امنیت

نوي بندیزونه په افغانستان کې د ایران 'ښکاره لاسوهنه' څرګندوي

سلام ټایمز

د طالبانو وتلي جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. د دغو جنګیالیو له ډلې څخه ډېر د ایران د ځانګړیو ځواکونو له خوا تربیه کړای شوي دي. [د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد/ټوېټر]

د طالبانو وتلي جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. د دغو جنګیالیو له ډلې څخه ډېر د ایران د ځانګړیو ځواکونو له خوا تربیه کړای شوي دي. [د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد/ټوېټر]

کابل -- د ترهګرو د تمویل د په نښه کولو مرکز (ټي اېف ټي سي)، چې د اوو هېوادونو تر منځ د همکارۍ موسسه ده او د دې لپاره جوړه شوې چې د ترهګرۍ د ملاتړ پر ضد مبارزه وکړي،په وروستیو کې په نهو کسانو باندې، چې له طالبانو سره د مالي، لوجیستیکي یا نظامي ملاتړ تور پرې لګېدلی دی، بندیزونه ولګول.

د ټي اېف ټي سي ټولو غړو -- متحده ایالاتو، سعودي عربستان، بحرین، کوېټ، عمان، قطر او متحده عرب اماراتو -- په ګډه د طالبانو دغه مهم غړي او د هغوی ایراني دولتي ملاتړ کوونکي په نښه کړل.

په یادو نهو کسانو کې اوه د طالبانو مشران یا تمویلوونکي او دوه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ غړي شامل دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د لړم په ۱ په یوه اعلامیه کې وویل، «دا افراد هڅه کوي چې د افغان حکومت له خوا برابر شوی امنیت کمزوری کړي،»

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوه، اخیستل شوی یو عکس طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د نظامي روزنې پر وخت ښیي. [آرشیف]‌

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوه، اخیستل شوی یو عکس طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د نظامي روزنې پر وخت ښیي. [آرشیف]‌

په اعلامیه کې راغلي، چې دوه ایراني چارواکي له قدس ځواک سره تړاو لري. دا د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د ځانګړیو ځواکونو یو یونټ دی چې طالبانو ته ملاتړ برابروي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیفن منوچین په اعلامیه کې وویل، «د ایران له خوا طالبانو ته د نظامي روزنې برابرول، مالي او تسلیحاتي تمویل، په سیمه کې د تهران د ښکاره لاسوهنې او د ترهګرۍ د ملاتړ یو بل مثال دی. متحده ایالات او زمونږ شریکان به دا ونه زغمي چې د ایران رژیم له افغانستان څخه داسې ناوړه استفاده وکړي چې خپل بې ثباته کوونکی چلند زیات کړي.»

اعلامیه زیاتوي چې ټي اېف ټي سي به «د هغو کسانو، چې طالبانو ته مالي ملاتړ برابروي، هدف ګرځولو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي څو په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې سوله راشي.»

د فشار تکتیک

په ایران باندې له اوږدې مودې راهیسې تور لګول کیږي چې په افغانستان کې طالب اورپکو ته مادي او مالي ملاتړ برابروي.

که څه هم، چې جیګپوړي افغان چارواکي ډېر وختونه د تهران د ناوړه ملاتړ په هکله څه نه وایي، لاکن افغان امنیتي ځواکونو په ګڼو پېښو کې له طالبانو څخه د جګړې په ډګر کې ایران جوړې وسلې نیولي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په طالبانو او نورو ټولو ترهګرو ډلو باندې فشارونو او بندیزونو ته هرکلی وایو. مونږ د هر هغه عمل ملاتړ کوو چې له مونږ سره به د سولې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»

هغه وویل، «مونږ د سولې د رامنځته کېدا لپاره په ترهګرو ډلو باندې فشار اچولو ته ضرورت لرو،»

په هرات کې د سیاسي چارو تحلیلګر عبدالقادر کامل سلام ټایمز ته وویل، «ایران په افغانستان کې ویجاړوونکې پروژې لري. ایران د افغانستان لویدیځو برخو ته د یوې ستراتیژیکې سیمې په سترګه ګوري او هڅه کوي چې په سیمه باندې خپل سیاسي، کلتوري، اقتصادي او نظامي نفوذ وساتي.»

