امنیت

په هرات کې د قدرت او مشرۍ په سر د طالبانو خپلمنځي جنګ دوام مومي

د نصیر صالحي راپور

د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو د دوه جنګیالیو ډلو تر منځ د جګړې په نتیجه کې په سلګونو اورپکي وژل شوي دي. ځایي چارواکو تایید کړه، چې د ۱۳۹۷ د تلې په ۱۶مه، په ګوزاره ولسوالۍ کې، د خپلمنځي جګړې په نتیجه کې ۱۷ جنګیالي ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول. [نصیر صالحي]

هرات -- په هرات ولایت کې د طالبانو د سیالو ډلو تر منځ یوې مرګونې نښتې د تېرې میاشتې په نیمایي کې په دغه ګروپ کې د خپلمنځي نښتو په ډېرېدونکې سطحه رڼا اچوي.

د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد، سلام ټایمز ته وویل، د تېرو دوه کالو په ترڅ کې د طالبانو د ډلو تر منځ په مرګونو نښتو کې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او له ۳۰۰ څخه ډېر ټپیان شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه خپلمنځي جنګ، چې خواوشا دوه کاله مخکې د طالبانو د ګروپونو تر منځ په هرات کې پیل شوی وو، تر ننه پورې روان دی. دا نښتې د دغه ولایت په شینډنډ، ادرسکن، ګلران، ګوزاره، اوبه او ځینې نورو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.»

دغه داخلي ترینګلتیاوې لږ وروسته له هغه پیل شوې چې د ۱۳۹۴د چنګاښ په ۱۸مه د طالبانو د مؤسس مشر، ملا محمد عمر، چې اصلاً نژدې دوه کاله مخکې مړ شوی وو، مړینه ښکاره کړای شوه.‌

په دې عکس کې، چې د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د ملا منان نیازي (منځ کې) په شمول، ملا محمد رسول ته ژمن طالب جنګیالي د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې ښودل کیږي.

په دې عکس کې، چې د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، د ملا منان نیازي (منځ کې) په شمول، ملا محمد رسول ته ژمن طالب جنګیالي د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې ښودل کیږي.

په نتیجه کې،‌ د طالبانو یوه ډله، چې له زرګونو اورپکو څخه جوړه وه او ملا محمد رسول یې مشري کوله، د طالبانو له اصليګروپ -- د کوېټې شورا -- څخه جلا شوه او ځان یې د یوه مستقل بنسټ په توګه اعلام کړ. دغه نوي ګروپ خپل ځان «د افغانستان د اسلامي امارت عالي شوار» په نامه ونوماوه.

د رسول ډله د کوېټې شورا څخه په دې جلا شوه چې ملا اختر محمد منصور د کوېټې د شورا د طالبانو مشرۍ ته پورته شو، خو د رسول پلویانو وویل، چې منصور د دې لپاره د کوېټې شورا مشري کوله چې خپل شخصي حرص پرې ارضاع کړي.

بالاخره، د دواړو خواوو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې، او په دې لړ کې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې له دوه کاله نه مخکې داسې جګړه وشوه چې څو ورځې یې دوام وکړ او له دواړو لوریو څخه په لسګونو اورپکي ووژل شول.

له هغه وخت راهیسې، په خپلمنځي جګړو کې ډېر اورپکي له منځه لاړل او په دې ترڅ کې د تلې په ۱۶مه په ګوزاره ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۷ تنه جنګیالي ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د یوې ډلې مشري د هرات لپاره د طالبانو د ځانبولي والي مرستیال، عبدالله صمد فاروقي، چې په ملا صمد مشهور دی او ملا منصور ته، چې د ۱۳۹۵ د غوایي په میاشت کې په پاکستان کې د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې ووژل شو، او اوس په هغه پسې د کوېټې د شورا اوسني مشر، ملا هبت الله اخوندزاده، ته ژمن وو، کوله.

د بلې ډلې، چې د ملا رسول د اړخ ملاتړ کوي، مشري ملا ننګیالی کوي.

د لړم د میاشتې په ۱،‌د ترهګرو د مالي ملاتړ د په نښه کولو مرکز (ټي اېف ټي سي) په ملا صمد او د طالبانو په اتو نورو چارواکو باندې بندیزونه ولګول.

یو طلایي فرصت

تحلیلګران وایي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت فشارد طالبانو نښتې بدترې کړي ځکه ځینې ډلې غواړي چې نورې له منځه وېسي او د سولې په مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړي.

