امنیت

غني د طالبانو له مرګوني برید څخه وروسته د کندهار خلکو ته ډاډ ورکړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې، چې د ۱۳۹۵ د کب په ۱ اخیستل شوی، د کندهار امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق (منځ کې)، په کندهار ولایت کې د پولیسو په یوه روزنیز مرکز کې د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په دې عکس کې، چې د ۱۳۹۵ د کب په ۱ اخیستل شوی، د کندهار امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق (منځ کې)، په کندهار ولایت کې د پولیسو په یوه روزنیز مرکز کې د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- ولسمشر اشرف غني وروسته له هغه، چې یوه داخلي بریدګر د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۶مه/ د ولایت پیاوړی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وواژه، د کندهار ولایت اوسېدونکیو ته په یوه عامه بیانیه کې ډاډ ورکړ.

رازق او یو ژورنالست په هغو لږ تر لږه درې کسانو کې شامل دي چې د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې هغه وخت ووژل شول چې یوه وسله وال سړي د جیګپوړو چارواکو په یوه امنیتي غونډه،‌ چې جیګپوړي امریکایي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم په کې برخه لرله، ډزې وکړې.

د پېښې له پېښېدلو څخه لږ وروسته غني په خپل بیان کې وویل، «زه نن په ډېر خفګان سره خبر درکوم چې د کندهار امنیه قوماندان او د ولایت د ملي امنیت رییس په یوه دردناکه پېښه کې شهیدان شوي دي. زه د کندهار خلکو او ملت ته خپل تسلیت وړاندې کوم.»

هغه وویل، «د کندهار امنیتي وضعه ارزول کیږي او څو شېبې مخکې ما یوه امنیتي غونډه ترسره کړه او د کندهار د امنیت په هکله مې لارښوونې وکړې،» او زیاته یې کړه چې، «د هغو لارښوونو په منځ کې یوه دا هم وه چې، د ملي امنیت رییس، معصوم ستانکزی، د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو جیګپوړي چارواکي، او همدارنګه زمونږ زړور کمانډو ځواکونه به نن شپه کندهار ته ورسېږي.»

په دې عکس کې، چې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۲مه اخیستل شوی، جنرال عبدالرازق، په کندهار کې په داسې حال کې لیدل کیږي، چې له نورو چارواکو سره د داسې عملیاتي شرایطو په هکله خبرې اترې کوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ډلو د ماتولو لپاره ورته اړتیا ده. [مرکزي قومانداني]

په دې عکس کې، چې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۲مه اخیستل شوی، جنرال عبدالرازق، په کندهار کې په داسې حال کې لیدل کیږي، چې له نورو چارواکو سره د داسې عملیاتي شرایطو په هکله خبرې اترې کوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ډلو د ماتولو لپاره ورته اړتیا ده. [مرکزي قومانداني]

طالبانو په ټوېټر په یوه پیغام کې وویل، چې د برید هدف جنرال میلر او رازق ول.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند، ډګروال کنوټ پیټرز، په یوه اعلامیه کې وویل، چې په ډزو کې جنرال میلر نه دی ژوبل شوی.‌

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند، ډګروال ډیو بټلر، د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، «جنرال میلر نه دی ټپي شوی. مونږ ته ویل شوي چې سیمه خوندي ده. بریدګر وژل شوی دی،» او په یوه وروستي ټویټ کې یې زیاته کړه چې د امریکا د ځانګړیو ځواکونو یو سرتېری او یو ملکي امریکایي کس په پېښه کې ټپیان شوي دي.

له ډزو څخه، چې د دوکانونو شیشې یې وښورولې او د بریدونو په وړاندې بوڅ غوږ وېرېدلي ملکي خلک یې کورونو ته تګ ته مجبور کړل، وروسته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه کندهار ته ورسېدل.‌

ای اېف پي د یوه جیګپوړي حکومتي چارواکي له قوله، چې غوښتل یې نوم یې پټ پاتې شي، راپور ورکړ، چې په دغه برید کې، چې د والي د یوه امنیتي ساتونکي له خوا وشو، د جنرال رازق شپږ ساتونکي او دوه استخباراتي افسران ټپیان شول.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو په نامه د رسنیو د دفاع او ملاتړ یوې غیرانتفاعي ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې یو افغان ژورنالست، چې د یوې افغاني رسنۍ لپاره یې کار کاوه، هم ووژل شو.

د روغتون یوه چارواکي ای اېف پي ته وویل چې ګڼ شمېر جیګپوړي چارواکي روغتون ته ور وړل شوي، خو هغوی نور جزیات ورنه کړل.

رازق، د طالبانو ضد یو پیاوړی سړی، په کندهار کې د یاغیانو پر ضد د یوه سپر په توګه پېژندل کېده، او تر دې مخکې د وژنې له ګڼو پېښو څخه ژوندی وتلی وو.‌

غني په خپل عمومي بیان کې افغانانو ته وویل، «زه خپلو افغانانو او په ځانګړې توګه د کندهار خلکو ته ډاډ ورکوم چې ژر به حالات بېرته عادي حال ته راوګرځي،»

په نړیواله سطحه غندنه

ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو مشرانو د طالبانو د پنجشنې د ورځې برید وغانده.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، «پاکستان په کندهار کې شوی دغه ترهګریز برید په کلکه غندي او د افغان حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دی او د افغانستان د دیموکراتیکې پروسې لپاره خپل ملاتړ تکراروي،»

اعلامیه وړاندې لیکي، «مونږ هیله لرو چې پارلماني انتخابات، چې سبا نه بله ورځ به ترسره کیږي، په سوله ییز ډول ترسره شي. د دیموکراسۍ پیاوړتیا په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې او امنیت لپاره مهمه ده،»

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه ټویټ‌ کې وویل، «ما په کندهار کې په ترسره شوي بزدلانه ترهګریز برید ژور ټکان وخوړ او سخت پرې خفه یم. هندوستان دغه برید په کلکو ټکو غندي او له خپلو افغان ورونو سره د کندهار د جیګپوړي مشرتابه په شمول د کسانو په مرګ ویر کوي.»

په افغانستان کې د برتانیا سفیر نیکولاس کی په ټوېټر لیکلي، «ما په کندهار کې په نننیو وژنو ټکان وخوړ. زه له هغو سره، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، ژوره خواخوږي څرګندوم. مونږ د تاوتریخوالي او د سیاسي پروسې او سولې د بې لارې کولو پر ضد له افغانانو سره کلک ولاړ یو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکایان دې وشرمېږي چې زمونږ خلک وژني او ترهګري کوي، او بیا یې په طالبانو ور اړوي.

ځواب ورکړئ

ټول افغان اتباع پوهېږي چې د سترجنرال رازق قاتل څوک دی. دا روښانه ده چې زمونږ پټ دښمنان دي.

ځواب ورکړئ

جنرال صاحب رازاق خان داخلى بريدګرنه دي وژلي بلکى هغه امريکايانوپه خپله شهيدکړ او ولسمشردي يي قاتلين ونيسى

ځواب ورکړئ

حه

ځواب ورکړئ

متحده ایالات اصلي مجرم دی. ولې تاسو مونږ د ماشومانو په څېر لوبوئ؟!

ځواب ورکړئ