ټاکني

په میلیونونو افغانانو د طالبانو د ګواښونو پروا ونه کړه، او په تاریخي انتخاباتو کې یې رایې واچولې

سلام ټایمز

افغانانې د تلې په ۲۸مه په هرات ولایت کې په پارلماني انتخاباتو کې د رایه اچونې لپاره انتظار کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغانانې د تلې په ۲۸مه په هرات ولایت کې په پارلماني انتخاباتو کې د رایه اچونې لپاره انتظار کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- د شنبې په ورځ /د تلې ۲۸مه/ د افغان رایه ورکوونکیو د ډارولو لپاره د طالبانو ګواښونه هغه وخت ناکام شول چې نژدې ۴ میلیونو افغانانو له ډار څخه پرته په ګڼو امنیتي پېښو او د رایه ورکوونې د ماشینونو په برخه کې په شتو ستونزو باندې پښې کېښودې او په پارلمان کې یې د خپلو استازو د ټاکلیو لپاره رایې ورکړې.

د طلوع نیوز د راپور په اساس،‌ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییس، عبدالبدیع صیاد، د شنبې په ورځ وویل، «زه په انتخاباتو کې په لوړ شمېر د افغانانو د ګډون له امله مننه کوم، دغه کار د خیالي نوم لیکنې اوازې غلطې ثابتې کړې. دا له افغانستان سره مرسته کوي چې ولسواکۍ او ولسواکو موسساتو ته لا ډېره پراختیا ورکړي.»

هغه وویل، «زه همدارنګه له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې څخه مننه کوم چې عام خلک یې ګډون ته وهڅول،»

رایه اچونې د شنبې په ورځ د رایه اچونې په ۴۵۶۷ مرکزونو کې ترسره شوې، خو په غزني او کندهار ولایتونو کې، چې چارواکو په کې د امنیتي اندېښنو له امله رایه اچونه وځنډوله، ونشوه.

ولسمشر اشرف غني د تلې په ۲۸مه په کابل کې په پارلماني انتخاباتو له رایې اچولو څخه وروسته خپله رنګ شوې ګوته ښیي. [د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د تلې په ۲۸مه په کابل کې په پارلماني انتخاباتو له رایې اچولو څخه وروسته خپله رنګ شوې ګوته ښیي. [د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارمند د تلې په ۲۸مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه بایومتریک ماشین په وسیله د یوه رایه ورکوونکي ګوته سکن کوي. [ضیأ ثمر]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارمند د تلې په ۲۸مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه بایومتریک ماشین په وسیله د یوه رایه ورکوونکي ګوته سکن کوي. [ضیأ ثمر]

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې افغانانې په داسې حال کې لیدل کیږی چې د تلې د ۲۸مې په پارلماني انتخاباتو کې رایې اچوي. [ضیأ ثمر]

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې افغانانې په داسې حال کې لیدل کیږی چې د تلې د ۲۸مې په پارلماني انتخاباتو کې رایې اچوي. [ضیأ ثمر]

د صیاد په وینا،‌ د یکشنبې په ورځ‌ /د تلې ۲۹مه/ په ۲۷۶ مرکزونو کې بیا رایه اچونه پرانستل شوه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل، په دغو مرکزونو کې د بایومتریک تایید د وسیلو په برخه کې ستونزو، چې چارواکو په پروسه کې وروسته معرفي کړل، او همدارنګه د رایه اچوونکیو د نوم لیکنې د لستونو ورکېدا او د کارمندانو کمي رایه اچونه وځنډوله یا یې بېخي مخه ونیوله.‌

د ای اېف پي د راپور په اساس، ۱۴۸ نور د رایه اچونې محلات، چې باید پرانستل شوي وای، د امنیتي اندېښنو له امله بند پاتې شول.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، که څه هم چې د ۴ میلیونو ابتدایي ګډون د نژدې ۹ میلیونو راجستر شویو رایه ورکوونکیو نیمایي شمېر جوړوي، په دغه شمېر کې هغه کسان نه دي شامل چې د یکشنبې په ورځ یې په وروستیو ۲۷۶ د رایه اچونې محلونو کې رایې واچولې.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل، په دغه شمېر کې هغه رایه اچوونکي هم شامل نه دي چې د لړم د میاشتې په ۵ مه به په کندهار کې رایې اچوي، او هغه کسان هم په کې نه دي حساب شوي چې په غزني کې به هغه وخت، چې چارواکي ورته د رایه اچونې لپاره وروسته نېټه ټاکي، رایې اچوي.

