امنیت

طالبان د غولوونکو تکتیکونو په کارولو سره په بغلان کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې عملیات کمزوري کوي

د هدایت الله راپور

د بغلان پولیس د لړم په ۳ مه یو کس، چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ۷ کیلوګرامه هیرویینو په انتقالولو نیول شوی دی، ښیي. [د بغلان پولیس]

د بغلان پولیس د لړم په ۳ مه یو کس، چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ۷ کیلوګرامه هیرویینو په انتقالولو نیول شوی دی، ښیي. [د بغلان پولیس]

کندوز -- طالب اورپکي، چې د عوایدو د یوې لویې سرچینې د له لاسه ورکولو وېره ورسره ده،په مخ پر ودې توګه له منحرفوونکیو تکتیکونو څخه کار اخلي او هڅه کوي چې د افغان ځواکونو له خوا په بغلان ولایت کې د کوکنارو د فصلونو د ویجاړولو د هڅو مخه ونیسي.

دغه ولایت، چې اته شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل سره نښلوي،‌ د نشه ییزو توکو د قاچاقچیانو لپاره په یوه مهمه مواصلاتي لاره باندې بدل شوی دی.

د بغلان ولایت امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع وویل، «طالبانو د پلخمري په لمنو کې خپل بریدونه زیات کړي څو د کوکنارو د پټیو د اړولو له پيلېدا څخه مخکې امنیتي ځواکونه بوخت وساتي،»

هغه وویل، «دا هغه وخت دی چې طالبان له ځایي بزګرانو څخه اخیستل شوي فصلونه ټولوي،»

د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د وري د میاشتې په ۲۰ مه د کوکنارو له بوټو څخه ټول کړای شوی اپین لیدل کیږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د وري د میاشتې په ۲۰ مه د کوکنارو له بوټو څخه ټول کړای شوی اپین لیدل کیږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان، او ورسره نورې ترهګرې شبکې، زمونږ سرتېري د لویو لارو په شمول په ډند شهاب الدین او ډنډ غوري سیمو کې په جنګونو بوخت ساتي، او دا کار د کال په داسې وخت کې کوي چې د کوکنارو د بوټو د ویجاړولو لپاره تر ټولو ښه وخت دی،»

د نشه ییزو توکو پر ضد عملیات

سریع وویل، افغان ځواکونه پلان لري چې په را روان کال کې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کرنې پر ضد جدي ګام واخلي.‌

هغه وویل، «مونږ به د خپلو حرکتونو په پراخولو سره، خپل پلانونه ترسره کړو او په ولسوالیو کې به د کوکنارو فصلونه ویجاړ کړو،» او زیاته یې کړه چې د حکومتي چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو تر منځ بحثونو دې ته لاره جوړه کړه چې په اندراب ولسوالۍ کې د کوکنارو کرنه ۵۰٪ راکمه شي.‌

د امنیتي چارواکو په وینا، سږ کال، چارواکو د هغو لسګونو قاچاقونو او د اپینو د انتقالاتو مخه ونیوله چې غوښتل یې له ولسوالیو څخه د ولایت مرکز پلخمري، او ګاونډیو هېوادونو ته یې ویسي، او ښکېل کسان یې ونیول.

د بغلان ولایت د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس شاه محمود پویا د لړم په ۱۴مه سلام ټایمز ته وویل، په بغلان کې د ۱۳۹۶ له مرغومي راهیسې د نشه ییزو توکو د قاچاقچیانو پر ضد نژدې ۶۲ عملیات ترسره شوي دي.

