اقتصاد

افغان کروندګرو د حکومت له خوا د زعفرانو په وارداتو باندې د بندیز هرکلی وکړ

د نصیر صالحي راپور

افغان کروندګر د حکومت له خوا د زعفرانو په وارداتو د بندیز د پرېکړې هرکلی کوي. حکومت دا تصمیم وطن ته له ایران څخه د ټیټ کیفیت لرونکي پیداوار د پراخ قاچاق په ځواب کې ونیو. [نصیر صالحي]‌

هرات -- د زعفرانو افغان کروندګرو د حکومت له خوا د هغې وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی چې د دغه توکي په ټولو وارداتو باندې بندیز لګوي، او دا ګام یې له ایران څخه د ټیټ کیفیت لرونکیو زعفرانو د راقاچاق کېدا په غبرګون کې کړی دی.

د تلې په ۱۵مه، ولسمشر اشرف غني د زعفرانو او د زعفرانو د غوټو په وارداتو باندې بندیز ولګاوه چې د دغه پیداوار غوړېدلی ځایي مارکېټ، په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې، خوندي کړي.

په تېر وخت کې،افغان زعفرانو په مکرر ډول د نړۍ د غوره زعفرانو درجه ترلاسه کړې، خو له ایران څخه را قاچاق شوي د ټیټ کیفیت لرونکي زعفران، یا له افغان زعفرانو سره یوځای شوي، یا د افغان زعفرانو په نامه بازار ته وړاندې شوي، چې د دغه پیداوار اعتبار ته یې زیان رسولی دی.

د هرات ولایت د کرنې د ریاست رییس، عبدالصبور رحماني، وایي، چې د ټیټ کیفیت لرونکي ایراني زعفران د مافیایي کړیو له لارې په ناقانونه توګه افغانستان ته را داخلېږي او بیا نړۍ ته د افغان زعفرانو په نامه صادرېږي.‌

افغان کارکوونکي د تېر کال د لړم په ۲۳مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلونه پاکوي او ګېډۍ کوي. [نصیر صالحي]‌

افغان کارکوونکي د تېر کال د لړم په ۲۳مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلونه پاکوي او ګېډۍ کوي. [نصیر صالحي]‌

افغان کارکوونکي د زمري په ۲۰ مه په هرات ښار کې د زعفرانو د غوټو له کرلو څخه مخکې په ځمکه کې کار کوي. [نصیر صالحي]‌

افغان کارکوونکي د زمري په ۲۰ مه په هرات ښار کې د زعفرانو د غوټو له کرلو څخه مخکې په ځمکه کې کار کوي. [نصیر صالحي]‌

رحماني سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان ته معمولاً له ایران څخه زعفران راقاچاق کیږي. ایراني زعفران د ایران پر ضد د نړیوالو بندیزونو له امله نشي کولی چې نړیوال پیرودونکي ومومي،»

هغه وویل، «سربېره پر دې،‌ د ایراني زعفرانو ټیټ کیفیت په نړیوالو بازارونو کې د افغان زعفرانو کیفیت ته سخت تاوان ور رسولی دی،»

«د ولسمشر غني له خوا نیول شوی تصمیم، چې په خارج کې تولید شویو زعفرانو باندې بندیز لګوي، به په افغان زعفرانو باندې یو مثبت تاثیر ولري ځکه چې خارجي بازارونه د افغان زعفرانو له پېرودلو سره علاقه مندي لري.»

هغه زیاته کړه، «دا پرېکړه کولی شي چې د بازار په کنټرولولو او د زعفرانو د قېمت په ډېرولو کې د پام وړ تاثیر وکړي،»

د زعفرانو په مارکېټ کې بدلونونه

په کورني مارکېټ کې، افغان زعفرانو له ۴۰٪ څخه ډېر خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو، چې دا کار تر ډېره د ایراني زعفرانو د ناقانونه وارداتو او قاچاق په سبب شوی دی.‌خو په وارداتو باندې د نوي بندیز په لګېدلو سره، د افغان زعفرانو قېمت بیا مخ پورته روان شوی دی.

