تروريزم

قربانیان په کابل کې د نبي (ع) د میلاد په مراسمو د بمي برید 'د مطلق وحشت' کیسې کوي

ای اېف پي

چارواکو وویل، چې د لړم په ۲۹مه په کابل کې په مذهبي مراسمو په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۵۵ کسان ووژل شول. دا یو له هغو تر ټولو مرګانیو بریدونو څخه دی چې په افغانستان باندې سږ کال وشول. [وکیل کوهسار، نصرالله عطار،‌ غفار مېنګلي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- څو دقیقې وروسته له هغه چې احمد فرید د سلګونو نورو دیني عالمانو په منځ کې، چې د محمد رسول الله (ص) د میلاد په مناسبت په کابل کې په یوه تالار کې جوړ شوي ول، په یوه چوکۍ کېناست، یوې لویې چاودنې خونې ته ټکان ورکړ، او فرید یې په فرش وغورځاوه.

د هغه خواوشا د سړیو داسې په وینو لړلي جسدونه پراته ول چې د ځانمرګې چاودنې پوره زور وهلي ول او احتمالاً چې هغو د هغه ژوند وژغوره.‌

۴۰ کلن فرید د چارشنبې په ورځ /د لړم ۳۰ مه/ چې د روغتون په چپرکټ پروت او پښه او اوږه یې ټپي شوي ول، ای اېف پي ته وویل، «مطلق یو وحشت وو، خلک مړه او ټپیان ول، او په وینو او د غوښو په ټوټو پوښل شوي ول،»

«زما تر څنګ زما دوست او د هغه کوچنی زوی هم ول،‌ چې په وینو پوښلي او له حرکته لوېدلي ول.»

یو ټپي افغان د لړم په ۳۰ مه په کابل کې په دیني مراسمو له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو ټپي افغان د لړم په ۳۰ مه په کابل کې په دیني مراسمو له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

په عکس کې د ودونو هغه تالار لیدل کیږي، چې په سلګونو دیني عالمان په کې راټول شوي ول څو د محمد رسول الله (ص) میلاد ولمانځي. دا عکس د لړم په ۳۰ مه یوه ورځ وروسته له هغه اخیستل شوی، چې په پروګرام کې یو مرګونی ځانمرګی برید وشو، ۵۵ کسان یې ووژل او ۹۴ نور یې ټپیان کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې د ودونو هغه تالار لیدل کیږي، چې په سلګونو دیني عالمان په کې راټول شوي ول څو د محمد رسول الله (ص) میلاد ولمانځي. دا عکس د لړم په ۳۰ مه یوه ورځ وروسته له هغه اخیستل شوی، چې په پروګرام کې یو مرګونی ځانمرګی برید وشو، ۵۵ کسان یې ووژل او ۹۴ نور یې ټپیان کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

لږ تر لږه ۵۵ افغانان هغه وخت ووژل شول او ۹۴ نور ټپیان شول چې یوه بمي بریدګر خپل ځان د سې شنبې په ماښام /د لړم ۲۹ مه/ د اورانوس د ودونو قصر په تالار کې وچاوه. دا سږ کال په افغانستان کې یو له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه وو.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو، چې ادعا کیږي د غونډې یوه برخه وال کړې ده، ښیي چې د سړیو یوه لویه غونډه د قران کریم تلاوت اوري چې په دې کې چاودنه وشي او قیامت جوړ کړي.

د چارشنبې په سهار، چې پاکوونکیو دغه څو پوړیزه وداني د نورو مېلمنو لپاره پاکوله، په وینو لړلې پګړۍ، بوټان، چپه شوې چوکۍ او ماتې شوې شیشې لا هم په دغې سورۍ سورۍ خونه کې، چې عام وژنه په کې پېښه شوې وه، پراته ول.‌

یو 'د نه بخښلو وړ جرم'

دغه برید په افغانستان او خارج کې په پراخه کچه وغندل شو، او ملګرو ملتونو د «سخت ظلم» په نامه یاد کړ.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر، جان بس، وویل، هغه د دغه بمي برید له امله «سخت ناراحت او په ژوره توګه خفه» شو، په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې هیئت وویل چې دغه چاودنه «په مونږ ټولو، مذهبي او عادي خلکو باندې، چې ازادۍ ته ارزښت ورکوي، یوه حمله وه».‌

ولسمشر اشرف غني د چارشنبې ورځ د برید د قربانیانو لپاره د ملي ماتم ورځ اعلان کړه، او هغه یې یو «د نه بخښلو وړ جرم» وباله.‌

د غونډې یوه برخه وال، عبیدالله، چې له چاودنې څخه ژوندی راوتلی خو مخ او بدن ته یې ګڼ شمېر ټپونه ور رسېدلي، وویل، د ودونو په تالار کې په امنیتي تلاشۍ کې یوه وسله وال سړي د بدنونو تلاشي کوله او بیا ورپسې ګڼ شمېر دیني زده کوونکیو فزیکي تلاشي کوله.

سمدلاسه هیچا د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو وار له واره دغه چاودنه وغندله. د داعش ترهګرې ډلې، چې سږ کال یې په کابل کې د اکثرو ځانمرګو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی، تر اوسه پورې څه اعلامیه نه ده خپره کړې.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ملامتیا ګوته طالبانو ته ونیوله.

هغه په پاریس کې له ای اېف پي سره په یوه مرکه کې وویل، «که هغوی انکار وکړي که ویې نه کړي، هغوی دغه ډول یو چاپېریال جوړ کړی دی، د تاوتریخوالي مسؤل هغوی دي،»

دا روښانه نه ده چې ولې دیني عالمان د اسلامي تقویم په یوه له تر ټولو مقدسو ورځو په نښه کړای شول.‌

د مذهبي چارو د وزیر یوه سلاکار، محراب دانش، د صوفيانه اسلامي عقایدو مخلصینو ته په اشارې وویل، د غونډې اکثر برخه وال صوفیان ول.‌

هغه په محتاطانه توګه وویل، چې، «خو دا لا ډېره وختي ده چې وویل شي چې هغوی د دې لپاره په نښه شول چې د صوفیزم لارویان ول،»

په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمانان د محمد رسول الله (ص) میلاد لمانځي، ځینې بنسټپالان دغه پېښې په اسلام کې بدعتونه ګڼي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500