جرم او انصاف

د فساد په تور نیول شویو کسانو کې جیګپوړي چارواکي او جنرالان شامل دي

د سلیمان راپور

دا بې نېټې عکس لوی څارنوال فرید حمیدي په خپل دفتر کې د کار کولو پر وخت ښیي. حمیدي ویلي، د لوی څارنوال دفتر دې ته ژمن دی چې د اداري فساد پر ضد مبارزه چټکه او شفافیت یقیني کړي. [د لوی څارنوال دفتر]

دا بې نېټې عکس لوی څارنوال فرید حمیدي په خپل دفتر کې د کار کولو پر وخت ښیي. حمیدي ویلي، د لوی څارنوال دفتر دې ته ژمن دی چې د اداري فساد پر ضد مبارزه چټکه او شفافیت یقیني کړي. [د لوی څارنوال دفتر]

کابل -- د افغانستان د لوی څارنوال دفتر د فاسدو چارواکو پر ضد عملیات کوي، او په زرګونو داسې قضیې څېړي چې د ډېرو جیګپوړو چارواکو نیولو او محکومولو ته لاره هواروي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي سلام ټایمز ته وویل، «په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کې، د لوی څارنوال دفتر د ټول افغانستان د اداري فساد ۶۱۷۴ قضیې څېړلې دي. په نتیجه کې، ۱۶ جیګپوړي جنرالان او ۷ د وزارتونو معینان په قانوني توګه تعقیب، او د اداري فساد له امله محکوم شوي دي.»

هغه وویل، «د فساد د دغو قضیو له جملې څخه، د ۶۷۸ قضیو په هکله د فساد ضد عدلي مرکز کې محاکمې ترسره شوي دي.‌ په دغه مرکز کې د جیګپوړو حکومتي چارواکو قضیې اورېدل کیږي،»

هغه وویل، لوی څارنوالۍ د کابینې د پخوانیو پنځو وزیرانو، چې په فساد تورن دي، د قضیو څېړنه بشپړه کړې، او یوې ځانګړې محکمې ته یې سپارلي دي.

په دې بې نېټې عکس کې د افغانستان د لوی څارنوالۍ دفتر ښودل شوی دی.‌ [د لوی څارنوال دفتر]

په دې بې نېټې عکس کې د افغانستان د لوی څارنوالۍ دفتر ښودل شوی دی.‌ [د لوی څارنوال دفتر]

یو بایسکل سوار د ۱۳۹۴ د زمري په ۲ مه په کابل کې د اداري فساد ضد یوې رسامۍ تر څنګ تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو بایسکل سوار د ۱۳۹۴ د زمري په ۲ مه په کابل کې د اداري فساد ضد یوې رسامۍ تر څنګ تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

رسولي وویل، لوی څارنوالۍ د فساد پر ضد د مؤثرې مبارزې لپاره ضروري ریفورمونه ترسره کړي دي.‌

هغه وویل، «په تېرو دوه کالو کې، لوی څارنوالۍ په دې اداره کې دننه ۳۴ څارنوالان، او یو شمېر اداري کارمندان د اداري فساد په تور په قانوني توګه تعقیب کړي دي،»

رسولي وویل، «لوی څارنوال هوډ لري چې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي او هغه د فساد پر ضد مبارزه او د قانون د حاکمیت تنفیذ د خپلو لوړو لومړیتوبونو په توګه اعلان کړي دی. له قانون څخه د معافۍ فرهنګ پای ته رسېدلی، او قانون په ټولو اتباعو باندې په برابر ډول تطبیقیږي.»

د لوی څارنوال د دفتر په وینا، محاکمو، د حبس د سزاګانو په اعلانولو سربېره، یو شمېر محکوم شویو چارواکو ته حکم کړی چې په مجموعي توګه ۱.۲ میلیارده افغانۍ (۱۵.۸ میلیونه ډالر) د دولت خزانې ته تادیه کړي.

محاکمه شوي او محکوم شوي

د لوی څارنوال په دفتر کې یوې سرچینې د نوم پټ ساتلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، لاندې اوه هغه جیګپوړي ملکي چارواکي دي چې محکوم شوي دي.

  • د فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې یو پخوانی مرستیال عبدالرزاق زلالي (په ۵ کاله او ۷ میاشتې حبس محکوم شوی)،
  • د ټرانسپورټ وزارت د تخنیکي چارو پخوانی معین رازمحمد علمي،
  • د کورنیو چارو وزارت د لوجیستیک پخوانی معین مرتضی رحیمي (په ۳ کاله حبس محکوم شوی)،
  • د حج او اوقافو وزارت پخوانی معین داعی الحق عابد (په ۵ کاله او ۲ میاشتې حبس محکوم شوی)،
  • د کورنیو چارو د وزارت پخوانی معین غلام علي وحدت (په ۳ کاله حبس محکوم شوی)،
  • د پوهنې وزارت د سواد زده کړې پخوانی معین محمد عظیم کربلایي، او
  • د محلي اورګانونو د خپلواک ریاست یو غړی عبدالباقي پوپل.

