روغتیا

د طالبانو له خوا د واکسیناسیون ضد کمپاین څخه وروسته په هلمند کې د پولیو نوې پېښې ثبت شوې

د ضیأ ثمر راپور

د ځایي روغتیایي چارواکو په وینا، د طالبانو له خوا په اتو ولسوالیو کې د واکسیناسیونو له بندولو څخه وروسته په هلمند ولایت کې دوه نور ماشومان په پولیو اخته شول. [ضیأ ثمر]

هلمند -- عامې روغتیا ته د طالبانو نه درناوی په افغانستان کې ماشومان په خطر کې اچوي او د یوې معیوبوونکې ناروغۍ پراختیا ته لاره هواروي.

د ځایي روغتیايي چارواکو په وینا، وروسته له هغه، چې طالبانو په اتو ولسوالیو کې واکسیناتوران د خپل کار پرېښودلو ته مجبور کړل، په هلمند ولایت کې دوه نور ماشومان په پولیو اخته شول.

طالبانو، د هغو روغتیايي کارکوونکیو په ګواښلو سره، چې ماشومانو ته د یادې ناروغۍ په وړاندې معافیت برابروي، د غوایي له میاشتې راهیسې د پولیو د واکسیناسیون کمپاینونه بند کړل. د طالبانو دا کار د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د اورپکو د ډلې پر ضد د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په وړاندې د یوه عکس العمل په توګه وکړ.‌

د هلمند د عامې روغتیا رییس، ډاکتر امین الله عابد د لړم په ۲۴مهسلام ټایمز ته وویل،‌«طالبانو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د واکسیناسیون کمپاینونه بند کړي دي،»

وروسته له هغه، چې طالبانو د روغتیایي کارکوونکیو له خوا د واکسیناسیون کور په کور کمپاین بند کړ، ډاکترانو د تلې په ۱۴مه په دې بې نېټه عکس کې ښودل شوې دوه کلنه فرشته، چې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکې ده، تشخیص کړه چې پولیو لري. [د هلمند د عامې روغتیا ریاست]

وروسته له هغه، چې طالبانو د روغتیایي کارکوونکیو له خوا د واکسیناسیون کور په کور کمپاین بند کړ، ډاکترانو د تلې په ۱۴مه په دې بې نېټه عکس کې ښودل شوې دوه کلنه فرشته، چې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکې ده، تشخیص کړه چې پولیو لري. [د هلمند د عامې روغتیا ریاست]

یو روغتیایي کارکوونکی د لړم په ۱۵مه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد په لمنه کې د واکسیناسیون د کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیقوي. د تلې په میاشت کې، په هلمند ولایت کې د پولیو د دوه نویو پېښو په هکله راپور ورکړل شو. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

یو روغتیایي کارکوونکی د لړم په ۱۵مه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد په لمنه کې د واکسیناسیون د کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیقوي. د تلې په میاشت کې، په هلمند ولایت کې د پولیو د دوه نویو پېښو په هکله راپور ورکړل شو. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

هغه وویل، طالبانو «په هلمند کې د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی».

هغه وویل، «د هلمند خلک باید د دغې نه رغېدونکې ناروغۍ پر ضد راپورته شي او له طالبانو سره خبرې وکړي چې واکسیناتورانو ته اجازه ورکړي چې واکسین تطبیق کړي،»

د هلمند ولایت د روغتیایي چارواکو په وینا، روغتیایي کارکوونکو د تلې په میاشت کې په نوزاد ولسوالۍ کې یو څلورکلن هلک او یوه دوه کلنه نجلۍ تشخیص کړل چې په پولیو ناروغۍ اخته شوي دي.‌د غبرګولي په میاشت کې، په نادعلي ولسوالۍ کې یو درې کلن تشخیص شو چې پولیو لري.