د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ د وزارت ویاند اکبر رستمي سلام ټایمز ته وویل، «د زعفرانو د ناقانونه وارداتو مخه نیول د افغان زعفرانو د قېمت په لوړولو غټ تاثیر کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «وروستی راپور، چې مونږ ترلاسه کړی دی، وایي، چې په کورنیو مارکېټونو کې د افغان زعفرانو قېمت له ۱۵٪ څخه تر ۲۰٪ پورې وروسته له هغه زیات شو چې بندیز ولګول شو،» او زیاته یې کړه چې، «احتمال شته چې دا حرکت په افغانستان کې د زعفرانو د تولید سطحه لوړه کړي.»

هغه وړاندې وویل، «په ۲۰۱۷ کې، مونږ ۱۲ ټنه زعفران تولید کړل او تمه ده چې د روان کال تولید ۱۴ ټنو ته ورسیږي،»

یو شمېر د کرنې کارپوهان استدلال کوي، چې دا بندیز باید دایمي وګرځول شي.

په هرات کې د کرنې د چارو یوه تحلیلګر،‌ عبدالواسع عمرعلي، سلام ټایمز ته وویل، «له ګاونډیو هېوادونو څخه د زعفرانو او د زعفرانو د غوټو د واردولو مخنیوی به د دې سبب شي چې افغان زعفران قېمته شي. دا کار به د زعفرانو د تولید ډېرېدلو ته لاره هواره کړي ځکه چې قېمت نېغ په نېغه د تولید په سطحه باندې تاثیر کوي.‌»

علي وویل، «افغانستان ته د زعفرانو په ناقانونه وارداتو باندې بندیز به د زعفرانو افغان کروندګر دې ته وهڅوي چې خپل کښت پراخ کړي، چې احتمال لري دا کار په سلګونو کاري فرصتونه رامنځته کړي،»

هغه زیاته کړه، «په لویه سطحه، دا کار به د افغانستان اقتصادي وضعه بهتره کړي،»

افغان کروندګر خوښي څرګندوي

د هرات ولایت د زعفرانو یوه کروندګر، عبدالشکور ایثار، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د افغان حکومت د پرېکړې هرکلی کوو او دې ته د یوه لوی او مناسب ګام په سترګه ګورو ځکه چې مونږ د تېرو څو کلونو په ترڅ کې ډېر اقتصادي زیانونه لیدلي دي،»

ایثار وویل، «هغه کمزوري زعفران، چې له ایران څخه راقاچاق کېدل، هغو د افغان زعفرانو اعتبار خراباوه. زمونږ زعفران به یو ځل بیا خپل صحیح ځای او بازار ومومي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، «مونږ په افغان حکومت باندې غږ کوو چې د خپل بندیز په تنفیذ کې کلک او پرېکنده اوسي،»

ایثار زیاته کړه، «هغه کسان، چې خراب ایراني زعفران افغانستان ته را واردوي، هغوی باید تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي... او هغه کسان، چې د ایران زعفران د افغان زعفرانو په نوم صادروي، هغوی ته باید سزا ورکړل شي،»

په هرات کې د زعفرانو یوه بل کروندګر، نثار احمد عطایي،‌ سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ډېر زیات خوښ یو چې افغان حکومت بالاخره د زعفرانو د کروندګرو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه،»

هغه وویل، «دا به د هرات د زعفرانو په مارکېټ باندې یو مثبت تاثیر ولري. مونږ له ولسمشر څخه غواړو چې کلک ودریږي او د خپل حکم مطابق عمل وکړي،»

هغه زیاته کړه، «افغان حکومت باید قاچاقچیانو او مافیایي ګروپونو ته اجازه ورنه کړي چې په ناقانونه توګه د ټیټ کیفیت ایراني زعفران راوارد او بیا یې د افغان زعفرانو په نوم صادر کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څومره بې معنی لیکنه! ستاسو د دښتې په څېر هېڅکله هم زعفران نه لرل بلکې طالباان یې لرل.

ځواب ورکړئ