تکنالوژي

په هرات کې 'د مثبت نسل' ټولګی نجونو ته د کارتون جوړونې مهارتونه ورښیي

د نصیر صالحي راپور

۲۴ کلنې سارا بارکزۍ، چې د کارتون جوړونې سافټ ویر یې په ترکیه کې لوستلی دی، په هرات ښار کې یو کورس تاسیس کړی چې په کې ځوانې افغان نجونې دغه ډول مهارتونه زده کوي. [نصیر صالحي]

هرات -- په هرات ښار کې د ځوانو ښځو یو کوچنی ګروپ په نه ستړي کېدونکي ډول په خپلو لپټاپونو باندې کار کوي، او د کارتون جوړونې او هغه سافټ ویر په هکله، چې د هغو د جوړونې لپاره کارول کیږي، زده کړه کوي، او په دې توګه په افغانستان کې یوه نسبتاً نوې مشغولتیا رامنځته کوي.

پنځه میاشتې مخکې، ۲۴ کلنې سارا بارکزۍ، چې په ترکیه کې یې کارتون جوړونه زده کړې وه، دغه کورس تاسیس کړ، او د مثبت نسل (جینیریشن پازیټیو) نوم یې پرې کېښود.‌

بارکزۍ وویل، که څه هم چې په پیل کې د هغې کورنۍ له افغانستان څخه بهر د هغې له زده کړو سره مخالفت کاوه، خو هغې وکولی شوای چې هغوی دې ته وهڅوي چې اجازه ورکړي چې هغه په خارج کې خپل د زده کړې خوبونه ریښتیا کړي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې، هیڅوک کارتون جوړونې ته هېڅ پام نه کوي، او له دې امله ما غوښتل چې د هغو په کتار کې راشم چې مخکې دي،»

زده کوونکي د تلې د میاشتې په ۱ په هرات ښار کې د مثبت نسل په ټولګي کې په لپټاپونو باندې کار کوي. [نصیر صالحي]

زده کوونکي د تلې د میاشتې په ۱ په هرات ښار کې د مثبت نسل په ټولګي کې په لپټاپونو باندې کار کوي. [نصیر صالحي]

په هرات ښار کې، په مثبت نسل ټولګي کې شامل دوه نجونې د کارتون جوړونې کارونه کوي. [نصیر صالحي]‌

په هرات ښار کې، په مثبت نسل ټولګي کې شامل دوه نجونې د کارتون جوړونې کارونه کوي. [نصیر صالحي]‌

هغې وویل، «کله چې زه هرات ته را ورسېدم، ما ډېر داسې کسان وموندل چې له کارتون جوړونې سره یې مینه لرله. ما غوښتل چې خپل هنر او پوهه له افغان ملګرو او په ځانګړې توګه نجونو سره شریکه کړم.»

هغې وویل، «په دې توګه، ما د 'مثبت نسل' په نامه یو ټولګی جوړ کړ، چې په کې په لسګونو نجونې هره ورځ راځي او د کارتون جوړونې په هکله زده کړه کوي،»

نژدې ۱۰۰ نجونو وار له مخه په دوه میاشتنیو روزنیزو کورسونو کې د کارتون جوړونې اساسات زده کړي دي.

سارا بارکزۍ وویل، «مونږ غواړو چې د کارتون جوړونې له لارې نړۍ ته د افغانستان کلتور ورمعرفي کړو. هنر په خلکو باندې ډېر غټ تاثیر کوي، او له دې امله مونږ له دې وسیلې څخه داسې کار اخلو چې اصیل افغاني رواجونه او کلتورونه خلکو ته ور وپېژنو. همدارنګه، مونږ کولی شو چې د کارتونونو له لارې د افغانستان ستونزې توضیح او تشریح کړو.»

هغې وویل، «کارتون جوړونه داسې یوه نړیواله ژبه ده چې هر انسان پرې پوهېږي. مونږ به هڅه وکړو چې داسې کارتوني کارونه وکړو چې له افغان کلتور او دودونو سره برابر وي څو افغان ماشومان د خپل هېواد له طبیعي کلتور سره لا ډېر اشنا کړو.»

«مونږ غواړو چې نړۍ ته د افغانستان هغه ښه اړخونه ور وښیو چې بې پاملرنې پاتې دي.»

د افغان کلتور یو مثبت انځور

په هغو ځوانو ښځو او نجونو کې، چې د مثبت نسل ټولګیو ته راځي، د ښوونځیو او پوهنتون دواړو زده کوونکي شامل دي.

