امنیت

وژل شوی افغان جنرال د یوه هېواد دوست شخص او د طالبانو د سخت مخالف په توګه یادول کیږي

د سلیمان راپور

د کندهار ولایت امنیه قوماندان، افغان جنرال عبدالرازق، د ۱۳۹۶ د مرغومي په ۱۲ مه په خپل ولایت کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. هغه د تلې په ۲۶ مه ووژل شو. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د کندهار ولایت امنیه قوماندان، افغان جنرال عبدالرازق، د ۱۳۹۶ د مرغومي په ۱۲ مه په خپل ولایت کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. هغه د تلې په ۲۶ مه ووژل شو. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- د پوځي چارو پوهان او کتونکي وایي، د طالبانو له خوا د کندهار د امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق وژنه، د یوه هېواد دوست شخص پر ضد، چې د اورپکو پر ضد کلک ولاړ وو، یو بزدلانه او غیر اسلامي کار وو.

رازق او دوه نور کسان، د تلې په ۲۶ مه په کندهار ولایت کې له ولایتي چارواکو او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو قوماندان، امریکایي جنرال سکاټ مېلر، سره له یوې کتنې څخه وروسته، ووژل شول.‌

د طالبانو د پخوانیو چارواکو په شمول،‌ د ژوند د بېلابېلو اقشارو اړوندو افغانانو، د رازق وژنه وغندله .

د طالبانو د واکمنۍ (۱۳۷۵ - ۱۳۸۰) پر وخت د افغانستان لوی څارنوال، مولوي جلال الدین شینواري، دغه وژنه وغندله.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو چارواکی د لړم په ۵ مه په کندهار ولایت کې یو رایه ورکوونکی د یوې بایومتریک وسیلې په واسطه سکن کوي. وروسته له هغه، چې طالبانو د کندهار ولایت د امنیه قومانان، جنرال عبدالرازق، چې د اورپکو پر ضد یې جنګ کاوه، د وژنې مسؤلیت پر غاړه واخیست، د افغانستان په جنوب کې رایه ورکوونکیو د ژوند خطر په سر قبول کړ او د پارلمان لپاره د خپلو استازو د ټاکلیو لپاره یې رایې ورکړې. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]‌

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو چارواکی د لړم په ۵ مه په کندهار ولایت کې یو رایه ورکوونکی د یوې بایومتریک وسیلې په واسطه سکن کوي. وروسته له هغه، چې طالبانو د کندهار ولایت د امنیه قومانان، جنرال عبدالرازق، چې د اورپکو پر ضد یې جنګ کاوه، د وژنې مسؤلیت پر غاړه واخیست، د افغانستان په جنوب کې رایه ورکوونکیو د ژوند خطر په سر قبول کړ او د پارلمان لپاره د خپلو استازو د ټاکلیو لپاره یې رایې ورکړې. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]‌

جنرال عبدالرازق د چنګاښ په ۱۲مه په کندهار کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ماتولو لپاره د عملیاتي اړتیاوو په هکله خبرې اترې کوي. [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

جنرال عبدالرازق د چنګاښ په ۱۲مه په کندهار کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ماتولو لپاره د عملیاتي اړتیاوو په هکله خبرې اترې کوي. [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

شینواري سلام ټایمز ته وویل، طالبانو، په دې وژنې سره، «یو غیر اسلامي او غیر افغاني عمل ترسره کړ. زه یې غندم.»

د طالبانو دښمن

د مشرانو جرګې یوې پخوانۍ غړې، رڼا ترین، چې په کندهار کې اوسېږي، وویل، جنرال رازق د طالبانو یو سرسخت دښمن وو او د طالبانو او نورو ترهګرو د ځپلیو لپاره یې کلک هوډ درلود.

رڼا سلام ټایمز ته وویل، «هغه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کې غټې لاسته راوړنې لرلې. د هغه مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه غمیزه ده.»

هغې وویل، «کندهار، چې یو وخت د هېواد په جنوب کې تر ټولو ډېر نا امنه ولایت وو، تر ټولو ډېر امن شو او لوی سببیې د جنرال رازق هڅې وې،‌ تر دې چې په کندهار کې د طالبانو فعالیتونه نژدې پای ته ورسېدل،»

رڼا ترین وویل، «مخکې له دې چې هغه د ولایت امنیه قوماندان وټاکل شي، د دغه ولایت خلک له یوه نورمال ژوند څخه بې برخې ول. سوداګرو او تجارانو نشوای کولی چې سوداګري یا تجارت وکړي، خو رازق په دغه ولایت کې امنیت او نظم قایم کړ.»

