امنیت

د مشرانو له خوا د هغو قوماندانانو په لیرې کولو سره، چې تاوتریخوالی نه کوي، د طالبانو تر منځ اختلاف زیات شوی دی

د نصیر صالحي راپور

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس، د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې د مرستیال، ملا منان نیازي، تر مشرۍ لاندې طالب جنګیالي د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۹مه د هرات ولایت په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]‌

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس، د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې د مرستیال، ملا منان نیازي، تر مشرۍ لاندې طالب جنګیالي د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۹مه د هرات ولایت په یوه نامعلوم ځای کې ښیي. [آرشیف]‌

هرات -- ځایي چارواکي وایي، د طالبانو د لیکو د پرېښودونکو د څارنې په برخه کې د نهیلۍ له امله، د دغې ډلې مشرانو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې په هرات ولایت کې یو شمېر محلي قوماندانان له کاره ګوښه کړي دي.

د ګوښه شویو طالبانو پلویانو یا دا ښودله چې نه غواړي نور جنګ وکړي یا دا چې د سولې د مذاکراتو پلوي یې کوله.

د هرات والي محمد آصف رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «په هغو طالب اورپکو کې، چې د مشرانو له خوا یې له کاره ګوښه کړای شول، د طالبانو پنځه تش په نامه ولسوالان او د هرات ولایت لپاره یو تش په نامه والي شامل ول،»

رحیمي وویل، «په دغو سړیو باندې تور لګېدلی وو چې د حکومت پر ضد په خپلو فعالیتونو کې ګټور او ژمن نه دي. له دغو تغیراتو څخه وروسته، په هرات کې د طالبانو حرکتونه او فعالیتونه زیات شوي دي.»

د طالبانو یوه اوه کسیزه ډله د غوایي په ۲ مه د هرات ولایت د پولیسو په مرکز کې تسلیمیږي. [د هرات پولیس]

د طالبانو یوه اوه کسیزه ډله د غوایي په ۲ مه د هرات ولایت د پولیسو په مرکز کې تسلیمیږي. [د هرات پولیس]

هغه وویل، «یو مثال د اوبه ولسوالۍ دی، چې پخوا ارامه وه خو سږ کال نا امنه شوې ده. د ناامنۍ نور مثالونه کېدای شي په کوشک کهنه ولسوالۍ کې ولیدل شي چې زمونږ امنیتي ځواکونو په کې د وضعیت کنټرول په لاس کې اخیستی دی.»

هغه وویل، «ډېر هغه کسان، چې په هرات کې د طالبانو په لیکو کې ول، دې ته لېوال نه ول یا یې نه غوښتل چې هغه جرمونه ترسره کړي چې طالبانو په نورو ولایتونو کې ترسره کول،»

«له بده مرغه، طالبانو هغوی له خپلو لیکو څخه واېستل.»

یوه ډله سره ووېشل شوه

رحیمي وویل، د طالبانو په مشرتابه کې تغیر او تبدیل د دې سبب شوی چې اورپکي یو بل ته د ټوپکو میلونه ور واړوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو هڅه وکړه چې د خپلو اورپکو له ډلې څخه ځینې داسې کسان، چې ډېر بې رحمه او دغې ډلې ته ژمن ول، توظیف کړي، خو په هرات کې د محلي طالب اورپکو له خوا مقاومت وشو،»

هغه وویل، ډېرو محلي طالب جنګیالیو د دې ډلې نوي مقرر شوي قوماندانان ونه منل.‌

په یوه بېلګه کې، په هرات کې محلي چارواکو وویل، چې په شینډنډ ولسوالۍ کې ۱۰ طالب جنګیالي ووژل شول او اته نور ټپیان شول، او ویې ویل چې دغه تلفات د هغوی تر منځ د خپلمنځي نښتو په نتیجه کې رامنځته شول.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «په هغو طالبانو باندې، چې د افغان حکومت په مقابل کې له جنګ کولو څخه ستړي دي او نه غواړي چې نور د جنګ ډګر ته لاړ شي، د دې ډلې د افراطي غړو له خوا حملې کېږي،»

هغه وویل، «دا دویمه خونړۍ نښته ده چې تېره میاشت په هرات کې د طالبانو د ډلو تر منځ پېښېږي، چې دواړو خواوو ته په کې تلفات وراوښتي دي. د تلې په ۱۷مه په ګوزره ولسوالۍ کې د طالبانو تر منځ په یوه بله نښته کې، ۱۷ تنه یاغیان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.»

فرهاد وویل، «په تېرو دوه کالو کې په هرات ولایت کې د طالبانو په خپلمنځي جنګونو کې له ۲۳۰ څخه ډېر طالبان وژل شوي او له ۳۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي،»

د افغانانو په وړاندې دښمني

د هرات د مدني ټولنې فعالان او اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي او وژنو دوام د افغانانو په وړاندې د دغې ډلې دښمني په روښانه ډول څرګندوي.‌

د هرات یوه اوسېدونکي، سیدمحمد، چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، طالب اورپکي په هیچا رحم نه کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هره ورځ د طالبانو له خوا چاودنې او ځانمرګي بمي بریدونه ګورو.‌ طالبان ځانونه مسلمانان بولي، او بیا په ظلم سره نور مسلمانان وژني.»

هغه وویل، «که طالبان په ریښتیا هم ځانونه افغانان او مسلمانان بولي، بیا په کار دی چې هغوی خپل ځانونه دخارجي هېوادونو له غلامۍ څخه ازاد کړي او له خپلو خلکو سره په سوله ییزه توګه ژوند وکړي،»

د هرات یوه بل اوسېدونکي، عصمت الله، چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، د طالبانو د جګړې اکثر قربانیان ملکي خلک دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان هره ورځ په بېلابېلو بهانو بې ګناه خلک وژني. هغوی وار له مخه دا پرېکړه کړې چې د خارجي ځواکونو، افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو تر منځ به فرق نه کوي.»

فیض احمد وویل، «طالبان د سړیو، ښځو یا ماشومانو تر منځ فرق نه کوي. هغوی دې ته تیار دي چې له خپلو ملاتړ کوونکو څخه د نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره هر جرم ترسره کړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د افغانانو دښمنان دي،»

د سولې یو فرصت

محلي چارواکي وایي، یو مناسب میکانیزم باید جوړ شي څو مرور شوي طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د هرات د ولایتي شورا غړې سکینې حسیني سلام ټایمز ته وویل، «د طالب اورپکو تر منځ وېشونه او اختلافات دا شونې کوي چې افغان حکومت هغوی وهڅوي چې د سولې خبرو سره یوځای شي،»

په ورته وخت کې، د هرات د سولې د ولایتي شورا رییس، غلام سرور بارکزي، وویل، چې ډېرو طالبانو د سولې پروسې ته ښه راغلاست ویلی، خو د داخلي فشارونو له امله، هغوی نشي کولی چې خپلې وسلې کېږدي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هرات په ولسوالیو کې ډېرو طالب قوماندانانو د سولې غوښتنه کړې، خو د هغوی مشران هغوی ته اجازه نه ورکوي چې جنګ بس کړي،»

هغه وویل، «مونږ له هغوی سره په تماس کې یو او په منظمه توګه سره خبرې اترې کوو. په هرات کې طالب اورپکي تل مونږ ته وایي چې هغوی کار کوي څو د سولې خبرې پیل شي. هغوی مونږ ته وایي چې هغوی له دې امله جنګ کوي چې د هغوی مشران پرې فشار اچوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500