هغه وویل، «په دغو عملیاتو کې، مونږ وکولی شوای چې له ۱۵۰۰۰ کیلوګرامو څخه ډېر د نشه ییزو توکو بېلابېل ډولونه کشف کړو،»

هغه یادونه وکړه چې، «د دغو موادو له جملې څخه په ځینو کې د نورو تر څنګ هیرویین، اپین، مورفین، الکولي مشروبات، کی ګولۍ [اوکسي کودون] او کرسټال میت شامل ول،»

پویا وویل، «په مجموع کې، مونږ ۹۰ کسان د نشه ییزو توکو د قاچاق په تور نیولي، او په دې دوران کې مو ۳۳ عرادې او ۸۰ موبایل فونونه ضبط کړي دي،»

د لړم په ۲۲مه په تر ټولو وروستۍ قضیه کې، ولایتي پولیسو له کابل څخه بغلان ته په ټرانسپورټ کې ۸۰۰ ګرامه کرسټال مېت کشف کړل. په دې چاره کې مشکوک ښکېل کس ونیول شو.‌

طالبان په بزګرانو فشار اچوي چې کوکنار وکري

په بغلان کې ډېر بزګران وایي، طالب اورپکي په هغوی باندې فشار راوړي چې په خپلو پټیو کې کوکنار وکريځکه چې دغه بوټی دې ګروپ ته ډېره ګټه ور رسوي.

د بغلان ولایت په جولګه ولسوالۍ کې یوه ۵۲ کلن بزګر سید قدم وویل، د کوکنارو بوټي د وري او چنګاښ د میاشتو تر منځ موده کې رسېږي، او له هغه وروسته یې اپین ټولول کیږي.

قدم وویل، «طالبان او مافیایي ډلې له محلي بزګرانو سره تماس نیسي او ورته وایي چې دغه تولید تیار او قاچاق کړي. زه پوهېږم چې د کوکنارو کرل حرام دي، خو مونږ د طالبانو د فشار له امله مجبور یو چې ویې کرو.»

د بغلان ولایت د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس فضل حق اندرابي وایي، د افغان حکومت له خوا وړاندې کړای شوې شمېرې ښیي چې په بغلان کې د ۱۳۹۴-۱۳۹۶ تر منځ موده کې په مجموعي توګه په ۸۴۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، خو سږ کال، دغه شمېر په پنځو ولسوالیو کې ۱۰۴۰ هکتارو ته زیات شو، او زیاته یې کړه، «له اپین څخه د ناقانونه نشه ییزو توکو بېلابېل ډولونه جوړول کیږي، او دا داسې شی دی چې قاچاقچیان پرې ډېر ګرم ورځي.»

هغه وویل، «نشه ییز توکي د بغلان په پنځو ولسوالیو، پل حصار، ده صلاح، بورکه، جولګه او بنو کې کرل کیږي. د دغه بوټي د کرنې په ډېرښت کې تر ټولو مهم فکټور ناامني ده.»

د ضرري تاثیراتو پر ضد مبارزه کول

اندرابي په ټولو رسنیو، دیني عالمانو، ملایانو، قومي مشرانو، او د ټولنې په نورو اقشارو باندې غږ وکړ چې له حکومت سره همکاري وکړي څو د ناقانونه نشه ییزو توکو د ضرري تاثیراتو او د نشه ییزو توکو د کرنې د خطرونو په هکله د عامه خبرتیا سطحه لوړه کړي.

په بغلان کې د کوکنارو په کرنه کې ډېرښت په دغه ولایت کې د نشه ییزو توکو په اعتیاد باندې مستقیم تاثیر درلود، چې په سلګونو کسان په ځانګړې توګه په پلخمري ښار کې په نشه ییزو توکو روږدي شوي دي.‌

په بغلان کې د معتادانو د درملنې د یوه ۳۰ بستریز روغتون رییس ډاکتر رحم خدا نوري وویل، د ولایتي ادارې له خوا وړاندې شوي ارقام ښیي چې له ۶۰۰۰ څخه ډېر کسان په بېلابېلو نشه ییزو توکو معتاد شوي دي.‌

هغه د لړم په ۱۵مه سلام ټایمز ته وویل، «د وري د میاشتې له ۱ راهیسې، مونږ وکولی شوای چې نژدې ۲۴۰ معتادان تداوي کړو،»

هغه زیاته کړه، «د هغوی له ډلې څخه ډېر د نورو تر څنګ د اپین، هیرویین، چرس او کرستال مېت په څېر نشه ییزو توکو باندې روږدي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500