امنیت

'جنګ بس دی': د جوزجان ښځو په طالبانو تاکید وکړ چې سوله وکړي

د هدایت الله راپور

د جوزجان ولایت د بېلابېلو برخو په سلګونو ښځې د ۱۳۹۷ د لړم په ۷ مه د ولایت په مرکز شبرغان کې راټولې شوې، او په طالبانو یې تاکید وکړ چې سوله وکړي او په هېواد کې وینه تویول دې بند کړي. [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]‌

جوزجان -- په سلګونو ښځې د لړم په ۷ مه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې راټولې شوې، او په طالب جنګیالیو یې غږ وکړ چې د سولې زیاتېدونکیو غږونو ته دې لبیک ووایي.

په جوزجان کې د مدني ټولنې یوې ۲۷ کلنې فعالې شګوفې آروین په غونډه کې، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا له خوا دایره شوې وه، وویل،‌ «مونږ په طالبانو غږ کوو او وایو:‌ د خدای لپاره، جنګ بس دی! دا جنګ باید څومره دوام وکړي؟»

هغې وویل،‌«جنګ یو تیاره او وحشي پېښه ده چې د ټولنې هر قشر،‌ په ځانګړې توګه ښځې یې ژوبلې کړي دي،او پرمختګ یې ورو کړی دی،»

آروین زیاته کړه، «په جنګ کې ډېر زیان ښځو ته رسیږي،»

د جوزجان ښځو د لړم په ۷ مه په شبرغان کې په طالبانو تاکید وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي. [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]‌

د جوزجان ښځو د لړم په ۷ مه په شبرغان کې په طالبانو تاکید وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي. [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]‌

په شبرغان کې د لړم د ۷ مې د غونډې په یوه بینر لیکلي، «جنګ بس دی». [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]‌

په شبرغان کې د لړم د ۷ مې د غونډې په یوه بینر لیکلي، «جنګ بس دی». [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]‌

د جوزجان ولایت د بېلابېلو برخو په سلګونو ښځې د لړم په ۷ مه د ولایت په مرکز شبرغان کې راټولې شوې، او په طالبانو یې تاکید وکړ چې سوله وکړي او په هېواد کې وینه تویول دې بند کړي. [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]‌

د جوزجان ولایت د بېلابېلو برخو په سلګونو ښځې د لړم په ۷ مه د ولایت په مرکز شبرغان کې راټولې شوې، او په طالبانو یې تاکید وکړ چې سوله وکړي او په هېواد کې وینه تویول دې بند کړي. [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]‌

په جوزجان کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې، زویا زلال، چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل،‌ افغانې ښځې هرې قربانۍ ته، چې هېواد ته سوله راوړي، تیارې دي.‌

زویا په غونډه کې وویل، «د ټولو ښځو په استازیتوب، مونږ د هغو کسانو په وړاندې، چې د جنګ اور ته پکی وهي او په هېواد کې بدبختي خپروي، د کرکې او نفرت احساسات څرګندوو،»

هغې وویل، «مونږ، ښځې، غواړو چې د خپلو ورونو تر څنګ کار وکړو او په ټول هېواد کې یوه هراړخیزه سوله رامنځته کړو،»

د غونډې یوې برخه والې، عالیه حامد، چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، «داسې ښکاري چې د طالبانو د ډلې مخ په ډېرېدونکی شمېر کسان هم له جنګ څخه ستړي دي. په دې حواله، طالبان هم داسې ښکاري چې د دغو مذاکراتو له بریالي کېدلو سره علاقه مندي لري.»

په سوله کې یو بنسټیز رول

د جوزجان والي لطف الله عزیزي ټولو ښځو او په ځانګړې توګه هغو ته، چې د سولې په برخه کې کار کوي، د درناوي په وړاندې کولو سره وویل،‌«ښځېهېواد ته د سولې د راوستلو په برخه کې یو اساسي رول لوبوي،»

هغه وویل، «هېڅ هېوادوال داسې سوله نه غواړي چې په نتیجه کې یې نژادي،‌ جنسیتي او اتنیکي توپیري چلند رامنځته کیږي،»

هغه زیاته کړه، «هر چاته د منلو وړ یوازنۍ سوله هغه ده چې د ټولنې ټول اقشار په پروسه کې سره یوځای کوي،»

د سولې د عالي شورا مرستیالې، حبیبې سرابي، په طالب جنګیالیو غږ وکړ چې په هېواد کې دې وروروژنه بنده کړي، حقیقت دې درک کړي او د سولې او پخلاینې پروسې سره دې یوځای شي.

هغې په غونډه کې وویل، «له ښځو څخه پرته سوله نامکمله او ماتېدونکې ده،»

هغې زیاته کړه، «مونږ باید د سولې په هکله یو واحد غږ ولرو او هغه پیغام باید خپلو هېوادوالو ته ورسوو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500