امنیت

افغان چارواکي هرات ته په نشه ییزو توکو د معتادو ایرانیانو ډله ییز راتګ اندېښمن کړي دي

د نصیر صالحي راپور

ایران په نشه ییزو توکو اخته کسان، چې ډېر ایراني اتباع هم په کې دي، افغانستان ته را اړوي. هغوی په هرات ښار کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د نشه ییزو توکو د افغان معتادانو په منځ‌ کې ژوند کوي. [نصیر صالحي]‌

هرات -- د ځایي چارواکو او د هرات ښار په کوڅو کې د اوسېدونکیو معتادانو په وینا، ایران په نشه ییزو توکو معتاد -- ایرانیان او افغانان دواړه -- د زور له لارې په پوله را اړوي او افغانستان ته یې را لېږي.‌

د تهران یوه اوسېدونکي، علي رضا جلېز، چې ۵۰ کاله عمر لري او له دوه کاله څخه ډېر مخکې له خپل هېواد څخه افغانستان ته په زور را اېستل شوی وو، وویل، په هرات کې د ایران د بېلابېلو ښارونو له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې معتادان له کومې سرپناه یا راتلونکي ته هیلو څخه پرته ژوند کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایراني عسکرو زه له ډېرو افغان معتادانو سره یوځای په زور سره افغانستان ته راولېږلم،»

هغه وویل، «ایراني وسله والو ځواکونو د زور او جبر په کارولو سره حتی د ایران د اتباعو په توګه زمونږ د بشري حقونو درناوی هم ونه کړ او مونږ یې افغانستان ته راولېږلو،»

علي رضا جلېز، چې ۵۰ کاله عمر لري، د نشه ییزو توکو یو تهرانی معتاد دی چې ایران دوه کاله مخکې په زور افغانستان ته را اړولی دی او د تلې د میاشتې په ۱ په هرات ښار کې هیرویین څکوي. [نصیر صالحي]

علي رضا جلېز، چې ۵۰ کاله عمر لري، د نشه ییزو توکو یو تهرانی معتاد دی چې ایران دوه کاله مخکې په زور افغانستان ته را اړولی دی او د تلې د میاشتې په ۱ په هرات ښار کې هیرویین څکوي. [نصیر صالحي]

اصال، چې ۲۷ کاله عمر لري او دا عکس یې د تلې په ۱ اخیستل شوی دی، وویل، ایراني چارواکو د هغې دا غوښتنې، چې هغه ایرانۍ ده، ونه منلې.‌ هغه اوس په هرات ښار کې د نشه ییزو توکو د ګڼ شمېر نارینه معتادانو په منځ کې ژوند کوي. [نصیر صالحي]‌

اصال، چې ۲۷ کاله عمر لري او دا عکس یې د تلې په ۱ اخیستل شوی دی، وویل، ایراني چارواکو د هغې دا غوښتنې، چې هغه ایرانۍ ده، ونه منلې.‌ هغه اوس په هرات ښار کې د نشه ییزو توکو د ګڼ شمېر نارینه معتادانو په منځ کې ژوند کوي. [نصیر صالحي]‌

ایراني او افغان د نشه ییزو توکو معتادان د تلې په ۱ په هرات ښار کې په یوه پارک کې ګډ ناست دي. [نصیر صالحي]

ایراني او افغان د نشه ییزو توکو معتادان د تلې په ۱ په هرات ښار کې په یوه پارک کې ګډ ناست دي. [نصیر صالحي]

جلېز وویل، «مونږ نه پوهېږو چې ایران ته څنګه بېرته ستانه شو، او نه هم مونږ دلته په هرات کې په اوسېدلو خوښ یو،»

د صادق په نامه یوه بل ایراني د نشه ییزو توکو معتاد، چې ۲۵ کاله عمر لري او په هرات کې اوسېږي، په ایران کې خپلې کورنۍ ته د ورستنېدلو هیله وښودله.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ عسکرو زه ودرولم او پوښتنه یې رانه وکړه، «ته د کوم ځای یې؟‌ ما ځواب ورکړ 'د تهران'. هغوی وویل، 'نه! ته افغان یې! ما ورته قسم وکړ چې زه افغان نه یم او ایرانۍ ډګري لرم، خو هغوی زما غوښتنه په بشپړ ډول له پامه وغورځوله.»

اصال، یوه ۲۷ کلنه ایرانۍ ښځه ده، چې په هرات کې له ایران څخه د را اېستل شویو ډله ډله نارینه معتادانو په منځ کې ژوند کوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما کورنۍ له تهران سره نژدې په کرج کې اوسېږي.‌ د ایران امنیتي ځواکونو زه په زور سره را واېستلم. ما چې هر څومره هغوی ته وویل چې زه ایرانۍ یم او افغانه نه یم، خو هغوی زما عذر او زارۍ ونه منل.»

