امنیت

د ننګرهار بزګرانو او او چارواکو ژمنه وکړه چې کوکنار به ختم کړي

د خالد زېري راپور

په ننګرهار ولایت کې د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۳مه له ۱۰۰ څخه ډېرو بزګرانو او محلي چارواکو ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به د کوکنارو کرنه ودروي. [خالد زېری]

جلال اباد -- په ننګرهار کې بزګرانو او محلي چارواکو ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې د کوکنارو کرنه ودروي او مخه یې ونیسي، او که څوک په دې غوښتنه عمل ونه کړي مسؤلیت به یې په خپله غاړه وي.

دا ژمنه له ۱۰۰ څخه ډېرو بزګرانو او محلي چارواکو د لړم په ۲۳مه د ننګرهار والي حیات الله حیات سره په لیکلي ډول وکړه.

حیات په غونډه کې د خبرو کولو پر وخت وویل، هغه ولسوالان، امنیه قوماندانان، د ملي امنیت منسوبین او نور محلي چارواکي به له کاره ګوښه کړای شي چې تر کنټرول لاندې سیمو کې یې کروندګر کوکنار کري.

حیات وویل، «زه دغه ډول چارواکو ته اړتیا نه لرم.‌ دا تش ګواښونه نه دي. مونږ به د هغوی ملاتړ وکړو.»

یو بزګر د وري په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو په یوه پټي کې اپین ټولوي. د ننګرهار بزګرانو د لړم په ۲۳مه وعده وکړه چې د دغه ناقانونه او غیراسلامي فصل له کرلو څخه به ډډه وکړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو بزګر د وري په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو په یوه پټي کې اپین ټولوي. د ننګرهار بزګرانو د لړم په ۲۳مه وعده وکړه چې د دغه ناقانونه او غیراسلامي فصل له کرلو څخه به ډډه وکړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د ننګرهار والي حیات الله حیات د لړم په ۲۳مه په جلال اباد کې په یوه غونډه کې خبرې کوي.‌ په دې غونډه کې، چې د کوکنارو د کرنې پر ضد د یوې اجماع د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې وه، له ۱۰۰ تنو څخه ډېرو بزګرانو او محلي چارواکو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د لړم په ۲۳مه په جلال اباد کې په یوه غونډه کې خبرې کوي.‌ په دې غونډه کې، چې د کوکنارو د کرنې پر ضد د یوې اجماع د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې وه، له ۱۰۰ تنو څخه ډېرو بزګرانو او محلي چارواکو برخه اخیستې وه.

د غونډې برخه والو د لړم په ۲۳مه په داسې حال کې د ننګرهار د والي حیات الله حیات خبرو ته غوږ نیولی چې هغه په ځایي بزګرانو غږ کوي چې د کوکنارو له کرنې څخه دې ځانونه وساتي. [خالد زېری]‌

د غونډې برخه والو د لړم په ۲۳مه په داسې حال کې د ننګرهار د والي حیات الله حیات خبرو ته غوږ نیولی چې هغه په ځایي بزګرانو غږ کوي چې د کوکنارو له کرنې څخه دې ځانونه وساتي. [خالد زېری]‌

هغه وویل، «پخوا مونږ په سلګونو غونډې ترسره کړي، خو دا ځل جلا وه ځکه چې مونږ له بزګرانو سره د ځینې حقیقتونو په هکله خبرې وکړې. مونږ هغوی ته وویل چې دا فصل حرام او د اسلام مخالف دی او دا چې حکومت یې کرنه جرم ګڼي.»

حیات وویل هغه د یوې بلې موضوع په هکله له بزګرانو سره یو جدي بحث درلود.‌

هغه خبرداری ورکړ چې، «د تېر پر خلاف، چې مونږ یوازې یو شمېر د کوکنارو پټي واړول، دا ځل به مونږ ټول هغه پټي چې کوکنار پهکې کرل شوي وي واړوو او اړوندو بزګرانو ته به سزا هم ورکول شي. بزګرانو ته به د هغوی د کوکنارو د فصل د اړولو هېڅ‌ بدل ور نه کړل شي.»

