امنیت

افغان پیلوټ د وژل شوی امریکایي عسکر کورنۍ ته له احساساتو څخه ډک لیک لیکلی دی

سلام ټایمز

د متحده ایالاتو د اردو تورن برېنټ ټایلر (چپ) او د افغان ملي اردو تورن عبدالرحمان رحماني (ښی) په بې نېټې عکسونو کې لیدل کیږي. [له تورن عبدالرحمان رحماني څخه په مننه]‌

د متحده ایالاتو د اردو تورن برېنټ ټایلر (چپ) او د افغان ملي اردو تورن عبدالرحمان رحماني (ښی) په بې نېټې عکسونو کې لیدل کیږي. [له تورن عبدالرحمان رحماني څخه په مننه]‌

کابل -- د افغان ملي اردو یوه پیلوټ، چې له ټیلر سره یوځای یې کار کاوه،‌ د متحده ایالاتو د وژل شوي تورن برېنټ ټیلر کورنۍ ته په یوه احساساتي لیک کې، چې د شنبې په ورځ /د لړم ۱۲مه/ په کابل کې په یوه ښکاره داخلي برید کې ووژل شو، لیکلي، چې د هغوی ملګرتیا هغه ته داسې یو الهام ورکړ چې له هغه څخه یو بهتر شخص جوړ شي.

تورن عبدالرحمان رحماني، چې په کابل کې د ځانګړي ماموریت وېنګ سره د پیلوټ په توګه کار کوي، دا لیک د لړم په ۱۳مه په ټوېټر باندې خپور کړ.

غم او تسلي

هغه د خپل وژل شوي ملګري مېرمنې،‌ جیني، او د هغوی اوو ماشومانو ته لیکلي، «زه غواړم چې تاسو ټول پوه شئ چې اکثر افغانان ستاسو د مېړه او پلار په مرګ د ډېر زیات غم او درد احساس کوي،»

هغه ویلي، «زه نشم کولی ووایم چې تاسو به په دې پېښه څومره دردېدلي یئ، خو هیله ده داسې فکر ونه کړئ چې هغه له تاوتریخوالي څخه ډک کار، چې د هغه ژوند یې واخیست، د امریکایانو په وړاندې زمونږ د احساساتو استازیتوب کوي،»

رحماني لیکلي، ټیلر «زمونږ دواړو په هېوادونو کې د ازادۍ او ولسواکۍ لپاره قرباني شو».‌

رحماني ویلي، «ما په ویجاړوونکې جګړه کې، د خپل پلار، درې ترونو او دوه د تره زامنو په شمول د خپلې کورنۍ اته غړي له لاسه ورکړي دي،» او زیاته کړې یې ده چې هغه پخپله دوه ځلې ټپي شوی دی، «خو، زه به ستا د محترم مېړه په وینا په دغه 'ښه مبارزه' کې خپل جنګ ته دوام ورکړم. زه د یوه غټ هدف لپاره جنګېږم.»

رحماني ویلي،‌ له ټیلر سره له لیدنې څخه مخکې هغه فکر نه کاوه چې له ښځو او سړیو سره باید برابر چلند وکړای شي.

هغه لیکلي، «ستا مېړه ماته راوښودل ... چې یوه بهتر پلار واوسم، چې یو بهتر مېړه واوسم او چې یو بهتر سړی واوسم،»

هیچا هم سمدلاسه د هغه داخلي برید، چې ټیلر یې وواژه او یو بل امریکایي عسکر یې ټپي کړ، مسؤلیت پر غاړه وانه خیست. په دغو پېښو کې، چې د «زرغون په اوبرنګ» په نامه هم یادیږي،‌ نفوذي طالبان یا د افغان ځواکونو ناراضي غړي په خپلو خارجي شریکانو باندې د ټوپکونو خولې وراړوي، چې طالبان دغه ډول جنګي تکتیک یو غوره تکتیک بولي.

ای اېف پي د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په اساس وایي، «ابتدایي راپورونه ښیي چې بریدګر د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو غړی وو،»

په اعلامیه کې راغلي، چې بریدګر «د افغان ځواک د یوه بل عسکر» له خوا ووژل شو،‌ او زیاتوي چې په دې هکله یوه څېړنه روانه ده.