د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد، د طالبانو یوه مشر ته، چې بندیزونه پرې لګول شوي، په اشارې سره وویل، «د متحده ایالاتو او ځینې عربي هېوادونو له خوا په ملا صمد باندې لګول شوي بندیزونه د مدارکو په اساس دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ تل دا خبره کړې، چې که له طالبانو سره د ایران ملاتړ نه وي، هغوی نشي کولی چې په هرات کې د یوې ورځې لپاره هم د افغان ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړي،»

د خزانې وزارت هغه نهه کسان، چې بندیزونه پرې لګول شوي، او د ایران رژیم سره د هغوی اړیکې، په لاندې ډول یاد کړي دي:

محمد ابراهیم اُوهادي

په ۱۳۹۶ کال کې، محمد ابراهیم اُوهادي، چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک یو افسر دی، د هرات ولایت لپاره د طالبانو د تش په نامه والي له مرستیال، عبدالله صمد فاروقي سره، چې د ملا صمد په نامه هم یادیږي، یوه هوکړه وکړه.‌

د اعلامیې په اساس، د دغې هوکړې له مخې، د قدس ځواک د ملا صمد ځواکونو ته نظامي او مالي مرسته برابروي او په مقابل کې به یې د هغه ځواکونه په هرات ولایت کې په افغان حکومت باندې بریدونه ترسره کوي.

په دې هوکړه کې دا شامل دي چې د ملا صمد اورپکي به د ایران له بیرجند سره نژدې د قدس ځواک په روزنیز مرکز کې روزل کیږي.‌

اسماعیل رضاوي

اسماعیل رضاوي په بیرجند کې د قدس ځواک په بېس کې د روزنې مسؤل و. دغه مرکز له ۲۰۱۴ راهیسې په فراه، غور، بادغیس او هلمند ولایتونو کې طالب اورپکو ته روزنه، استخباراتي معلومات او وسلې ورکوي.

په ۱۳۹۶ کې، رضاوي فراه ولایت ته سفر وکړ، او هلته یې طالبان وهڅول چې د افغانستان په سرحدي سیمه کې بریدونه ترسره کړي.سربېره پر دې، هغه د طالبانو یوه قوماندان ته حکم وکړ چې د افغانستان په لوېدیځ کې د یوه بند د رغونې مخه ونیسي.‌

د ایران رژیم همدارنګه د افغانستان د اوبو د پروژو په وړاندې دښمني ښودلې ده.

د زمري په میاشت کې،‌ د ایران د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف ګواښ وکړ چې تهران به د فشار اچولو له ټولو لارو څخه کار واخلي چې له افغانستان، په ځانګړې توګه هلمند سیند څخه د اوبو ازاد بهیر ترلاسه کړي.

عبدالله صمد فاروقي (چې د ملا صمد په نامه هم یادیږي)

ملا صمد، چې د هرات لپاره د طالبانو د تش په نامه والي مرستیال دی، یو له هغو څو طالب چارواکو څخه دی چې په بیرجند کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ او قدس ځواک چارواکو سره نژدې اړیکې لري. هغه له ایران څخه د طالبانو لپاره وسلې او نظامي مرستې ترلاسه کړي دي.

ملا صمد د ۱۳۹۶ له وروستیو راهیسې، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ څخه په زرګونو کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ترلاسه کړي او بیا یې د پلان له مخې په هرات کې طالب قوماندانانو ته ور وېشلي دي. هغه په بیرجند کې له یوه روزنیز کمپ څخه لیدنه کړې چې هلته د ایران اسلامي انقلابي ګارډ طالب جنګیالي د دې لپاره روزل چې په هغه وړاندیز شوي پایپ لاین باندې برید وکړي چې د افغانستان له لارې به تېر شي.

د کب په میاشت کې،‌د طالب اورپکو یوه ډله، چې د ایران له خوا تربیه او تمویل شوې وه، د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) د طبیعي ګاز د پایپ لاین د افتتاح په مراسمو له برید کولو څخه مخکې مقاماتو ته تسلیم شوه.‌

د غوایي په میاشت کې، د طالب اورپکو یوه دویم ګروپ د ایرانیانو له حکمونو څخه سرغړونه وکړه، په تاپي پایپ لاین یې له برید کولو څخه ډډه وکړهاو پرځای یې خپلې وسلې تسلیم کړې او د افغانستان په مشرۍ د سولې پروسې سره یوځای شول.

