ټاکني

چارواکي: افغان ځواکونه د پارلماني ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره چمتو دي

د نجیب الله راپور

یو افغان پولیس افسر د تلې په ۲۶مه په هرات ښار کې د افغانستان له پارلماني انتخاباتو څخه دوه ورځې مخکې پیره کوي. [نصیر صالحي]

یو افغان پولیس افسر د تلې په ۲۶مه په هرات ښار کې د افغانستان له پارلماني انتخاباتو څخه دوه ورځې مخکې پیره کوي. [نصیر صالحي]

کابل -- افغان امنیتي چارواکي عامو خلکو ته اطمینان ورکوي چې داسې ګامونه اخیستل شوي چې افغان عوام بې له کومې ویرې کولی شي چې د شنبې د ورځې /د تلې ۲۸مې/ په پارلماني انتخاباتو کې برخه واخلي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا، د ۴۱۷ ښځو په شمول ټول ۲۵۶۵ کاندیدان په پارلمان کې د ۲۴۹ چوکیو لپاره سره سیالي کوي.

افغان امنیتي ځواکونه توظیف شوي چې د رایه اچونې د محلونو د خوندي کولو په شمول د انتخاباتو د ورځې امنیت خوندي کړي. دا د ۱۳۹۳ د وږي له میاشتې راهیسې، چې موجود حکومت واک ترلاسه کړی دی، لومړي انتخابات دي.‌د اړتیا پر وخت به ایتلافي ځواکونه له هغوی سره مرسته کوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند، نجیب دانش، سلام ټایمز ته وویل، د انتخاباتو لپاره د یوه ګډ امنیتي پلان په اساس، له ۵۰۰۰۰ څخه ډېر افغان ځواکونه، چې اکثر یې افغان ملي پولیس دي، توظیف شوي او د یکشنبې له ورځې /د تلې ۲۲مې/ راهیسې ځای پرځای شوي دي. نوموړي وویل، «هغوی ته وظیفه ورکړل شوې چې په ټول هېواد کې د انتخاباتو د پروسې امنیت ټینګ کړي.»

په کابل کې د تلې په ۲۲مه انتخاباتي اعلانونه لیدل کیږي. افغانستان به د دې شنبې په ورځ /د تلې ۲۸مه/ تر سخت امنیت لاندې پارلماني انتخابات ترسره کړي. [نجیب الله]

په کابل کې د تلې په ۲۲مه انتخاباتي اعلانونه لیدل کیږي. افغانستان به د دې شنبې په ورځ /د تلې ۲۸مه/ تر سخت امنیت لاندې پارلماني انتخابات ترسره کړي. [نجیب الله]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۵مه په هرات ولایت کې په یوه تحویلخونه کې د رایه اچونې صندوقونه انتقالوي. افغان امنیتي ځواکونو د انتخاباتو د ورځې، چې شنبه /د تلې ۲۸مه/ ده، د خوندي کولو لپاره ډاډمنوونکي ګامونه اخیستي دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۵مه په هرات ولایت کې په یوه تحویلخونه کې د رایه اچونې صندوقونه انتقالوي. افغان امنیتي ځواکونو د انتخاباتو د ورځې، چې شنبه /د تلې ۲۸مه/ ده، د خوندي کولو لپاره ډاډمنوونکي ګامونه اخیستي دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه وویل، «په دغو ځواکونو، چې د یوه ګډ امنیتي پلان په اساس به په ځانګړیو ځایونو کې ځای پرځای شي، سربېره، یو شمېر د پولیسو واحدونه به په تیارسۍ حالت کې منتظر وي،»

دانش د تلې په ۲۲مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «د رایې ورکولو د محلاتو د امنیت مسؤلیت به په درې حلقو کې ووېشل شي،»

هغه وویل، «په لومړۍ حلقه کې د ملي پولیسو او د ملي امنیت د ریاست منسوبین شامل دي، په دویمه حلقه کې، چې له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ متره اخوا ته ځای پرځای کیږي، د ملي اردو او ملي پولیسو ګډ ځواکونه شامل دي، او په درېیمه حلقه کې د پولیس، د ملي امنیت ریاست او ملي اردو ګډ ځواکونه شامل دي،»

هغه وویل، افغان ځواکونو د اورپکو پر ضد په تهاجمي عملیاتو او همدارنګه د هغو کسانو د نیولو په برخه کې، چې د انتخاباتو په برخه کې یې درغلۍ کړې وې، ښه پرمختګونه کړي دي.

