امنیت

د مسکو وړاندیز شوی کانفرانس د طالبانو په منځ‌ کې 'د خیانت عمل' افشا کړ

د نصیر صالحي راپور

په عکس کې د طالبانو د یوې ډلې له خوا د تلې په ۲۵مه خپره شوې یوه اعلامیه لیدل کیږي. یاغیانو دغه اعلامیه د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې په جوماتونو کې ټک وهلې وه. [آرشیف]

په عکس کې د طالبانو د یوې ډلې له خوا د تلې په ۲۵مه خپره شوې یوه اعلامیه لیدل کیږي. یاغیانو دغه اعلامیه د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې په جوماتونو کې ټک وهلې وه. [آرشیف]

هرات -- په مسکو کې د یوه وړاندیز شوي کانفرانس په هکله د طالبانو د یوې ډلې له خوا یوه وروستۍ اعلامیه -- چې د دغه ګروپ په مشرانو باندې تور لګوي چې خارجي قوتونو ته د چاپلوسۍ له لارې د یاد حرکت له ایډیالونو سره خیانت کوي -- داسې وروستي شواهد دي چې ښیي چې په دغه ګروپ کې د بېلابېلو مسایلو په سر په مخ پر ودې ډول اختلاف زیاتیږي.

روسیې دغه کانفرانس چې اصلاً یې د وږي د ۱۳مې لپاره په پام کې نیولی وو، وروسته له هغه وځنډاوه، چې افغانستان او متحده ایالاتو په کې برخه اخیستنه رد کړه. طالبانو منلې وه چې په دغه مجلس کې به برخه واخلي.

روسیې بیا هم پلان درلود چې دغه کانفرانس ترسره کړي، خو افغان حکومت ونه منله چې برخه په کې واخلي.

د افغانستان د خارجه وزرات ویاند، صبغت الله احمدي، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ لا تر اوسه پورې له روسیې سره د مسکو د کانفرانس په هکله کومې نتیجې ته نه یو رسېدلي،»

په عکس کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې کرېملېن ماڼۍ د چنګاښ په ۱۸مه لیدل کیږي. [ملادین انتونوف/ای اېف پي]‌

په عکس کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې کرېملېن ماڼۍ د چنګاښ په ۱۸مه لیدل کیږي. [ملادین انتونوف/ای اېف پي]‌

هغه وویل، «په دې هکله خبرو اترو ته ضرورت دی چې دغه کانفرانس به کله او څنګه ترسره شي، او په دې هکله له روسیې سره خبرې اترې روانې دي،»

'یو خیانت'

یوې ډلې، چې د طالبانو وژل شوي مشر ملا اخترمحمد منصور ته وفاداره ده، د تلې په ۲۵ مه په هرات کې د جوماتونو په دېوالونو باندې یوه اعلامیه ټک وهلې وه چې په کې یې په هغه پسې مشر، ملا هبت الله اخوندزاده، باندې انتقاد کړی او د روسیې په مشرۍ کانفرانس پر ضد یې غږ پورته کړی وو.

ځایي سرچینو د هغې یوه کاپي سلام ټایمز ته ورکړه.

په اعلامیه کې، چې طالبانو په کې خپله ډله د اسلامي امارت په نامه یاده کړې، راغلي، «مونږ، د ملا اخترمحمد منصور پلویان، دې نتیجې ته رسیدلي یو چې مونږ د اسلامي امارت د مشرتابه شورا د ټولو هغو کتنو او مذاکراتو پر ضد یو چې په پټه په مسکو کې ترسره کیږي...»

اعلامیه زیاتوي، «مونږ یو ځل بیا په شیخ هبت الله اخوندزاده باندې غږ کوو چې په خپلو وروستیو پرېکړو او عملونو باندې بیاکتنه وکړي څو د اسلامي امارت د جیګپوړو غړو تر منځ‌ اختلافات حل کړي او په تحریک کې د ممکن درز د رامنځته کېدلو مخه ونیسي،»

دغې ډلې ویلي چې هغوی له هبت الله څخه غوښتي «چې خپل ټول سیاسي، دیني، او پالیسي جوړونکي فعالیتونه دې د شهید ملا اخترمحمد منصور د پالیسیو په اساس ترسره، او بیا په هېواد کې تطبیق کړي.»

په اعلامیه کې راغلي، «مونږ په ځانګړې توګه په تاسو باندې تاکید کوو چې په خپل سر د پټو کارونو له ترسره کولو څخه ځان وساتئ، او د خپلو هدفونو او مقصدونو د ترلاسه کولو لپاره په خپله خپلواکۍ سودا مه کوئ... خو له بده مرغه، د اسلامي امارت د لوی مشر او د مشرتابه د شورا د غړو په موقفونو کې هېڅ تغیرات نه دي راغلي،»

اعلامیه وایي، «د اسلامي امارت مشرتوب په عملي توګه خپل اوسني کارونه او پالیسۍ د ګاونډیو هېوادونو او په سیمه کې د دښمني کوونکیو دولتونو د هیلو او هدفونو په اساس ترسره کوي او دوام ورکوي،او هغوی ته دا صلاحیت ورکوي چې مهم او تاریخي تصمیمونه ونیسي،»

اعلامیه زیاتوي، «دا عمل او پالیسي په حقیقت کې د اسلامي امارت د امیر، ملا محمد عمر مجاهد، او ملا اخترمحمد دواړو د ایډیالونو پر ضد خیانت دی،»

یو لویېدونکی درز

د جلا شوي ګروپ وروستۍ غوښتنې په لویه کې د هبت الله له مشرۍ سره له اوږدې مودې له ناراضۍ څخه سرچینه اخلي. هغه په ملا منصور پسې وروسته له هغه واک ترلاسه کړ چې نوموړی د ۱۳۹۵ په غبرګولي کې په پاکستان کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. هبت الله په ډېرېدونکي ډول د روسیې او ایران ملاتړ ترلاسه کوي.