د نشه ییزو توکو د معتادانو د بیارغولو او ستنولو لپاره هڅې

په هرات ولایت کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست رییس، غلام رسول حیدري، وویل، «په هرات کې په نشه ییزو توکو اعتیاد یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ځکه چې په دغه ولایت کې د معتادانو شمېر له یوه کال څخه بل ته ډېر شوی دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د بیارغونې مرکزونه او د درملنې محلونه د ټولو معتادانو د درملنې لپاره کفایت نه کوي.‌ په هرات کې د افغان معتادانو شمېر خواشینوونکی دی،‌ او له هغوی سره د ایراني معتادانو یو ځای کېدل دا چاره لا ډېره سختوي.»

هغه وویل، «که څه هم چې مونږ د ایراني معتادانو په هکله خپلې اندېښنې لرو، مونږ له هغوی سره د بشري ارزښتونو په پام کې نیولو سره مرسته کوو،»

د هرات والي محمد آصف رحیمي اړوندو مقاماتو ته لارښوونه کړې چې په دغه ولایت کې د ایراني معتادانو مسئله تر غور لاندې ونیسي.‌

حیدري وویل، «تر ټولو مخکې،‌ باید چې د دغو کسانو درملنه وشي.‌ د هغوی د درملنې په بشپړېدلو سره به مونږ یو شمېر ایراني د نشه ییزو توکو معتادان په هرات کې د ایران کونسلګرۍ ته ور وسپارو.»

نور احمد عرب، چې په هرات کې د نشه ییزو توکو د اعتیاد د درملنې یو خصوصي مرکز چلوي، وویل، نورو رغېدلو معتادانو هڅه کړې وه چې له خپلو امکاناتو څخه په استفادې سره په ایران کې خپلو کورونو ته ستانه شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ خپلو د بیا رغونې مرکزونو کې د اوو ایراني معتادانو درملنه وکړه،»

هغه وویل،‌ «د هغوی د درملنې په بشپړېدلو سره، دغو معتادانو مونږ ته وویل چې هغوی نیمروز ولایت ته ځي او له هغه ځای څخه هغوی کولی شي چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شي،»

«خو مونږ نه پوهېږو چې آیا هغوی په تګ بریالي شول.»

ایران خپل اتباع شړي

افغان مقامات هڅه کوي چې د ایراني اتباعو درملنه وکړي او په هرات کې یې د ایران کونسلګرۍ ته وسپاري خو هغوی یې منظمه توګه ردوي:‌ ایراني چارواکي هغوی نه قبلوي او ردوي یې.‌

د افغانستان په چارو کې د ایران د اوږدې لاسوهنې په پام کې نیولو سره،‌هرات ته د ګڼ شمېر ایرانیانو را اوښتل او په ځانګړې توګه د ایران له خوا د هغوی د بېرته قبلولو ردول ځینې تحلیلګرانو ته د اندېښنې وړ دي.‌

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، عبدالقادر کامل، وویل، «کیدای شي چې په افغانستان کې د ایراني اتباعو، چې د معتادانو په بڼه را اېستل شوي دي، د حضور تر شا د ایران یوه ناوړه سیاسي، اقتصادي او استخباراتي اجندا موجوده وي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «حتی کېدی شي چې دغه افراد د ایران د استخباراتي دستګاه لپاره د استخداموونکیو په توګه کار وکړي. هغوی کولی شي چې د استخباراتي معلوماتو په شریکولو او د نا امنۍ او بې ثباتۍ په دوام کې یو رول ولوبوي.»

د هرات د والي مرستیال، محی الدین نوري، سلام ټایمز ته وویل، «دا زمونږ لپاره ډېره سخته ده چې دغه معتادان وپېژنو. ایرانیان دا نه مني چې دغه معتادان ایراني اتباع دي،‌ لاکن مونږ به د نړیوال قانون په اساس د هغوی درملنه وکړو او بیا به یې بېرته د هغوی هېواد ته ور ولېږو.»

نوري وویل،‌ «ګڼو افغان امنیتي ادارو، په ځانګړې توګه د ملي امنیت ریاست په دې برخه کې خپلې څېړنې پیل کړي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان ګاونډی ایران د افغانستان له دښمنانو څخه دی، چې تل د افغانستان د بربادۍ فکر کوي. دا په افغانستان کې د هغوی له بدو او ناوړه ماموریتونو څخه دی. د دغو معتادانو په هکله څوک پوهیږي. کېدی شي چې د روږدو کسانو فیصدي کمه وي، اکثریت یې د دوی استخباراتي کسان وي. څوک پوهیږي چې د افغانستان لپاره د دوی ناوړه دسیسې څه دي؟

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت د افغانستان د بې وزلو خلکو په وړاندې هر څه کوي. د هغوی هدف د افغانانو تباه کول دي. ایران به هیڅکله د افغانانو دوست نشي. په تېرو کلونو کې چې افغانان په ایران کې اوسېدل، د زده کړو زمینه ورته نه وه برابره او زموږ ډېری ځوانان چې له ایران څخه راستانه شوي په نشه ييزو توکو روږدي دي.

ځواب ورکړئ

د ټولو ترهګرو ایرانیانو په خوله کې غول وکړم!

ځواب ورکړئ

دا روښانه ده چې څومره د پارلمان ایراني غړي افغانستان ته د نشه ییزو توکو د معتادانو په جامه کې را ننوځي او خپل ناقانونه کارونه کوي.

ځواب ورکړئ