ټاکني

چارواکو تایید کړه چې د ولسمشرۍ انتخابات به ونه ځنډول شي

ای اېف پي

یوه ښځه د لړم په ۵ مه په کندهار ولایت کې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د رایې اچولو په یوه مرکز کې خپله رایه اچوي. د انتخاباتو چارواکو د لیندۍ په ۶ مه وویل چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخابات به له اداري او امنیتي اندېښنو سره سره په ټاکلي وخت ترسره کړای شي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د انتخاباتو تنظیموونکیو د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۶ مه/ ژمنه وکړه چې د راتلونکي کال پلان شوي د ولسمشرۍ انتخابات به په وخت سره ترسره کړای شي. د یوه ممکن ځنډ په هکله وروسته له هغه راپورونه خپاره شول چې د انتخاباتو چارواکي لا هم هڅه کوي چې د تېرې میاشتې د پارلماني انتخاباتو نتایج راوباسي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاندانو د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغوی ګوري چې رایه اچونه د چنګاښ ۲۲مې ته شاته کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل، «اقتصادي، امنیتي او د هوا شرایط مونږ دې ته مجبوروي چې په مهالوېش کې یو څه بدلونونه راوړو،»

خو د سې شنبې په ورځ، چارواکو پرېکړه وکړه چې ځنډ به ونه کړي، او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په فیسبوک پاڼه یې یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي انتخابات به «د خلکو او ګوندونو د غوښتنې په اساس» د وري د میاشتې په ۳۱ مه له اصلي پلان سره سم ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو چارواکو د لیندۍ په ۵ مه په کابل کې د حکومت، امنیتي ادارو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې له استازو سره وکتل او د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په هکله یې خبرې اترې وکړې. [د انتخاباتو خپلواک کمېسیون/فیسبوک]

د انتخاباتو ډېروالی

د ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به هم له مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره یوځای په پسرلي کې ترسره شي.

د ولسي جرګې انتخابات، چې د هېواد له ۳۴ څخه په ۳۳ ولایتونو کې د تلې په میاشت کې ترسره شول، هم باید په غزني ولایت کې ترسره شي. هلته مقاماتو انتخابات له لاریونونو څخه وروسته وځنډول.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې، چې په درې کاله ځنډ ترسره شول، بې نظمي او مرګونی تاوتریخوالی لیدل کېده. تمه ده چې بشپړ نتایج په را روانه میاشت کې معلوم شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشرۍ انتخابات باید د غوایي له ۲ مې څخه ډېر ونه ځنډېږي.‌

غني غواړي چې د دویم ځل لپاره ولسمشر شي

د تېرې میاشتې په نیمایي کې، ولسمشر اشرف غني تایید کړه چې نوموړی غواړي باید انتخاباتو ته ودریږي.

که څه هم چې تر اوسه لا روښانه نه ده چې څوک به غني وننګوي، د غني د ملي امنیت د شورا د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په شمول احتمالي سیالان وار له مخه د دغه لوړ موقف د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو وړاندیز شوې نېټه به د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې هیلو سره برابره شي چې هڅه کوي طالبان او افغان حکومت له اوړي څخه مخکې د سولې تړون وکړي.

تېره میاشت په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازو په ګډون د سیمه ییزو کتنو له دویمې دورې څخه وروسته، خلیلزاد وویل، چې هغه د شخړې د پای ته رسولو لپاره «محتاطانه هیله مند» دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بې معنی

ځواب ورکړئ