بشري حقونه

طالبان د وچکالۍ په بهانه، 'بشري' مرسته غواړي

د نجیب الله راپور

یوه افغانه نجلۍ، چې د وچکالۍ له امله بې ځایه شوې ده، د زمري په ۱۲مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې له یوه ټانکر څخه د اوبو ډک شوي لوښي انتقالوي. طالبانو په وروستیو کې د هغوی تر کنټرول لاندې وچکالۍ ځپلیو سیمو لپاره د بشري مرستو غوښتنه وکړه، خو چارواکي او تحلیلګران خبرداری ورکوي چې دغه غوښتنه یوازې د دې لپاره شوې چې طالبان خپل جېبونه ډک کړي.‌[هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

کابل -- طالبان، چې د مالي سرچینو له کمزورتیا سره مخامخ دي،‌ له بهرنیو بشري او مرستندویو ادارو څخه پیسې غواړي، او وایي چې له دغو پیسو څخه به د افغانستان هغه سیمې، چې وچکالۍ ځپلې دي، استفاده وکړي.

افغان چارواکي او تحلیلګران وایي، که څه هم چې افغانان له وچکالۍ څخه کړېږي، لاکن د طالبانو له خوا د تلې د میاشتې د ۱۸مې غوښتنه یوازې د دې لپاره ده چې پیسې ترلاسه کړي او د دغه اورپکي ګروپ د تخریبي فعالیتونو لپاره مالي سرچینه برابره کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي، ذکریا ذکریا، وویل، «د طالبانو مالي وضعه ښه نه ده. هغوی په افغانستان کې د پیسو له سخت کمي سره مخامخ دي او زکات او عشر ټولوي.»

هغه وویل، خو هغه زکات او عشر، چې له خلکو نه یې ټولوي، هغه د طالبانو د بقا لپاره کفایت نه کوي.

د غزني اوسېدونکي د زمري په ۲۳ مه د یوه سړک تر څنګ د داسې تابوتونو تر څنګ ولاړ دي چې له طالب جنګیالیو سره له نښتو څخه وروسته جسدونه په کې پراته دي. طالبان ادعا کوي چې غواړي له کړاو ځپلیو افغانانو سره مرسته وکړي، خو تحلیلګران وایي چې په حقیقت کې دغه ډله د خپلو تخریبي فعالیتونو د تمویل لپاره پیسو ته اړتیا لري. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د جنګي روزنې په حال کې ښیي. په افغانستان کې ددغې ‌‌‌‌‌‌ډلې له پيدایښت راهیسې، په زرګونه افغانان تښتول شوي، ورڅخه جزیه اخیستل شوې یا په بې رحمۍ سره وژل شوي دي. اوس چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډله له مالي ستونزو سره مخه ده، له هغو ‌‌‌‌‌‌ډلو څخه د مرستې خواست کوي چې یو وخت یې ګواښونه ورته کول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له همدې امله، طالبان غواړي چې هغه پیسې ترلاسه کړي چې باید ملکي خلکو ته ورسیږي. د اورپکو دغه ډله غواړي چې په هغو سیمو کې، چې هغوی په کې کنټرول لري، خارجي مرسته ترلاسه کړي او هغه پیسې د ځانونو د پیاوړي کولو لپاره ولګوي.»

هغه د طالبانو له خوا د پیسو ترلاسه کولو لپاره د خلکو د تښتولو پروګرامونو او د بشري مرستو د موسسو په کارمندانو مرګانیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، «د طالبانو یوازنی هدف دا دی چې د یرغمل نیونې او نورو ناقانونه لارو څخه مالي سرچینې ترلاسه کړي،»

طالبان د ملکي خلکو له ستونزو څخه په استفادې پیسې ترلاسه کوي

چارواکي او تحلیلګران وایي، له بشري مالي مرستو څخه پرته، طالبان نشي کولی چې له ملکي خلکو څخه زکات او عشر ټول کړي او په خپلو جېبونو کې یې واچوي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر احمد بهروز وویل، «طالبانو ته د افغانانو ژوند او د هغوی د ژوند د خرڅ برابرېدل اهمیت نه لري. یوازنی دلیل، چې هغوی د مرستو لپاره دغه غوښتنه وړاندې کړې ده، د دې لپاره ده چې وچکالۍ د هغوی مالي وضعه خرابه کړې ده.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا طالبان... عین هغه ډله ده چې پخوا یې هغه بشري مرستې غلا کړې یا یې په زور ولوټلې چې متاثر شویو خلکو ته ور رسول کېدلې،»

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه استازي عبدالرحیم رحیم وویل، «د طالبانو د لګښتونو دروند بار بیا هم د ملکي خلکو په سر دی،»

هغه د طالبانو له خوا په ناقانونه توګه د عشر او زکات ټولولو ته په اشارې سلام ټایمز ته وویل، «په دقیق ډول له همدې امله طالبان غواړي څو دا ډاډمنه کړي چې ملکي خلک مرستې ترلاسه کړي؛‌ که نه، هغوی به هېڅ شی هم ونه لري چې طالبانو ته یې ورکړي،»

د افغانستان د پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې مرستیال قسیم رحیمي وایي، وچکالۍ په هېواد کې ۲۰ ولایتونه متاثر کړي دي، چې اټکل ۱.۲ میلیونه کورنۍ عاجلې مرستې ته سخته اړتیا لري. افغانستان ۳۴ ولایتونه لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌افغان حکومت هوډ لري چې له هغو کسانو سره، چې وچکالۍ ځپلي دي،مرستې وکړي.

