د ښځو حقوق

په کندوز کې په سلګونو ښځو له حرفوي روزنې څخه ګټه واخیستله

د هدایت الله راپور

له ښځو سره د کاري فرصتونو د پیدا کولو په برخه کې د مرستې کولو لپاره، د افغانستان په کندوز ولایت کې د تخنیکي او حرفوي روزنې یو مرکز په ۱۲ بېلابېلو مهارتونو کې روزنه وړاندې کوي. [هدایت الله]

کندوز -- په کندوز ولایت کې د تخنیکي او حرفوي روزنې یو مرکز په سلګونو ښځو ته زده کړه او کاري فرصتونه برابروي، او د سیمې ښځې دې ته جوړوي چې په خپلو ځانونو باندې بسیا شي.

په دغه ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو د ریاست رییس، محمد ظاهر عظیمي، وویل، دغه مرکز چې په ۲۰۰۹ کال کې پرانستل شوی، په ۱۲ بېلابېلو مهارتونو کې روزنه وړاندې کوي او هدف یې دا دی چې د ښځو په منځ کې بې کاري کمه کړي.

هر کورس خواوشا شپږ میاشتې دوام کوي او نژدې ۳۰۰ ښځو ته روزنه ورکوي.

عظیمي سلام ټایمز ته وویل، «په دې مرکز کې ښځې مهارتونه او لاسي کارونه، لکه د قالینو او قالینچو اوبدل، کالي ګنډل، ګلدوزي، پردې جوړونه او داسې نور زده کوي، څو وکولی شي له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي،»

ښځې د تلې په ۱ په کندوز ولایت کې د تخنیکي او حرفوي روزنې په یوه مرکز کې یوه قالینه اوبي. [هدایت الله]

ښځې د تلې په ۱ په کندوز ولایت کې د تخنیکي او حرفوي روزنې په یوه مرکز کې یوه قالینه اوبي. [هدایت الله]

ښځې، چې په کندوز ولایت کې د ګنډلو او کمیسونو جوړولو په یوه روزنیز کورس کې یې برخه اخیستې، د ۱۳۹۱ د غوایي په ۱۲مه د عکس اخیستنې لپاره ولاړې دي. [د کندوز ولایت د ښځو د چارو ریاست]

ښځې، چې په کندوز ولایت کې د ګنډلو او کمیسونو جوړولو په یوه روزنیز کورس کې یې برخه اخیستې، د ۱۳۹۱ د غوایي په ۱۲مه د عکس اخیستنې لپاره ولاړې دي. [د کندوز ولایت د ښځو د چارو ریاست]

هغه وویل، دغه مرکز فارغانو ته د کورس په پای کې وسایل او تجهیزات ورکوي څو له هغوی سره د هغوی په ټاکلي مسلک کې مرسته وکړي.

هغه وویل، «مونږ هغو ښځو ته، چې دلته بېلابېل مهارتونه زده کوي، خرڅ، ټرانسپورټ او وسایل برابروو،»

عظیمي وویل، «دا پروژه د دې لپاره پیل شوې چې له غریبو ښځو سره د پرځان بسیاینې په برخه کې مرسته وکړي، او په راتلونکي کې به مونږ دا وړتیا ولرو چې د ښځو له خوا تولید شوي توکي او لاسي صنایع بازار ته وړاندې کړو،»

هغه وویل، «مونږ هڅه کوو چې د حکومت او غیرحکومتي موسسو په مرسته، ښځو ته ډېرې وظیفې برابرې کړو،»

د ښځو د ژوند شرایط ښه کول

هغه ښځې، چې په دغه روزنیز پروګرام کې یې برخه اخیستې وه، وایي، چې هغوی په راتلونکي کې د خپلې احتمالي ګټې په هکله هیله مندې دي.

د دغه مرکز یوې ۲۳ کلنې فارغې ګلالۍ محبي وویل، «مونږ د قالینو او قالینچو د اوبدلو هنر زده کړ، او اوس کولی شو چې په کور کې قالینې او قالینچې واوبو او په بازار کې یې خرڅې کړو،»

هغې وویل، دغه روزنه له ښځو سره مرسته کوي چې په ځانونو بسیا شي او دا د هغوی د ژوند معیار لوړوي.

ګلالۍ محبي سلام ټایمز ته وویل، «زما په څېر په سلګونو نورو ښځو بېلابېل مهارتونه او مسلکونه زده کړي، او اوس هغوی کولی شي چې د خپلو کورنیو او ماشومانو لپاره یو متوسط عاید وګټي،»

په کندوز کې د ښځو د چارو رییسې، نصیبې هولکر، وویل، چې دا پروژه د ښځو د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام دی.

