سوداګري

په افغانستان کې جنګ د شیشه ګرۍ صنعت خراب کړی دی

ای اېف پي

غلام سخي په هرات ښار کې یو له وروستیو شیشه ګرانو څخه دی. هلته دغه صنعت، چې یو وخت ډېر غوړېدلی وو، د لسیزو اوږدې جګړې، بې وزلۍ، او ارزانو وارداتو خراب کړی دی. [جسټین ګیراردي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]‌

هرات -- افغان شیشه ګر، غلام سخي، چې اوږې یې ټوغې او بدن یې نرم نیولی، ویلې شوې شیشه په ماهرانه توګه تاووي او ظریف اوبرنګه کاسې او ګلدانونه ترې جوړوي - دا داسې صنعت دی چې له نسلونو راهیسې په هرات کې را روان دی خو اوس د ختمیدو له خطر سره مخامخ شوی دی.

سخي د هرات په لرغوني ښار کې د شیشه یي لوښو یو له وروستیو جوړوونکیو څخه دی. هلته دغه صنعت، چې یو وخت ډېر غوړېدلی وو، د لسیزو اوږدې جګړې، بې وزلۍ، او ارزانو وارداتو خراب کړی دی.

د خښتو او څپه لرونکیو اوسپنیزو څادرونو ورکشاپ، چې سخي په کې زحمت وباسي، د میاشتې یوازې څو ورځې عملیات کوي، ځکه چې دغو روښانه رنګینو شیشه یي لوښو ته، چې د چینایي تولیداتو په نسبت قېمته دي، تقاضا اوس کمه ده.

سخي، چې د خپل عمر په ۴۰مو کالو کې دی خو تر هغه ډېر زوړ ښکاري، وویل، «خلک هنر ته ارزښت نه ورکوي». هغه په اوه کلنۍ کې له خپل پلار سره کار پیل کړ او پلار یې دغه صنعت وروښود.

سلطان احمد حمیدي، چې ۷۸ کاله عمر لري، د زمري په ۱۱مه په هرات ولایت کې خپل د لاسي صنایعو دوکان کې هراتي شیشه یي لوښي خرڅوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف‌ پي]

سلطان احمد حمیدي، چې ۷۸ کاله عمر لري، د زمري په ۱۱مه په هرات ولایت کې خپل د لاسي صنایعو دوکان کې هراتي شیشه یي لوښي خرڅوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف‌ پي]

غلام سخي د زمري په ۱۱مه په هرات ولایت کې په خپل دودیز ورکشاپ کې یو شیشه یي توکی جوړوي.‌ سخي په هرات ښار کې د شیشه یي لوښو یو له وروستیو جوړوونکیو څخه دی، چې هلته دغه صنعت، چې یو وخت ډېر غوړېدلی وو، د لسیزو اوږدې جګړې، بې وزلۍ، او ارزانو وارداتو خراب کړی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

غلام سخي د زمري په ۱۱مه په هرات ولایت کې په خپل دودیز ورکشاپ کې یو شیشه یي توکی جوړوي.‌ سخي په هرات ښار کې د شیشه یي لوښو یو له وروستیو جوړوونکیو څخه دی، چې هلته دغه صنعت، چې یو وخت ډېر غوړېدلی وو، د لسیزو اوږدې جګړې، بې وزلۍ، او ارزانو وارداتو خراب کړی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

غلام سخي د زمري په ۱۱مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې ویلې شوې شیشه په ماهرانه توګه تاووي او ظریف اوبرنګه کاسې او ګلدانونه ترې جوړوي - دا داسې صنعت دی چې له نسلونو راهیسې په هرات کې را روان دی خو اوس د ختمیدو له خطر سره مخامخ شوی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

غلام سخي د زمري په ۱۱مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې ویلې شوې شیشه په ماهرانه توګه تاووي او ظریف اوبرنګه کاسې او ګلدانونه ترې جوړوي - دا داسې صنعت دی چې له نسلونو راهیسې په هرات کې را روان دی خو اوس د ختمیدو له خطر سره مخامخ شوی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

غلام سخي، چې د خپل عمر په ۴۰ مو کلونو کې دی، له خپل ۱۸ کلن زوی حبیب الله سره یوځای، د زمري په ۱۱مه په هرات ولایت کې په خپل دودیز ورکشاپ کې یو شیشه یي توکی جوړوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

غلام سخي، چې د خپل عمر په ۴۰ مو کلونو کې دی، له خپل ۱۸ کلن زوی حبیب الله سره یوځای، د زمري په ۱۱مه په هرات ولایت کې په خپل دودیز ورکشاپ کې یو شیشه یي توکی جوړوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

سخي د خټو له یوه تناره سره، چې د لرګیو اور په کې بلېږي، نژدې، په یوه ټیټه چوکۍ کېني، او وخت په وخت خپلې خولې پاکوي ځکه چې په ورکشاپ کې دننه تودوخه له ۴۰ سانتي ګراد (۱۰۴ فارنهایت درجو) څخه زیاته ده.

