ديپلوماسي

د مسکو 'د سولې کانفرانس' د طالبانو خپلمنځي جګړه او د روسانو لاسوهنه په ګوته کوي

د سلیمان راپور

د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال،‌ ملا منان نیازي، د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۹مه له هرات څخه په یوه ویډیویي پیغام کې سلام ټایمز ته وویل، چې د مسکو کانفرانس 'تقلبي' وو او د دې لپاره جوړ شوی وو چې د افغانستان خلک 'وغولوي'. د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ طالبانو د لړم په ۱۸مه خپل پنځه استازي مسکو ته ولېږل، خو تاکید یې وکړ چې هغوی به د کابل له پلاوي سره هېڅ مذاکرات ترسره نه کړي.

کابل -- په مسکو کې ترسره شوی یو وروستی کانفرانس، چې ادعا کېږي د دې لپاره جوړ شوی وو چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته رسمي بڼه ورکړي، د طالبانو د ډلو تر منځ د جلاوالي او د افغانستان په چارو کې د روسیې د لاسوهنې لا نور شواهد په ګوته کړل.‌

د کانفرانس بیان شوی هدف ان د جمعې ورځې /د لړم د ۱۸مې/ له ویل شوې نېټې څخه مخکې ناکام شو.

د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ طالبانو پنځه استازي د مسکو غونډې ته ولېږل خو تاکید یې وکړ چې هغوی به د کابل له پلاوي سره هېڅ خبرې اترې ونه کړي.

په افغان پلاوي کې د سولې د عالي شورا څلور استازي شامل ول، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاکید وکړ چې د سولې عالي شورا په غونډه کې د حکومت استازیتوب نه کاوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (چپ) د لړم په ۱۸مه په مسکو کې د افغانستان په هکله د نړیوالو خبرو اترو برخه والو ته خبرې کوي. لاوروف وویل چې د دې غونډې هدف دا وو چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ «د مستقیمو خبرو د پیلولو لپاره ګټور شرایط» رامنځته کړي، خو افغان حکومت په رسمي توګه په دې غونډه کې برخه وانه خیسته، او د طالبانو یوه ویاند وویل، 'دا کانفرانس د مستقیمو خبرو په هکله نه وو.' [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (چپ) د لړم په ۱۸مه په مسکو کې د افغانستان په هکله د نړیوالو خبرو اترو برخه والو ته خبرې کوي. لاوروف وویل چې د دې غونډې هدف دا وو چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ «د مستقیمو خبرو د پیلولو لپاره ګټور شرایط» رامنځته کړي، خو افغان حکومت په رسمي توګه په دې غونډه کې برخه وانه خیسته، او د طالبانو یوه ویاند وویل، 'دا کانفرانس د مستقیمو خبرو په هکله نه وو.' [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د ملا منان نیازي تر قوماندې لاندې طالب جنګیالي د لړم په ۱۹مه په هرات ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. ملا نیازي د مسکو وروستۍ غونډه د سولې لپاره یوه 'جعلي' هڅه وبلله. 

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د ملا منان نیازي تر قوماندې لاندې طالب جنګیالي د لړم په ۱۹مه په هرات ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. ملا نیازي د مسکو وروستۍ غونډه د سولې لپاره یوه 'جعلي' هڅه وبلله. 

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې د مشر د مرستیال، ملا منان نیازي، تر قومانداندې لاندې طالب جنګیالي د لړم په ۱۹مه په هرات ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. 

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې د مشر د مرستیال، ملا منان نیازي، تر قومانداندې لاندې طالب جنګیالي د لړم په ۱۹مه په هرات ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. 

په مسکو کې د متحده ایالاتو سفارت د دغې غونډې د نظارت لپاره یو استازی لېږلی وو.

طالبان 'د روسانو مزدوران' دي

د طالبانو یوې سیالې ډلې د یادې غونډې تر شا موجودې انګېزې او عواقب رد کړل، البته نتیجه لا هم روښانه نه ده.

د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې، چې ځان «د اسلامي امارت عالي شورا» بولي، مشر مرستیال ملا منان نیازي وویل، چې دغه غونډه یوازې د افغانانو د غولولو لپاره یو فرېب وو.

هغه په یو ویډیویي پیغام کې وویل، «د مسکو غونډه د سولې د هغو دروغجنو مذاکراتو په څېر، چې د افغان حکومت له خوا په کابل او سعودي عربستان کې ترسره شول، یو تقلب دی».‌ د هغه اشاره د علماوو هغو دوه غونډو ته وه چې سږ کال د افغان حکومت له خوا په کابل او جده کې ترسره شوې.

