امنیت

په افغانستان کې له داعش څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ اوازې د خارجي ناوړه پلان په توګه رد شوې

د نجیب الله راپور

د ناټو په چوکاټ کې یو امریکایي عسکر او یو محلي افغان پولیس افسر د چنګاښ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش د اورپکو پر ضد د یوې ګزمې په ترڅ کې د تلاشۍ د یوې پوستې ساتنه کوي. افغان چارواکي او تحلیلګران وایي چې دا اوازې، چې متحده ایالات د داعش د عناصرو ملاتړ کوي، خندوونکې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ناټو په چوکاټ کې یو امریکایي عسکر او یو محلي افغان پولیس افسر د چنګاښ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش د اورپکو پر ضد د یوې ګزمې په ترڅ کې د تلاشۍ د یوې پوستې ساتنه کوي. افغان چارواکي او تحلیلګران وایي چې دا اوازې، چې متحده ایالات د داعش د عناصرو ملاتړ کوي، خندوونکې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي او تحلیلګران هغه بې بنسټه اوازې او ګومانونه ردوي چې وایي متحده ایالات په افغانستان کې د داعش د ترهګرې ډلې عناصر په وسلو سمبالوي او ملاتړ یې کوي.

په کابل کې مېشت شنونکی او د کابل پوهنتون پخوانی استاد فاروق بشر د دغو ادعا شویو راپورونو په ردولو سره سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې داسې ګڼې اوازې موجودې دي،»

هغه وویل، «یو څوک باید په داسې بې بنسټه اوازو، چې ادعا کوي چې متحده ایالاتو داعش افغانستان ته راوړ، باور ونه کړي،»

بشر وویل، «له داسې اوازو سره سره، زه باور نه لرم چې متحده ایالات او لوېدیځ د داعش یا طالبانو ملاتړ کوي. پر عکس یې، هغوی دلته د دې لپاره راغلي چې دغه ترهګر ووژني،»

د ایتلاف هوایي بریدونو د چنګاښ په ۱۹مه په ننګرهار ولایت کې د داعش جوړښتونه ویجاړ کړل. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]

د ایتلاف هوایي بریدونو د چنګاښ په ۱۹مه په ننګرهار ولایت کې د داعش جوړښتونه ویجاړ کړل. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]

هغه وویل، «د داعش جنګیالي د افغانستان کوچنیو او لږو سیمو پورې محدود کړای شوي، او د هغوی شمېر مخ په کمېدلو دی. نړۍ د داعش اورپکي څاري، او د هغوی مشران او جنګیالي، چې کله وموندل شي، وار له واره په نښه کیږي.»

عملونه پخپله خبرې کوي

په کابل کې مېشت د سیاسي چارو تحلیلګر احمد بهروز وویل، ګاونډي هېوادونه دغه ډول اوازې د دې لپاره خپروي چې د افغانانو تر منځ ذهني ګډوډي رامنځته کړي او د افغانانو او د هغوی د خارجي شریکانو تر منځ د بې اعتمادۍ تخم وکري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې د داعش په راڅرګندېدلو سره، مونږ لیدلي چې افغان حکومت او د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د هغوی پر ضد جدي عملي ګامونه اخیستي دي،»

هغه وویل،‌«د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش په یوه مرکز د 'ټولو بمونو مور' په نامه یوه بم غورځول،او د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا د دغې ترهګرې ډلې د سنګرونو پر ضد په سلګونو هوایي بریدونه، باید وار له واره د متحده ایالاتو له خوا د داعش د ملاتړ او له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش د اورپکو د راوستلو اوازې غلطې کړي،»

متحده ایالاتو د ۱۳۹۶ د وري په ۲۴ مه په اچین ولسوالۍ کې د داعش په یوه پټنځای خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم، جي بي یو - ۴۳/ب مسیو آرډیننس ایر بلاسټ (MOAB) وغورځاوه.

د افغان دفاعي چارواکو په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۶ داعشي جنګیالي ووژل شول.‌

د دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان د ښو او بدو ترهګرو تر منځ فرق نه کوي، او د افغانستان په سیاسي قاموس کې د هغوی لپاره دغه ډول تعریفونه نشته،»

هغه وویل، «افغان حکومت او د هغه نړیوال شریکان د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کوي،»

جاوېد وویل،‌ «داعش ته درانه تلفات ور اوښتي او مات شوي دي. په حقیقت کې، د تېرو کلونو په ترڅ کې د داعش په لسګونو جنګیالي وژل شوي دي،»

د ترهګرۍ ضد هڅې دوام لري

امریکایي او افغان ځواکونه د یادې ترهګرې ډلې پر ضد خپلو هڅو ته دوام ورکوي. دغې ډلې د افغانانو پر ضدپراخ ظلمونه ترسره کړي دي.

جاوېد د لړم په ۲۹مه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش حرکات اوس د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه، نازیان او اچین ولسوالیو کې یوازې یو څو فعالیتونو ته رامحدود شوي دي،» او زیاته یې کړه چې مخکې شپه، «په هسکه مېنه ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۵۰ داعشي اورپکي وژل شوي دي».

هغه وویل، «د دې ډلې پر ضد، په ځانګړې توګه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې جدي عملیات شروع شوي، او هر چېرې، چې وموندل شي، وبه وژل شي،»

د جاوېد په وینا، افغان او ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د یادې ډلې د عملیاتو له پیل راهیسې د هغوی څلور مشران ور وژلي دي.

د داعش د مشرانو له ډلې څخه تر ټولو وروستی مشر د تلې په ۳ مه د هغه له ۱۰ نورو سړیو سره یوځای د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان او ایتلافي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

په کابل کې د نظامي استخباراتو یوه پخواني چارواکي متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، «داعش په افغانستان کې یو نوی شی دی، او ملکي خلک هغوی هومره نه پېژني لکه څومره یې چې طالبان پېژندل،»

هغه وویل، «د داعش غړي ډېر بې رحمه او ظالم دي او د ماینونو په وسیله د محلي مشرانو د وژلو او د ماشومانو د قتلولو په شمول یې ډېر ظلمونه ترسره کړي دي -- چې دا یو هم په اسلام کې هېڅ‌ ځای نه لري. دا جنایتونه د دې سبب شول چې د ملکي خلکو بد واېسي.»

هغه وویل، «په دې او نورو دلایلو په افغانستان کې د داعش اورپکو ته درانه تلفات ور واوښتل او هغوی نشي کولی چې بریا ترلاسه کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سولې لپاره باید کار وشي. او د سولې لپاره کار داسې کېږي چې په پاکستان فشار ور وستل شي چې د طالبانو له ملاتړ، روزلو او ځای ورکولو څخه په شا شي. که پاکستان په کویټه، پیښور او نورو ځایونو کې د طالبانو دفترونه او مرکزونه وتړي او مشران یې د افغانستان حکومت ته ورکړي دا مسئله په لنډ وخت کې حل کیږي. امریکا او غربي نړۍ باید په پاکستان اقتصادي فشار ور ولي، اقتصادي بندیزونه پرې ولګوي او پاکستان دې ته مجبور کړي چې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

ځواب ورکړئ