امنیت

په ننګرهار کې مقاماتو ارزښتناکه ځمکه، چې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وه، ونیوله

د خالد زېري راپور

افغان کارکوونکي د تېر کال د مرغومي په ۱۴مه په ننګرهار ولایت کې زیتون پروسېس کوي. [خالد زېری]

افغان کارکوونکي د تېر کال د مرغومي په ۱۴مه په ننګرهار ولایت کې زیتون پروسېس کوي. [خالد زېری]

ننګرهار -- افغان مقاماتو د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له طالب اورپکو څخه د کانال د یوې مهمې پروژې د برخو په شمول، د زرګونو هکتاره پراخې ځمکې کنټرول بېرته ترلاسه کړی دی.

اورپکو له څو کالو راهیسې په سیمه باندې واک چلاوه، فصل یې د خپلې ګټې لپاره ټولاوه او محلي خلک یې تش لاس پرېښي ول.

د ننګرهار د کانال ریاست مرستیال، سید اغا میاخېل، سلام ټایمز ته وویل، «دا ټوله سیمه، چې خواوشا ۷۵۰۰ هکتاره ده، په تېرو ۱۶ کالو کې نا امنه او د طالبانو تر کنټرول لاندې وه،»

هغه وویل، «مونږ دا ځمکه د نوي والي په هدایت او هلته د تر سره شویو عملیاتو له لارې له یاغیانو څخه پاکه کړه،» او زیاته یې کړه چې، «اوس ټوله ځمکه د حکومت تر کنټرول لاندې ده.»

د ننګرهار د کانال ریاست په دې کار کوي چې په دغه ولایت کې د زیتونو د ونو شمېر ډېر کړي، د فصل کیفیت ته وده ورکړي او دومره کافي اندازه زیتون او د زیتونو تېل تولید کړي چې کورنۍ او بهرنۍ دواړه اړتیاوې پوره کړي. [خالد زېری]

د ننګرهار د کانال ریاست په دې کار کوي چې په دغه ولایت کې د زیتونو د ونو شمېر ډېر کړي، د فصل کیفیت ته وده ورکړي او دومره کافي اندازه زیتون او د زیتونو تېل تولید کړي چې کورنۍ او بهرنۍ دواړه اړتیاوې پوره کړي. [خالد زېری]

میاخېل وویل، «خواوشا ۳۰۰۰ هکتاره ځمکه زراعتي ده،»

هغه وضاحت ورکړ چې، «تر دې مخکې به طالبانو د مالټو او زیتونو د باغونو په شمول حاصلات اخیستل، خو سږ کال به حکومت دغه ځمکه بزګرانو ته په اجاره ورکړي، چې دا به زمونږ د حکومت لپاره یوه ښه لاسته راوړنه وي.»

د ننګرهار د کانال پروژې،چې ۵۱ کاله پخوا پرې کار پیل شوی وو، یو وخت خواوشا ۲۵۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي ول.

دغه ۷۲ کیلومتره اوږد کانال ۱۸۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي. ۱۳۰۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو او مالټو باغونو پوښلې، او په پاتې نوره ځمکه کې نور حاصلات کیږي.

د دغه کانال څه برخې د جګړې له امله متأثرې شوي دي، ځکه چې طالبان او حکومت کانال پورې د اړوندو ځمکو د کنټرول ترلاسه کولو لپاره سره جنګونه کوي.

د عوایدو بندول

طالبانو په ننګرهار او ځینې ګاونډیو ولایتونو کې خپل عملیات د دغه کانال له فصلونو څخه تمویلول.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د تلې په ۱۸مه له بټي کوټ څخه د لیدنې پر وخت خبریالانو ته وویل، «دغه ځمکه د طالبانو لپاره د پیسو یوه سرچینه وه، د اورپکو د عوایدو یوه لویه برخه له دغو حاصلاتو څخه لاسونو ته ورتلله،»

«طالبانو د زیتونو او ستروس د باغونو په شمول، کرنیزې ځمکې خلکو ته په اجاره ورکړې وې، خو له نېکه مرغه چې مونږ دغه عایداتي سرچینه په هغوی باندې ودروله.»

د بټي کوټ د څلورم نمبر فارم یوه اوسېدونکي، حمیدالله چې ۲۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «پخوا په دې ځایونو کې د ستروسو ټول باغونه د طالبانو په ولکه کې ول،‌ او هغوی د خپلو ځانونو لپاره خرڅول،»

هغه وویل، «اوس، دا ښه ده چې حکومت او خلک د دې ځمکې کنټرول په لاس کې لري، او د طالبانو عایداتي سرچینه یې وچه کړه،»

د بټي کوټ یوه بل اوسېدونکي، سید انور، چې ۴۰ کاله عمر لري، د طالبانو له خوا د سوزولو په لرګیو باندې د ونو اړولو ته په اشارې سره وویل، «دلته پخوا ډېرې زیاتې ونې وې، چې طالبانو ټولې ووهلې،»

هغه وویل، «اکثرې زراعتي ځمکې په دښتو واوښتلې. دا به ښه وي چې یو څوک وي چې په پاتې ځمکو باندې پام وکړي.»

خلکو موقف ونیو

په بټي کوټ کې ځایي اوسېدونکیو طالبان وغندل او ویې ویل چې دوی په تېرو ۱۶ کالونو کې یو سخت ژوند تېر کړی دی.‌

له یوې میاشتې څخه ډېر مخکې، افغان امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې د طالبانو پر ضد یوه سلسله پوځي عملیات پيل کړل، چې د تلې تر ۱۳مې یې دوام وکړ.‌

ځایي اوسېدونکیو د عملیاتو په ترڅ کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ چې طالبان له سیمې څخه وباسي.

د بټي کوټ د چاردهي سیمې یوه اوسېدونکي، فقیرالله چې ۳۵ کاله عمر لري، په داسې حال کې چې د سړک په غاړه وسله په لاس ولاړ وو، سلام ټایمز ته وویل، «زه یو ملکي کس یم،‌ او زه د طالبانو پر ضد ودرېدلی یم. ما د دې لپاره ټوپک په لاس کې اخیستی چې د خپلو خلکو دفاع وکړم،»

هغه وویل، «مونږ باید ټول مسؤلیتونه حکومت ته پرې نه ږدو. مونږ باید خپله برخه کار پخپله وکړو. زه تاسو ته اطمینان درکوم چې بیا به طالبان دلته رانشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500