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، عبدالقادر کامل، وویل، «د طالبانو د بېلابېلو ډلو تر منځ د جنګونو دوام د اختلافاتو حد او د طالبانو تر منځ نه انسجام ښیي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا به هغه ګروپونه، چې د جنګ په ډګر کې کمزوري شوي دي، ته جوړ کړي چې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې پناه واخلي. په دې توګه به، افغان حکومت او د سولې عالي شورا ته فرصت په لاس ورشي چې له هغوی سره په ازاده توګه خبرې وکړي.»

کامل وویل، «له حکومت سره د دغو ګروپونو یو ځای کېدل کولی شي چې د سولې پروسه پیاوړې کړي،» او زیاته یې کړه چې، «د طالب اورپکو تر منځ‌ د جنګ او اختلافاتو دوام به د هغوی نظامي جوړښتونه ویجاړ کړي او د هغوی د غړو جنګي مورال او روحیه به کمزوري کړي.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال، سید اشرف سادات، سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت کولی شي چې له دغو ګروپونو څخه ځینې د سولې پروسې ته برابر کړي. حکومت کولی شي چې حتی له دغو ګروپونو څخه ځینې جذب کړي او د امنیت لپاره ترې کار واخلي.»

سادات وړاندیز وکړ چې، «حکومت د یاغي ډلو تر منځ د درزونو موجودیت درک کړی دی... مونږ واقعاً هیله لرو چې حکومت به له دغو درزونو څخه ګټه واخلي او هغوی به دې ته وهڅوي چې د سولې د پروسې سره یوځای شي،»

د سولې د پروسې پیاوړي کول

له تاوتریخوالي ډکو ویجاړوونکیو شخړو وار له مخه په هرات کې یو شمېر مورال بایللي طالبان دې ته جوړ کړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

په هرات ولایت کې د سولې د شورا رییس، مولوي غلام سرور بارکزي، وویل، «په هرات کې د طالبانو تر منځ نښتو په دې برخه کې ډېره مرسته کړې چې طالب اورپکي د سولې پروسې سره یوځای شي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو یو ګروپ د سولې پروسې سره یوځای شو ځکه چې د طالبانو بل ګروپ په هغوی باندې فشار اچولی وو،» او زیاته یې کړه، «مونږ له دواړو خواوو سره په تماس کې یو.»

بارکزي وویل، «د دغو ګروپونو له ډلې څخه په یوه کې یو شمېر داسې کسان دي چې د حکومت پر ضد جنګ نه کوي او دې ته زړه ښه کوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي، خو هغوی نه غواړي چې خپلې وسلې کېږدي ځکه چې هغوی له بلې ډلې څخه وېرېږي.»

غیرمشروع 'جهاد'

دیني عالمان وایي، د مشرۍ او قدرت لپاره د طالبانو خپلمنځي نښتېد اورپکو دا ادعاوې غلطې ثابتوي چې وایي د هغوی جنګ یو مشروع «جهاد» دی.

د هرات د حج او اوقافو د ریاست رییس، سید محمد شېرزادي، وویل،‌ «د قدرت او پیسو لپاره وژنه غیر مشروع، ممنوع او له اسلامي نظره مردوده ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «طالبان د 'جهاد' تر نامه لاندې د بې ګناه ملکي خلکو او افغان سرتېرو وینه تویوي، په داسې حال کې چېپه حقیقت کې، هغوی له داسې وحشیانو او ځناورو څخه، چې په خپلو خلکو هېڅ رحم نه لري، پرته نور هېڅ نه دي،»

هغه پوښتنه وکړه، «طالبان دې ته څه توجیه لري چې هغوی ولې د خپلې ډلې غړي وژني؟‌،» او زیاته یې کړه، «آیا اوس هم هغوی، چې خپل خلک وژني، دې ته جهاد وایي؟»

شېرزادي د خپلو خبرو په دوام وویل، «که دا ځواب هو وي، بیا هغوی مسلمانان نشم بلل کېدی. او که د هغوی ځواب نه وي، بیا څنګه هغوی د دغو انسانانو وژنه د جهاد په نامه توجیه کوي؟»

هغه وضاحت ورکړ، «د اسلام مقدس دین جنګ او جګړه په کلکو ټکو غندي. جهاد خپل شرایط او لوازم لري،‌ او یو څوک باید هره وینه تویونه او ډلوژنه د جهاد په نامه توجیه نه کړي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان باید وپوهېږي چې هغوی نشي کولی چې نور خپل جنایتونه د 'جهاد' تر کلیمې لاندې پټ کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500