محمد داود مزمل

محمد داود مزمل تر هغه وخته د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د تش په نامه والي مرستیال وو چې د ۲۰۱۷ په وروستیو کې د فراه د تش په نامه والي د مرستیال په توګه ونومول شو.

د ۱۳۹۵ په وروستیو کې،‌داود د طالبانو د کوېټې د شورا د نظامي کمېسیون رییس وټاکل شو.

په هغه باندې «د طالبانو د استازي په توګه د عمل کولو» لپاره بندیزونه ولګول شول.‌

عبدالرحیم منان

په عبدالرحیم منان باندې، چې د هلمند لپاره د طالبانو تش په نامه والي دی، له دې امله بندیزونه لګول شوي «چې په افغان حکومتي ځواکونو باندې یې د بریدونو کولو لپاره یو زیات شمېر طالب جنګیالي» برابر کړي دي.

د ۱۳۹۶ په نیمایي کې، رحیم طالبانو ته د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ او قدس ځواک له خوا د مرګانیو مرستو د انتقالاتو نظارت کاوه.

د ۱۳۹۶ له وروستیو راهیسې، هغه په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو د همغږي کولو او تنظیمولو مسؤل و او د ایران اسلامي انقلابي ګارډ سره ارتباطاتو ساتلو ته دوام ورکوي.

نعیم باریچ

نعیم باریچ د ۱۳۹۶ له نیمایي راهیسې، د طالبانو تش په نامه خارجه وزیر و او له ایران سره یې د دغه ګروپ ارتباطات تنظیمول.

باریچ د کینګ پین د قانون (د متحده ایالاتو د نشه ییزو توکو د قاچاق یوه قانون) په اساس، د متحده ایالاتو د حکومت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د ادارې له خوا د ۱۳۹۱ د لړم په ۲۵ مه په نړیواله سطحه د نشه ییزو توکو په قاچاق کې د پراخې لاس لرنې له امله، ونومول شو.

همدارنګه د هغه نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸مې پرېکړې د بندیزونو په لست کې له طالبانو څخه د هغه د ملاتړ له امله موجود دی.

عبدالعزیز

عبدالعزیز، چې په پاکستان کې دېره دی، د بېلابېلو نشه ییزو توکو او ناقانونه کان کیندنې د فعالیتونو له امله، چې د طالبانو د تمویل لپاره یې کارول، نومول شوی دی.

عزیز د ۱۳۹۵ په وروستیو کې د دې لپاره ترتیبات برابر کړل چې طالب قوماندانانو پورې مربوط د نشه ییزو توکو دوه محمولې له افغانستان څخه د پاکستان او ایران له لارو اروپا او افریقا ته ولېږدول شي. په مقابل کې، طالبانو په هلمند کې د عزیز د نشه ییزو توکو د پروسیس یوه مرکز ته د فعالیت امکانات برابر کړل.

هغه همدارنګهله افغان بزګرانو څخه د نشه ییزو توکو ایراني او ترکي قاچاقچیانو ته د اپین د خرڅانه په برخه کې د یوه منځګړي رول ترسره کړی دی.

عزیز هر کال د طالبانو د کوېټې شورا ته پیسې ورکوياو د دې کار لپاره په خلیج کې د نشه ییزو توکو له نورو نړیوالو معامله کوونکیو څخه پیسې ټولوي.‌

پخوا، عزیز له افغانستان څخه په نړیواله کچه د خرڅانه لپاره قېمتي کاڼي قاچاق کول او د ترلاسه شویو پیسو ډېره برخه یې په پاکستان کې د طالبانو مشرانو ته ورکوله.‌

په ورته ډول، عزیز په ۱۳۹۶ کې پلان درلود چې په پاکستان کې د ماربلو د پرې کولو معامله وکړي او له متحده عرب اماراتو څخه د زرغونو،‌ سپینو او ګلابي اونیکس یو کولیکسیون راوړي.

صدر ابراهیم

صدر ابراهیم له څلورو کالو راهیسې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر دی. پخوا، هغه د طالبانو د پېښور په نظامي کمېسیون او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ (۱۳۷۵ - ۱۳۸۰)‌ پر وخت د دفاع وزارت د یوه چارواکي په توګه کار کاوه.