هغه وویل، هغه «دروغ او جعلکاري» چې مسکو روان کړي دي «یوازې زمونږ د غریبو او نهیلو خلکو د غولولو لپاره دي».‌

نیازي وویل، چې طالبان په روسیه کې د جوړو شویو وسلو په کارولو سره هره ورځ افغان امنیتي منسوبین او ملکي خلک وژني،خو کریملېن تاکید کوي چې هغوی نشي کولی چې په افغانستان کې ناټو قبول کړي.

هغه په ویډیویي پیغام کې په مسخرې سره وویل، «هغوی څنګه غواړي چې سوله راولي؟ روسیې حتی د ټوپکونو داسې دوربینونه، چې د شپې لیدل کوي او د دغو روسي مزدورانو [د هبت الله تر مشرۍ لاندې طالبانو] له خوا کارول کیږي، ورکړي دي.»

هغه وویل، «روسیه افغانان په نښه کوي، په داسې حال کې چې ایران وطن را ویجاړوي او د افغانستان خلک وژني،»

نیازي د خپلو خبرو په دوام وویل، «د روسانو مزدوران نشي کولی چې نور په افغانستان کې ژوندي پاتې شي،» او زیاته یې کړه چې، «روسان سوله نه راوړي. هغوی تل زمونږ د ملي او اسلامي عنعناتو پر ضد عمل کوي.»

هغه وویل، «د افغانستان ټول ملکي تلفات او بدبختۍ د هبت الله د مشرک ګروپ په لاسونو ترسره کیږي. دا ټول د روسیې او ایران د دوه ظالمو او بې دینه دولتونو په مالي او نظامي مرسته ممکن کیږي.»

نیازي زیاته کړه، «نه روسیه او نه هم ایران کولی شي چې افغانستان ته سوله راولي،»

متضاد پیغامونه

د خبرو په پيلېدلو سره، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، مسکو هیله لري «چې د ګډو هڅو له لارې د افغانستان په تاریخ کې یوه نوې صفحه پرانیزي.»

هغه وویل، د کابل او طالبانو دواړو برخه اخیستنه یوه «مهمه مرسته ده» او هدف یې دا دی چې «د مستقیمو خبرو د پیلولو لپاره ګټور شرایط» برابر کړي.‌

خو د طالبانو او د سولې د عالي شورا هیئتونو وویل، چې د مسکو غونډه د جنګیالیو لوریو تر منځ د یوه مستقیم ډیالوګ په لور د کومې لارې له اعلان څخه پرته پای ته ورسېده.

د انترفکس د راپور په اساس، د طالبانو د پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي ژورنالستانو ته وویل، «دا کانفرانس د مستقیمو خبرو په هکله نه وو،»

هغه وویل، طالبان «موجود افغان حکومت د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، نو له دې امله، به مونږ له هغوی سره خبرې ونه کړو، ځکه چې زمونږ اصلي غوښتنه د خارجي ځواکونو وتل دي، مونږ به د یوه سوله ییز حل لپاره له امریکایانو سره خبرې اترې وکړو.»

د متحده ایالاتو حکومت په مکرر ډول ویلي چې د سولې مذاکرات باید د متحده ایالاتو د حکومت په ملاتړ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

د روسیې د نړیوال خبري اژانس (آر آی ای نووستي) د راپور له مخې، د سولې د عالي شورا د هیئت مشر حاجي دین محمد ژورنالستانو ته وویل چې روسیې د هغه ټیم یوه بل مجلس ته وربللی دی خو له طالبانو سره «د مستقیمو خبرو د ترسره کولو په هکله موافقه نه ده شوې».‌

افغانستان د روسیې غرضونه رد کړل

چارواکو او تحلیلګرانو وویل، چې د مسکو غونډه په دې بریالۍ نشوه چې یوه هوکړه رامنځته کړي، ځکه چې روسیې غوښتل چې پټ هدفونه تعقیب کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي سلام ټایمز ته وویل، «د کابل او مسکو تر منځ خبرې اترې وشوې، خو مونږ یوې هوکړې ته ونه رسېدو. په مسکو کې ... د پخوانیو غونډو پر خلاف، چې دپلوماتیکې وې، او مستقلو دولتونو په کې برخه لرله، دا ځل هغوی یوازې یو ځانګړی ګروپ وربللی وو.»

