اقتصاد

د هرات ډېر کروندګر د کوکنارو د بدیل په توګه د زعفرانو کرنې ته مخه کوي

د نصیر صالحي راپور

په هرات ولایت کې د هغو محلي چارواکو، چې د کوکنارو د بدیل په توګه د زعفرانو د کوچني زعفراني ګل د پراختیا لپاره کار کوي، په وینا، په دغه ولایت کې یو مخ پر ودې شمېر افغان کروندګر د کوکنارو کرنې سره مخه ښه کوي او د زعفرانو کرنې ته مخه کوي. [نصیر صالحي]‌

هرات -- په هرات ولایت کې د هغو محلي چارواکو، چې د کوکنارو د بدیل په توګه د زعفرانو د کوچني زعفراني ګل د پراختیا لپاره کار کوي، په وینا، په دغه ولایت کې یو مخ پر ودې شمېر کروندګر د کوکنارو کرنې سره مخه ښه کوي او د زعفرانو کرنې ته مخه کوي.

د هرات د کرنې د ریاست مرستیال، بشیراحمد احمدي، سلام ټایمز ته وویل، «د هرات په اکثرو ولسوالیو کې، د کوکنارو ځای د زغفرانو کرنې نیولی دی،»

هغه وویل، «که مونږ سږ کال له پخوانیو کلونو سره مقایسه کړو، مونږ وینو چې د کوکنارو ډېره کرنه د هرات ولایت پهغوریان او پښتون زرغون ولسوالیو کې کېدله، خو اوس، ډېرې هغه سیمې چې زعفران پرې کرل شوي دي... په همدغو ولسوالیو کې دي.»

احمدي وویل، «دا وخت، د افغانستان د زعفرانو ۹۵٪ په هرات کې کرل کیږي او ترلاسه کیږي، تر دې چې دغه ولایت د افغانستان د زعفرانو پلازمېنه بلل کیږي،»

افغانانې د لړم په ۲۲مه د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې زعفران ټولوي. [نصیر صالحي]

افغانانې د لړم په ۲۲مه د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې زعفران ټولوي. [نصیر صالحي]

یوه افغانه د لړم په ۲۲مه د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د زعفرانو ګلونه راشکوي. [نصیر صالحي]‌

یوه افغانه د لړم په ۲۲مه د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د زعفرانو ګلونه راشکوي. [نصیر صالحي]‌

محلي مقامات وایي، افغان حکومت هڅه کوي څو داسې فرصتونه برابر کړي چې په هرات کې د زعفرانو د کرنې د انکشاف په برخه کې مرسته وکړي،‌ او دغه حاصلات افغانانو ته په زرګونو کاري فرصتونه برابروي.

د هرات د والي مرستیال محی الدین نوري سلام ټایمز ته وویل، «زعفران په هرات کې د کوکنارو ښه بدیل ګرځېدلی دی،»

هغه وویل، «دا همدارنګه په دغه ولایت کې د وظایفو د رامنځته کولو لپاره یو ښه فرصت دی،» او زیاته یې کړه چې، «د نورو له منځه د غوریان، زنده جان، ګوزاره، انجیل او پښتون زرغون په څېر ولسوالۍ د زعفرانو د کرنې لپاره ښه موقعیتونه دي.»

نوري وویل، «مونږ هڅه کوو چې له شینډنډ سره نژدې پرتو پنځو نورو ولسوالیو ته د زعفرانو غوټې راوړو او په دغو نا امنه ولسوالیو کې دغه بوټي ته انکشاف ورکړو،»

له کوکنارو څخه ډېر ګټور

زعفران یو داسې بوټی دی چې خدمت لږ غواړي خو حاصل ښه ورکوي، او کروندګر د هغو له کرنې سره علاقه مندۍ ته هڅوي.

نوري یاده کړه، «د دې ترڅنګه، چې زعفران لږو اوبو او لږ کار ته ضرورت لري، دغه بوټی ډېر ګټور او د اپینو د کرنې یو بدیل دی. اوس د هرات په ډېرو ولسوالیو کې د کوکنارو پټي د زعفرانو په پټیو باندې اوښتي دي.»

هغه زیاته کړه، «په افغانستان او نړۍ کې زعفرانو ته مناسب بازار او لوړه تقاضا د دې سبب شوې چې افغانان د کوکنارو کرنه ودروي او د یوه بدیل په توګه د زعفرانو کرنې ته مخه کړي،»

د هرات ولایت د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس، غلام رسول حیدري، سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ راپورونه ښیي چې مخکې له دې چې د زعفرانو کرنه رواج شي، کوکنار د هرات ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې کرل کېدل. اوس په دغو ولسوالیو کې د کوکنارو کرنه نژدې صفر ته رسېدلې ده.»

هغه زیاته کړه، «همدارنګه، په هرات کې کروندګر د زعفرانو له کرنې څخه ښه ګټه ترلاسه کوي،»

کروندګر په کوکنارو باندې د حلال فصل کرنې ته ترجیح ورکوي

له زعفرانو څځه د ښو حاصلاتو په ترلاسه کولو سربېره، کروندګر وایي هغوی په دې پوه دي چې د کوکنارو په کرنه کې خطر موجود دی.

