ټاکني

د کندوز اوسېدونکي طالبان د خپلو کورونو د ویجاړولو مسؤل بولي

د هدایت الله راپور

طالب اورپکي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، د انتخاباتو په ورځ‌ په کندوز ولایت کې د ملکي خلکو په کورونو کې پټ شوي ول چې په نتیجه کې له ۵۰ څخه د ډېرو کورونو د ویجاړولو او ګڼ شمېر هغو اوسېدونکيو د مرګ سبب شول چې د تېښتې وړتیا یې نه لرله.‌ [هدایت الله]‌

کندوز -- د کندوز ولایت اوسېدونکي، چې په هغو مړینو او ویجاړتیاوو باندې ویر کوي، چې د وروستیو پارلماني انتخاباتو په ترڅ‌ کې د طالبانو له لاسه پېښ شول، هغوی او محلي چارواکي په دې برخه کې د اورپکو وحشت غندي.‌

د ځایي رسنیو د راپور په اساس،‌ طالب اورپکو د تلې په ۲۸مه، د انتخاباتو په ورځ، په کندوز کې په یوه ښوونځي کې د رایه اچونې په یوه موقت مرکز باندې برید وکړ، چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو چارواکی او دوه پولیسان یې ووژل او بیا یې ودانۍ ته اور ور واچاوه.‌

د راپورونو په اساس، د ورځې په اوږدو کې څو راکټي بریدونه هم وشول،‌ چې د کندوز روغتون د رییسې ډاکتر مرضیه سلام یفتلي په وینا لږ تر لږه ۳۹ کسان یې ټپیان کړل.‌

همدارنګه،‌ طالب یاغیان د ملکي خلکو په کورونو کې پټ شوي او اوسېدونکي یې مجبور کړي ول چې وتښتي.‌

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ اوسېدونکي د تلې په ۳۰ مه په داسې حال کې ښیي چې هغوی د تلې په ۲۸مه د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې د طالب اورپکو په واسطه خپل ویجاړ شوي کورونه ګوري. اوسېدونکي په اورپکو باندې د دې له امله ملامتي ور اچوي چې د هغوی په کورونو کې پټ شوي ول.‌

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ اوسېدونکي د تلې په ۳۰ مه په داسې حال کې ښیي چې هغوی د تلې په ۲۸مه د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې د طالب اورپکو په واسطه خپل ویجاړ شوي کورونه ګوري. اوسېدونکي په اورپکو باندې د دې له امله ملامتي ور اچوي چې د هغوی په کورونو کې پټ شوي ول.‌

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وویل، «دا یو بزدلانه کار دی چې ملکي خلک د هغوی له کورونو څخه واېستل شي او کورونه یې د نظامي بارکونو په توګه وکارول شي،»

د ځایي چارواکو په وینا، د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د نښتو په نتیجه کې له ۵۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شول. چارواکو وویل چې له ۱۰۰ څخه ډېر ملکي کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.‌

نعیمي د لړم په ۳ مه په کندوز ښار کې د وژل شوي جنرال رازق د فاتحې په مراسمو کې وویل، «دغه وحشي ګروپ، چې د ځناورو په څېر ذهنیت لري،‌ د انتخاباتو په ورځ په ټول افغانستان په ځانګړې توګه په کندوز کې ګولۍ وورولې،»

په ورته وخت کې، یوه ځانمرګي بمي برید په کابل کې د انتخاباتو په ورځ ۱۵ افغانان ووژل او ۶۰ نور یې ټپیان کړل، په داسې حال کې چې د روغتیا وزارت د سرپرست ویاند،‌ محب الله زهیر، په وینا، په ښار کې ګڼ شمېر نورو چاودنو او ډزو درې کسان ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.

په ورته ډول، په ننګرهار ولایت کې، چې داعش په کې قوي حضور درلود او مخ په ځوړ روان دی، دوه ملکي کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول .

پهبغلان ولایت کېدرې د هاوان ګولیو څلور افغانان ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل، په داسې حال کې چې لږ تر لږه ۱۰ تنه ملکیان په کونړ ولایت کې ټپیان شول.

اورپکو د انتخاباتي هلو ځلو پر وخت،د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ولسي جرګې لږ تر لږه ۱۰ کاندیدان او د هغوی ګڼ شمېر ملاتړ کوونکي ووژل.

