبانو سره د هغه ملاقات تایید نه کړ.

خو د تلې په ۱۹مه، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر نورت وویل چې خلیلزاد «پرمختګ کوي.»

د امریکاغږ د راپور په اساس، هغې خبریالانو ته وویل، «دا داسې څه دي چې مشري به یې د افغانانو وي، مالکیت به یې د افغانانو وي، خو د متحده ایالاتوحکومت به یې ملاتړ کوي،»

د راپورونو له مخې، طالبانو د چنګاښ په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو د بیرو د جیګپوړې چارواکې، الیس ویلز، په شمول امریکایي چارواکو سره ولیدل.

ای اېف پي راپور ورکړ، چې هېڅ لوري هم د هغې کتنې په هکله ریکارډ وړاندې نه کړ، خو له هغه وخت راهیسې داسې ګمانونه وو چې د نورو خبرو لپاره پلان شته.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500