په زنده جان ولسوالۍ کې یوه ۶۰ کلن کروندګر یوسف شاه سلام ټایمز ته وویل، «پخوا مونږ کوکنار کرل، خو له هغه وخت راهیسې، چې مونږ دغه حرام فصل کاره، ډېر کالونه کیږي. مونږ په حکومت غږ کوو چې له مونږ سره مرسته وکړي چې یو حلال فصل وکرو څو زمونږ خلک وکولی شي چې د کوکنارو له ویجاړوونکې کرنې څخه را وګرځي

په زنده جان ولسوالۍ کې یوه بل کروندګر، اقاګل پهلوان، چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل، «مونږ د حکومت تر څنګ ولاړ یو، او مونږ د کوکنارو له کرنې څخه کرکه کوو. کله چې مونږ خپل ځوانان په نشه روږدي وګورو، مونږ نه غواړو چې هېڅکله هم بیا کوکنار وکرو،»

ځایي کروندګر عبدالستار، چې ۴۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، کروندګر او کلیوال نه پوهېدل او ناقانونه نشه ییز بوټي به یې کرل، خو اوس هغوی پوهېږي او نور دغه حرام کاروبار نه کوي،»

یوه بل کروندګر، عبدالرشید، چې ۳۸ کاله عمر لري او د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وویل، «کروندګر له دې سره علاقه مندي نه لري چې نشه ییز توکي وکري، او مونږ تمه لرو چې حکومت له مونږ سره د غنمو او زعفرانو په کرنه کې همکاري وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه د نورو ولایتونو په کروندګرو باندې تاکید کوم چې د کوکنارو پر ځای دې زعفران وکري، ځکه چې زعفران یو پاک او حلال بوټی دی،‌ چې حاصلات یې هم حلال دي،»

د زعفرانو کرنه پراختیا مومي

د هرات ولایت د کرنې د ریاست د مرستیال په وینا، تېر کال، په افغانستان کې له ۱۰ میلیونه ډالرو (۷۶۰.۵ میلیونه افغانیو) څخه د ډېرو پیسو زعفران شوي ول، چې اکثر یې د چین او هندوستان په شمول بېلابېلو هېوادونو ته صادر شول.

هغه وویل، «سږ کال، په هرات کې د زعفرانو د کرنې نرخ د تېر کال په نسبت زیات دی. تېر کال، زمونږ له ۵۰۰۰ هکتاره څخه ډېره ځمکه باندې زعفران کرل شوي ول، خو سږ کال، په دې ولایت کې په زعفرانو د کرل شوې ځمکې اندازه له ۷۰۰۰ هکتارو څخه زیاته شوه.»

هغه یاده کړه چې، «تېر کال،‌ مونږ خواوشا لس ټنه د زعفران حاصل ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې سږ کال مونږ تمه لرو چې له ۱۲ ټنو څخه ډېر زعفران به ترلاسه کړو،»

احمدي وویل، د زعفرانو د حاصل په ډېرېدلو سره په زرګونو اوسېدونکو ته کاري فرصتونه او قانوني عواید برابر شوي دي.

هغه وویل، «اوس له ۱۲۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ زعفران کري،» او زیاته یې کړه چې، «د کروندګرو تر څنګ، د هغوی کورنۍ د زعفرانو د کرنې په پروسه کې ښکېلې دي.»

د افغانستان د اقتصاد لپاره ګټور

په هرات ولایت کې یوه اقتصادپوه عبدالرحیم امېد وویل، «زعفران یوازنۍ مساله ده چې د ګرام په واحد پېرودل کیږي او پلورل کیږي. په هر ځای کې د زعفرانو یو ګرام د ۲ ډالرو او ۸ ډالرو (۱۵۲ افغانیو او ۶۰۸.۴ افغانیو تر منځ) قېمت لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دغه بوټي مناسب ارزښت او پاملرنه نه دي ترلاسه کړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که افغان حکومت زعفرانو ته له اړتیا سره سمه پاملرنه وکړي، دا ماده دا مهمه وړتیا لري چې د افغانستان په اقتصاد کې انقلاب راولي،»

هغه وړاندیز وکړ چې حکومت له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه، له ایران څخه د زعفرانو د غوټو واردات بند کړي، او په دې توګه د افغاني زعفرانو په ارزښت کې د کمي مخه ونیسي.

افغان زعفرانو په پرله پسې ډول د نړۍ د غوره زعفرانو نوم ګټلی دی، خو جنایتکاران له ایران څخه راقاچاق شوي د ټیټ کیفیت زعفران له افغان زعفرانو سره ګډوي، یا ایراني زعفران د افغان زعفرانو په نامه بازار ته وړاندې کوي،چې د دغه حاصل اعتبار ته زیان رسوي.

د تلې په ۱۵مه، ولسمشر اشرف غني د زعفرانو او د زعفرانو د غوټو په وارداتو باندې بندیز ولګاوه څو د دغه حاصل د غوټو محلي مارکیټ،‌ په ځانګړې توګه هرات ولایت کې، خوندي کړي.‌

د هرات ولایت د کرنې ریاست رییس عبدالصبور رحماني وویل، د ټیټ کیفیت ایراني زعفران د مافیایي کړیو له لارې په ناقانونه توګه افغانستان ته راداخلېږي او بیا د افغان زعفرانو په نامه نړۍ ته صادرېږي.‌

رحماني د تلې په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «په ایران د نړیوالو بندیزونو له امله ایراني زعفران نشي کولی چې نړیوال پیرودونکي ومومي،»

هغه زیاته کړه، «سربېره پر دې، د ایراني زعفرانو ټیټ کیفیت په نړیوالو بازارونو کې په پام وړ توګه د افغان زعفرانو اعتبار خراب کړی دی،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500