په ورته وخت کې، ابتدایي اټکلونه ښیي چې یوازې په کابل کې د هغو نژدې نیم میلیون رایه ورکوونکیو، چې په ۱۳۸۸ کې یې رایې اچولې شمېر دوه برابر، او له یو میلیون څخه زیات شو.

مقامات پلان لري چې ابتدایي نتایج د لړم په ۱۹مه او وروستي نتایج د لیندۍ د میاشتې په ۲۹مه خپاره کړي.‌

افغانان د ترهګرۍ پر ضد مقاومت، او د ولسواکۍ ملاتړ کوي

ولسمشر اشرف غني،افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، چې له ۵۰۰۰۰ څخه ډېر یې د انتخاباتو د پروسې د خوندي کولو لپاره استخدام شوي وو،وستایل.‌

هغه د تلې په ۲۸مه د خپلې رایې له اچولو څخه وروسته وویل، «زه له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندانو او د افغانستان معززو خلکو څخه مننه کوم چې له موجودو خطرونو سره سره یې رایه اچونې ته لاره هواره کړه. نن، مونږ په ګډه دا ثابته کړه چې مونږ کولی شو د ولسواکۍ ساتنه وکړو. مونږ له ډار څخه پرته د خپلو رایو په اچونې سره، د وژل شویو کسانو د قربانۍ ستاینه کوو.»

که څه هم د رایه ورکولو پرمهال د طالبانو له خوا په ترسره شوي تاوتریخوالي کې تلفات د شنبې په ورځ په ټول هیواد کې په پراخه توګه مختلف و، خو د یکشنبې د ورځې په رایه اچونه کې د تاو تریخوالي هیڅ پیښه نه ده راپور شوي.

طالبانو د انتخاباتو له ورځو څخه مخکې ګڼ شمېر ګواښونه خپاره کړي وو، او د ولسي جرګې له ۲۵۰۰ څخه ډېرو کاندیدانو څخه یې غوښتنه کړې وه چې له دې سیالۍ څخه دې وځي او رایه ورکونکي دې له رایه اچونې څخه پرېکون وکړي.‌

دغې اورپکې ډلې ادعا وکړه چې هغوی په «جعلي انتخاباتو»باندې له ۴۰۰ څخه ډېر بریدونه ترسره کړل.‌

غني طالبان وننګول او ویې ویل،‌ «را وړاندې شئ چې معلومه شي چې افغانان ستاسو لاره غوره کوي که د ولسواکۍ لاره.»

هغه د یکشنبې په ورځ ولس ته په یوه وینا کې وویل، «د افغانستان عظیمو خلکو، له تاسو نه مننه! تاسو د خپلو رایو په اچولو سره، نړۍ ته یو پیغام ولېږداوه چې تاسو تاوتریخوالی نه غواړئ، تاسو د ولسواکۍ له لارې خپله اراده څرګنده کړه. تاسو طالبانو ته ثابته کړه چې دا ملت به هیچا ته تسلیم نشي.»

غني د ښځو له خوا په نوماندۍ او رایه اچونه کې برخه اخیستنه «تاریخي» وبلله.

هغه وویل، «زه له دغو ښځو او د هغوی له کورنیو څخه مننه کوم. د هغوی برخه اخیستنه د افغانستان د دیموکراسۍ لپاره یوه تاریخي بریا ده، او هغه زمونږ د نوي نسل لپاره یو ښه پیل دی. زه هیله لرم چې تاسو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړئ.»