په ۱۳۹۷ کې، ایراني چارواکو هوکړه وکړه چې ابراهیم ته د پیسو مرسته او انفرادي روزنه برابره کړي او ایران ته یې د پل د تګ د ممکن تعقیب مخه ونیسي.

حافظ مجید

حافظ مجید د طالبانو د شورا د یوه جیګپوړي غړي او د نظامي کمېسیون د غړي په توګه، په افغانستان کې د ټولو ځانمرګو بریدونو نظارت کوي.

هغه د طالبانو د مؤسس مشر، ملا محمد عمر (چې اوس مړ شوی)، سلاکار وو. د طالبانو د ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰ د واکمنۍ پر وخت، مجید په کندهار ولایت کې د طالبانو د امنیت مشر وو.

[له کابل څخه سلیمان او له هرات څخه نصیر صالحي د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کنړ ولايت د سرکاڼو په ولسوالۍ د نولۍ او ورغالى په سيمه د پاکستانى ناپاک پوځ له لورى د توپونو مرمۍ راوليږى خو افغان حکومت لا تر اوسه پورې ددى مرميو په وړاندي څه غبرګون نه دى ښودلى او ددى سيمى خلک ىى کډه کولو ته اړ کړى دى نو د حکومت څخه مو غوښتنه ده چى ددى عمل په ترسره کولو سره د پاکستان په وړاندي څه غبرګون وښايي ګنى دا سيمه د پاکستان د حکوکت تر ولکى لاندي راځي

ځواب ورکړئ

زه وینو ته د تږو، نجسو، ترهګرو ایرانیانو په خوله کې غول کوم! زه هیله لرم چې هغوی له منځه وېوړل شي.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه چې ستاسو راپور مستند نه دی او د ځینې خیالاتو په اساس جوړ شوی دی.‌

ځواب ورکړئ

زما هيله د افغانستان جوړيدل دى

ځواب ورکړئ

ښکلی

ځواب ورکړئ

دا به لا ښه وي چې که تاسو دا راپورونه په محلي رسنیو کې خپاره کړئ، چې زمونږ خلک خپل دښمنان په لا ښه ډول وپېژني.

ځواب ورکړئ

زه هم له تاسو سره موافق یم. دا زمونږ حق دی چې د خپلو دښمنانو په هکله وپوهېږو. هیله ده چې دا راپور له محلي رسنیو سره هم شریک کړئ.

ځواب ورکړئ

وضعیت: د استخباراتي ارزونو په اساس، ځمکني او هوایي بریدونه په ولسوالیو او ولایتونو کې په مرکزي امنیتي ځواکونو باندې د هغوی له خوا د بریدونو په ترسره کولو کې د دښمن د مورال د کمزوري کېدلو او هغوی ته د درنو تلفاتو د وراوښتلو سبب شوي دي. سربېره پر دې،‌ د دښمن بریدونه د یو څو میاشتو مخکې وخت په نسبت کم شوي دي. دا د هېواد د امنیتي او دفاعي ادارو تر منځ دقیقه، روښانه پلان جوړونه او همغږي منعکسوي. په را روان ژمي کې به د دښمن یو شمېر ځواکونه په هېواد (افغانستان) کې دننه له سړو سیمو څخه تودو سیمو ته لاړ شي یا به پاکستان او ایران ته لاړ شي، څو هلته ځانونه خوندي کړي، او نور ښایي د سولې پروسې سره یوځای شي. البته، د دښمن ډېر فعالیتونه به په ختیځو او جنوب لوېدیځو زونونو کې په پرتو ولایتونو باندې تمرکز وکړي څو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تېرېدلو راتېرېدلو لاره او تګ راتګ کنټرول کړي. دښمن هڅه کوي چې په یو شمېر ولایتونو کې خپلو ځواکونو ته خلک ورجلب کړي، او له ډیورنډ کرښې اخوا ته یې د روزنې او را روان (۱۳۹۸) لمریز هجري کال ته د چمتو کېدلو لپاره ولېږي، او وسلې او مهمات ترلاسه کړي. هغوی دا کار د دې لپاره کوي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمې، په ځانګړې توګه په هغو ولسوالیو کې، چې وار له مخه سقوط شوې دي، وساتي.

ځواب ورکړئ