دانش په خبري کانفرانس کې وویل، «د دې لپاره، چې د انتخاباتو په ملي پروسه کې د خلکو د اشتراک لپاره مناسب چاپېریال برابر کړای شي، امنیتي ځواکونو تېره اونۍ د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۳۰ څخه ډېر جلا او ګډ عملیات ترسره کړل،»

د دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد سلام ټایمز ته وویل، «د انتخاباتو د امنیت د ډاډمنولو لپاره تیاري شوي چې د عامو خلکو لپاره به دا اسانتیا برابره کړي چې په رایه اچونه کې برخه واخلي،»‌

هغه زیاته کړه، په افغان اردو او پولیس ځواکونو، چې وار له مخه ورته مشخص مسؤلیتونه سپارل شوي، سربېره، د افغان ملي اردو هوایي او ځمکني ځواکونه هم دې ته چمتو دي چې د انتخاباتو د پروسې په خوندي کولو کې مرسته وکړي.‌

د طالبانو د تبلیغاتو ردول

طالبانو، چې له ولسواکۍ او د خلکو په سترګو کې د دغه ګروپ د مشروعیت له منځه تللو څخه په وېره کې دي، په افغانانو غږ کړی چې له انتخاباتو څخه دې پرېکون وکړي.

طالبانو، چې د بریدونو ګواښ یې کړی، په کاندیدانو غږ کړی چې له رایه اخیستنې څخه دې تېر شي، او د پوهنې د څانګې په کارمندانو یې غږ کړی چې نه دې پرېږدي چې ښوونځي د رایه اچونې د مرکزونو په توګه وکارول شي.‌

خو افغان چارواکو په عامو خلکو غږ کړی چې د طالبانو په ګواښونو دې غوږ نه ګروي ځکه چې هغه هسې تبلیغات دي او هدف یې دا دی چې د اسلام او ولسواکۍ تر منځ د اړیکې په هکله د عامو خلکو نظرونه ګډوډ کړي.

ولسمشر اشرف غني د تلې په ۱۵مه په کابل کې له افغان پوځي قوماندانانو سره په یوه کتنه کې وویل، «د دښمن پروپاګند به خلک په انتخاباتو کې له برخه اخیستنې څخه منع نه کړي، او دا انتخابات به په مناسب ډول ترسره شي،»

د دفاع وزارت ویاند جاوېد سلام ټایمز ته وویل، «طالبان په ولسواکۍ باور نه لري. هغوی یوازې دا غواړي چې د عامو خلکو نظرونه ګډوډ،‌ ټکني او مختل کړي، خو مونږ له خلکو سره ژمنه کوو چې زمونږ امنیتي ځواکونه به په خپل ټول زور او قوت سره د انتخاباتو امنیت خوندي کړي.»

دانش د طالبانو د ګواښونو په ردولو سره، په خبري کانفرانس کې وویل، «آیا داسې کومه ملي پروسه وه چې طالبانو یې په هکله ګواښونه نه وي کړي؟ له دې پرته، طالبان نشي کولی چې له پروپاګند څخه پرته نور هېڅ هم وکړي.»

هغه وویل، «تر اوسه مونږ څو ځلې انتخابات لرل، او که د خدای رضا وي، مونږ به د شنبې په ورځ راتلونکي انتخابات هم ترسره او بشپړ کړو،»

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او امنیتي ځواکونه چمتو دي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي، د تلې په ۲۱مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، امنیتي ادارو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته اطمینان ورکړی چې د رایه اچونې په محلونو کې به امنیت برابر کړای شي.‌

هغه وویل، «مونږ په خپلو امنیتي ځواکونو ویاړو چې په بریالیتوب سره یې د رایه ورکولو د نوم لیکنې د پروسې امنیت خوندي کړی، او زه هیله مند یم چې د هغوی د هڅو په نتیجه کې به انتخابات په یوه خوندي چاپېریال کې ترسره شي،»

هغه وویل، ټول تیاري نیول شوي چې انتخابات په ټاکلې نېټه ترسره شي، او انتخابات به بې له ځنډه ترسره شي.

انتخابات به له غزني څخه پرته د افغانستان په ۳۳ نورو ولایتونو کې ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چنګاښ په میاشت کې وویل، «په غزني کې د سخت امنیتي حالت او نورو ستونزو له امله، کیدای شي چې انتخابات عادلانه نه وي او د ټول ولایت استازیتوب په کې ونشي،»

په غزني کې د انتخاباتو ترسره کېدلو لپاره کومه نوې نيټه نه ده اعلان شوې.‌

هاشمي د رایه اچونې د شفافیت د ډاډمنولو لپاره د ملي او بین المللي کتونکیو له خوا ترسره کېدونکي رول ته په اشارې وویل، «تر اوسه پورې، ۱۰۷ موسسو، سفارتونو، سیاسي ګوندونو، سیاسي حرکتونو، د مدني ټولنې سازمانونو، د انتخاباتو د نظارت سازمانونو او د رسنیو غړو د اړتیا وړ اسناد او جوازونه ترلاسه کړي چې د انتخاباتو د پروسې نظارت ورکړي،»

