تروريزم

حکومت په خوست کې د اردو په جومات د شوي برید د څېړنو امر وکړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان امنیتي ځواکونه، وروسته له هغه، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د لیندۍ په ۲ مه په خوست ولایت کې د افغان اردو په یوه مرکز کې په یوه ډک جومات کې دننه ځان وچاوه، د پېښې ځای ته نژدې ځانونه رسوي. [فرید ظاهر/ای اېف پي]‌

خوست -- افغان حکومت د یوه وروستي ځانمرګي بمي برید په هکله چې په خوست ولایت کې د افغان ملي اردو په یوه مرکز کې په یوه جومات کې وشو او په نورو پوځي مرکزونو باندې د مشابه ترهګریزو بریدونو له موازي پېښو سره د دې د احتمالي ارتباطاتو په هکله «جدي څېړنې» کوي.

د داعش ترهګرې ډلې د دغه برید، چې د لیندنۍ په ۲ مه په پوځي مرکز کې په یوه ډک جومات کې د جمعې د لمانځه په ترڅ کې وشو، مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د ولایت په مرکز کې د حکومتي او خصوصي روغتونونو له خوا د تلفاتو د وړاندې شویو ارقامو په اساس، په دې چاودنه کې، چې د ۲۰۳ قول اردو لومړۍ لوا یې په نښه کړله، لږ تر لږه ۷۹ تنه منسوبین ټپيان شول.

د اعماق تبلیغاتي اژانس، د شنبې په ورځ‌ د خپرې شوې اعلامیې په اساس،‌ د داعش افغاني څانګې د دغه برید، چې ۵۰ کسان یې ووژل او ۱۱۰ نور یې ټپیان کړل، مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د افغان ملي اردو ټپي شوي عسکر، وروسته له هغه، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د لیندۍ په ۲ مه په خوست ولایت کې د هغوی په مرکز کې په یوه ډک جومات کې ځان وچاوه، په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

ولسمشر اشرف غني د افغان ملي اردو یوه عسکر ته، چې په خوست ولایت کې د لیندنۍ د ۲ مې له برید څخه ژوندی پاتې شوی دی، لاس ورکوي. غني په کابل کې ایمرجنسي روغتون ته، چې د جمعې د ورځې له برید څخه ژغورل شوي کسان په کې تداوي کیږي، ورغی. [د افغان ولسمشر ماڼۍ/فیسبوک]

خو یوه حکومتي چارواکي د جمعې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل چې ۲۷ عسکرو ژوند له لاسه ورکړړ او ۴۴ نور ټپیان شول.

د څېړنې غوښتنه

د ولسمشر اشرف غني دفتر د لیندۍ په ۴ مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې نوموړي د خوست د جومات بمي برید یوه «ټکان ورکوونکې پېښه» وبلله او د بشپړې څېړنې حکم یې وکړ.

که څه هم چې د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست، ولسمشر اشرف غني د ملامتیا یوه برخه په طالبانو او په ګاونډیو هېوادونو کې د ځانمرګو بمي بریدګرو په پټنځایونو باندې ور واچوله.

په اعلامیه کې د غني له قوله راغلي، «هغه څوک، چې د ځانمرګو [بریدونو] کلتور یې راوړ، د هغه جرم مسؤل دي چې په خوست ولایت کې ترسره شو. که طالبان په ریښتیا غواړي چې د حقیقي افغانانو په توګه ځانونه وښیي، هغوی باید له سولې سره یوځای شي.»

په ولسي جرګه کې افغان قانون جوړوونکیو د خوست د پېښې او په کابل کې د هغو دیني علماوو په مراسمو، چې د نبی (ع) د میلاد ورځ یې لمانځله، د تېرې اونۍ د برید دواړو د څېړنې په اړتیا تاکید وکړ.

لږ تر لږه ۵۵ افغانان وروسته له هغه ووژل شول او ۹۴ نور ټپیان شول چې یوه بمي بریدګر د لړم په ۲۹مه د اورانوس د ودونو تالار کې ځان وچاوه.‌

د دغه برید مسؤلیت هېڅ ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.‌

د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي طلوع نیوز ته وویل، «زه له داخلي امنیتي او دفاعي کمېسیون څخه غواړم چې له استخباراتي سازمانونو سره یو ځانګړی مجلس جوړ کړي او دا ومومي چې ولې مونږ د افغانستان په پلازمېنه او ولایتونو کې داسې پېښې بیا بیا ګورو،»

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل، «مونږ څوک استخداموو، معیارونه څه دي او څوک یې تضمینوي؟‌ بمي بریدګر یوه پوځي مرکز ته څنګه ننوت؟ دا ټول باید وڅېړل شي،»

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د خوست برید د ۱۳۹۶ د وري د میاشتې هغه برید ته ورته وو چې په مزارشریف کې په یوه پوځي مرکز کې دننه په یوه جومات او طعام خورۍ کې ترسره شو او طالبانو یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، او لږ تر لږه ۱۴۴ عسکر یې ووژل.‌

هغه وویل، «مونږ په جدي توګه څېړنې کوو،»

چخانسوري وویل، «اړوندو ادارو ته حکم شوی چې د دې پېښې یوه بشپړه څېړنه ترسره کړي چې مونږ وپوهېږو چې یوه مشابه حمله څنګه تکرار شوې او له هغو کسانو سره، چې وظیفوي غفلت یې کړی، به قانوني چلند وشي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500