د افغانستان او د اروزګان د حکومتي چارواکو په وینا، په هلمند ولایت کې د درې پولیو لرونکیو ماشومانو په تشخیص سربېره، روغتیايي کارکوونکیو د وري میاشتې له ۱ راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ۱۷ نورو پېښو په هکله راپورونه ورکړي، چې نهه په کندهار، درې په کونړ، دوه په ننګرهار، یوه په نورستان او دوه په اروزګان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

پولیو یوازې په درې هېوادونو کې پاتې دي، چې نور دوه یې پاکستان او نایجریا دي.‌

په افغانستان کې د پولیو پېښې په ډېرېدلو دي

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې افغانستان اوس په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر د پولیو پېښې لري.‌

هغه د لړم د میاشتې په لومړیو کې په نورستان، کندهار او هلمند ولایتونو کې پولیو وهلو نجونو ته په اشارې سره، په یوه اعلامیه کې وویل، «اوس مونږ د تېر کال په نسبت د پولیو ډېرې پېښې لرو. دا خطرناک حالت دی، او کوچنۍ نجونې د پولیو له امله فلج شوي دي،»

هغه وویل، «دا باید هېڅ نه وای پېښ شوي. مونږ په هلمند کې د دغه وایرس په خپرېدلو په ځانګړې توګه اندېښمن یو او تاکید کوو چې میندې پلرونه او پالونکي باید خپل تر پنځو کالو کوچني ماشومان په مکرر ډول واکسین کړي.»

فیروز وویل، «پولیو خطرناک دی او د ټول عمر ناوړه نتایج رامنځته کوي، خو کیدای شي چې دا وایرس له هېواد څخه ورک کړای شي،»

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام ټایمز ته وویل، د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر ضد عملیات په پلان کې دي.

هغه وویل، «افغان ځواکونو د وري په ۲۶مه عملیات پیل کړل چې په یو شمېر سیمو کې طالب اورپکي وځپي. اورپکو واکسیناتورانو ته وویل چې د سیمې کورونو ته دې د واکسیناسیون لپاره نه ورځي.»

د ولایت روغتیایي چارواکو وویل، د طالبانو له خوا د واکسیناتورانو د وېرولو له امله خواوشا ۵۰۰۰۰۰ ماشومان د واکسیناسیون له چانس څخه بې برخې شول.

د پولیو واکسیناسیون اهمیت

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي، ګل حبیب، چې ۳۲ کاله عمر لري او پښې یې فلج شوي دي، وویل، «زه پولیو ووهلم، او زه سخت کړېږم،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«هره کورنۍ باید خپل ماشومان د پولیو واکسیناسیون ته بوځي. که ماته واکسین شوی وای، زه به هېڅکله په دې ناروغۍ نه وای اخته شوی.»

هغه زیاته کړه، «زه له طالبانو څخه غواړم چې د ماشومانو ژوند خراب نه کړي او کور په کور واکسیناسیون ته اجازه ورکړي چې دغه ناروغۍ زمونږ ماشومان ناروغ نه کړي،»

د لښکرګاه یوه بل اوسېدونکي، حسیب الله، چې ۲۱ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید عام خلک محروم نه کړي. پولیو د رغېدلو وړ ناروغي نه ده.»

هغه وویل، «هغه کسان، چې د واکسیناسیون په کمپاینونو کې ستونزې رامنځته کوي، هغوی زمونږ دوستان نه دي، هغوی زمونږ دښمنان دي،»

د عامې روغتیا د وزارت په وینا، د پولیو واکسین، ان د ناروغانو او نویو پیدا شویو ماشومانو لپاره، خوندي دی، او واکسیناسیون په ملي او بین المللي سطحه د اسلامي عالمانو له خوا تایید شوی دی.

په لښکرګاه کې یوه ۴۷ کلن دیني عالم مولوي عبدالمالک اخوندزاده سلام ټایمز ته وویل، «د نړۍ د بېلابېلو برخو وتلیو دیني عالمانو فتوا صادره کړې چې وایي واکسیناسیون حرام نه دی ځکه چې هغه زمونږ د ماشومانو ژوند ژغوري،»

هغه وویل، «واکسیناسیون د انسانانو د هوساینې لپاره ګټور دی، او ټول مسلمانان باید خپل ماشومان واکسین کړي. هر هغه څوک، چې مسلمانانو ته زیان ور رسوي، هغه مسلمان نه بلل کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500