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیالې، شیما عالم سروش، د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۶مه/ سلام ټایمز ته وویل، «د کورنیو ناظرانو شمېر ۴۵۰۰۰۰ ته رسېدلی او ۱۳۲ نړیوال کتونکي موجود دي،»

هاشمي وویل، «مونږ د هیچا لاسوهنه نه زغمو، او ولسمشر یو فرمان صادر کړی چې وایي، هر حکومتي کارمند، چې د انتخاباتو په پروسه کې لاسوهنه وکړي، هغه به ځای په ځای له کاره ګوښه شي، د قانون منګولو ته وسپارل شي او تر قانوني تعقیب لاندې به ونیول شي،»‌

کاندیدان هم د ولسواکۍ د اساساتو د یقیني کولو په برخه کې خپل رول ترسره کوي.‌

له هرات ولایت څخه ولسي جرګې ته یوه خپلواک نوماند، خالد خالد، سلام ټایمز ته وویل، «ما خلک هڅولي چې د هغو غونډو او پروګرامونو له لارې، چې ما شخصاً د خپل کمپاین له پیلولو څخه مخکې برابر کړي وو، په انتخاباتو کې برخه واخلي،»

هغه زیاته کړه، «له خلکو سره په خبرو اترو کې، ما تر ټولو مخکې له هغوی څخه وغوښتل چې په رایه اچونه کې برخه واخلي او خپلو په زړه پورې کاندیدانو ته رایه ورکړي،‌ او بیا مې هغوی ته وویل، چې که هغوی غواړي، ماته دې رایه راکړي،»

شفاف انتخابات

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ ویاندې، صغرا سعادت، له دې امله د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ستاینه وکړه چې انتخابات له نور ځنډ څخه پرته ترسره کوي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د عامو خلکو لپاره د هڅونې په دلایلو کې یو دا دی چې د رایو په شفافیت باندې باور کوي او دا د مدني ټولنې د هغو ناظرانو د حضور له امله دی چې د حکومت یا کاندیدانو له ملاتړ څخه پرته د انتخاباتو د پروسې نظارت کوي،»

هغې وویل، «د مدني ټولنې په سازمانونو د خپلو باور ته په پام سره، به مونږ د انتخاباتو د پروسې -- له کمپاینونو څخه نیولې د رایو تر شمېرنې او د انتخاباتو د نتایجو تر اعلان پورې -- څارنه وکړو، څو دا یقیني کړو چې د خلکو رایې به وشمېرل شي او هغوی کولی شي چې د خپل برخلیک په ټاکلو کې یو رول ولوبوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما تبصره: زمونږ خلک باید واقعي انتخاباتو ته ځانونه چمتو کړي او حکومت هم باید خلکو ته دا ثابته کړي چې هغه به داسې مناسب پروګرامونه او پلانونه ولري چې انتخابات،‌ که پارلماني وي که د ولسمشرۍ، ترسره کړي.‌ دا د دې لپاره ضروري ده چې ډاډمنه شي چې خلک به قناعت ترلاسه کړي او وبه کولی شي چې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي. همدارنګه، زه د افغانستان له خلکو څخه غوښتنه کوم چې خپلې رایې د لږ مقدار پیسو په مقابل کې خرڅې نه کړي، او د خپل راتلونکي او د خپلو اولادونو او ټول ملت د راتلونکي په هکله فکر وکړي.‌ زمونږ استاد به ویل: په نړۍ کې درې ډوله مسخره خلک دي. ۱. یوهغه چې یوه جوړه بوټان اخلي او بوټان یې یا ډېر لوی وي یا ډېر واړه، چې په نتیجه کې یې هغه تر هغه وخته خفه او غمجن وي چې بوټان زاړه شي؛ ۲. هغه چې رایه ورکوي او، خدای مه کړه، انتخاب شوی استازی متقلب راوځي،‌ چې په نتیجه کې یې هغه په راتلونکو پنځو کالو کې خفه او غمجن وی؛ ۳. او بل هغه چې واده کوي او ګوري چې ښځه یې کم عقله ده، چې په نتیجه کې یې هغه په خپل پاتې عمر کې خفه او غمجن کیږي! په دې توګه، ډېر متوجه اوسئ، ځکه چې ستاسو رایه پنځه کاله عمر لري!

ځواب ورکړئ