د مهالوېش په اساس، د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸ د وري په میاشت کې ترسره کیږي.‌

د افغانستان د ازادو او شفافو انتخاباتو د جرګې رییس، محمد یوسف رشید، سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو له ګواښونو سره سره، یو له هغو ډېرو د ستاینې وړ شیانو څخه په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون وو،»

رشید وویل،‌ «که څه هم چې طالبانو د رایه ورکوونکیو د وژنې ګواښونه کړي وو --- خو بیا هم په میلیونونو افغانان راووتل او رایې یې ورکړې،»

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر، قدیر سکندري، سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو خپله ټوله خواري وکړه چې رایه ورکوونکي د رایه اچونې مرکزونو ته له تګ څخه منع کړي او انتخاباتو ته ماتې ورکړي، خو د خلکو پراخ ګډون ثابته کړه چې افغانان د طالبانو نظریه ردوي او د هغوی له ګواښونو څخه نه وېرېږي،»

سکندري وویل، «په انتخاباتو کې د سړیو او ښځو پراخ ګډون د طالبانو لپاره یوه غټه ماتې او د ولسواکۍ لپاره یوه لویه بریا وه،»

د کابل د خیرخانې مېنې استوګن یوه رایه ورکوونکي محمد عمر، چې ۲۶ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «که څه هم چې طالب اورپکي وتوانېدل چې زمونږ په سیمه کې یو ځانمرګی برید ترسره کړي او یو شمېر افغانان شهیدان او ټپیان کړي، ډېر رایه ورکوونکي لا هم د رایه اچونې مرکزونو ته راځي،‌ او ما هم وکولی شوای چې د مازدیګر له ۵ بجو څخه وروسته خپله رایه واچوم،»

عمر په داسې حال کې چې خپله رنګ شوې ګوته یې، چې د رایه اچونې ثبوت وو، وښودله، طالبانو ته وویل، «تاسو له ما سره نژدې برید ترسره کړ چې ما له رایه اچونې څخه ایسار کړئ، خو زه بریالی شوم، او تاسو وشرمېدئ او ناکام شوئ،»

د رایه ورکوونکیو لوړ شمېر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل، هغوی د رایه ورکوونکیو د لوړ شمېر په موجودیت خوښ شول او په افغانانو یې غږ وکړ چې د هرو ستونزو یا مشکوکو یا جعلي پېښو په هکله د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون ته راپور ورکړي.‌

یوناما د شنبې د ورځې په یوه اعلامیه کې وویل، «دا انتخابات لومړي داسې انتخابات وو چې له ۱۳۸۰ کال راهیسې په مکمله توګه د افغانانو له خوا ترسره شول او دا د پر ځان بسیاینې په برخه کې د افغانستان لپاره یو مهم پیل دی،»

په اعلامیه کې راغلي، «په میلیونونو افغانانو په امنیتي اندښنو پښې کېښودې او، د تخنیکي انتخاباتي مدیریت په برخو کې د موجودو ستونزو له امله یې، ساعتونه ساعتونه انتظار واېست چې رایې ورکړي. دغه رایه ورکوونکي د دې وړ دي چې د خپل مدني مسؤلیت د ترسره کولو لپاره یې ستاینه وشي.»

مقامات، چې د ۱۳۹۸ د وري په میاشت کې به د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کوي، شپږ میاشتې وخت لري چې امنیتي اندېښنې، ادعا شوی اداري ناوړه مدیریت او تخنیکي ستونزې، چې وروستۍ رایه اچونه یې له ستونزو سره مخامخ کړه، له منځه وېسي.‌

د افغانستان د انتخاباتو چارواکو په داسې حال کې چې رایه ورکوونکي د نتایجو لپاره د څو اونیو په مخه انتظار ته تیاری کوي،‌ د دوشنبې په ورځ /د تلې ۳۰ مه/ ژمنه وکړه چې د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په رایه اچونه کې به د بې نظمیو څېړنه وکړي. د ای اېف پي د راپور په اساس،‌ صیاد د دوشنبې په ورځ وویل، «مونږ یوه کمېسیون ته وظیفه ورکړې چې د مرکزونو د ناوخته پرانستلو او د بایومتریک ماشینونو د استعمال په شمول، د غلط مدیریت او سرغړونو څېړنه وکړي،»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په چمتو کولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500