همدغې سرچینې د یو شمېر هغو جنرالانو نومونه هم تایید کړلچې محاکمه شوي دي:

  • په لوی څارنوالۍ کې جیګپوړی څارنوال تورن جنرال عبدالحی جرئت (د رشوت د اړوندو تورونو له امله په ۲ کاله او ۶ میاشتې حبس محکوم شوی)،
  • د کورنیو چارو د وزارت د قراردادونو د ارزونې د کمېټې رییس، جنرال عبدالواسع رؤفي (د رشوت او له واک څخه د ناوړه استفادې په تور په ۱۴ کاله حبس او ۱۱.۴ میلیونه افغانیو [۱۵۰۰۰۰ ډالرو] جریمه محکوم شوی دی)،
  • د دفاع وزارت یو پخوانی رییس برید جنرال فضل الله (له واک څخه د ناوړه استفادې او اختلاس په تور په ۷ کاله او ۷ میاشتې حبس محکوم شوی دی)،
  • د هلمند ولایت د پولیسو پخوانی قوماندان ډګروال عبدالرحمان سرجنګ (په ۳ کاله حبس محکوم شوی)،
  • د افغان ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو پخوانی قوماندان ډګرجنرال محمد معین فقیر (په ۵ کاله او ۳ میاشتې حبس محکوم شوی دی)،
  • د کورنیو چارو وزارت پخوانی لوی رییس ډګروال محمد انور کوهستانی (په ۱۱ کاله او ۳ میاشتې حبس محکوم شوی)،
  • د کورنیو چارو وزارت د عملیاتو پخوانی رییس او سرپرست معین تورن جنرال عبدالرزاق امیري (په ۸ کاله حبس محکوم شوی دی)،
  • د څرخي پله د محبس پخوانی رییس تورن جنرال سردارمحمد ځاځی (په ۳ کاله حبس محکوم شوی دی)، او
  • د کورنیو چارو د وزارت د عامه نظم او محافظت لوی رییس جنرال زمری پیکان (په ۸ کاله او ۶ میاشتې حبس محکوم شوی دی).‌

د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره هوډمن

کتونکي وایي، افغان حکومت هوډ څرګند کړی چې په خپلو دوایرو کې اداري فساد ختم کړي.

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، سلام ټایمز ته وویل، «د دې لپاره، چې اداري فساد له منځه وېسي، د ملي وحدت حکومت د فساد ضد یوه ملي ستراتیژي جوړه کړې ده،»

هغه وویل، «د ولسمشر د فساد ضد هڅې د دې پلان په اساس پلې کېږي،»

هغه وویل، «له ښه مرغه، زمونږ قضایي ادارو وکولی شوای چې ... د جیګپوړو جنرالانو، د کابینې د وزیرانو او معینانو په شمول جیګپوړو چارواکو او نورو هغو کسانو ته، چې په اداري فساد کې ښکېل ول، سزا ورکړي،»

د نظامي چارو یوه تحلیلګر متقاعد جنرال عزیز احمد وردک سلام ټایمز ته وویل، «هغو جیګپوړو ملکي او نظامي چارواکو ته، چې په اداري فساد کې ککړ دي، سزا ورکول د ملي وحدت د حکومت جدي سیاسي اراده ښیي چې ... اداري فساد له منځه وړي او مرتکبانو ته سزا ورکوي،»

هغه وویل، «دا په تېرو ۱۷ کالو کې لومړی ځل دی چې جیګپوړي حکومتي چارواکي د فساد ضد تورونو له امله په قانوني توګه تعقیب کیږي. دا د حکومت له خوا یو د ستاینې او ښه راغلاست وړ کار دی،»

یو تود ښه راغلاست

د کابل یوه ۲۵ کلن اوسېدونکي جان اغا حکیمي وویل، «د ملي وحدت د حکومت له جوړېدلو راهیسې، مقاماتو په دې برخه کې عملي ګامونه اخیستي چې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«اداري فساد وروسته له هغه د کمېدلو خواته روان شو چې د هېواد په قضایي ادارو کې ریفورمونه نافذ شول،»

حکیمي وویل، «د جنرالانو، وزیرانو او معینانو محاکمه کمېدلو او حبس د عامو خلکو هیلې لوړې کړې چې د اداري فساد ریښې به واېستل شي او مونږ د دغو هڅو ...‌ملاتړ کوو،»

د کابل پوهنتون یوه استاد ضیأ دانش، چې د اداري اصلاحاتو په هکله درس ورکوي، وویل،‌افغان حکومت «د اداري فساد پر ضد جدي ګامونه اخیستي دي،»

دانش وویل، په دغو ګامونو کې «د حقوقي خنډونو له منځه وړل او د هر اړخیزو پالیسیو جوړول،‌ په ټولو حکومتي دوایرو کې د فساد ضد قانون نافذول او هغه ته انکشاف ورکول، د فساد ضد عدلي مرکز جوړول... او معلوماتو ته د لاسرسي قانون خپرول»‌ شامل دي.

هغه وویل، «نړیوالې ټولنې دغې هڅې ستایلي دي.‌ په نتیجه کې، په فساد ضد هڅو کې د افغانستان درجه ښه شوې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ټول مشران په فساد کې لاس لري. له هغوی سره به څه کیږي؟

ځواب ورکړئ

هغه دملی دفاع دوزارت دکلاشنکوفو دوسیه څنګه شوه دکا بل بانک دو سیه او... الله دی لوی څارنوال ته د ټولو دوسیو دڅیړلو قدرت ورکړی تاریخ به وګټی ْ

ځواب ورکړئ