امنیت

نهیلو طالبانو له افغان ځواکونو څخه د تېښتې لپاره د فاریاب - جوزجان لویه لاره ویجاړه کړه

د هدایت الله راپور

یو پولیس د ۱۳۹۴ د تلې په ۲۷ مه د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو پولیس د ۱۳۹۴ د تلې په ۲۷ مه د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کندوز -- طالب اورپکو په یوه ډارنه هڅه کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د تېښتې لپاره، د فاریاب او جوزجان ولایتونو تر منځ د نښلوونکې لویې لارې په شمول، د ځایي بېخبناوو ویجاړولو ته مخه کړې ده.

د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندان، هاشم بای استانه، وویل، چې طالب اورپکو میمنې ته د افغان امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لاره کې د خنډونو د رامنځته کولو په لړ کې د کنده اېستونکیو ماشینونو په کارولو سره د میمنې - جوزجان د لویې لارې یوه لویه برخه ویجاړه کړه.

هغه د ۱۳۹۷ د تلې په ۱۸ مه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان فکر کوي چې افغان ځواکونه نشي کولی چې د سړک له خرابولو څخه وروسته هغوی تعقیب او په نښه کړي، خو هغوی باید په دې پوه شي چې مونږ نورې داسې وسیلې لرو چې کولی شو په کارولو سره یې هغوی تعقیب کړو او ویې نیسو.»

هغه وویل، «د سړک خرابول یو ډارن عمل دی چې د هغوی کمزوري ښیي،»

طالبانو د تلې په ۹ مه هڅه وکړه چې د دغه سړک د څه برخو په ویجاړولو او د ډبرو او جغل د خنډونو په رامنځته کولو سره، د فاریاب - جوزجان لویه لاره بنده کړي. هغوی یاده لاره د دغه نامعلوم سړک په څېر، چې په دې بې نېټې عکس کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی، ښکاري، ویجاړه کړي. [آرشیف]‌

طالبانو د تلې په ۹ مه هڅه وکړه چې د دغه سړک د څه برخو په ویجاړولو او د ډبرو او جغل د خنډونو په رامنځته کولو سره، د فاریاب - جوزجان لویه لاره بنده کړي. هغوی یاده لاره د دغه نامعلوم سړک په څېر، چې په دې بې نېټې عکس کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی، ښکاري، ویجاړه کړي. [آرشیف]‌

استانه وویل، چې د تلې په ۹ مه طالبانو هڅه کړې وه چې په سړک باندې د تیږو او جغل په اچولو سره دغه لویه لاره بنده کړي.‌

د شیرین تګاب یوه اوسېدونکي، ارباب، چې ۴۳ کاله عمر لري او خپل اصلي نوم یې ذکر نه کړ، وویل، چې د طالبانو له خوا د لویې لارې ویجاړول د نه بخښلو کار دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، طالبان «عام سړکونه د هغو حکمونو په اساس، چې هغوی یې له خارجیانو څخه ترلاسه کوي، ویجاړوي او په دې توګه د خپلو خلکو او هېواد پر ضد دغه ډول ناوړه کارونه کوي،»

هغه وویل، «د افغانانو پر ضد د کرکې او وحشت دغه ډول ناوړه کارونه به د طالبانو په وړاندې لا نوره کرکه وزېږوي،»

د ټرانسپورټ په برخه کې ستونزې او ځنډونه

هغه اوسېدونکي او موټروانان چې د جوزجان - فاریاب په لاره تګ راتګ کوي وایي،‌ چې اوس هغوی مجبور دي چې د ویجاړ شوي سړک تر څنګ موجود خام سړک باندې تګ راتګ وکړي.

په شیرین تګاب کې یوه بزګر،‌ محمد بیک تواردي، چې ۳۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زما یو خپلوان ناروغ شو او زه مجبور شوم چې له شیرین تګاب څخه یې د ولایت مرکز میمنې ته انتقال کړم، خو سړک ویجاړ وو، نو مونږ مجبور شوو چې په یوه ډېره لیرې لاره راتاو شو او ډېرې ستونزې مو وګاللې.»

هغه وویل، «د سړک له خرابېدلو څخه مخکې مونږ کولی شوای چې ډېر ژر او په اسانۍ سره میمنې ته ورسېږو. اوس مونږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو.»

د سړک خرابېدا نه یوازې روغتونونو ته د ناروغانو په انتقال کې بلکې همدارنګه په وخت سره مارکېټونو ته د کرنیزو پیداوارو په رسولو کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند، عبدالکریم یورش، وویل، طالبان، چې له خارجيانو څخه حکمونه ترلاسه کوي، غواړي چې د افغانستان بېخبنا ویجاړه کړي او د خلکو لپاره ستونزې جوړې کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د لویې لارې په ویجاړولو سره... طالبانو یو ځل بیا خپل تور او ناولي مخونه وښودل، او خپلو ملاتړ کوونکیو ته یې خپل اجرأت څرګند کړل.

هغه وویل،‌د لویې لارې له ویجاړولو څخه هدف دا دی «چې په سیمه کې نا امني جوړه کړي، او د افغان ځواکونو دکاروانونو د تېرېدلو مخه ونیسي. هغوی غواړي چې سړک د حکومتي موټرونو لپاره بند کړي، او په ورته وخت کې د ملکي خلکو موټر مجبور کړي چې د هغوی تر کنټرول لاندې نورو سړکونو باندې سفر وکړي.»

یورش وویل،‌ بیا هم ځایي حکومتي اداره هوډ لري چې دغه لویه لاره بیا جوړه کړي.

'د بشریت پر ضد یو جرم'

د طالبانو دغه ډول وحشت نوی نه دی. هغوی د ۱۳۹۵ د وږي په میاشت کې په سیمه کې یو بل سړک هم خراب کړی وو.‌

د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي، عزت الله حمیدي، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو شپږ برقي ارې، برقي جینیریټرونه او ځانګړي پرې کوونکي ماشینونه راوړل، او د هغو په وسیله یې د دې سړک ۴ کیلومتره لاره ویجاړه کړه.»

هغه وویل، «د سړک په ویجاړولو کې ګڼ شمېر قوي ماشینونه او جنیریټرونه وکارول شول. تر دې چې هغوی ځایي خلک دې ته مجبور کړل چې د سړک په ورانولو کې ورسره کار وکړي، په داسې حال کې چې اورپکو هره ورځ د هغوی نظارت کاوه.»

د کندوز د پخواني والي اسدالله عمرخېل په وینا، د طالبانو د وحشتونو په ځواب کې، افغان ملي اردو د ۱۳۹۵ د وږي په ۲۸ مه پرې هوایي عملیات ترسره کړل، چې ګڼ شمېر اورپکي یې ووژل او ټپیان کړل.‌

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال، عبدالغفور هوتک، د عامه بېخبنا په نښه کول «د بشریت پر ضد جرم» وباله.‌

هغه د حمیدي له خوا یاد شوي سړک ته په اشارې وویل، «یو ځل مونږ خبر شو چې طالبان د ارو په وسیله په عمرخېل سیمه کې یو سړک ویجاړوي، مونږ د طالبانو تش په نامه ولسوال، مولوي عبدالسلام، سره اړیکه ونیوله او غوښتنه مو ترې وکړه چې دغه سړک، چې د عامو خلکو ملکیت دی، ویجاړ نه کړي،»

هغه وویل، زمونږ هڅې «ځای ونه نیو ځکه چې طالبانو زمونږ غوښتنې رد کړې،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500