طالبانو د تلې په ۲۶ مه او د تلې په ۳۰ مه په کندهار او هرات کې په ترتیب سره د دوه مشابه بریدونو مسؤلیت پرغاړه واخیست.

په افغانستان کې د ناټو او متحده ایالاتو جیګپوړی قوماندان جنرال سکاټ مېلر له لومړي برید څخه په لږ څه کې بچ شو. دغه برید د طالبانو یو سرسخت مخالفاو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وواژه.

په کندهار کې د امریکایي برید جنرال جیفري سمایلي په شمول ۱۳ کسان ټپیان شول.‌

'یو لوی سړی'

ټیلر د یوټا ایالت د شمالي اوګدن ښاروال وو.‌ د سالټ لیک ټریبیون د راپور په اساس، هغه دوه دورې په عراق کې خدمت کړی وو او په افغانستان کې په دویمه دوره وو چې ووژل شو.

سلام ټایمز ته په یوه ایمیل کې، رحماني ټیلر د «یو لوی سړی!» په نامه یاد کړی دی.‌

رحماني ټیلر ته په اشارې لیکلي، «ما له هغه څخه ډېر څه زده کړي دي.‌ که هغه ژوندی وای ښایي چې اجر یې نه وای پوره کړای شوی.»

رحماني د خپلو خبرو په دوام لیکلي، «تورن ټیلر افغانستان پېژانده... هغه زمونږ تاریخ، فرهنګ او ټولنیز نورمونه پېژندل. همدارنګه هغه ډېر هڅوونکی وو،»

هغه زیاته کړه، «په تېر وخت کې، افغانستان هېڅکله د روسیې یا ایران ستراتیژيک ملګری نه وو. که افغانستان په راتلونکي وخت کې یو ستراتیژیک شریک انتخابوي، هغه به متحده ایالات وي.‌ متحده ایالات هم په سیمه کې یوازې په افغانستان باندې حساب کولی شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

16 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه یو لوی سړی او د افغانستان د خلکو او د متحده ایالاتو د خلکو لپاره د ازادۍ د عملیاتو په ترڅ کې د متحده ایالاتو د ځانګړیو عملیاتو د قوماندانۍ یو اتل وو. مونږ په خپل امریکایي ملګري تورن ټیلر باندې د دې برید له امله د شرم احساس کوو. زما زړه له تورن ټیلر او د هغه د کورنۍ او ماشومانو او د ټول امریکایی ملت سره دی. افغانانو ته د خدمت له امله مننه. په احترام تورن ذبیح الله حیدري د افغان ملي اردو افسر

ځواب ورکړئ

زه په هیچا هم لعنت نه وایم، پاتې خو لا مړی دی. ځکه چې یوازې په شیطان باندې باید لعنت وویل شي، او نه په انسانانو، بې له دې چې دې ته وکتل شي چې مسلمانان دي یا کافران.‌

ځواب ورکړئ

لومړی، زه په دغه مړه اشغالګرباندې لعنت وایم. دویم، په زرونو لعنتونه دې په دغه افغان پیلوټ او هغو نورو باندې وي‌ چې له دغه مړي سره خواخوږي ښیي. متحده ایالات باید وپوهېږي چې مونږ او تاسو به هېڅکله هم یو د بل دوستان نشو.‌

ځواب ورکړئ

زه د جنګ پلوي نه یم. پرعکس یې، زه کاملاً د سولې په لوري یم، خو دا ترهګر باید ووژل شي، ځکه چې بې ګناه خلک وژني او له متحده ایالاتو سره زمونږ په ملګرتیا کې ستونزې رامنځته کوي.

ځواب ورکړئ

مونږ، افغان حکومت او خلک، له خپل دوست، د امریکا متحده ایالاتو، څخه زمونږ د هېواد د ملاتړ له امله په هره ممکنه لاره مننه کوو. زه هیله لرم چې د افغانستان هېواد او خلک دا مرسته په ځای ولګوي او خوندي یې کړي.

