امنیت

په بغلان کې د طالبانو له خوا د بازار ویجاړولو غټ مالي تاوان واړاوه

د هدایت الله راپور

په یوه عکس کې، چې په فیسبوک خپور شوی، ځایي خلک د لړم په ۲۴ مه د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ د لوی بازار ویجاړتیاوې ګوري.

په یوه عکس کې، چې په فیسبوک خپور شوی، ځایي خلک د لړم په ۲۴ مه د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ د لوی بازار ویجاړتیاوې ګوري.

کندوز -- د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ په لوی بازار کې د طالبانو په یوه برید کې د یو شمېر دوکانونو په ویجاړېدلو سره ځایي خلکو ته غټ مالي تاوانونه وراوښتي دي.‌

دغه برید د لړم په ۲۳مه د ولسوالۍ مرکز په نښه کړ، چې ودانۍ او نور ملکیتونه یې ویجاړ کړل. افغان امنیتي ځواکونو وکولی شوای چې اورپکي په څو ساعتونو کې له منځه وېسي خو تر هغه مخکې د طالبانو راکټي بریدونو له امله د آق چشمې بازار څخه د اور لمبې پورته شوې‌.‌

د بورکې ولسوال شمس الدین شهاب وویل، د طالبانو هدف دا وو چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي، خو امنیتي ځواکونو د دې مخه ونیوله چې اورپکي خپل هدف ته ورسېږي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د برید په نتیجه کې زیات شمېر ځایي خلکو ته غټ مالي تاوانونه ور واوښتل،»

د ځایي خلکو د ژوند خرابول

د آق چشمې بازار یوه ۳۴ کلن دوکاندار عبدالناصر حمیدي سلام ټایمز ته وویل، په بورکه ولسوالۍ کې شوي برید، چې نیمه شپه پیل شو، د ولسوالۍ په لوېدیځه برخه کې په بازار کې ۲۵ دوکانونه او یو شمېر کورونه وسوزول.

هغه د طالبانو په ملامتولو سره وویل، «تاسو زمونږ ژوند راویجاړ کړ ځکه چې په ښار باندې ستاسو د برید له امله زمونږ دوکانونه په ایرو بدل شول،»

حمیدي روښانه کړه، «په دې دوکانونو کې د نورو له منځه، کالي، بوټان، جمپرونه، واسکټونه او د ښکلا توکي خرڅول کیږي. هر دوکاندار په خپل دوکان کې له ۵۰۰۰۰۰ افغانیو (۶۶۰۰ ډالرو) څخه ډېر توکي لرل، چې ټول د اور خوراک شول.»

یوه قومي مشر او د بورکې ولسوالۍ د پرمختیایي شورا غړي ارباب روح الله وویل، «په سوزول شویو دوکانونو سربېره، دوکانونو پورې نښتي درې کورونه هم وسوزېدل، چې د کورنیو غړي یې مجبور کړل چې له کافي اندازه کالیو څخه پرته بهر وتښتي،»

روح الله زیاته کړه، «د ورپسې سخت جنګ په نتیجه کې، په بازار کې دوه ملکي کسان شهیدان او دوه نور ټپیان شول،»

دا لومړی ځل نه وو چې ملکي خلک د طالبانو له خوا له داسې کړاو سره مخامخ شول.د لړم په ۷ مه، د آق چشمې په نامه نژدې جومات کې، طالبان راټول شوي ولاو له هغه ځای څخه یې په افغان ځواکونو باندې ډزې کولې.

د ځایي خلکو په وینا، د ډزو په نتیجه کې جومات وسوزېد او په کې موجود دیني کتابونه خراب شول.

د طالبانو ضد یرغل

د بغلان امنیه قوماندان جګړن وحیدالله نظام د لړم په ۲۴مه په آق چشمه بازار کې خبریالانو ته وویل، «په ولسوالۍ کې د دښمن اصلي سنګرونه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي،»

نظامي د دقیق شمېر له ورکولو څخه پرته وویل، «طالب اورپکو ته د امنیتي ځواکونو له خوا درانه تلفات وراوښتي، او په ولسوالۍ کې د هغوی تر ټولو قوي مرکز ځپل شوی دی،»

هغه وویل، عسکر به ټولې هغه ناامنې سیمې، چې د طالبانو د نفوذ په وړاندې کمزورې دي، پاکې کړي.

هغه زیاته کړه، «په تصفیه شویو کې ډېر امنیتي ځواکونه توظیف شوي، چې هلته هغوی طالبان پسې تعقیبوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500