۲۴ کلنه فارمیله صلاحي، چې له هرات پوهنتون څخه د ګرافیک ډیزاین په برخه کې ډګري لري، وایي، افغانې نجونې باید داسې شرایط ولري چې پرمختګ او وده وکړي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «افغانې ښځې او نجونې ښه استعدادونه لري،»

صلاحي وویل، «[دغو نجونو او ځوانو ښځو] هېڅکله داسې فرصتونه نه لرل چې روزنه ترلاسه کړي او خپلو استعدادونو ته پراختیا ورکړي او هغه نړۍ ته وړاندې کړي. افغانې ښځې کولی شي چې د خپلو نارینه هېوادوالو په څېر په خپلو ټولنو کې لاسته راوړنې رامنځه کړي

مروا، چې ۱۴ کاله عمر لري او په هرات کې د ۷م ټولګي زده کوونکې او د مثبت نسل د ټولګي تر ټولو کشره غړې ده، وویل، هغې د دغه ټولګي له لارې د ګرافیک هنر په هکله ډېر څه زده کړي دي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «لومړی ما له رسامۍ څخه پيل وکړ او بیا مې ګرافیک ډیزاین ته مخه کړه،‌ او اوس مونږ د ۳ ډي پروګرامونو زده کړه کوو. زه غواړم چې د کارتون جوړونې له لارې د افغاني ټولنې او ښځو حالات انځور کړم.»

په هرات پوهنتون کې یوې ۱۹ کلنې محصلې، یلدا امیني، وویل، «زما هدف دا دی چې د کارتون جوړونې له لارې د افغاني ټولنې په ذهنیت کې یو مثبت تغیر رامنځته کړم،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه غواړم چې د کارتون جوړونې له لارې خپل کلتور نورو ته وښيم او وړاندې کړم. زه غواړم چې په دې جنګ ځپلې ټولنه کې د ماشومانو په ذهنونو کې یو مثبت تغیر جوړ کړم.»

هغې وویل، «مونږ خپل د کارتون جوړونې کارونه په داسې طریقه کوو چې ماشومان او لویان دې ته وهڅېږي چې د جنګ او وژنې پرځای د سولې او جوړجاړي په هکله فکر وکړي،»

د نجونو د استعدادونو هڅول

د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو راهیسې، په میلیونونو افغانو نجونو او ښځو ښوونځي او پوهنتونونه ولوستل.

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې،‌ عزیزې خیر اندېش، وویل، «نجونې تل د هغوی د کورنیو له خوا ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوي، او دا کار تر ډېره زمونږ د ټولنې د دویز څرنګوالي په اساس شوی دی،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «که افغانې نجونې مناسب فرصتونه ترلاسه کړي، هغوی به د خپلو نارینه هېوادوالو په څېر د خپل هېواد پهپرمختګ کې مهم رولونه ولوبوي،»

هغې وویل،‌ «په وروستیو کالو کې، افغانو نجونو ثابته کړه چې هغوی غټې وړتیاوې لري. د مثال په توګه، د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم په نړیواله کچه ستایل شوی او لویې لاسته راوړنې یېلرلې دي.»

خیراندېش وویل، «افغان حکومت باید د داسې با استعداده افغانو نجونو لپاره په خارج کې لا نور ښوونیز فرصتونه برابر کړي،»

له نجونو سره د حکومت ملاتړ

افغان چارواکي د مثبت نسل له خوا ترسره شوي کار او د افغان نجونو او ښځو د روزلو او پیاوړي کولو په برخو کې نورو هڅو ته ښه راغلاست وایي.‌

په هرات کې د کلتور او هنر ریاست رییس،‌ جاوېد زرغم، وویل، «دا حقیقت، چې افغان کلتور به د کارتون جوړونې له لارې انځور کړای شي، زمونږ د کلتور د بیا ژوندي کولو او پرمختګ په برخه کې یو لوی او د پام وړ ګام دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ دغه ګام ته ښه راغلاست وایو، او که اړتیا پېښېږي، مونږ به د نجونو د کارتون جوړونې د ټیم ملاتړ وکړو،»

زرغم وویل، «افغانستان غني کلتور لري چې زرګونه کاله تاریخ لري.‌ له بده مرغه، چې د جګړو او مصیبتونو له لارې ټولنې ته بېلابېلو خرافاتو لاره وکړه، او اوس افغانان فکر کوي چې هغه [بې اساسه عقاید] د هغوی د کلتور برخه دي، په داسې حال کې چې حقیقت دغسې نه دی.»

هغه وویل، «مونږ باید اساسي کار وکړو چې د افغان کلتور او اصیلو افغاني دودونو په هکله د خلکو د خبرتیا سطحه لوړه کړو،»

په کلتوري او ټولنیزو چارو کې د هرات د والي مرستیالې، منیسې حسن زاده، وویل، د هرات ولایتي اداره به د هرو هغو فعالیتونو ملاتړ وکړي چې مثبتو تغیراتو او د ټولنې کلتوري انکشاف ته لاره هواروی.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «حکومت به په هرات کې د نجونو د استعدادونو د ملاتړ لپاره له خپلو اسانتیاوو او وړتیاوو څخه کار واخلي. که دا نجونې کوم مالي ملاتړ او ظرفیت جوړونې ته اړتیا لري، مونږ به یې مرسته وکړو.»

هغې د خپلو خبرو په دوام وویل، «افغان حکومت تل د افغانو ښځو د پیاوړي کولو په برخه کې سخت کار کوي. مونږ وکولی شوای چې له نورو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې په هرات کې د ښځو په حالاتو کې بدلون راولو.»

هغې وویل، «د هرات په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په زرګونو ځوانې نجونې علم او پوهه ترلاسه کوي. د دغو نجونو له ډلې څخه هره یوه د افغانستان په جوړونه او پرمختګ کې یو مهم رول لوبوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500