هغه وویل، محلي حکومت به په ټولو ولسوالیو کې له بزګرانو څخه وغواړي چې دغه ژمنه لاسلیک کړي او دا تایید کړي چې هغوی به هېڅکله هم بیا کوکنار نه کري.‌

حیات روښانه کړه چې په ژمنلیک کې راغلي، «مونږ، بزګران، ژمنه کوو چې مونږ به کوکنار ونه کرو. که مونږ دا کار وکړو، مونږ ته به سزا راکول شي،»

هغه زیاته کړه، «دا لاسلیکونه وار له مخه پيل شوي دي، او مونږ به په ټولو ولسوالیو کې لاسلیکونه راټول کړو،»

د بدیل معیشت پروژې

د ننګرهار د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس محمد ادریس ساپي په غونډه کې وویل، «په تېرو کلونو کې، مونږ له بزګرانو سره په چلند کې زړه سوی او انعطاف وښود،»

هغه وویل، «خو دا ځل مونږ نشو کولی چې چاته امتیازات ورکړو. پرځای به یې، مونږ بزګرانو ته داسې اسانتیاوې برابرې کړو چې هغوی د کوکنارو له کرنې څخه ځانونو وژغورلی شي.»

ساپي وویل، «مونږ به د بزګرانو لپاره نوې پروژه تطبیق کړو، بندونه او د اوبه لګونې سیستمونه به جوړ کړو، او د ښه کیفیت زراعتي تخمونه او سره به ووېشو،»

هغه استدلال وکړ چې،«مونږ هیله لرو چې د کوکنارو حاصل به سږ کال په ډراماتیک ډول کم شي او دا چې ننګرهار به د نورو ولایتونو لپاره یوه بېلګه وګرځي،»

په دغه ولایت کې بزګران وایي، هغوی به ژمنلیک لاسلیک کړي خو حکومت باید د کوکنارو د کرنې بدیلونه ورته برابر کړي.

د اچین ولسوالۍ یوه ۳۸ کلن بزګر شان باچا شینواري اعتراف وکړ چې هغه کوکنار، چرس او نور ناقانونه بوټي کرل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به نور هغه ونه کرو، خو حکومت باید لږ ویښ شي او مونږ ته داسې قېمتي بدیل راکړي چې مونږ له بېرته ورګرځېدلو څخه وژغوري. حکومت باید زما ویالې، سړکونه او پلونه جوړ کړي او مونږ ته داسې سره راکړي چې کولی شي له مونږ سره مرسته وکړي څو داسې عواید ترلاسه کړو چې خپل اولادونه پرې وساتو.»

شینواري وویل،‌«لکه څنګه چې مونږ په لاسلیک شویو اسنادو کې وعده وکړه، مونږ پښتانه یو او مونږ به نور کوکنار ونه کرو،»او زیاته یې کړه، «دا د غنمو او جوارو حاصلات کافي دي او مونږ به له لوږې څخه ونه مرو.»

د بېسودو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدالله، چې ۳۲ کاله عمر لري او له ۱۰ کالو راهیسې کرنه کوي، وویل، «حکومت باید مونږ ته کاري فرصتونه برابر کړي،»

هغه د غونډې برخه والو ته وویل، «زمونږ په ولسوالیو کې موجودې ویالې بیاجوړونې ته ضرورت لري. حکومت باید هغه جوړې کړي او مونږ ته بهتر زراعتي امکانات په لاس راکړي. که دا کار وشي، مونږ به بیا کوکنارو ته هېڅ‌ اړتیا ونه لرو.» د لړم د ۲۳ مې په غونډه کې والي او نورو حکومتي چارواکو له بزګرانو سره ژمنه وکړه چې حکومت به هغو کسانو ته، چې د کوکنارو پر ځای بل فصل کري، مالي مرسته او مشوره برابره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500