هغې سلام ټایمز ته وویل، د تېر کال په بهیر کې، دغه ریاست نژدې ۱۵۰ ښځو ته، چې د کارونو په لټه کې وې، کارونه برابر کړي دي.

هغې وویل، هغه ښځې، چې د حکومتي ادارو او خیریه موسسو له لارې یې وظیفې موندلي دي، اوس د میاشتې له ۳۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ افغانیو (له ۴۰ څخه تر ۱۳۳ ډالرو) پورې ګټي چې د هغوی د اړتیاو د پوره کولو لپاره کفایت کوي.

هولکر وویل په دغه ریاست کې د هغې هدف دا دی چې له هغو ښځو سره، چې له فقر او مالي ستونزو سره مخامخ دي، مرسته وکړي.

هغې وویل، «هلته داسې ښځه شته چې په پټیو کې او د چرګانو، ماهیانو او مچیو د ساتنې په شمول د حیواناتو د ساتنې په برخه کې کارونه کوي، یا لاسي صنایع جوړوي او له خپلو کورنیو سره مرسته کوي،»

هولکر وویل، «د یوه کسب یا حرفوي مهارت د زده کولو له لارې، ښځې کولی شي چې د خپلو کورنیو د مالي ښېرازۍ په برخه کې رول ولوبوي او د خپلو ځانونو او ماشومانو لپاره یوه بهتره راتلونکې جوړه کړي،»

هغې په داسې حال کې چې له نورو ښځو څخه یې هم د برخه اخیستنې غوښتنه وکړه، زیاته کړه، «تاسو کولی شئ چې پرځان بسیا شئ او په خپلو لاسونو باندې د کار کولو له لارې د ژوند ښه خرڅ وګټئ،»

ټولنیز خنډونه له مخې لیرې کول

په کندوز کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، حبیبې ګلستاني، وویل، ډېرې ښځې له خپلو کورونو څخه بهر کارونه کوي، او -- په کور کې د پاتې کېدلو د توقع -- له خنډ څخه، چې په دودیز ډول یې د ښځو د پرځان بسیاینې مخه نیولې ده، تېرېږي.

هغې د ۱۳۹۰ د اهمیت په هکله له توضیح ورکولو څخه پرته سلام ټایمز ته وویل، «د کورنیو د خبرتیا سطه له ۱۳۹۰ کال راهیسې لوړه شوې ده، او اوس ښځې کولی شي چې له سړیو سره اوږه په اوږه په حکومتي ادارو او شرکتونو کې کار وکړي،»

هغې وویل، «دا وخت د بېلابېلو حکومتي ادارو په ځانګړې توګه پوهنې، عامې روغتیا، امنیت او نورو دولتي ادارو ۳۰٪ کارمندان ښځې دي،»‌

د ځینې ښځو لپاره، له کور څخه بهر کار کول یو ضرورت دی.

په کندوز ښار کې د سې درک سیمې یوې اوسېدونکې، محبوبې حمیدي، چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، «زما مېړه په ۲۰۱۷ کال کې هغه وخت شهید شو چې کندوز د لږ وخت لپاره د طالبانو له خوا سقوط شو، او زه له خپلو څلورو بچیانو سره یوازې او بې څوکه پاتې شوم،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «خدای دې د طالب جنګیالیو کورونه وران کړي. که هغوی جنګ نه وای کړی، او کندوز ته یې سقوط نه وای ورکړی، زما ژوند به نه وای خراب شوی.»

هغې وویل، «هغوی زما په څېر د زرګونو نورو میندو ژوند هم خراب کړ، چې هغوی هم د خپلو کورنیو او ماشومانو په مړینه ویر کوي،»

افغان حکومت محبوبه حمیدي د کالیو ګنډلو او کمیس جوړونې په پروژه کې مقرره کړې، چې په میاشت کې ۶۰۰۰ افغانۍ تنخا ترلاسه کوي.

د کندوز یوه دیني عالم مولوي عبدالباري وویل، «د عامې روغتیا، امنیت، پوهنې او داسې نورو په څېر سکټورونو کې، د ښځو موجودیت په جدي توګه ضروري دی. د مثال په توګه، د امنیت قوماندانۍ او امنیتي ادارو کې، یوازې ښځینه کارمندانې کولی شي چې د نورو ښځو تلاشي وکړي.»

هغه د موضوع په هکله اسلامي ارشاداتو ته په اشارې، سلام ټایمز ته وویل، «ښځې کولی شي چې په ازادانه توګه له کورونو څخه بهر کار وکړي، خو په دې شرط چې مناسب حجابونه واغوندي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500