هغه وویل، افغان حکومت، د خپلو نړیوالو شریکانو په ملاتړ، تر اوسه پورې د متاثر شویو خلکو له ډلې څخه ګڼ شمېر کسانو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشلي دي.

هغه وویل،‌ «له بده مرغه، طالبانو له دغه ملاتړ څخه ناوړه ګټه واخیسته او د بغلان ولایت په شمول، ځینې سیمو کې یې خوراکي مرستې غلا کړې،»

د طالبانو له خوا دوکه او منافقت

افغان قانون جوړوونکیو او تحلیلګرانو د بشري پېښو په وړاندې د طالبانو په زړه سوي د باور کولو پر ضد خبرداری ورکړ.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي ذکریا وویل، «مونږ په هېڅ دلیل په طالبانو باور نشو کولی، ځکه څنګه چې بشري مرستې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو ته ورسېږي هغوی وار له واره یوه لویه سلنه ترې ټولوي،»

تحلیلګر، بهروز، وویل، «په ۱۳۸۶ کې، طالبانو دوه جرمني اتباع، چې په سلما بند یې کار کاوه، وتښتول او ویې وژل. په ورته ډول، په ۱۳۹۲ کې طالبانو په کابل کې د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او اېم) باندې برید وکړ، چې په نتیجه کې یې پنځه امنیتي ساتونکي او پنځه خارجي کارمندان ټپیان شول.»

هغه وویل، طالبانو په وروستیو کې سور صلیب ګواښلی، او داسې ښیي چې د خیریه مرستو لپاره د هغوی غوښتنه له خیریه ادارو سره د همکارۍ کولو په برخه کې د خلوص پر ځای پیسو ته «سختې اړتیا» څخه سرچینه اخلي.‌

په ۱۳۹۶ کې،د سره صلیب نړیوالې کمېټې د هغوی په کارمندانو باندې له یو لړ مرګانیو بریدونو څخه وروسته اعلان وکړ چې هغوی به د افغانستان په شمال کې د خپلو کارمندانو شمېر «ډېر راکم»‌ کړي.

د بدخشان ولایت د فیض اباد یوه اوسېدونکي خال جان، چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل، «له بده مرغه، طالبان هغه څه ته چې وایي یې ژمن نه پاتې کېږي او د هغو پر عکس عمل کوي. د اورپکو د دغې ډلې اعلامیې د باور وړ نه دي.»

خال جان سلام ټایمز ته وویل، «په تېر وخت کې، ملا محمد عمر (د طالبانو مړ شوي مؤسس مشر) او (د طالبانو اوسني مشر) ملا هبت الله اخوندزاده په خپلو اختریزو پیغامونو کې ادعا کوله چې هغوی عامه تاسیسات او شتمنۍ او د ملکي خلکو ژوند خوندي کړی دی. په حقیقت کې، هغوی کاملاً پرعکس کار کړی دی.»

هغه وویل،‌ «زمونږ په هېواد کې د طالبانو له رامنځته کېدلو راهیسې، په زرګونو افغانان د دغه ګروپ له لاسه شهیدان شول، او د بشري مرستو د کارمندانو پر ضد د دغه ګروپ د وژنو،‌ تښتونو او ګواښونو له امله، هغو موسساتو خپل کارونه، چې یو وخت یې په افغانستان کې ترسره کول، یا ودرول یا یې کم کړل،»

په کابل کې د یوې خیریه ادارې کارمندې جمیلې، چې ۲۷ کاله عمر لري او د امنیتي اندېښنې له امله یې خپل نوم بدل وښود، سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې شک نشته چې طالبان به تر خپل کنټرول لاندې سیمو ته د خیریه ادارو کارکوونکي، په ځانګړې توګه نړیوال کارکوونکي له وربللو څخه وروسته وتښتوي، او بیا به یې په بدل کې پیسې غواړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په نظر، د افغانستان د خلکو په هکله د متحده ایالاتو پالیسي داسې وه چې هغوی خلک داسې جوړ کړل چې یوې مړۍ ډوډۍ ته یې هم وس ونه رسیږي. اوس هغوی همدا لوبه له طالبانو سره هم کوي، څو له حالاتو څخه لا نوره ګټه واخلي. لیمین وایي، «څوک چې خپل د اوبو لوښی په لغته وهي، هغه تږی نه دی!» له هرات څخه (فیروز نظري)

ځواب ورکړئ

دا یو ډېر ښه وېب سایټ دی! زه تاسو ته د بریا هیله کوم.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه

ځواب ورکړئ