ځواب ورکړئ

په دې هېواد کې د دې ټولو وژنو اصلي سبب د تش په نامه سوچه اسلام موجودیت دی. کاش چې د اسلام او اسلامیزم پرځای مونږ یو څه انسانیت لرلی. په دغه افغان پیلوټ دې افرین وي چې، لږ ترلږه یې، له هغه امریکایي عسکر څخه یو څه انسانیت زده کړی دی. او مونږ له خپل سوچه اسلام څخه له وژنې، وحشت، ځانمرګو بریدونو، چاودنو، او ډلوژنې څخه پرته نور څه نه دي زده کړي.‌

ځواب ورکړئ

هغه ویلي چې له ټیلر سره له لیدنې څخه مخکې، هغه په دې حقیقت خبر نه وو چې یو څوک باید له ښځو او سړیو سره برابر چلند وکړي. دا د شیطان بنده ګان هره ورځ زمونږ هېوادوال وژني، په داسې حال کې چې ښاغلی رحماني او د هغه په څېر نور د هغوی په هکله هېڅ نه لیکي. دا لوټماران زمونږ هېواد لوټي څو د خپلو خلکو ژوند ښه کړي. دا زمونږ، د افغانستان د خلکو لپاره د شرم او افسوس وړ دی.

ځواب ورکړئ

د دې ملت دا حال د افسوس وړ دی! زه به دغه ځوان امریکایی دوست ته ځواب ورکړم. د افغانستان پخوانیو واکمنو به د «شوروي د سوسیالستي جمهوریتونو د اتحاد» د نامه له اخیستلو څخه مخکې اوه ځلې خپله خوله په صابون وینځله، او بیا به یې د «نه ماتېدونکي» نوم ورته استعمالاوه. بالاخره، او د خدای په مرسته،‌ هغوی د هغوی له بادارانو سره یوځای مات کړای شول. داسې خبرونه مه خپروئ، ځکه چې دغه ډول ادعاوې ستاسو د خولو په نسبت ډېرې غټې دي. او بالاخره، لکه د ګیم آف ترون په څېر، یوازې یو جنرال کولی شي چې د بل جنرال پر ضد مقاومت وکړي!

ځواب ورکړئ

له بده مرغه، سره له دې چې دا افغان د واده د اساساتو په هکله پوه نه دی، له دې حقیقت سره سره چې اسلام دلته موجود دی، ده له یوه امریکایي څخه زده کړه کړې ده خو له اسلام څخه نه.

ځواب ورکړئ

زه د دغه هېوادوال په حال خفګان ښیم! را ویښ یې کړئ، ځکه چې نور نو د ژورو خوبونو وخت نه دی.

ځواب ورکړئ

ولې باید دا ټول ملکي خلک ووژل شي؟

ځواب ورکړئ

زه د قوم او مذهب له پام کې نیولو څخه پرته، په افغانستان کې د خلکو په مړینه خفه یم. زه دعا کوم چې نړۍ له تاوتریخوالي څخه پاکه شي.

ځواب ورکړئ

هره ورځ په سلګونو مسلمان افغانان مړه کیږي او تر اوسه پورې یې هیڅوک هیڅ پوښتنه نه کوي او نه یې په هکله څه لیکي. زه د دې لیکنې خلاف یم، ځکه چې تر اوسه پورې هیچا د یوه افغان لپاره د دې په څېر لیکنه نه کړې.

ځواب ورکړئ

نه! اکثر افغانان د یوه امریکایي په مړینه نه خفه کیږي ځکه چې متحده ایالات د خپلو ګټو په غم کې دی او هېڅکله هم نه غواړي چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسېږي.

ځواب ورکړئ

دا ډېرعاطفي دی.

ځواب ورکړئ

لومړی، زه ټولو لوستونکو ته سلامونه وړاندې کوم. بیا، زه هم د امریکایانو یا په عمومي توګه د هر انسان په مړینه خوشحال نه یم. وژنه د حل لاره نه ده، البته د متحده ایالاتو حکومت او امریکایي سیاستوال باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې د دغو ټولو وژنو اصلي مجرم متحده ایالات دی، او یوه ورځ به هغوی د دې پور پرې کوي. تاسو زمونږ بهترین سړي شهیدان کړل، تاسو زمونږ هېواد ویجاړ کړ، تاسو مونږ غریب او نهیلي کړو! هر څوک پوهېږي چې دا ټوله وینه تویونه د متحده ایالاتو له خوا کیږي. زه په دې نه پوهېږم چې هغوی څنګه خولې چوپ نیولي دي! مونږ په نړیواله ټولنه او متحده ایالاتو باندې غږ کوو چې څومره ژر چې ممکنه وي زمونږ له وطن څخه وځي او نور مونږ نه شهیدان کوي.

ځواب ورکړئ