احمدي وویل، «د افغانستان له خوا د سولې د پروسې رهبري او مالکیت غټ شرطونه دي... چې کولی شي له افغانستان سره د سولې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي،»

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر نبي مصداق وویل، «افغان حکومت تل په دې تاکید کړی چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي...‌خو مسکو د کابل غوښتنه رد کړه او د غونډې مشري یې پخپله وکړه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په نتیجه کې، د غونډې په ترڅ کې ټولې خبرې،‌ او همدارنګه له غونډې څخه وروسته له روسي رسنیو سره د طالبانو مرکه،‌ ټول د طالبانو او روسیې په ګټه ول،»

مصداق وویل، «روسیه او طالبان د افغان حکومت او خلکو له غوښتنې سره سره، نه غواړي چې متحده ایالات او نړیواله ټولنه په افغانستان کې حضور ولري. په نتیجه کې، د دې غونډې وروستی پیغام دا وو چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان څخه وځي.»

د مسکو پټه اجندا

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو یوه استازي خالد پښتون وویل، د دې غونډې له ترسره کولو څخه د مسکوهدف «دا نه وو چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي، او نه دا وو چې د سولې په اړوندو موضوعاتو باندې خبرې وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له هغه څه نه، چې د طالبانو استازي عباس ستانکزي وویل، دا روښانه وه چې هغوی مسکو ته د سولې د خبرو لپاره نه دي راغلي. د هغه ټوله غوښتنه دا وه چې متحده ایالات باید له افغانستان څخه وځي.»

پښتون د طالبانو نه صداقت ته په اشارې سره وپوښتل، «طالبانو په ۱۳۹۳ کې، چې اکثر امریکایي عسکر له افغانستان څخه ووتل، ولې سوله ونه کړه؟ پرعکس یې، طالبانو... هغه وخت جنګ لا نور زیات کړ.»

هغه وویل، «دا ټول ښیي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه یوازې یوه بهانه ده. طالبان او روسان د دې لپاره سره یوځای شوي چې افغان حکومت او امریکایی ځواکونه دواړه کمزوري کړي.»

هغه وویل، «د افغان ځواکونو له خوا په فراه، هلمند او نورو ولایتونو کې په مکرر ډول په روسیه کې جوړې وسلې موندل شوي او نیول شوي دي. استخباراتي معلومات ښیي چې په هلمند ولایت کې د طالبانو تش په نامه والي د مسکو او تهران حکمونه عملي کوي.»

پښتون زیاته کړه، «طالبان او روسیه په ښکاره... په افغانستان کې په خپلو دښمنانه فعالیتونو کې سره یوه خوله دي،»

افغانان د 'شک' په حال کې دي

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر عبدالمعین معین وویل، «که څه هم، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې دغه غونډه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې مرسته کوي، د افغانستان خلک او حکومت دواړه له طالبانو سره د مسکو د مالي او تسلیحاتي مرستو په پام کې نیولو سره، د روسیانو د هڅو په هکله شک کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «روسیه افغانستان ته د خپل نفوذ د ساحې په سترګه ګوري. هغه په بشپړ ډول په دې تمرکز کوي چې د طالبانو په شمول تر خپل نفوذ لاندې ګروپونه واک ته ورسوي.»

هغه وویل، «له طالبانو سره اړیکې جوړول، د هغوی ملاتړ کول، او اوس هغوی ته ... د مسکو په غونډه کې یو حیثیت ورکول، ثابتوي چې روسیه او طالبان په افغانستان کې ګډ کار کوي،»

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي ذکریا ذکریا وویل، «روسانو په مسکو کې د سولې غونډه د دې لپاره جوړه کړه چې نړۍ ته وښیي چې په افغانستان کې سوله غواړي، خو له طالبانو څخه د هغوی ملاتړ د سولې لپار نه بلکې د جګړې لپاره دی.»

هغه وویل، «په مسکو کې د طالبانو برخه اخیستنه او له افغان حکومت سره د خبرو اترو ردول ښیي چې طالبان او روسیه د سولې د پروسې په فکر کې نه دي،‌ پرعکس یې، هغوی د افغان حکومت او د هغه د نړیوالو متحدانو پر ضد یوه جبهه جوړه کړې ده.»

ذکریا وویل، «طالبانو، چې داسې یو ګروپ دی چې ځانونه اسلامي تحریک بولي، د اسلامي هېوادونو د سولې په کانفرانسونو کې، چې په اندونیزیا او سعودي عربستان کې ترسره شول،‌ برخه وانه خیستله،»

«په مسکو کې د هغوی برخه اخیستنه ښیي چې ... د اسلام نوم بدوي او، د روسانو له مرستې څخه استفاده کوي او د روسانو د پلانونو په اساس پرمخ ځي.»

[له هرات څخه نصیر صالحي د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500