امنیت

افغان ځواکونه او د ننګرهار اوسېدونکي غواړي چې د داعش پاتې شوني له منځه وېسي

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکو د دې لپاره وسلې پورته کړي چې په خپله ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او نورو امنیتي منسوبینو تر څنګ د داعش اورپکو پر ضد جګړه وکړي. دغه عملیات د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۵مه پیل شول. [خالد زېری]

ننګرهار -- افغان امنیتي ځواکونو او محلي اوسېدونکيو د ننګرهار ولایت د نازیان ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې ګډ عملیات پیل کړي،‌ او د داعش پاتې شوني‌ په نښه کوي.

د ولسي پاڅون په سلګونو غړي له افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او نورو امنیتي منسوبینو سره په عملیاتو کې،‌ چې د لړم په ۱۵مه له مورچې کلي څخه پیل شول، یوځای شول.‌

د ننګرهار د ملي امنیت رییس، تورن جنرال نظرعلي واحدي، سلام ټایمز ته وویل، «د دې عملیاتو په پيلېدلو سره، مونږ د ولسي پاڅون غړي هم دې ته چمتو کړل چې له اورپکو څخه تصفیه شوې سیمه خوندي کړي،»

هغه وویل، «له دې امله، مونږ هڅې پيل کړي چې د عملیاتو ترسره کولو سربېره په سیمه کې د تلاشۍ امنیتي پوستې جوړې کړو،»

د افغان ملي اردو عسکر د زمري په ۱۰مه په جلال اباد کې د موټرو تلاشي کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د زمري په ۱۰مه په جلال اباد کې د موټرو تلاشي کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د سلام ټایمز له یوې ویډیو په اخیستل شوي یوه عکس کې، د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ اوسېدونکيو د خپلې ولسوالۍ په لمنو کې د داعش پر ضد جنګ کولو ته له تګ څخه مخکې خپلې وسلې پورته کړي دي. [خالد زېری]

د سلام ټایمز له یوې ویډیو په اخیستل شوي یوه عکس کې، د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ اوسېدونکيو د خپلې ولسوالۍ په لمنو کې د داعش پر ضد جنګ کولو ته له تګ څخه مخکې خپلې وسلې پورته کړي دي. [خالد زېری]

داعش له منځه وړل

د ۴مې پلې لوا قوماندان، برید جنرال محمد کریم نیازي، د لړم په ۱۵مه وویل، «ټول ځواکونه مجهز او چمتو دي. دا ځواکونه هوایي ملاتړ لري... او د داعش او نورو دښمنو ځواکونو د له منځه وړلو لپاره په لوړ مورال عملیات ترسره کوي.»

هغه وویل، داعش په ننګرهار کې لویه ماتې خوړلې، خو د دغې ډلې پاتې شوني د دې ولایت د خاصو ولسوالیو په ډېرو محدودو سیمو کې عملیات ترسره کوي.

هغه وویل، دا تیت او پرک پاتې کسان به یې ژر له منځه وېوړل شي، او زیاته یې کړه چې هغه تمه لري چې ځینې اورپکي به تسلیم شي او پاتې به یې ووژل شي.

هغه وویل، «مونږ به داعش، طالبان او نور ترهګر ګروپونه په هر هغه ځای کې وځپو چې هغوی غواړي امنیتي ځواکونه په کې په نښه کړي یا په عامو خلکو باندې ظلم وکړي،»

هغه وویل، «افغانان او د هغوی امنیتي ځواکونه به تل ملت د خپلو ځانونو تر څنګ وساتي. لکه څنګه چې تاسو اوس ګورئ، دا په سلګونو د ولسي پاڅون غړي د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د عین دښمن پر ضد جنګیږي.»

د داعش پر ضد ګډ موقف

د ولسي پاڅون غړي د خپلو سیمو د خوندي کولو په لاره کې قربانۍ ته تیار دي.

د ولسي پاڅون د ځواکونو یوه غړي، نور ولي خان، چې ۳۵ کاله عمر لري، په داسې حال کې چې ټوپک یې په لاس کې وو، سلام ټایمز ته وویل، «زما ټول ملګري او زه د داعش پر ضد راپاڅېدلي یو. که د خدای رضا وي، مونږ به قرباني ورکوو.»

هغه وویل، «دا زمونږ کلی دی، مونږ به داعش ته اجازه ور نه کړو چې دلته پاتې شي،او مونږ به هغوی له منځه وېسو،»

د ولسوالۍ د ولسي پاڅون د غړو مشر، ملک دهقان، وویل، داعش له تېرو څو کالو راهیسې د دې ولسوالۍ په ځینې سیمو کې د افغان حکومت پر ضد جنګ کوي، خو خلک سره یوځای شوي او د یادې ډلې پر ضد ولاړ دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «لکه څنګه چې خدای پاک ویلي او زمونږ خلکو او حکومت پرېکړه کړې، مونږ به خپل هدفونه ترسره کړو،»

هغه وویل، «مونږ په خپله پرېکړه کلک ولاړ یو، او مونږ له حکومت څخه مننه کوو. مونږ ټول هغه کسان، چې وسلې مو راپورته کړي، دې ته تیار یو چې قرباني ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500