نعیمي وویل،‌طالبان دا بریدونه په داسې حال کې کوي چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره د افغانانو هیلې بیا راټوکېدلي دي. هغه استدلال وکړ چېد تېر یوه کال په بهیر کې په سعودي عربستان، اندونیزیا او کابل کې راغونډو شویو په زرګونو دیني عالمانو په افغانستان کې روان جنګ «غیرمشروع» وباله.

هغه وویل، طالبانو په کندوز کې د سپر په توګه د خلکو له کورونو څخه په استفادې سره خپله «کمزورتیا» وښودله. نوموړي وویل، «مونږ دا وحشیانه عمل، چې په سلګونو کورنۍ یې د هغوی د هغو عزیزانو په غم چې د انتخاباتو په ورځ‌ یې له لاسه ورکړل، ودردولې، په کلکه غندو،»

طالبان کورونه او جوماتونه ورانوي

ځایي خلک همدارنګه د طالبانو له خوا د ملکي خلکو له کورونو څخه د مورچلو په توګه استفاده او د جوماتونو ړنګول غندي.

په کندوز کې د امام صیب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، احسان الله خطیب، چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «ژوند وران ویجاړ شوی دی،‌ او ملکي خلکو خپل معیشت او استوګنځي له لاسه ورکړي دي. طالبانو د هاوانونو په وارولو سره ډېر خلک ووژل او ډېر نور یې بې کوره کړل.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «یو جومات ویجاړ شو،‌ او ډېر مقدس کتابونه په کې خراب شول،»

د امام صیب ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي، سید حسیب الله عمري، چې ۴۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «لږ تر لږه ۵۰ کورونه ویجاړ شول، او ډېرو اوسېدونکیو هرڅه له لاسه ورکړل،»

هغه وویل، «وروسته له هغه، چې افغان ځواکونو په اورپکو باندې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل، طالب اورپکي د خلکو په کورونو ورننوتل،»

عمري زیاته کړه، «اصلي مجرمان او د ملکي خلکو د تلفاتو او د مالي زیانونو سرچینه طالبان دي،»

د کندوز د ولایتي شورا رییس، محمد یوسف ایوبي، چې تازه یې د یوه څېړونکي ټیم د غړي په توګه له یادې ولسوالۍ څخه لیدنه کړې، دغه ویجاړتیاوې تایید کړې.

هغه تایید کړه، چې د مخمل کوچه، آقی بای، روضه مبارک، خاکسار مېنې، نو اباد او چار راهی امام الدین په کلیو کې له ۵۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي،‌ او په لسګونو نور خراب شوي دي.‌

ایوبي د طالبانو له خوا د ملکي خلکو په نښه کول وغندل.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو په اکثرو حملو کې اصلي تاوان ملکي خلکو ته ور اوړي،»

د طالبانو د تاوتریخوالي قربانیانو سره مرسته

د امام صیب ولسوالۍ ولسوال، محبوب الله سیدي، سلام ټایمز ته وویل، د کلیو د بیارغونې او پراختیا او د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو د ریاستونو او د پېښو د مدیریت د ملي ادارې او سره صلیب له چارواکو څخه جوړ یوه پلاوي له امام صیب ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه چې ویجاړې شوې سیمې وګوري.‌

هغه وویل، دغه پلاوی به په سیمه کې د وروستیو نښتو قربانیان په نښه کړي او هغوی ته به نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې برابرې کړي.‌ نوموړي په دې هکله جزیات ور نه کړل چې دغه مرسته به دقیقاً کله راورسیږي.‌

هغه وویل، «په امام صیب کې د دغې فاجعې او مصیبت سطحه له هغه څه نه ډېره لوړه ده چې مونږ یې فکر کاوه،»

هغه وویل، «هغه کسان، چې له ویجاړتیاو څخه متاثر شوي او بې کوره شوي دي، ډېر زیات غریب دي. طالبان باید د ملکي خلکو په کورونو کې ځانونه پټ‌ نه کړي.»

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي او د ولسوالۍ اوسېدونکي،‌ خال الدین حکیمي، وویل، «د کورونو په ویجاړتیا سربېره، په امام صیب ولسوالۍ کې یو شمېر خلک د طالبانو له خوا شهیدان شول،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په وژل شویو کې زما یو ورور، دوه ګاونډیان، یوه وړه نجلۍ او یوه زړه ښځه هم شامل دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500