په کابل کې د نظامي او استخباراتي چارو یوه تحلیلګر، جاوېد کوهستاني، سلام ټایمز ته وویل، «جنرال رازق د افغانستان په جنوب کې یو له ډېرو نفوذ لرونکیو څېرو څخه وو،»

کوهستاني وویل، «د کندهار د امنیه قوماندان په توګه د رازق په ټاکل کېدلو سره، هغه د طالبانو د ځپلیو لپاره ګڼ شمېر عملیات ترسره کړل،» او زیاته یې کړه، «چې هغه وکولی شوای چې په کندهار ولایت کې، چې یو وخت د یادې ډلې مرکز وو، د هغوی فعالیتونه په بشپړ ډول ودروي.»

هغه وویل، «په حقیقت کې، رازق په کندهار کې طالبان په بشپړ ډول وټکول،»

کوهستاني وویل، طالبانو په مکرر ډول هڅې وکړې چې جنرال رازق ووژني ځکه چې هغه «طالبان په کندهار کې د هغوی د نشه ییزو توکو د قاچاق څخه، چې هغوی د خپلو عایداتي سرچینو له ډلې څخه د یوې سرچینې په توګه ترې استفاده کوله، محروم کړي ول،»

کوهستاني وویل، «د طالبانو د ډلې ډېر غړي د کندهار او هلمند دي. رازق، چې یو هېواد دوست جنرال وو، دغو طالب مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې په خپل ښار او د قدرت مرکز کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي.»‌

یو هېواد دوست افغان

د ملي امنیت ریاست یوه پخواني مرستیال، جنرال غرزي خواخوږي،‌ سلام ټایمز ته وویل، «جنرال رازق د هېوادپالنې او له یاغیتوب سره د مبارزې یو فوق العاده احساس درلود او د طالبانو او د هغوی د ملاتړو مخالف وو،»

«هغه د افغانستان په جنوبي سیمه کې د طالبانو د فعالیتونو په لاره کې خنډ جوړ کړی وو. له همدې امله، په هغه باندې ۲۹ مرګوني بریدونه وشول او یو ځل په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شو، چې داغونه یې تر مرګه پورې د هغه په ښي لاس ښکاره کېدل.»

خواخوږي وویل، «رازق داسې یو شخصیت درلود چې په افغانستان کې د هر چا لپاره په زړه پورې وو. د هغه له شهادت څخه وروسته -- د هزاره ګانو، تاجکانو او ازبکانو په شمول د افغانستان له ټولو قومونو څخه د فیسبوک کاروونکیو -- په خپلو فیسبوک پاڼو باندې د رازق عکسونه ولګول چې هغه د یوه اتل په توګه یاد کړي.»

د خواخوږي په وینا، په کندهار کې امنیتي وضعه په ۲۰۱۱ کې هغه وخت، چې رازق د ولایت د امنیه قوماندان په توګه واک ترلاسه کړ، ډېره بده وه. په ۲۰۰۱ کې د جګړې له پيل راهیسې، نژدې ۳۰۰ قومي مشران، سیاسي شخصیتونه او روشنفکران د ترهګرو له خوا ووژل شول، او د کندهار ډېر اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه تښتېدلي ول.

خواخوږي زیاته کړه، «خو کله چې رازق واک ترلاسه کړ، د کندهار نژدې ټولې سیمې امن شوې، د طالبانو فعالیتونه ودرېدل او دغه ولایت ته ثبات، امنیت، پرمختګ، بیارغونه او اقتصادي وده او داسې نور راغلل،»‌

خواخوږي وویل، «کندهار ته په اړتیاوړ امنیت برابرولو سربېره، رازق د هلمند، زابل او اروزګان په څېر جنوبي ولایتونو کې د امنیت په راوستلو او له ترهګرۍ سره په جګړه کې رول ولوباوه،»

هغه وویل، «زما په یاد دي یو وخت هلمند او زابل ولایتونه د سقوط غاړې ته رسېدلي ول.‌ رازق د ګڼ شمېر پوځي عملیاتو په ترسره کولو سره هغه کس وو چې دغه ولایتونه یې د طالبانو لاسونو ته له لوېدلو څخه وژغول.»

د رازق له مړینې څخه وروسته، د هغه ورور تادین خان د تلې په ۳۰ مه د کندهار د سرپرست امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو، او ژمنه یې وکړه چې د رازق لارې ته به دوام ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جنرال عبدالرزاق د دې هېواد یو زړور سړی وو. هغه داسې سړی دی چې بل څوک یې ځای نشي نیولی، او د هغه په څېر کس به بیا پیدا نشي. په درناوي، ظریف عثماني شاه پروان

ځواب ورکړئ