د طالبانو د مؤسس مشر، ملا محمد عمر، مړینې، چې طالبانو د ۱۳۹۴ د زمري په ۷ مه -- له دوه کاله ډېر وروسته له هغه چې پېښه شوه -- تایید کړه، د دې ډلې د جیګپوړو غړو تر منځ درزونه رامنځته کړل.

د دغه ډول اختلافاتو یوه نښه په هرات کې د جلا شویو ډلو تر منځ تاوتریخوالی دی. د تلې په ۱۷مه،‌ په ګوزاره ولسوالۍ کې د طالبانو د دوه سیالو ډلو تر منځ په یوه نښته کې ۱۷ تنه اورپکي ووژل شول.

د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد، سلام ټایمز ته وویل، د تېرو دوه کالو په ترڅ کې په دغه ولایت کې په خپلمنځي نښتو کې له ۲۰۰ څخه ډېر طالبان ووژل شول او له ۳۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

فرهاد د وروستۍ اعلامیې خپرېدا تایید کړه، او زیاته یې کړه چې دغه ډول لیکونه د اورپکو د ګروپ په منځ کې موجودې ترینګلتیاوې او اختلافات ښیي.

فرهاد وایي، «دغه اعلامیه د هرات په بېلابېلو ولسوالیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې وېشل شوې او خپره شوې وه او د طالبانو له مشرتابه سره د هغوی اختلافات په ګوته کوي،»

هغه روښانه کړه، «د سیمې زورورو هېوادونو باندې د دغه ګروپ د مشرتابه تکیه، چې طالب اورپکي ترې خبرېږي، دغه جنګیالي له دې څخه زړه توري کړي چې جنګ ته دوام ورکړي،»

هغه زیاته کړه، «ډېر طالبان اوس په دې پوه شوي دي چې د هغوی جهاد په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د پلانونو له پلي کولو څخه پرته نور هېڅ هم نه دی،»

د سولې لپاره فرصت

فرهاد او نور افغان چارواکي هیله لري چې د طالبانو د ګروپونو تر منځ موجودې شخړې به اورپکي دې ته وهڅوي چې د سولې بهیر سره یوځای شي.‌

فرهاد وویل، «مونږ هیله لرو چې دغه اختلافات به د سولې د پروسې په پرمخ بېولو کې مرسته وکړي،»

د هرات د ولایتي شورا یوې غړې، سکینې حسیني، وویل، د طالبانو تر منځ اختلافات به د اورپکو دغه ډله بیداره کړي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو له خوا د دغې ډلې د مشرتابه پر ضد ښکاره اعلامیه په مشرتابه کې د ژورو اختلافاتو موجودیت تاییدوي،»

هغې وویل، «طالبان په ګڼو ډلو وېشل شوي دي، چې دا جګړې ته په دوام ورکولو کې د طالبانو نارضایتي ښیي،»

هغې وویل، «مونږ هیله لرو چې وضعه د افغان حکومت او د سولې د پروسې په ګټه وڅرخېږي. حکومت باید له دغو اختلافاتو څخه ګټه پورته کړي.»

هغې زیاته کړه، «افغان حکومت باید هغو طالبانو ته، چې د سولې کولو هیله لري، فرصت برابر کړي، چې هغوی وکولی شي چې یو سوله ییز ژوند پیل کړي،»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روسیه باید د افغانستان په لاسونو خپله پخوانۍ ماتې هېڅکله هېره نه کړي. افغانستان داسې یو هېواد دی چې هر څوک وغواړي لوبې ورسره وکړي، هغه به له بایلات سره مخامخ شي. متحده ایالات به هم له عین هغه برخلیک سره مخامخ شي چې روسیه ورسره مخامخ شوې وه.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په پارلمان کې... د کندوز ولایت امنیتي وضعه د انتخاباتو په ورځ د افغانستان د پارلمان د رییس عبدالرؤف رحیمي په حکم خرابه کړای شوه. هغه ټول د رایه اچونې صندوقونه د اربکیانو کمپ ته، چې د هغه یوه قوماندان خالداد یې قومانده پرغاړه لرله، انتقال کړل، او هلته هغوی صندوقونه کندوز ولایت ته له انتقالولو څخه مخکې د رایو له پاڼو څخه ډک کړل. په پارلمان کې د جعلکارۍ ډېرې زیاتې قضیې موجودې دي... په دې هکله باید یوه څېړنه ترسره کړای شي. پای.

ځواب ورکړئ

دروغ خبر دی

ځواب ورکړئ