د هغه مشر زوی، حبیب الله، چې له هغه سره یو ځای کار کوي، د شیشو ټوټې، چې د مسو یا اوسپنې پوډر ورسره یوځای شوي دي، صیقلوي -- چې په کوره یا تنور کې دننه ویلې شوې پوکاڼه شکله لوښي کې -- یوه اوبرنګه یا زرغونه نښه جوړه کړي.‌

سخي ګرم مخلوط ته یو فلزي د پوکي پایپ نیولی دی، په ورو ورو یې د شاتو د څرخوونکي لرګي په څېر تاووي. د میلې له اېستلو څخه وروسته، هغه ویلې شوې شیشې ته یوه بڼه ورکوي او تاووي او بیا یې د اور په کوره کې ږدي.

هغه وسیلې او تخنیکونه، چې سخي یې کاروي، له یوه نسل څخه بل ته تغیر شوي، خو له کوارتز څخه د شیشې د جوړولو پر ځای، شیشه ګران اوس له بوتلونو او د ماتو کړکیو له شیشو څخه، چې «په اسانۍ سره پیدا کیږي» بیا استفاده کوي.

سخي، چې کورنۍ یې له «۲۰۰ یا ۳۰۰ کالو» راهیسې هراتي شیشه یي لوښي جوړوي، وویل، «دا به تر بل نسل پورې پاتې نشي،»

'د وخته ختم شوی'

د جګړې لسیزو د هغو سیلانیانو مخه بلې خوا ته کړې ده چې هرات ښار ته به راتلل. دغه ښار ته په تاریخي لحاظ د پخوانۍ ورېښمو لارې د مرکز په سترګه کتل کېدل او په ۱۵مه پېړۍ کې د تیموریانو د امپراتورۍ پلازمېنه وه.

سخي وویل، ډېر افغانان د په لاس جوړو شیشه لوښو په نسبت، چې په اسانۍ سره ماتېږي، ارزانو چینایي وارداتو ته ترجیح ورکوي.

هغه وویل، «هغوی فکر کوي چې که هغوی چینایي واردات واخلي، کیفیت به یې ښه وي،»

په دغه لوګړن ورکشاپ کې د عصریتوب یوازنۍ نښې د سخي نوکیا موبایل فون وو چې له هغه سره نژدې پروت وو او بل یو برقي پکی وو چې مړ اور ته یې په غرار سره شمال کاوه.

د ورکشاپ سپین ږیری مالک، سلطان احمد حمیدي، چې په خپل دوکان کې په صوفه ناست او ورځې تېروي، هراتي شیشه یي لوښي، زېورات او لاسي صنایع پلوري، د خپلې سوداګرۍ راتلونکي ته نهیلی دی.

۷۸ کلن حمیدي وویل، «له دېرشو تر ۴۰ کالو پخوا به خلک دلته د شیشه یي لوښو د اخیستلو لپاره په کتار ولاړ ول -- چې د ورځې به تر ۱۰۰ پورې سیلانیان په کې راتلل،»

د هغه پلورنځی، چې د ښار له لوی جومات څخه په بوخته کوڅه کې پروت دی، د هراتي شیشه یي کاسو، ګلدانونو او پیالو څخه، چې ګردونه پرې پراته دي، ډک دی.

هغه شکایت وکړ، چې قېمتونه یې له ۴۵۲.۴ افغانیو (۶ ډالرو) څخه پیل کیږي، او هغه په میاشت کې ۱۰۰ توکي خرڅوي.

د دغه صنعت په مخ پر ځوړ تګ سره، د سخي او د هغه د کورنۍ لپاره پایښت په یوه ننګونه باندې بدل شوی دی.

حبیب الله په ښار کې درې ټایره موټرسایکلي ټکسي چلوي، او په دې توګه له شیشه ګرۍ څخه په تر لاسه کېدونکي لږ عاید باندې نور ور زیاتوي.

خو د حکومت له ملاتړ یا د ګرځندوی له غوړېدلو څخه پرته، سخي وېره لري چې کیدای شي هغه د هرات وروستی شیشه ګر واوسي.

هغه وویل، «زه ډېر خفه یم. که سوداګري داسې پاتې شي، هغه ختمه وبولئ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د جګړې لسیزو د هغو سیلانیانو مخه بلې خوا ته کړې ده چې هرات ښار ته به راتلل. دغه ښار ته په تاریخي لحاظ د پخوانۍ ورېښمو لارې د مرکز په سترګه کتل کېدل او په ۱۵مه پېړۍ کې د تیموریانو د امپراتورۍ پلازمېنه وه. دا واقعا د خفګان خبره ده چې مونږ د لسیزو جګړو په ترڅ کې د هېواد ډېرې ګټې له لاسه ورکړلې. د جنګ ګټه چاته په لاس ورغله؟ د شوروي اتحاد د ماتولو ګټه پاکستان او امریکا ته ورغله او د ناټو د ماتولو ګټه هم پاکستان، چین او روسیې ته ورغله. خو مونږ څه شوو؟ مونږ ووژل شوو، مونږ یتیمان شوو، مونږ کونډې شوو، زمونږ وطن وران شو.

ځواب ورکړئ